حماس ولې په صهیونیسټ رژیم برید وکړ؟
د غزې د خلکو په وړاندې د بیت المقدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو په دوام سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې حماس ولې په صهیونیسټي رژیم حمله وکړه؟
حماس ولې په صهیونیسټ رژیم برید وکړ؟
لیکوال سید رضی عمادي
ژباړه: عطاءالله خوږیاڼی
د غزې د خلکو په وړاندې د بیت المقدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو په دوام سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې حماس ولې په صهیونیسټي رژیم حمله وکړه؟
د حماس غورځنګ اړوند د القسام پوځې ډلې د اکټوبر په اوومه په صهیونیسټ رژیم حمله وکړه چې له امله یې دغه رژیم ته د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ستره ماتې ورکړه.
دغه ناکامي چې ان د صهیونیسټي رژیم چارواکو هم ومنله، په حقیقت کې د دغه رژیم د تاریخي شرمیندګۍ لامل وګرځیده او په ترڅ کې تل ابیب په تېرو ۱۹ ورځو کې د هر ډول وحشیانه بریدونو په پایله کې تر ۶ زرو زیات فلسطیني وګړي شهیدان کړل چې په شهیدانو کې نږدې ۲ نیم زره ماشومان او شاوخوا ۱۳ سوه میرمنې هم شاملي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویندوی اعلان وکړ: په اوسنیو حالاتو کې ۱۲ روغتونونه او ۳۲ طبي مرکزونه تړل شوي او د پرلپسې حملو او تیلو کمښت له امله نور روغتیاي مرکزونه هم د تړل کېدو په حال کې دي.
د غاصب رژيم دغو جنايتونو ته په پام سره ځينې خلک دا پوښتنه مطرح کوي چې په صهيونيسټ رژيم باندې د حماس د حملې او د الاقصی د طوفاني عملياتو د پيل اصلي علتونه څه وو؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید لاندې ټکي د اصلي لاملونو په توګه یاد کړو:
1. د غزې د خلکو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم کړنې:
صهیونیسټ رژیم له ۲۰۰۷ میلادی کال راهسې د غزې تړانګه تر یوې پراخې محاصرې لاندې نیولې. دغه هغه جنایت دی غزه یې د نړۍ په ترټولو ستر ازاد زندان بدله کړې ده او دغه تړانګه په تیرو شپاړسو کلونو کې ترټولو بوږ نوونکي او بدو انساني حالاتو سره مخامخ ده. دغه راز صهيونيسټ رژيم څه د پاسه شپږ زره فلسطينيان چې په سلګونو ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي بنديان کړي چې اکثریت یې په سختو شرایطو کې زندانیان دي.
صهیونیسټ رژیم له فلسطین سره د شخړې په اړه د سولې له پلانونو سره، سره په پرلپسې ډول د فلسطین د جغرافیې په نیواک سره د دغه هېواد خلک له خپلو کورونو څخه ایستلي او خپلو میشت ځایونو جوړولو ته یې دوام ورکړی دی.
دغه راز له ۲۰۰۸ کال راهسې تر اوسه څه د پاسه ۱۵۰ زره فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم له لورې شهیدان او ټپیان شوي دي. د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو له امله وضعیت تېر کال راهیسې ډیر خراب شوی دی، ځکه په اشغال شویو سیمو کې یوه افراطي او توکمپاله کابینه کار کوي، چې نه یوازې له اشغال شویو سیمو، بلکې له لویدیځې غاړې او غزې څخه هم د فلسطینیانو په شړلو اقدام کوي او له دې چارې څخه یې موخه د اسلامي هویت الاقصې جومات لمنځه وړل دي.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په دې اړه ویلي: دا مهمه ده چې پوه شئ، چې د حماس بریدونه له دلیل پرته نه دي شوي.
د حماس بریدونه بې دلیله ندي ترسره شوې، بلکې له ۵۶ کالونو راهیسې فلسطین د صهیونیسټي رژیم تر سخت اشغال لاندې دی.
په صهیونیسټ رژیم د حماس د حملې علتونه
2. د فلسطین په وړاندې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د قدرتونو خیانت بل لامل د نړیوالو قدرتونو او ملګرو ملتونو له لورې د فلسطین مظلوم ولس سره خیانت کول دي.
په حقیقت کې په صهیونیسټ رژیم باندې د حماس د حملې یو علت د نړیوال نظام د جوړښت له فعالیت سره تړاو لري. ملګري ملتونه او په دغه جوړښت کې ستر قدرتونه د فلسطین لپاره د صلحې او امنیت د رامینځته کولو لپاره ژمن دي خو په عمل کې یې د صهیونیسټي رژیم د جګړې له اړخ سره اړخ لګولی.
د پیړۍ د معاملې پلان او له صهیونیسټ رژیم سره د عربو هیوادونو د اړیکو عادي کول، له صهیونیسټ رژیم سره د نړۍ د قدرتونو د یو اړخیز ملاتړ له څرګندو نښو څخه ده. د امریکا حکومت د دې ملاتړ مشري کوي او په غزه کې د جګړې د سمبالولو پر مهال په رسمي ډول اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند وخت نه دی، په داسې حال کې چې تر اوسه له شپږ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دغه ډول چلند فلسطینیان د سولې د رامنځته کولو لپاره د نړیوالو قدرتونو او ملګرو ملتونو له رول څخه مایوسه کړي او د الاقصی طوفان عملیات یې غوره کړل.
3. له صهیونیسټ رژیم سره د عربو هېوادونو د اړیکو عادي کول:
د حماس غورځنګ د برید بل عامل د القدس له نیواکګر رژیم سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو له بهیر سره تړاو لري.
په وروستیو کلونو کې د امریکا په منځګړیتوب یو شمېر عربي هېوادونو د بیت المقدس له اشغال شوي رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته مخه کړې ده. امارات، بحرین، مراکش او سوډان په دغو هېوادونو کې شامل دي او په تیره میاشت کې له صهیونیسټي رژیم سره د سعودي عربستان د اړیکو د عادي کولو مسله ډیره جدي شوې ده، حتی د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وویل چې موږ له تل ابیب سره د اړیکو عادي کولو ته نږدې شوي یو.
د اړیکو عادي کېدل په عربي نړۍ کې د فلسطین د مهمې مسئلې د پرېښودو په معنا دي، په داسې حال کې چې یو وخت د فلسطین دفاع د عربي نړۍ د واکمنانو د مشروعیت یوه سرچینه وه.
4. د سولې له پړاو څخه نا هیلي:
ذکر شوې عوامل د دې لامل شول چې فلسطین ان له لږې سولې څخه هم نا امیده کړي. فلسطیني ډلې په دې باور دي چې نه یوازې دا چې د سولې امکان نشته بلکې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه اقدام دی او د صهیونیسټ رژیم لپاره مناسب حالت دی، ځکه دغه رژیم دې نتیجې ته رسیدلی دی چې نه عرب هېوادونه، نه هم نړیوال قدرتونه او نه هم ملګري ملتونه په حقیقت کې د غاصب رژیم د پراخو او زیاتیدونکو تاوتریخوالو په وړاندې هیڅ اقدام نه کوي.
د مریلنډ د پوهنتون استاد شبلي تلهامي وايي: "حماس پر اسراییلو ځکه برید وکړ چې په افق کې هیڅ هیله نه وه،"
هغه وویل: "زه باور لرم چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت امکان اوس د یوې لسیزې مخکې په پرتله خورا کم دی، په لویه کچه مایوسي شتون لري او وسله والې ډلې له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي ځکه چې هیڅ سوله ایزه لاره شتون نلري. "
په دغو شرایطو کې د القسام جنګیالي دې نتیجې ته ورسیدل چې د الاقصی په طوفان او د صهیونیسټ رژیم په تاریخ کې د ترټولو سترې پوځي او استخباراتي ماتې په تحمیلولو سره کولای شي دغه رژیم ته د فلسطینیانو پرضد د پراخو تاوتریخوالو د پایلو په هکله خبرداری ورکړي او دغه رژیم د فلسطینیانو پرضد د جنایتونو په ترسره کولو کې ډیر محتاط کړي.
په حقیقت کې د القسام جنګیالیو ثابته کړه چې د قدرت انډول د صهیونیسټ رژیم په هغه ډول ګټه ندی، لکه پخوا چې اټکل کېدو او فلسطیني ډلې کولای شي دغه رژیم ته سخت ګوزار ورکړي او له ځانه دفاع وکړي، نو ځکه ویلای شو چې حماس د صهیونیسټ رژیم په وړاندې څه چې کړي، یواځې یې له ځآن څخه د مشروع دفاع یوه بېلګه ده.