لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې
په عراق کې اسرائیلو سره د هر ډول اړیکو د رغولو په ضد د قانون تصوېبېدا، د دغه قانون په وړاندې غبرګونونه او په قدس شریف کې د اسرائیل له لوري د بیرغ د لاریون په تر سره کېدو باندې تاکېد په تېره اوونۍ کې د لوېدیځي اسیا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
د عراق پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ۲۷۵ استازو په ګډون سره، د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د رغولو په مخالفت په اکثریتو رایو سره تصویب کړ چي له مخي یې اسرائیل سره هر ډول اړیکې تر هر عنوان لاندې جرم بلل کیږي، لومړی د قانون عنوان (اسرئیل سره د اړیکو د رغولو ممنوعیت) وو او وروسته بیا د قانون عنوان په ( اسرائیل سره د هر ډول اړیکو په جرم بللو باندې بدل شو.
د دې قانون تر تصویبېدو وروسته، په پارلمان کې حاضر استازي د اسرائیل په ضد شعارونه ورکړ، دغه قانوني لایحه د صدر د بهیر په وړاندېز او د شیعیانو د ږغملتیا د بهیر په شمول د ټولو شیعه سیاسي ډلو په ملاتړ سره په پارلمان کې په اکثریت رایو سره تصویب شوه.
په یاد قانون کې د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو هر ډول رغونه او هر ډول سیاسي، امنیتي، اقتصادي، تخنیکي، فرهنګي، سپورټي او پوهنیزي همکارۍ منعه کړای شوي دي. په دغه قانون کې عراقي ښاریز د دې هیواد دننه او بهر کې او همدارنګه ایالتي ادارې، ولایات، حکومتي ارګانونه، خصوصي شرکتونه او حتی په عراق کې بهرني پانګوال هم اسرائیلو سره له اړیکو څخه منعه شوي دي.
په بل عبارت سره، د نورو هیوادونو ښاریز هم چي تر هر عنوان لاندې عراق کې میشت دي او فعالیت کوي له صیهونیستي رژیم سره د اړیکو د نیولو اجازه نه لري، بله مهمه مساله دا ده چي د سرغړوونکی لپاره د اعدام سزا په نظر کې نیول شوې ده، دا ښودنه کوي چي دغه قانون څومره جدي دی او د عراق پارلمان له دغه منحوس رژیم سره د اړیکو د رغولو څومره زیات مخالف دی.
د دې قانون هدف، د عراق او اسرائیل تر مینځ د هر ډول ډیپلماټیکو، سیاسي، فوځي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د جوړېدو مخنیوی دی، په دې لړ کې د عراق د پآرلمان د مشر نایب «حاکم الزاملی» په خپلو خبرو کې اسرائیل سره د اړیکو هر ډول رغونه وغندله او ویي ویل: تل ابیب سره د اړیکو د نه رغولو قانون د هیواد ثبات لپاره ضروري دی.
په داسي حال کې د عراق د پارلمان استازي دغه قانون د عراق د ولس د غوښتنو حقیقي انعکاس بولي په ټولنیزو رسنیو کې عراقي کاروونکو # اسرائیل سره اړیکې نه رغوو» په هشتګ سره د پارلمان له دغه کار څخه ملاتړ وکړ، همدارنګه ګڼ شمېر عراقیانو بیا د بغداد په مرکزي میدان کې په راغونډېدو سره د اسرائیل په ضد شعارونه ورکړ او د دې هیواد د پارلمان له لوري د تصویب شوی قانون ملاتړ وکړ. دغه قانون څو میاشتې وروسته له هغه تصویب شو چي د کردستان په کورواکه سیمه کې د اسرائیل په ملاتړ د ځینو عناصرو له لوري یو کنفرانس جوړ شوي و.
د عراق د پارلمان دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، د فتح د سیاسي ائتلاف مشر هادی العامری تاکید وکړ چي د دې قانون په تصویبولو سره، عراق به د فلسطین په دفاع کې مخکښ وي، د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي د فلسطین په ملاتړ کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو په وړاندې په مقاومت باندې په تاکید سره، وویل: صهیونیستي رژیم سره د اړیکو په رغولو باندې د سخت بندیز لپاره د عراق پارلمان له زړه وړتیا ډکه پرېکړه کړي تر څو اسرائیلو سره د هر ډول اړیکو د رغېدو مخنیوی وکړي، دا پرېکړه د عراق د خلګو د ارادې انعکاس و.
د فلسطین د ازادولو لپاره د فلسطین ولسي جبهې په یوه بیانیه کې، صهیونیستي رژیم سره د اړیکو په رغولو بندیز او سخته سزا څخه ستاینه وکړه، د دې ډلي په بیانیه کې راغلې چي د عراق د پارلمان دغه پرېکړه یوه تاریخي، پرېکنده او اصولي پرېکړه ده چي د فلسطین له ارمانونو څخه د ملاتړ ښودنه کوي.
د فلسطین اسلامي جهاد هم د یاد قانون په هکله تاکید وکړ چي دغه اقدام د دښمن د نفوذ لارې بندې کړي دي، د فلسطین د اسلامي جمها په بیانیه کې راغلې چي د عراق د پارلمان پرېکړه لیک د عربي هیوادونو پلازمینو ته د دښمن د نفوذ مخنیوی کوي.
د لبنان د حزب ا... غورځنګ هم د یوې بیانیې په صادرولو سره، اسرائیلو سره د اړیکو په بندیز کې د پارلمان د عراق پرېکړه فلسطین سره د عراقي ولس د ملتیا او د ملاتړ ښودنه کوي، حزب ا... په دغه بیانیه کې د عراق د پارلمان له پریکړي څخه ستاینه وکړه او دغه قانون یې د فلسطین ولس څخه په ملاتړ کې یو ستر ګام او سازښت کوونکو لپاره یو تاریخي سبق وباله.
په همدې وخت کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس په یوه بیانیه کې ویلي: امریکا د عراق په پارلمان کې اسرائیل سره د اړیکو د نه رغولو د قانون په تصویبېدا کې خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
هغه زیاته کړه: دغه قانون د بیان ازادی ته خطره رامینځ ته کوي او د یهودو په ضد له فضا جوړونې سره مرسته کوي، دغه قانون په سخته اسرائیل سره د هغو ګاونډیو هیوادونو د اړیکو له رغېدو سره په ټکر کې دی چي په سیمه کې د ټولو ولسونو لپاره نوې فرصتونه رامینځ ته کوي.
د عراق د صدر د بهیر مشر مقتدی صدر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د خبرو په غرګون کې امریکا ته په خطاب کې ویلي: یهودو سره دښمنی منع کړای شوی، لیکن د اړیکو رغونه الزامي ده؟ په نیوزیلند او نورو هیوادونو کې د مسلمان لومنځ کوونکو وژله تروریستي نه ده، لیکن نیواک ګرو سره مبارزه، ټروریستي ده ؟ له قدس څخه د عربو په زوره ایستل او صهیونیستانو ته د هغوی د ځمکو او ځایونو ورکړه انساني ده؟ ایا دا ستاسو سیاست دی؟»
د صهیونیستي رژیم پلیس او د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د مې د میاشتې د ۲۹ نیټې لپاره د بیرغ د لاریون له تر سره کېدو سره موافقه وکړه، په دغه ورځ کې تندلاري صهیونیستان په تېره بیا ځوانان د ټولو نیواکي سیمو څخه په قدس شریف کې راغونډیږي او د فلسطیني میشتو سیمو څخه په تېرېدو سره، د الاقصی جومات ته ځانونه رسوي او هلته خپل مراسم تر سره کوي.
د مې ۲۹ تاریخ په دې خاطر دغه لاریون ته ځانګړې شوې ده چي دغه ورځ د اسرائیلي رژیم له لوري د قدس شریف د نیواک له نیټې سره سمون خوري، هغوی دغه ورځ لمانځي.
د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۴ میلادي کال کې یو یهودي خاخام د دې ورځی د لمانځنې لپاره یو ډول لمسوونکي حرکتونه رامینځ ته کړه او د بیرغ د نڅا لاریون یې پیل کړ، یهودي تندلاري چي د فلسطین په لاندې شویو سیمو کې ژوند کوي د دې لاریون پر مهال نڅا کوي او د فلسطین، مسلمانان او د اسلام د دین په خلاف له سپکاوی ډک حرکات تر سره کوي او د قدس شریف له فلسطیني میشتو سیمو څخه تیریږي.
تېر میلادي کال د قدس د توري تر جګړې او له هغه وروسته په سیاسي او فوځي انډولونو کې د فلسطینیانو په ګټه تر بدلون وروسته، د بیرغ لاریون نه و تر سره شوی. د مقاومت له توغندوي بریدونو څخه د صهیونیستانو وېره او همدارنګه فلسطینیانو سره د نښتو په هکله د اندېښنو د امله د بیرغ لاریون لغوه شوه، خو سږ کال اسرائیلي رژیم وار د مخکې د فلسطینیانو په ځپلو لاس پوري کړي او غواړي چي دغه منحوس مراسم تر سره شي، د اسرائیل د ټینګار لامل هم دا دی چي که د فلسطینیانو مقاومت ته وګوري نو مجبوره دی چي هر کال لاریون تر سره نه کړي.
بله مساله دا ده چي د نفتالي بنت – او یائیر لارپید ګرځنده کابینه یوې ماتوونکې حالاتو سره مخامخ شوې ده او د بیرغ د لاریون لغوه کېدا کولایشي د تندلارو صهیونیستانو او د رژیم د مخالفو ډلو په تېره بیا بنیامین نتانیاهو د پیاوړي کېدو سبب شي، په دې خاطر د بنت کابینه د بیرغ د لاریون د جواز په ورکولو سره غواړي د خپلي کابینې په وړاندې د مخالفتونو مخنیوی وکړي.
د مقاومت ډلې د بیرغ د لاریون د تر سره کېدو د پایلو په هکله صهیونیستانو ته خبرداری ورکړي، د دې سربېره اسرائیلي کارپوهان او رسنی هم د دې لاریون د پایلو په هکله خبرداري ورکوي. صهیونیستي ورځپآڼې هاآرتص په یوه راپور کې ولیکل: اسرائیل په خلاصو سترګو سره د قدس د دوهمې جګړې په لور روان دی او په اسرائیل کې هیڅ یو عقلمن سړی نه شته چي د دغه ناورین مخنیوی وکړي، نه په سیاسي او نه هم په عملیاتي برخه کې.