لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې
په یمن کې د حالاتو بدلېدا، ترکیې ته د صهیونیستي رژیم د رئیس سفر، د فلسطینیانو په ضد د صهیونیستي رژیم د جنایاتو دوام او د تېلو د زیات تولید لپاره د امریکې له غوښتنې سره د عربستان مخالفت په تېره اوونۍ کې د لوېدیځي اسیا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
د صنعا او صعدې په شمول د یمن د مختلفو ولایتونو خلګو په تېره اوونۍ کې د پراخو مظاهرو په ترڅ کې د یمن په ضد د سعودي ائتلاف د جنایاتو او د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې د چوپتیا غندنه وکړه.
د یمن د پلازمینې خلګو د یمن د هوایي، سمندري او ځمکني محاصرې او یرغل په خاطر د امریکې او د سعودي عربستان په ضد مظاهرې وکړې، هغوی په خپلو شعارونو کې د یمن په تیلو باندې بندیزونه د امریکې پرېکړه وباله او د یمنی طوفان له عملیات څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړل.
یمنی لاریونکوونکی او سیاسي فعال «نصر الرویشان» ایران پرس ته وویل: د یمن ولس په دغو مظاهرو کې د الحدیدې بندر ته د خوراکي توکو، درملو او د تیلو له راتلو څخه د مخنیوی، محاصرې او د سعودي د یرغل په وړاندې خپل دریځ روښانه کړ.
هغه زیاته کړه: ۸ کاله کیږي چي دغه غیرانساني محاصره دوام لري خو نړۍ د یمن د ولس په دردونو او کړاونو سترګې پټي کړي دي په داسي حال کې چي اکراین سره بیا ټوله نړۍ د ملتیا ږغ پورته کوي.
په حقیقت کې د یمن او اکراین په وړاندې دوه ګوني چلند د دې لاریون د تر سره کېدو لامل و، په داسي حال کې چي لوېدیځ هیوادونه په یو موټي توګه له اکراینې کډوالو څخه ملاتړ کوي او د روسیې برید غندي خو د یمن د ولس په ضد د سعودي په جنایاتو چي په روانه پېړۍ کې تر ټولو د ستر بشري ناورین سبب شوې، چوپتیا غوره کړې ده.
د صهیونیستي رژیم رئیس اسحاق هرتزوګ تېره چهار شنبه د ترکیې پلازمیني انکارا ته سفر او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړه، اردوغان په دې وروستیو کې په ځلونو ویلي وه چي ترکیې ته د اسرائیلي رژیم د رئیس د سفر هرکلی کوي.
اسحاق هرتزوګ د صهیونیستي رژیم لومړنی رئیس دی چي په تیرو ۱۸ کلونو کې ترکیې ته سفر کړی دی، ترکیې ته د صهیونیستي رژیم د چارواکو وروستي سفر ۲۰۰۳ میلادي کال کې و، چي ورسره د ترکیې او د صهیونیستي رژیم تر مینځ اړیکې جوړي شوې.
مهمه مساله دا ده چې ترکیې په تېرو کلونو کې فلسطین څخه په ملاتړ کې له اسرائیل سره یې اړیکې پرې کړي وي، خو اوس په داسي حال کې چي اسرائیلي رژیم د فلسطینیانو په وړاندې تاوتریخوالو ته زور ورکړی، له دغه منحوس رژیم سره د اړیکو د رغولو په لټه کې ده.
په دې خاطر، ترکیې ته د هرتزوګ سفر، د فلسطیني ډلو غوصه راپارولې ده، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي ترکیې ته د اسرائیلي رژیم د رئیس سفر په داسي حال کې تر سره کیږي چي دغه رژیم د نیواکي قدس د فلسطیني وګړو په ضد بریدونو او په الاقصی جومات باندې تیریو او د اسلامي مقدساتو د یهودي کولو بهیر ته زور ورکړی دی.
د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ د سیاسي دفتر غړی یوسف الحساینه ایران پرس ته وویل: ترکیې ته د هرتزوګ سفر، د فلسطیني ارمان سره په ټکر کې دی، ترکیې او عربي هیوادونو ته د صهیونیستي رژیم د رئیس سفر د منلو نه دی او دغه خونړي رژیم ته مشروعیت وربخښي.
هغه زیاتوي: دغه سفر، اسرائیلي رژیم سره د هیوادونو د اړیکو د رغولو د بهیر د دوام ښودنه کوي او د فلسطینیانو په زیان کې دی او د فلسطین په ارمان باندې د سترګو د پټولو په معنا ده.
په لوېدیځه اسیا کې په تېره اوونۍ کې یوه بله مهمه پېښه د فلسطینیانو په ضد د صهیونیستي رژیم د جنایاتو دوام دی، تېره اوونۍ کې یو فلسطیني ماشوم او یو ځوان په شهادت ورسېدل. د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي ۱۶ کلن (یامن نافذ جفال) د (ابودیس) په ښارګوټي کې د صهیونیستي رژیم د ځواکونو په ډزو په شهادت رسېدلی دی.
صهیونیستي ځواکونو په دغه ماشوم باندې تر ډزو وروسته په امبولانس باندې هم ډزې کړي دي او روغتون ته د یاد فلسطینی ماشوم د انتقال مخنیوی کړی دی، چي د وینو د ضایع کېدو د امله دغه فلسطینی ماشوم شهید شوی دی.
د چهار شنبې په ورځ هم (احمد حکمت سیف) د نابلس په شمال لوېدیځ کې د (برقې) له کلي چي د صهیونیستانو په ډزو کې ژوبل شوی و، سا ورکړه او په شهادت ورسېدی، دغه فلسطینی ځوان د مارچ د میاشتې په لومړیو کې د صهیونیستي رژیم د وحشي ځواکونو له لوري په نښه شوی و.
په داسي حال کې چي په تېره اوونۍ کې دغه جنایات د اسرائیلي ځواکونو له لوري تر سره شوي، د دې منحوس رژیم رئیس اسحاق هرتزوګ د ترکیې د ولسمشر اردوغان په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
په حقیقت کې د ځینو اسلامي هیوادونو دغه ډول سیاستونه دي چي په فلسطینیانو باندې د جنایاتو د دوام لپاره صهیونیستي رژیم ته انګیزه ورکوي.
د بلي خوا څخه بیا د اسرائیلي منحوس رژیم د جنایاتو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا هم سبب شوی چي اسرائیل ورځ تر بلي د فلسطینیانو په ضد خپلو جنایاتو ته زور ورکړي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د نړیوالو شخړو په هکله د نړیوالي ټولنې دوګونی چلند اسرائیلي رژیم ته د فلسطینیانو د عام وژنې او د هغوی د ځمکو د لاندې کولو زمینه برابره کړې ده.
یوه بله مهمه پېښه په تېره اوونۍ کې د تیلو د لا زیات تولید لپاره د امریکې له غوښتنې سره د سعودي عربستان مخالفت وه.
په داسي حال کې چي په روسیې باندې د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو د امله په نړیواله کچه د تیلو قیمت زیات شوی، امریکا له سعودي عربستان څخه د لا زیاتو تېلو د تولیدولو غوښتنه کړې ده، لیکن ریاض د امریکې له دغه غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په تماس کې تاکید وکړ چي عربستان له روسیې سره د اوپک پلاس په موافقې ژمن پاتي دی او اوم تېل به یوازې په تدریجي توګه مارکیټ ته وړاندې کوي.
د اوپک پلاس هیوادونو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې موافقه وکړه چي په خپل تولید کې د ورځې ۱۰ میلیون بېلره کمی راولي، هغوی وروسته موافقه وکړه چي بچت شوي تېل په تدریجي توګه مارکیټ ته وړاندې کړي. وال استریت ژورنال ولیکل چي عربستان او امارات د اوپک د طرحې د پلي کېدو په موخه نړیوالو بازارونو ته د زیات تېل له وړاندې کولو ډډه کړي ده.
د سعودي عربستان دغه سیاست امریکې سره د دې هیواد د اختلاف ښودنه کوي، د امریکې ولسمشر جوبایډن سپیني ماڼۍ ته تر ننوتلو وروسته له بن سلمان سره هيڅ ډول خبري اتري نه دي کړي او له بشري حقوقو څخه د هغه په خلاف ورزیو نیوکي کړي دي. بن سلمان په دې وروستیو کې له امریکایي نشریې اتلانتیک سره په مرکه کې د سعودي عربستان او د ځان په وړاندې د امریکې په سیاستونو نیوکې کړي.