فلسطین، د اسلامي امت لومړۍ موضوع(۱)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د (فلسطین، د اسلامي امت لومړۍ موضوع) له ننني (لومړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د ۱۴۰۱ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په خپله وروستۍ کتنه کې، د فلسطین مسأله د اسلامي نړۍ له مهمو مسائلو او د فلسطین اوسنی وضعیت یې د ځینو اسلامي هېوادونو د چوپتیا او غفلت پایله یاده کړه.
د نننۍ خپرونې په لړۍ کې چې په څو برخو کې به تاسو ته وړاندې شي، د فلسطین پر مسألې، تاریخ، ځای او په اسلامي نړۍ کې د هغې د ارزښت پر لاملونو خبرې کوو.
د فلسطین موضوع د اسلامي انقلاب له پیله تل د ایران د اسلامي جمهوریت له ستراتیژیکو مسألو څخه وه . حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، په تېرو کلونو کې تل د فلسطین موضوع د اسلامي امت لومړنۍ مسأله ګڼلې ده. هغوی د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په خپله وروستۍ کتنه کې چې د روان کال د مبعث په ورځ (۱۴۴۴ قمري کال د رجب په ۲۷مه او د ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې په ۲۹مه نېټه) وشوه، یو ځل بیا د فلسطین موضوع د اسلامي نړۍ یوه مهمه مسأله او د هغو ظلمونو څخه چې په تېرو کلونو کې پر ملت باندې تحمیل شوی دی، د اسلامي نړۍ د کمزورتیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړین یووالي د نشتون لامل وباله.
هغوی د دې په بیان سره چې له څو کلونو راهیسې د ټولې نړۍ د سترګو پروړاندې د فلسطین پر مظلوم ملت ظلم کېږي، د فلسطین د ملاتړ په تړاو د اسلامي هېوادونه پر چلند نیوکه وکړه، او فلسطین ته زیان رسول یې اسلامي نړۍ ته زیان رسول یاد کړل او زیاته کړه په خواشینۍ سره چې اسلامي هېوادونه د دا ډول تیري پروړاندې، چې دا پر دوی او پر اسلامي امت تیری دی، چوپتیا غوره کړې او په ځینو برخو په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې، په خوشینۍ له دوی سره یې ملګرتیا کړې ده. دا کار د دې لامل شوی، ترڅو اسلامي هېوادونه تربل هروخت ډېر کمزوري شي، د دوی ترمنځ اړین یووالی رامنځته نه شي او دښمن پر دوی برلاسی شي.
حضرت آيت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د دې په بیان سره چې نن ورځ د نړۍ ستر قدرتونه په يو نه، يو ډول د اسلامي هېوادونو په چارو كې د لاسوهنې حق لري او په خپل فکر سره، په داسې حال کې چې دوی د خپلو هېوادونو په اداره کې بې وسه دي، په خپلو هېوادونو کې د خپلو ستونزو د هوارولو توان نه لري، دوی غواړي چې راشي او اسلامي هېوادونه ونیسي او په خپلو ادعاوو سره د دوی ستونزې حل کړي، هغوی دا کار د فلسطین د مسألې له امله د اسلامي نړۍ او د اسلامي دولتونو د کمزورتیا په معنا یاد کړ.
نو له دې امله هغوی په دې غونډه کې وويل: "که اسلامي دولتونه له لومړۍ ورځې څخه د فلسطین موضوع په اړه ولاړ وای او مقاومت یې کړی وای، نو په یقیني ډول به نن د لوېدیځې آسیا او زموږ د سیمې حالات به بل ډول وو. نن ورځ به موږ پیاوړي وو، موږ به ډېر یوموټي وو، او په ډېرو برخو کې، نن ورځ زموږ وضعیت به ښه و. هماغه وخت د نجف د سترو علماوو په ګډون خیرخواهانو ویل، د نجف سترو علماوو د فلسطین د دې مسألې او د فلسطین د غصب او داسې نورو په اړه لیکونه ولیکل، بیانونه یې وکړل، ویناوې وکړې او ځینې خواخوږي عناصر او هغه کسان چې واقعا خواخوږي وو."
خو د فلسطین موضوع ولې د اسلامي نړۍ لپاره مهمه ده؟ او ولې باید د فلسطین موضوع د اسلامي هېوادونو د ټولو ګډو مسألو او اندېښنو په منځ کې وي؟
په راتلونکو پروګرامونو کې به هڅه وکړو چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو. خو له دې وړاندې مناسبه ده چې د فلسطین د سیمې د تاریخ او ارزښت په اړه له تاسو سره خبرې وکړو.
د فلسطین سیمه، د توحیدي مذهبونو او د الهي سترو پیغمبرانو ټاټوبی دی. دا ځمکه زرګونه کاله لرغونتیا لري او یو له هغو ځایونو څخه دی، چې لومړنی انساني تمدن پکې رامنځته شوی دی. د فلسطین سیمه د آسیا لوېدیځ په وروستۍ برخه او د مدیترانې په ختیځ کې موقعیت لري. دا سیمه له شمال څخه د لبنان هېواد ته؛ له ختیځ څخه د اردن سیند او سوریې پورې او له سویل څخه د سینا ټاپو وزمې پوري چې د مصر یوه برخه ده، محدود دی. د فلسطین سیمه د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو د اوسېدو سیمه وه.
لرغونپوهانو د فلسطین په ځینو سیمو کې د لومړنیو انسانانو هډوکي موندلي دي، چې د څېړنو له مخې، هغه د مسیح له زوکړې څخه زرګونه کاله پخوا وختونو پوري اړوند بولي. د بېلګې په توګه، په عبیده کې، د فلسطین د طبریه جهیل (د جلیل سمندر) سویل ته شاوخوا په 3 کیلومتره کې، د یوه انسان پرځای پاتې وموندل شول، چې لرغون پوهان په دې باور دي، چې د پلیستوسن (Pleistocene) دورې پورې اړه لري، چې د جیولوژیکي دورو څخه یوه دوره ده او له 2.5 میلیونونه کاله دمخه تر 10زره کاله دمخه کلونه پکې راځي. ښايي همدا لامل وي چې ځينې فلسطيني ښارونه هم د نړۍ له زړو ښارونو څخه ګڼل کېږي، لکه د اریحا، مجد او غزه ښارونه.
د جغرافيايي، سوداګرۍ، کرنې او سوکالۍ وضعيت له امله، دې سیمو ته کډوالي له میلاد څخخه څو زره کاله مخکې پيل شوه. د فلسطین په تاریخ کې راغلي دي چې له مسیح څخه کابو ۳۵۰۰ کاله مخکې، څو عربي قبیلې د عربي ټاپووزمې او د حجاز له زړه څخه د فلسطین په شان سیمو ته هجرت وکړ. هغوی کنعاني عربان وو. په دې توګه، د فلسطین لومړني پیژندل شوي اوسېدونکي کنعانیان وو او د فلسطین ځمکه د دوی د نوم له امله "د کنعان ځمکه" نومول شوې وه. کنعانیان د کنعان د اولادې، د سام زوی، د نوح زوی له اولادي څخه وو.
دوی د فلسطین په مبارکو او ښکلو ځمکو کې د کرنې او مالدارۍ له لارې ژوند کاوه او له نورو قومونو سره یې د سوداګریزو اړیکو په جوړولو سره، د لرغوني تمدن لومړنی بنسټ کېښود. کنعانیان چې له عربي ټاپووزمې څخه د فلسطین خاورې ته کډه شوي، د "یبوس" د ښار په ګډون ډېری ښارونه رامنځته کړل. وروسته بیا دا ښار له میلاد څخه 2500 کاله وړاندې د فنیقیانو له لوري رامنځته او پراخ شو او وروسته بیاپرې د اورسلام یعني د سولې او دوستۍ نوم کېښودل شو. په حقیقت کې اورسلام په عبري ژبه کې هماغه اورشلیم دی، چې نن ورځ د "قدس" یا "بیت المقدس" ښار په نوم یادېږي.
فلسطین د خپل ښه جغرافیایي موقعیت، د کرنیزو ځمکو او د هغه حرمت له مخې چې لري یې، د تاریخ په اوږدو کې د شخړو او جګړو ډګر و. په دغو شخړو او جګړو کی په دیارلسمه میلادي پېړۍ کی د کریټ او د اژه سمندر له جزیرو څخه جنګي قبېلې فلسطین ته داخل شول چی اصلی نوم یي پیلست pelestوو . د درېیم رامسیس له خوا پاتي شوي لیکونو کې د دې خلکو نوم "پلسټي Pulasti " ذکر شوی چې د فلسطین د اوسني نوم رېښه ده. په 12 یا 13 پیړۍ کې، دا قبیلې د اژه سمندر له ټاپوګانو (شاید د کریټ ټاپو) او د مدیترانې نورو سیمو څخه، دې سیمې ته راغلي او د یافا او غزې تر منځ په څنډو کې مېشت شوي. د رواياتو له مخې، د هغوی د استوګنې ښارونه او مرکزونه د اشدود، اشقلون(اسقلان، غزه، عقرون او جټ بندرونه او ښارونه وو.
دا په زړه پورې ده چې پوه شئ، په دې سیمه کې داسې لوښي کشف شوي چې د فلسطینیانو (پولاس) لخوا د یوناني لوښو په تقلید کې رامنځته شوي. په لوښو کې ایښودل شوي نقشې ښیي چې پلستیان یو جنګیالي خلک وو. دوی د کنعان مذهب ته متوجه شول او د دوی د خدایانو (دایګون، بعل او استر) عبادت یې کاوه. پلستیانو هم د وسپنې د زېرمو په استخراج او کارولو کې لوی مهارت درلود او له وسپنې څخه د جنګي وسایلو په جوړولو کې بې ساري وو. د بني اسرائيلو له خوا د يوشع د بريد په وخت کې چې د دې ځمکې د نيولو اراده يې درلوده، له ځانه يې په کلکه دفاع وکړه لکه څنګه چې د تورات په کتاب کې څو ځله هغه ته اشاره شوې ده.
ژباړه: زماني