لویدیځه اسیا په تیره اونۍکې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i117198-لویدیځه_اسیا_په_تیره_اونۍکې
د عراق د صدر ډلې د مشر مقتدا صدر په حکم پسې د دغې ډلې ټولو استازیو د عراق په پارلیمان کې له خپل استازیتوبه استعفا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 13, 2022 13:29 Asia/Kabul
  • لویدیځه اسیا په تیره اونۍکې

د عراق د صدر ډلې د مشر مقتدا صدر په حکم پسې د دغې ډلې ټولو استازیو د عراق په پارلیمان کې له خپل استازیتوبه استعفا ورکړه .

 

د عراق له پارلیمان د صدر ډلې د استازیو استعفا

د اسراییلو په پارلیمان کې د استازیو وهل ټکل

اماراتو ته  د نفتالی بنت سفر

او د فلسطینانو پرضد د اسراییلو د جنایتونو په اړه د بشری حقوقو د شورا راپور د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دعراق د صدر ډلې د مشر مقتدا صدر په حکم پسې د دغې ډلې ټولو استازیو د عراق په پارلیمان کې له خپل استازیتوبه استعفا ورکړه . د صدر ډلې په بیانیه کې راغلی دی د صدر ډلې ټول استازي له کومې استثناپرته په نجف کې د مقتدا صدر په دفتر کې خپلې استعفا ګانې لاسلیک کړې . په دغه بیانیه کې راغلی دی دغه اقدام د مقتدا صدر په حکم ترسره شوی دی . مقتدر صدا د زیارت په ورځ  په ټیلی ویژیونی خبرو کې وویل د صدر فراکسیون پاتی کیدل د دولت د جوړیدا په وړاندی خنډ دی ، پس د فراکسیون ټول استازي استعفا ته چمتو دي .

د عراق پارلیمانی انتخابات د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې ترسره شو . له انتخاباتو اته میاشتې تیریږی او د وخت په تیریدا سره نه یوازې په دغه هیواد کې سیاسی بندون ندې کم شوی بلکې حتی سخت شوی هم دې . د عراق په اوسنی پارلیمان کې د پارلیملان له ۳۲۹ څوکیو په ۷۳ څوکیو درلودلوسره تر ټولو زیاتې څوکي لري . په همدې دلیل هم مقتداصدر دغه بهیر د عراق د اوسنی سیاسی بهیر تر ټولو مهم بهیر بولی او په عین حال کی باوری دی چی دا ډله باید وټاکی چی په عراق کی کوم حکومت جوړ او څوک د لومړی وزارت د څوکي لپاره معرفی شی . مقتدا صدر د تیر زیارت په ورځ په پارلیمان کی د دغه بهیر استازیو ته حکم ورکړ له پارلیمان استعفا ورکړی او ویې ویل اکثریت زمونږ لپاره دې نه د بل چا لپاره . زه به د موافقې په حکومت کې ګډون ونکړم .

صدر له دې مخکې هم په عراق کی د موجود سیاسی بندون په غبرګون کې دوه اقدامات ترسره کړی وو . ورستی ځل د می په ۱۵ صدر ډلې وویل چی د هغو غورځنګ ندې توانیدلې د یوه دولت په جوړولو کې بریالی شی او ویې ویل دغه ډله په پارلیمان کې د زیاتو څوکیو په درلودلو سره سره به د اپوزیشن رول ولوبوی تر څو د نورو ګوندونو لپاره لاره خلاصه شی . له دې مخکې هم د مارچ په ۳۱ د دولت د جوړولو او ولسمشر د انتخاب له مزاکراتو خپل وتل اعلان کړی وو . اوس هم د سیاسی بندون له دوام وروسته مقتدار صدر د دغې ډلې له استازیو وغوښتل له پارلیمان استعفا ورکړی . المیادین چینل په یوه راپور کې ولیکل دغه اقدام له دې وروسته ترسره شو چی د پارلیمان ونه توانیده حکومت جوړ کړی .

اوس چی د صدر ډلې استازیو له پارلیمانه استعفا ورکړی ده نو د عراق د پارلیمان د ړنګیدا احتمال زیات شوی دی ځکه چی د مقتدا صدر ډله د پارلیمان ۷۳ څوکی په اختیار کې لري .

د نفتالی بنت په لومړی وزارت د صیهونیست رژیم کابیتنې د ګل په ماښام پارلیمان ته د لویدیځې غاړې په سیمو کې د صیهونیست ښارګی میشتو د دغه رژیم د قوانینو د اعمالولو د تمدید لپاره یوه طرحه ر اوړی وه . خو دغه طرحه د اپوزیشن او همداراز د دو عرب استازیو د مخالفت په دلیل رایه رانه وړه . په پارلیمان کې د مهمې طرحې په تصویبولو کې د صیهونیست رژیم د کابینې ایتلاف له ماتې سره په یووخت او د استعفا لپاره د دغه رژیم له لومړی وزیر د اپوزیشن ګوندونو غوښتنې څو صیهونیستی استازي سره ښکیل کړل  .

د لیکود ګوند مشر او په پارلیمان کې د مخالفو ګوندونو مشر نتانیاهو له بنت د استعفا لپاره په غوښتنې سره وویل بنت کور ته ورستون شه ، کیسه ختمه شوی ده . د بنت استازی متان سیدی هم د ګل په ورځ له خپلې څوکۍ استعفا اعلان کړه . دا په وروستیو اونیو کې د نفتالی بنت د دفتر د لوړ رتبه کارکونکیو ترمینځ څلورمه استعفا ده .

په دغو پیښو سره د بنت په کابینې دباونه زیات شوی دی او همداراز د کابینې د ړنګیدا احتمال هم زیات شوی دی . له یوې خوا د نتانیاهو په مشرۍ د بنت کابینې مخالفان ځانونه د عربانو،  سیکولرانو او ګڼ پالو په ایتلاف کې  د ښی پالو دسیې زخم خوړلی بوأی . نتایاهو په تیر یوه کال کی په ځلونو د بنت د کابینې د ړنګولو لپاره هڅه کړی ده او په اساسی توګه خپل مهم هدف یې هم همدا ټاکلی دی . د د صیهونیست میشته ښارګوټو د ملاتړ له طرحې سره د  نتانیاهو او متحدانو مخالفت له دې مخکې چی له طرحې سره د مخالفت له امله وی د بنت د کابینې پرضد د کړکیچ رامینځته کولو او ماتې لپاره دی .

له بلې خوا د بنت کابینې  عربانو هم د ښارګی میشتو د کابینې ملاتړی طرحې ته منفی رایه ورکړه او د کابینې د مخالفانو په څنګ کې ودریدل . د بنت کابینې له دې مخکې هم د عربو ضد کابینې له سیاسته خپل خپګان اعلان کړی او خبرداری ورکړی وو چی له کابینې به ووځی او د کابینې د دړې وړې کیدا زمینه به برابره کړی . د کابینې د عربانو اقدام ثابته کړه چی د بنت کابینه ماتیدونکی ده او هغه څه چی د هغه د بڼه غوره کیدا سبب شوی دی ، یوازې له نتانیاهو سره مخالفت وو او اوس دا فاکتور له لاسه په تلو دی .

په لویدیځه اسیا کې د تیرې اونۍ یو بل بدلون امارتو ته نفتالی بنت سفر او له محمد زاید سره د هغه کتنه وه . په نیواکی ټاټوبی کی د بنت له لومړی وزارته یو کال تیریږی . بنت د تیر دسمبر په میاشت کې ذد لومړی ځل لپاره ابوظهبی ته سفر او د هغه وخت له اوسنی مشر محمد بن زاید سره کتنه او خبرې اترې وکړی .

دا ابوظهبی ته د بنت دوهم او له محمد بن زاید سره د هغه دریمه کتنه وه چی دوې کتنې په ااوبوظهبی او یوه یې په قاهره کی ترسره شوی وه . دا سفر په داسې شرایطو کې ترسره شو چی تیبره میلادی میاشته هم د صیهونیست رژیم مشر اسحاق هرتزوګ امارتاتو ته سفر کړی وو .

خبری سرچینو راپور ورکړ چی د اماراتو مشر بتن زاید او د صیونیست رژیم لومړی وزیر بنت د دوه اړخیزه ملګرتیا و په تیره بیا د پانګونې ، اقتصادی  او خوړو امنیت په برخوکې د ملګرتیا په اړه سلاومشورې وکړی .

مهم ټکی دا دې چی نوموړی سفر د ایټمی اژانس د ایرانی ضد پریکړه لیک له صادریدا یوه ورځ وروسته ترسره شوی دی . په عین حال کی د صیهونیست رزیم کابینې ویندوی وویل په دغه دوه اړخیزه خبرو کی بنت له اماراتی لوری سره د ایټمی اژانس د ایرانی ضد وروستی پریکړه لیک په اړه خبری کړی دی .

بل ټکی دا دې چی ابوظهبی ته د بنت سفر په داسې حال کې ترسره شو چی د هغه کابینه په لړزانه شرایطو کی ده اوحتی د شناندو له نظره ډیر ژر به اکثریت له لاسه ورکړی او اسراییل به یو ځل بیا د پارلیمانی انتخاباتو شاهد وی . بنت په داسې شرایطو کی اماراتو ته سفر  وکړ ترڅو خپل داخلی مخالفانو اونیوکه کونکیو ته دا پیغام ورکړی چی د پارلیمان د تیرې نهې ورځې د پیښې تر اغیز لاندې ندې ورغلې .

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د تحقیق کمیسیون تیره اونۍ  په یو راپور کې اسراییل  په نیواکي ځمکو کې له فلسطینیانو سره د نښتې او کړکیچ اصلي عامل وبلل.دغه نړیوال کمیسیون تېره اونۍ د ملګرو ملتو د بشري حقوقو  د شورا له خوا  ماموریت ومونده چې  د دوه زره یوویشتم کال د اپریل له دیارلسمې  په نیواکي فلسطین او اسراییلو کې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په باره کې  

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د تحقیق د کمیسیون د شورا په راپور کې راغلې دي: د ښارګیو جوړول، د فلسطینیانو په خلاف توپیر، د صهیونسټو ښارګي میشتو لخوا د  تاوتریخوالي رامینځته کول، د غزې محاصرې او په فلسطینیانو د جنایتونو او ظلم په وړاندې د اسراییلو نه سزا کیدل د دغه رژیم او فلسطینانو د نښتو اصلي عوامل دي.  په دغه راپور کې راغلې دي: « د اسراییلو له خوا د هغو نیواکو ځمکو د نیواک ختمول چې د امنیت شورا د پریکړه لیک مواد ورباندې ټینګار لري،  په دغه   سیمه کې د تاوتریخوالي د دوام د ختمولو لپاره ضروري دي.

د اسراییلو خارجه وزارت د دغه کمیسیون په راپور په لومړي غبرګون کې هغه  مغرضانه،  د اسراییلو د دولت په وړاندې د نفرت له امله او د یو پلوه او مغرضانه راپورونو د پړپړې  او ټولګې به اساس  یو راپور وباله.

په داسې حال کې  چې د بشري حقوقو د شورا د تحقیق کمیسیون له نظره،  د صهیونسټ رژیم نه سزا کېدو د فلسطیني ولس غوصه  زیاته کړه او د تاوتریخوالي له علتونو دي، نړیواله ټولنه نه یوازې صهیونسټ رژیم نه سزا کوي بلکې په یو ډول د دغه رژیم له جنایتونو ملاتړ کوي په همدې لړ کې د بشري حقوقو د شورا د راپور له خپرېدو  سملاسي وروسته په ملګرو ملتو کې د صهیونسټ رژیم استازي ګیلعاد اردان په ملګرو ملتو کې د عمومي اسمبلۍ د مرستیال مشر په توګه وټاکل شو.

 د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د ګیلعاد اردان ټاکنه لمسوونکي او  د فلسطین د خلکو او  په نړۍ کې د سولې او  عدالت د مینه والو د احساساتو ژوبلوونکې او د نړیوال نظام سپکاوی ګڼلی دی.