لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
(last modified Sun, 23 Jan 2022 10:50:04 GMT )
Jan 23, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په وړاندې کولو سره (لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې) د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو

دوستانو په دې یوه اونۍ کښې په ابوظبۍ باندې د یمنیانو حمله او د یمن خلاف د سعودیانو د جنایتونو دوام او هم داشان د عراق امنیتي او سیاسي پیښې، د لویدیځې آسیا له مهمو خبرونو څخه وو چې د پروګرام په دوام کښې یې جاج اخلو.

د یمن پوځ تیره دوشنبه په ۲۰ بې پایلټه الوتکو او ۱۰ بالیسټک توغندیو سره د متحده عرب اماراتو په مینځ باندې حمله وکړه چې د ډیر مالي او مادي تاوانونو سربیره یې ۳ مړي او ۶ زخمیان درلودل.

هم داشان په یمن کښې دننه هم د شبوه ولایت په عتق هوايي ډګر کښې د اماراتو د پوځ یوه کارګو الوتکه په نښه شوه. المیادین چینل خبر ورکړ چې دغې اماراتي الوتکې له یاد هوايي ډګر څخه له یمني ځواکونو سره د جنګیدونکې (المعالقه) ډلې کسانو ته پوځي او لاجسټک تجهیزات رسول.

د ابوظبۍ په مهمو تاسیساتو باندې حمله، دوه اونۍ پس له هې وشوه چې یمنیانو د اماراتو په بیرغ سره یوه کشتۍ د یمن په سمندري حدودو کښې ونیوله. په دغې کشتۍ کښې پوځي تجهیزات وو.

د توغندیو او ډرون په برخه کښې د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو له پرمختګونو او په ۲۰۱۷ کال کښې د اماراتو د خاورې په مینځ کښې په ابوظبۍ او دبئ ښارونو باندې یې په ډرون حملې سره، دغه هیواد په یوې سیاسي مانورې کښې د یمن د جنګ له ډګر څخه ورو ورو د شاتګ ادعا وکړه. په عین حال کښې په دې وروستیو کښې د شبوه ولایت په لور د پرمختګ لپاره په اماراتو پورې د پیئول تالي څټو د هلوځلو له امله، صنعاء یوځل بیا خپل خبرداري پیل کړل او د دغه وړوکي هیواد چارواکو ته په کلکه وايي چې په اماراتو کښې د حملې لپاره له اهدافو برابر شوی بانک، د یمن د توغندیو او ډرونز په شیشت کښې دی.

*/*/*/*/*

 څه موده مخکښې د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي متحده عرب اماراتو ته په خبرداري سره ویلي وو: مونږ اماراتو ته سپارښتنه کوو چې خپل لانجه جوړونکي اقدامات بند کړي ځکه چې که دغه شخړې دوام وکړي نو یمن به د یاد هیواد په خاورې باندې حملې ته مبجور شي.

د هغه په وینا د ریاض او ابوظبۍ ترمینځ یوه معامله شوې ده چې له مخې یې عربستان د یمن جنوبي ولایتونه اماراتو ته ورکوي او امارات به هم په بدل کښې خپل ټول پوځي توان په یمن کښې وکاروي.

د یمن د چارو یو کارپوه محمد الباشا د فرانسې خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: په ابوظبۍ باندې حمله د حیرانتیا وړ نه ده ځکه چې انصارا...، متحده عرب اماراتو ته په کراتو د حملې خبرداري ورکړي وو او اوس یې په دغې خبرې عمل وکړ.

بل ټکی دا دی چې ښايي د اماراتو خیال دا دی چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د ښه کولو به سیوري کښې خپلو لاسوهونکو سیاستونو ته په تیره بیا په یمن کښې ورته په لا آسانۍ سره دوام ورکولی شي. څه موده مخکښې هم یمنیانو په اماراتو پوړې اړونده کشتۍ چې له وسلو ډکه وه، په خپلو سمندري حدودو کښې ونیوله.

په اماراتو باندې د تیرې دوشنبې بریدونه، د یمن په سویل کښې له صهیونیسټ رژیم سره د ابوظبۍ ملګرتیا ته د یمنیانو غبرګون ګڼل کیږي.

په عین حال کښې د قطر الجزیره چینل اعلان وکړ چې اماراتو (د یمن طوفان) نومې سترو عملیاتو له امله د پریمانه تاوانونو له زغملو وروسته، تیره پنجشنبه د دافع هوا سیسټم د اخیستو لپاره له صهیونیسټي رژیم څخه د سمدستي مرستې غوښتنه کړې ده. هغوي له صهیونیسټي رژیم څخه د توغندوي سیسټم د پیرلو په لټه کښې دي.

په ابوظبۍ باندې د یمنیانو د دوشنبې ورځې حمله، د یمن خلاف د سعودیانو د حملو د زیاتیدو سبب شوه. د عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د تیرې اونۍ د نهې یا سه شنبې په شپه په یوې غچ اخیستونکې حملې کښې په صنعاء سخته بمباري وکړه چې په کښې له لسو زیات ملکي یمنیان مړه او لسګونه نور زخمي شول.

د عربستان جنګي الوتکو د جمعې په شپه هم د یمن د شمال په صعده ولایت کښې په یو جیل باندې په حملې سره، لږترلږه ۸۷ تنه وژلي او تقریباً ۲۶۰ تنه نور یې زخمي کړل.

سعودیانو کوشش وکړ چې په دغې حملې سره د ابوظبۍ خلاف د یمنیانو د طوفان عملیاتو بدل واخلي. په حقیقت کښې د دغه برید په قالب کښې د ریاض کوشش دا و چې وښايي د یمن خالف جنګ کښې د عربستان او اماراتو ترمینځ د نظر اتفاق لاهم شته دی او په دې جنګ کښې یې د اماراتو یو ډول لازیاته ملګرتیا لاسته راوړه.

له بلې خوا سعودیانو دغه حمله یمنیانو ته د خبرداري ورکولو او د هغوي د ویرولو په موخه ترسره کړه او د دې پیغام د رسولو هڅه یې وکړه چې د عربستان یا اماراتو خلاف د یمنیانو د حملو دوام به د هغوي له سخت او کلک غبرګون سره مخامخ شي. په عین حال کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي ټینګار وکړ چې د وروستیو ورځو له جنایتونو څخه د سعودي-اماراتي تیري ګر ائتلاف هدف، په یمنیانو کښې ویره اچول دي.

داسې ښکاري چې د یمنیانو او سعودیانو او اماراتیانو ترمینځ نښتې مخ په زیاتیدو دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع په صعده ولایت کښې په زندان باندې د سعودیانو له برید وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: پس له هغو غمیزو چې د سعودي-امریکايي او اماراتي ائتلاف هوايي ځواکونو د یمن د ولس په حق کښې رامینځټه کړې، د اماراتو په وړوکي هیواد کښې موجودو بهرنیو شرکتونو ته سپارښتنه کوو چې له دغه هیواده ووځي.

هغه ټینګار وکړ، ترڅو پورې چې اماراتي واکمنان د یمن خلاف تیریو ته دوام ورکوي، نو دغه اقدام یې په دې معنا دی چې بهرنیو شرکتونو په یو کوچني او ناامنه هیواد کښې پانګونه کړې ده.

دغه حالت ته په پام سره، امریکې او ملګرو ملتو بې له دې چې د یمن خلاف د جنګ د بندلولو لپاره کومه طرحه وړاندې کړي، یوازې له صلحه ایزې لارې د دغه کړکیچ د هواریدو غوښتنه يې کړې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ټویټري پیغام کښې، د سعودي ائتلاف حملې ته له اشارې پرته ولیکل: په ټول یمن کښې نښتې او حملې باید ختمې شي. مونږ له ټولو لورو غواړو چې د شخړې د ختمولو لپاره په یوې صلحه ایزې او سفارتي حل لارې باندې ژمن شي. د یمن خلک په صلحه کښې د ژوند کولو او د خپل راتلونکو د ټاکلو وړتیا لري.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د سعودي د جنایتونو له غندلو پرته، د یمن د جنګ ټولو ښکیلو لورو ته یادونه وکړه چې د ملکي وګړو او غیرپوځي بیخ بیناؤ خلاف حملې، په نړیوالو انساندوستانه قوانینو کښې ممنوع دي. هغه همداشان د دغو حملو په هکله د فوري، اغیزناکو او رڼو تحقیقاتو او د ځواب ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.      

په داسې حال کښې چې د قدرت د برابرولو او د راتلونکې کابینې د جوړولو لپاره د عراقي ډلو صلاح مشورې هم هغه شان روانې دي، په دغه هیواد کښې ناامنۍ هم د داعش د بریدونو او همداشان د سیاسي ګوندونو په دفترونو باندې د حملو په چوکاټ کښې یوځل بیا د عراق د امنیت مسئله رابرسیره کړه.

د داعش پاتې شوني د عراق په ځینو سیمو په تیره بیا په لویدیځو سیمو کښې د وړو ډلګیو په چوکاټ کښې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، داشان چې تیره جمعه د عراق د پوځ یوولس ځواکونه په دیاله ولایت کښې د دغې ترهګرې ډلې د کسانو په حمله کښې ووژل شول.

له دې مخکښې په الاعظمیه سیمه کښې د پارلیمان د مشر محمد الحلبوسي په مشرۍ د (التقدم) ګوند او په الیرموک سیمه کښې د (خمیس خنجر) په مشرۍ د (تحالف العزم) ګوند په مرکزونو باندې د نامعلومو کسانو له خوا د لاس د جوړو بمونو حملې وشوې.

*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه