لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
ګرانو او قدرمنو دوستانو د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او حالاتو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو
. هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.
*/*/**/
په تیره اونۍ کښې د اسرائیلي پوځیانو په لاس د الجزیره چینل د فلسطیني خبریالې شیرین ابوعاقله شهادت
تهران ته د سوریې د ولسمشر بشار الاسد سفر
او هم داشان
د متحده عرب اماراتو د واکمن مړینه د لویدیځې آسیا ډیرې مهمې پیښې وې چې په دې ننني پروګرام کښې یې جاج اخلو.
*/*/*/*/*/
اسرائیلي پوځیانو د چارشنبې په سهار د الجزیره چینل ۵۱ کلنه فلسطیني خبریاله میرمن شیرین ابوعاقله د جنین کیمپ د پيښو د خبري کوریج په دوران کښې شهیده کړه او د القدس فلسطیني ورځپاڼې خبریال علي المسودي یې هم زخمي کړ.
شیرین ابوعاقله د الجزیره ډیره پخوانۍ او مشهوره خبریاله وه چې د سیمې په سیاسي چاپیریال کښې پيژندل شوې وه. دغه فلسطیني خبریاله په داسې حال کښې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو وویشتې شوه چې خبري کوریج يې کوه او د خپلې دندې په ترسره کولو لګیا وه. دا حالات د صهیونیسټي رژيم جنایت لا سختوي او د (قصدي قتل) په چوکاټ کښې د څیړنې وړ دی.
بله موضوع چې د دغه جنایت عمدي والی ثابتوي دا ده چې صهیونیسټي رژیم له هغې ناکامۍ وروسته چې د ۱۹۴۸ کال د نیواکي ټاټوبي په چوکاټ کښې د فلسطینیانو له پرله پسې عملیاتو وروسته یې درلوده، تل د انتقال او غچ په تکل کښې و. صهیونیسټي ټولنو په غزې کښې د حماس د مشر یحیی السنوار د وژلو لپاره د دغه رژيم د نیت خبر ورکړی و. داسې ښکاري چې د السنوار د ټرور له پایلو د صهیونیسټانو ویره سبب شوه چې هغوي له خپل دغه ګواښه شاتګ وکړي او پر ځاې یې په یو ناڅاپي اقدام کښې شیرین ابوعاقله د یو هدف په توګه غوره کړي او شهیده یې کړي.
د دغه جنایت په عمدي والي کښې بل ټکی د ارسائیلو د پوځ ناوخته اعتراف دی. له دغه جنایته د دریو ورځو په تیریدو سره د صهیونیسټي رژيم پوځ وویل چې ترسره شوې څیړنې ښودنه کوي چې د (دوفدیوان) مخفي یونټ یو پوځي د ابوعاقله د شهادت له ځایه له ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ میټره فاصله کښې مستقر شوی و او د هغې په لور یې لسګونه ډزې وکړې. دا په داسې حال کښې دي چې صهیونیسټي چارواکي اول مدعي شوي وو چې شیرین ابوعاقله فلسطینیان وژلې ده.
*/*/*/*/*
د شیرین ابوعاقله خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایت د سیمې او نړۍ په کچه له پراخې غندنې سره مخامخ شوی دی. خپلواکه رسنیو او شناندو ویلي چې دا جنایت د رسندوي ټولنې لپاره په دې هکله د یو خطرناک پيغام او حتی خبرداري لرونکی دی چې هر کس د نیواکګر رژیم جنایتونو ته کوریج ورکړي هغه به د پوځیانو د ډزو هدف ګرځي. په هم دې لړ کښې د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان د انقلابي شورا او سیاسي کمیټې غړي اسامه القواسمي ټینګار وکړ چې صهیونیسټي دښمن په دې جنایت سره په ټولې نړۍ کښې خبریالیانو ته دا پيغام ورکړ چې هر کس نړیوالو ته د حقیقت د څرګندولو په لټه کښې وي د هغه سزا مرګ دی.
د قطر مرستیال خارجه وزیر لولوه خاطر هم د الجزیره د خبریالې په شهیدولو کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایت ته په غبرګون کښې وویل: له اسرائیلو بې قید و شرطه ملاتړ باید بند شي. د بشري حقوقو ۲۵۰ سازمانونو او تنظیمونو هم د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره د یادې خبریالې د وژلو په وجه صهیونیسټي رژيم ته د سزا ورکول کیدو غوښتنه وکړه.
د میرمن ابوعاقله وژله د فلسطیني خبریالانو خلاف د صهیونیسټي رژیم وړومبنې جنایت نه و او د فلسطین د اطلاع رسونې د وزارت د وینا له مخې په ۲۰۰۰ کال کښې د فلسطین له دویمې انتفاضې نه تراوسه پورې ۴۵ خبریالان د صهیونیسټي رژيم په لاس شهیدان شوي دي. په دغو کښې په هیڅ ډول مواردو کښې نړیوالې ټولنې د اسرائیلو له دغو جنایتونو سره مخامخیدنه کښې هیڅ عملي اقدام نه دی ترسره کړی.
د امریکې د کانګرس مسلمانې او فلسطیني غړې رشیده طلیب د شیرین ابوعاقله د شهادت په غبرګون کښې وویل: شیرین ابوعاقله د هغه رژيم د پوځیانو په لاس ووژله شوه چې زمونږ د هیواد (امریکې) له بې قید و شرطه مالي ملاتړه برخور دی او د اقداماتو په وجه ترې پوښتنه نه کوي. دا کوم کسان چې د اسرائيلو د توکمپاله سیاست او کړنلارې ترڅنګ ولاړ دي او ترې حمایت کوي، څه وخت به ووايي چې نور بس دی؟
*/*/*/*/*/
د سوریې خارجه وزیر بشارالاسد تیره اونۍ تهران ته راغی او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره یې ملاقات وکړ. د ایران او سوریې چارواکو په دغه کتنه کښې په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
دا په سوریې کښې د ترهګرۍ خلاف د جنګ له ختمیدو وروسته تهران ته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد دویم سفر و. تهران ته د هغه وړومبې سفر د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه ترسره شو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر هغه وخت د بشارالاسد په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د ایران او سوریې اړیکې ژورې او سټراټیجکې دي او د مقاومت د غورځنګ هویت او قدرت په دغو پرله پسې او سټراټیجکو اړیکو باندې ولاړ دی.
د بشارالاسد د تیرې اونۍ سفر هم د سیمې په رسنیو کښې ډیر انعکاس لرلی دی. الجزیره ټي وي چینل تهران ته د سوریې د ولسمشر د سفر او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره د کتنې د خبر په کوریج سره یې وویل چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دویم ځل تهران ته سفر وکړ او د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو او د سوریې ولسمشر په دغه سفر کښې د تهران او دمشق ترمینځ د اړیکو په پياوړتیا باندې ټینګار وکړ. دغه چینل د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له قوله وویل چې سوریې په سیاسي او پوځي ډګرونو کښې سترې بریاوې ترلاسه کړې دي او سوریه نن سبا له جنګه مخکښې سوریه نه ده، که څه هم هغه وخت خرابیانې نه وې خو د سوریې احترام او اعتبار نن سبا له پخوا نه ډیر زیات دی او ټول دغه هیواد ته د یو قدرت په توګه ګوري.
(کان) نومې صهیونیسټي چینل هم وویل چې تهران ته د سوريې د ولسمشر سفر ښودنه کوي چې له ایران سره ملګرتیا او انډیوالي به یې نه یوازې باقي پاتې شي بلکې قدرت به یې لازیات هم شي.
*/*/*/*/*/
د لبنان العهد خبري سایټ د حسن حسن په قلم په یوې شننې کښې ولیکل: د سوریې حکومت د خپلو بهرنیو اړیکو یو نوی پړاؤ پیل کړی دی او د سیمې له ځینو هیوادونو سره د دمشق د اړیکو د ګرمیدو نښې نښانې شته دي، له هغو هیوادونو سره چې د سوریې د جنګ په دوام کښې یې منفي رول لرلی دی. په دې پړاؤ کښې له صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو د ښه کولو کار ګړندی شوی دی او د سیمې ځینو هیوادونو د تل ابیب د واکمنانوخوشالولو ته مخه کړې ده، دا په داسې حا لکښې دي چې د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونه زیات شوې دي او له بلې خوا د فلسطین مقامت یوې نوې مرحلې ته رسیدلی دی او ځینو دفاعي عواملو ته یې لاس موندلی دی چې د پراختیا او پرمختګ وړتیا لري.
حسن حسن ټینګار وکړ چې د بشارالاسد سفر ښودنه کوي د ایران او سوریې یووالی دوام ولري او حتی لاپیاوړې هم شي، دا چاره راښايي چې د سوریې په خاورې باندې د اسرائیلو تیري خپلو اهدافو ته په رسیدو کښې ناکامه وو او نه دي توانیدلي چې د تهران او دمشق په اړیکو باندې چې هره ورځ لاپياوړې کیږي، اغیزه وکړي.
*/*/*/*/*
تیره جمعه د متحده عرب اماراتو واکمن خلیفه بن زاید آل نهیان له اته کلنې ناروغۍ وروسته وفات شو. د هغه په مړینې سره د متحده عرب اماراتو عالي فیډرل شورا د ابوظبۍ په المشرف ماڼۍ کښې په یوې غونډې کښې د خلیفه بن زاید ناسکه ورور او د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د دغه هیواد د نوي مشر په توګه غوره کړ. د اماراتو د چارو وزارت په یوې بیانیې کښې په دې هکله وویل: د اساسي قانون د ۵۱ اصل له مخې محمد بن زاید آل نهیان د رایو په اتفاق سره د متحده عرب اماراتو د مشر په توګه وټاکل شو او د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان پر ځاې کښیناسته.
د ابوظبۍ امارت د پراختیا او د اماراتو د څه باندې ۹۰ فیصدو تیلو د تولیدولو په وجه د فارس خیلج د جنوبي څنډې د دغه هیواد واکمن او مشر هم باید له ابوظبۍ څخه وي.
محمد بن زاید چې د اماراتو په ترټولو لوړې چوکۍ کښیناسته، په عملي توګه له ۲۰۱۴ کال نه او د خپل ورور شیخ خلیفه د ناروغۍ په زیاتیدو سره یې د دغه هیواد د چارو ذمه واري په غاړه درلودله. محمد بن زاید د ۱۹۷۱ کال د دسمبر له دویمې نیټې څخه د متحده عرب اماراتو د جوړیدو له وخته د دغه هیواد د حکومت دریم مشر دی. هغه په اماراتو کښې په ډیرو سیاسي، پارلیماني او اقتصادي پوسټونو کار کړی دی.
شننې وايي چې د اماراتو د ولیعهدۍ د مقام لپاره درې انتخابونه شته دي. د اماراتو خارجه وزیر عبدا... بن زاید، د اماراتو تر پردې شاته کس طحنون بن زاید چې له محمد بن زاید وروسته د اماراتو د ترټولو پیاوړي کس په توګه پيژندل کیږي او هم داشان منوصر بن زاید چې مرستیال وزیراعظم دی، د محمد بن زاید درې سکه وروڼه دي چې د ولیعهدۍ څوکۍ ته د رسیدو لپاره له نورو ډیر چانس لري.
*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی