فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ مسئله (۱۱)
په دې لیکنه کې به د صهیونیسټ رژیم د تاسیس او د دغې پیښې د رامینځته کیدا په اړه تاسې سره معلومات شریک کړو چې د اسلامی نړۍ په تاریخ کې د نکبت د ورځې په نوم یادیږي، هیله ده، تر پایه یې ولولئ.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۱۹۴۷ کال د نوامبر د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ۱۸۱ پرېکړه لیک پر بنسټ چې د فلسطین د وېش پلان هم بلل کېږي، د فلسطین خاوره باید په دوو دولتونو ووېشل شي او د فلسطین ۵۵ سلنه خاوره باید صهیونیسټ رژیم ته ورکړل شي.
دغه راز پرېکړه شوې وه، چې د بیت المقدس ښار باید په نړیواله کچه اداره شي. سربیره پر دې د دغه پریکړه لیک پر بنسټ په فلسطین کې د انګریزانو میشت کېدنه پای ته ورسید او له مخې باید بریتانوي ځواکونه ژر تر ژره له فلسطین څخه ووځي.
د دې پریکړه لیک یو د حیرانتیا وړ ټکی دا و چې په هغه وخت کې یهودانو د فلسطین د نفوس دریمه برخه جوړوله او یوازې د فلسطین په 6٪ خاوره یې کنټرول درلود، خو د ملګرو ملتونو 181 پریکړه لیک دوی ته د فلسطین 55 سلنه خاوره سپارله.
له همدې امله د فلسطین او ځینو عربو هیوادونو لپاره طبیعي وه چې دغه پرېکړه لیک یې رد کړ او له بلې ورځې څخه را پدیخوا یې د صهیونیسټ رژیم پر ضد سخت اعتراضونه پیل کړل.
دغه لاريونونه چې له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۴۹ کاله پورې يې دوام درلود، د عربو او اسرائيلو تر منځ د لومړۍ جګړې په پايله کې پيل شو، چې رسمي پيل يې په اسلامي نړۍ کې له يوې ترخې پېښې سره وشو، چې د (نقبا د ورځې) په نوم يادېږي.
صهیونیسټی غورځنګ د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره وتوانید چې په ملګرو ملتو کې ۱۸۱ پریکړه لیک تصویب کړي او د ۱۹۴۸ میلادي کال د می په ۱۴ نیټه د انګریزانو له خوا له فلسطین څخه د وتلو پریکړه د ډیویډ بن ګوریون لخوا اعلان شوه، هغه د وخت د اجراییوي کمیټې مشر و او د بریتانوي تر څارنې لاندې د یهودي ادارې په رسمي توګه د صهیونزم تاسیس اعلان کړ.
نوموړي د ۳۷ یهودي شخصیتونو په شتون سره په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د جعلي اسراییلي رژیم د جوړېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې د مۍ په ۱۵مه به د اسراییلو «دولت» په رسمي ډول خپل وجود رامنځ ته کړي.
په دې توګه د صهیونیسټي مفکورې، یعنی د اسرائیلو د حکومت جوړېدل، چې په اصل کې په اروپا کې د استعماري قدرتونو له خوا وړاندیز شوی و او وروسته د یهودي بورژوازي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له دغو هیوادونو سره همکاري وکړه.
له دې اعلان یوازې ۱۲ دقیقې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو چې ځان یې د یهودانو او صهیونیسټ رژیم د لومړي ملاتړي په توګه معرفي کړی و، یوه رسمي اعلامیه خپره کړه چې د اسرائیلو رژیم یې په رسمیت وپېژنده، له دې څو دقیقو وروسته انګلستان او شوروي اتحاد د هغه وخت د سترو استعماري قدرتونو په توګه د نوي رژیم له جوړیدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، ترڅو د هغه وخت د فلسطین د ځمکې په پرمختګ او ظهور کې د اسرائیلو د رژیم رول لوبول نور هم څرګند کړي.
له همدې امله ځینې شنونکي په دې باور دي چې فلسطین ته د یهودانو د راستنیدو مسله او د اسراییلو د ټولنې او حکومت د جوړولو مسله د صهیونیسټ یا یهودي مسئلو څخه ده چې د استعماري هیوادونو لخوا د خپلو ګټو د خوندي کولو او په سیمه کې د اډې د جوړولو لپاره یو عمل و.
دغه شنونکي په دې باور دي چې د دغو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره يهودي ملتپالنه د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په لوېديځو اروپايي هېوادونو او روسيه کې رامنځته او پراختيا مومي.
د دې مفکورې له مخې صهیونزم د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې په اروپا او امریکا کې د یهودي بورژوازي له ودې څخه زیږیدلی او د یهودي بورژوازي ملاتړ د دې غورځنګ د پراخیدو او د یهودي دولت د جوړولو لامل شو.
بې له شکه که امریکا او د هغه وخت نورو دوه سترو هیوادونو انګلستان او شوروي د صهیونیسټ رژیم په رسمیت نه وو، پېژندلی او د دوی د رامنځته کېدو څخه یې ملاتړ نه وو کړی، امکان یې نه درلود چې دغه رژیم به دومره دوام وکړي.
ډیری په دې باور دي چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ترومن د امریکا د سیاستوالو په منځ کې له شته مخالفتونو سره سره د صهیونیسټ رژیم په چټکتیا په رسمیت پیژندلو سره د یهودي دولت په جوړولو کې اساسي رول لوبولی او له دې څخه، موږ کولی شو د دې رژیم او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د هغې وروسته له کالونو راهیسې د دوی په اړیکو پوه شو چې دا ړیکې د ځآنګړو اړیکو په نوم یادیږي.
دا مسله د اسراییلي چارواکو او تاریخ پوهانو په وینا کې هم څرګنده شوې ده، په ۱۹۵۰ لسیزه کې د صهیونیسټي رژیم د بهرنیو چارو د وزارت ډیپلومات او عمومي مدیر والټر ایتان ویلي دي: که د امریکا لخوا اسرائیل په رسمیت نه وو، پېژندل شوې، نو دوی به هیڅ حکومت نه درلود.
هغه زیاته کړې وه، که نور دولتونو هم اسراییل په رسمیت نه وو، پېژندلی نو اسرائیل به لمنځه تللي وو، له همدې امله د نړۍ د سترو دولتونو له خوا د اسراييلي دولت ژر پيژندل د اسرائيلو لپاره ځانګړی امنيتي اهميت درلود. .. د امریکا په رسمیت پیژندل یوه معجزه وه چې د اسراییل دولت د زیږون لامل شوه.
خو د ۱۹۴۸ کال د مۍ ۱۵مه، کله چې د هغه وخت د سترو قدرتونو په ملاتړ د جعلي اسرائیلي رژیم د شتون له امله د نړۍ د مسلمانانو او ازادي غوښتونکو په منځ کې د "نکبت ورځ" په نوم ونومول شوه، ځکه په دې ورځ او له هغې وروسته صهیونیسټانو د فلسطین د خلکو پر ضد د تیر په پرتله ډیر وحشتناک جنایتونه وکړل او د فلسطین د خلکو په تاریخي او حقوقي لحاظ یې د ځمکې د غصبولو ترڅنګ یې د فلسطین د خلکو په حق کې هم ډیر وحشت وکړ.
د هغوی دغه کړنې له خپل پلرني ټاټوبي څخه د څه دپاسه ۷۵۰ زره فلسطینیانو (د هغه وخت د فلسطین د عربو نیمایی نفوس) د جبريٍ کډوالۍ او په هماغه ورځو کې د برتانیې او امریکې په ملاتړ د صهیونیسټي پوځیانو د پراخو حملو له امله د زرګونو فلسطینیانو د قتل عام سبب شول.
بې له شکه صهیونیسټانو څه موده مخکې د فلسطین د خلکو پرضد جنایتونه پیل کړي وو او د خپل جعلي حکومت رسمي اعلان ته یې انتظار نه کاوه. په تیرو پروګرامونو کې د دغو جنایتونو څخه یو څه ویل شوي وو چې په ۱۹۲۰، ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو کې یې د فلسطین له خلکو او د دې خاورې له اوسیدونکو سره څه کړي وو او ویل شوي وو چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د فلسطین په خاوره کې لږه سوله وه، خو د صهیونیسټانو کړنې د جګړې له پای ته رسیدو سمدستي وروسته خپرې شوې.
دوی په ۱۹۴۷ کال کې د حیفا په ښار او د فلسطین په نورو سیمو کې ګڼ ترهګریز او جنایتکارانه اعمال ترسره کړل.
همدارنګه صهیونیسټانو د اسرائیلو د جعلي دولت د شتون له اعلان څخه یوه میاشت مخکې د ۱۹۴۸ کال د اپریل په میاشت کې په یوه وحشیانه عمل سره بیت المقدس ته نژدې په دیر یاسین نومي کلي باندې برید وکړ او هلته یې له ۷۰۰ تنو کسانو څخه دوه نیم سوه یې ووژل چې په کې بوډاګان، ماشومان او اکثریت میرمنې وې.
صهیونیسټانو په دغه وحشیانه جنایت کې یوازې د ماشومانو او ښځو په وژلو پورې بسنه ونکړه، بلکې په نورو ترهګریزو کړنو سره یې جنسي تجاوز، د حمله شویو میرمنو خیټې څېرې کول او د کورونو سوزولو جنایت سربېره یې نور جنایتونه ترسره کول.
په یو بل جنایت کې یې د ۱۹۴۸ کال د می په ۲۳ نیټه د نیواک شوي ښار حیفا په جنوب کې د التنتوره په کلي کې ۲۰۰ فلسطینیان په قتل عام کې ووژل چې تراژیدي یې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې پټه پاتې وه.
صهیونیسټانو د ۱۹۴۸ میلادی کال د اکټوبر په ۲۸ نیټه د لویدیځې غاړې د الخیل ښار په لویدیځ کې د الدوائمه د کلي څه دپاسه ۱۷۰ تنه اوسیدونکي شهیدان کړل.
صهیونیسټی ترهګرو په دغه کلی کې لومړی 75 فلسطینیان په داسې حال کې چې لمونځ یې کاوه په شهادت ورسول او بیا یې د هغو 35 کورنیو غړي چې له ویرې یې په یوه غار کې پناه اخیستې وه په ډله ایزه توګه ووژل او د افسوس خبره دا ده چې وروسته په ملګرو ملتو کې د صهيونېسټ رژيم استازي هم د دغه کلي له شتون څخه انکار وکړ.
د فلسطین په خاوره کې د الدوائمه کلي موقعیت
راپورونه ښیی چې صهیونیسټی نیواکګرو د فلسطین په سیمو کې څه د پاسه ۵۳۰ کلیو او ښارونو باندې په حملو کولو سره د اسرائیلو د جعلی رژیم د شتون له اعلانولو وروسته د فلسطین څه د پاسه اتیا فیصده خاوره ونیوله او په دغه هیواد کې یې څه دپاسه ۱۵ زره مسلمان او مسیحی ملکی وګړی ووژل او د دې بشري ناورین څخه ژوندي پاتې شوي کسان د اردن سیند لویدیځې غاړې، د غزې تړانګې او ګاونډیو هیوادونو لکه سوریه، اردن او لبنان ته کډوال شول.
که څه هم د صهیونیسټ رژیم دغه کړنې په ۱۹۴۸-۱۹۴۹، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷، ۱۹۷۳ او ۱۹۸۲ کلونو کې د دغه رژیم او عربو هیوادونو ترمینځ د مقابلې سبب شوې خو د فلسطین د خلکو لپاره یې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده او د صهيونېسټ رژيم پروژه چې له خپلو خاورو څخه د فلسطينيانو په بشپړه توګه شړلو، د فلسطين د مظلومو خلکو وهلو او وژلو، د فلسطيني سيمو په محاصره او بنديزونو، له خپلو اصلي کورونو څخه د فلسطیني وګړو شړلو، د دوی په سیمو غیرې قانوني ښارګوټې جوړولو او ... دوی د فلسطین د ټولو سمبولونو او میراثونو د ویجاړولو په لور حرکت کړی چې تر اوسه پورې څه دپاسه شپږ میلیونو فلسطینیانو د بې ځایه کیدو لامل شوی دی.
د فلسطین په خاوره کې د نن ورځې پرمختګونه د دې ښودنه کوي چې د نکبت له ورځې څخه د فلسطین د خلکو او د اسلامي نړۍ لپاره بدبختانه جریان دوام لري.
درنو لوستوونکو په راتلوونکې لیکنه کې به درته د صهیونیسټ رژیم له لورې د فلسطین په مظلومو وګړو د دوی د ظلمونو او جنایتونو په اړه نور معلومات شریک کړو.
ژباړه: عطاءالله خوږیاڼی