لویدیځه اسیا په تیره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i118944-لویدیځه_اسیا_په_تیره_اونۍ_کې
د عراق خارجه وزارت همداراز له عراقه د ترکیې د ټولو عسکرو د وتلو او د دغه جنایت په خاطر د رسمی بخښنې غوښتلو او د پیښې د قربانیانو او ژوبلو کسانو کورنیو ته د ګرمې ورکولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 10:48 Asia/Kabul
  • لویدیځه اسیا په تیره اونۍ کې

د عراق خارجه وزارت همداراز له عراقه د ترکیې د ټولو عسکرو د وتلو او د دغه جنایت په خاطر د رسمی بخښنې غوښتلو او د پیښې د قربانیانو او ژوبلو کسانو کورنیو ته د ګرمې ورکولو غوښتنه وکړه .

د ترکیې پوځ د شورو په ورځ د عراق د کردستان په سیمه کی د دهوک ولایت په خوا کی په زاخو کې د ټوریزم په مرکز د توپونو حمله وکړه  چی په دغه حمله کی لږ تر لږه ۱۱ ښځې او ماشومان ووژل شول .دغې حملې پراخ غبرګونونه راوپارول . د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف د عراق په دهوک ولایت د ترکیې د حملې په اړه د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو لپاره امنیت شورا ته د دغه هیواد د شکایت د وړاندی کولو خبر ورکړ .

د عراق  خارجه وزارت  همداراز له عراقه د ترکیې د ټولو عسکرو د وتلو او د دغه جنایت په خاطر د رسمی بخښنې غوښتلو او د پیښې د قربانیانو او ژوبلو کسانو کورنیو ته د ګرمې ورکولو غوښتنه وکړه .

په زرګونو عراقیانو د زیارت په ورځ د ترکیې د حملې په  اعتراض کې په بغداد کې د ترکیې د سفارت په وړاندی او په دغه هیواد کی د ترکیې د کنسولی دفترونو په وړاندی غونډه وکړه . غوسه عراقی ښاریزو په نجف کی د ترکیې د ویزو صادرولو په دفتر په حملې سره هغه بند کړ او د عراق بیرغ یې راکوز کړ . په بغداد کی هم معترضانو د ترکیې د سفارت په وړاندی اعتراض وکړ او د دغه هیواد د بیرغ په راکوزولواو سوزولو سربیره د عراق په شمال د پوځی حملو او په خپله خاوره کی د نیواکګرانو په غندلوکې اعتراضی شعارونه ورکړل . همداراز د عراق په بصرې او ناصریه کې د ترکیې د ویزو ورکولو مرکزونه هم د غوسه خلکو په لاس بند شول .

د ملګرو ملتو سرمنشی انتونی ګوتریش هم په دهوک ولایت د حملې په غندلو سره په دې باره کی د سملاسی تحقیقاتو غوښتنه وکړه . امریکا هم د عراق په شمال د توپونو د حملې په غندلو سره له ټولو هیوادونو غوښتل چی د ملکیانو د ځان د ساتلو په شمول په نړیوالو قوانینو کې خپلو ژمنو ته پایبنده ووسی .

له دی سره سره  د ترکیې خارجه وزارت په یوه بیانیه کی په دهوک کی د ټوریزم په مرکز د حملې په ردولو سره د عراق له حکومته وغوښتل د خیانتکارو ترذهه ګرو ډلو د تبلیغاتوتر اغیز لاندې دې څرګندونې نه کوی . د ترکیې خارجه وزارت د پی کې کې ملیشاوې د دغې حملې مسولې وبللې ، هغه ډله چی  د دغه هیواد له نظره ترهه ګره ډله حسابیږی . د ترکیې خارجه وزارت اعلان کړی دی چی دغه هیواد د نړیوالو قوانینوپه مطابق له ترهه ګرۍ سره مبارزه او د ملکیانو ، د غیر پوځی بیخ بیناییو ، تاریخی ، کلتوری اثارو  د ساتنې لپاره په ډیر حساسیت سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوی .

د ترکیې پوځ له دو کلونو راهیسې له پی کې کې سره د مبارزې په پلمه چی هغو ترهه ګر بولی ، د عراق په شمال حمله کوی . ترکیې په تیروخت کی د عراق په شمال کی  په ځینو سیمو د توپونو او هوایی حملې کړی دي او همداراز خپل عسکر یې د هغه څه لپاره چی له پی کې کې ملیشاوپرضد عملیات نوموی دغو سیمو ته ورلیږلي دي . دې ځل په دهوک ولایت حمله د ترکیې او عراق ترمینځ په ډیپلوماتیک شخړې بدله شوی ده .

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په کردستان سیمې د ترکیې د پوځ حملې ته په غبرګون کښې وویل عراق د ترکیې تیریو ته په ځواب ویلو کښې خپل بشپړه حق خوندي ګڼي . هغه وویل د ترکیې دغه ظالمانه تیری ثابتوي چې ترکیه د عراق د خاورې پرضد د پوځي کارړنګونو د بندولو او د عراق د خلکو ژوند ته د اهمیت د ورکولو په هکله د عراق پرله پسې غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.

لویدیځې اسیا ته د امریکا د ولسمشر بایډن سفر په داسې شرایطو کی پای ته ورسید چی د هغه مهمه بریا په عربستان او سیمه کی د بن سلمان د موقعیت پیاوړتیا وه . دغه سفر چی په ډیرو تبلیغاتو او شورماشور سره ترسره شو ، په څلورو حوزو کی له ماتې سره مخامخ شوی دی . لومړی د ایران پرضد په ایتلاف جوړولو کې ناکامۍ ، دوهم د تیلو د تولید د مسلې په اواری کی شک او ابهام ، دریم د عربستان او صیهونیست رژیم ترمینځ د اړیکو په عادی کولو کی توفیق نه ترلاسه کول  او څلورم له نیواکي ټاټوبیو سره اړونده موضوګانو د ختمولو لپاره د حل لارې په وړاندی کولو کی ناکامی .

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د دیموکراتانو له بریالیتوبه وروسته کابو د شلو میاشتو پّه ځنډ او د ټرمپ په پرتله له بایډن د عربستان د نسبتا ساړه هرکلی وښودله چی د لویدیځې اسیا له هیوادونو په تیره بیا عربستان سره د امریکا د بایډن دولت اړیکي لړزانه شویدی  .

په حقیقت کی سیمې ته د بایدن د سفر یوه اصلیب ایجنډه د انرژۍ د نړیوال بازار له ثبات اوعربستان او فارس خلیج عربی لوبغاړو لکه قطر او اماراتو د ډاډ ترلاسه کول وو . د اوکراین مسله چی د انرژۍ موضوع یې په نړیوالو اړیکو کې یو ځل بیا په یوه اغیزشیندونکی متغیر بدله کړی او امریکا په تیره بیا اروپا یې په هغې پورې دیره اړونده کړی ده ، د عربستان په سفر کی دا موضوع وڅیړل شوه . که څه هم امریکایان له سفره مخکې دې نتیجې ته رسیدلي وو چی حتی که عربستان دز یاتو تیلو د  تولید قبول هم کړی خو بیا هم په کړکیچ د بریالیتوب چانس نشته خو له دط سره په یووخت یې دا فکر نه کاوه چی سعودی نیت نلری چی دغې موضوع سره ملګرتیا وکړی .

په دې چوکاټ کې سبینې مانۍ د جولای په ۱۶ په یوه بیانیه کی وویل راض موافقه کړی ده چی په جولای او اګسیت میاشتو کی د خپلو تیلو تولید له مخکې مقرر شوی اندازې ۵۰ فیصده زیات کړی . له دې سره سره د عربستان خارجه وزیر الجبیر د دغې ادعا په ردولو سره وویل د تیلو په اړه هیڅ موافقه نده شوی او د اوپک غړي او عربستان به د بازار په اساس فیصله وکړی نه د هیجان او سیاست په اساس .

پر دې سربیره بایډن د جده په غونډه کی په شتون سره هڅه وکړه په ایرانی ضد څرګندونو سره عربی هیوادونه له ځان سره ملګري کړی ، په همدې اساس ځینو رسندویو عربستان ته د بادن په سفر کی د عربی ناټو د جوړولو خبره وکړه خو د جده غونډه د بایدن د سیمه ایز سفر د ماتې یوه بله نښه وه  ځکه چی بایدن ونه کولی شول ایران  پرضد ایتلاف جوړ کړی شي . په حقیقت کی له هغه څه د عربی لوبغاړو متفاوت درک چی په فکر ټولنو او رسندویو کی د ایران ګواښ بلل کیږی ، د داسې اجماع په نه جوړیدا کی مهم عنصر وو . پر دې سربیره عربستان او امارات هم له ایران سره د ټینشن د کمولو او مزاکراتو کی ښکیل دي او د اماراتو دولت سلمار او د عربستان خارجه وزیر د جدې له غونډې مخکې او بیا وروسته هم له ایران سره د تعامل خبره کړی ده . د عربستان خارجه وزیر د غونډې له ترسره کیدا وروسته په ډاګه وویل د عربی ناټو په عنوان سره هیڅ نشته دی .

په وروستیو کی په منامه کې د امریکا د سفیر په کور کی دستورې ترسره شوی چی پکې په بحرین کی د اسراییلو رژیم سفیر ایتان ناییه هم شتون درلوده . د دغو دستورو په بهیر کی د بحرین د کلتوری میراث وزیرې میرمن می بنت محمد ال خلیفه د صیهونیست رژیم له سفیر سره له لاس ورکولو د ډډې په ترڅ کی له دغه رژیم سره د اړیکو له عادی کولو سره هم مخالفت کړی دی . په دغه پیښه پسې د بحرین باچا دغه بحرینۍ وزیره څنګته کړی ده .

د فلسطین حماس غورځنګ په یوه بیانیه کی وویل د میرمن می بنت محمد ال خلیفه دریځ د فلسطیین د ملت له حقوقو په ملاتړ کی د دغه هیواد د ملت د سوچه او حقیقی دریځ او په سیمه کی د امت د مرکزی او اصلی دښمن سره د مخالفت ښودنه کوی . حماس په دغه بیانیه کی ټینګار کړی دی اسلامی او عربی امت له صیهونیستی دښمن سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د هر اقدام مخالف وی .