لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې
په دغه برخه کې په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا مهمو پېښو ته یوه کتنه کوو البته په دې اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا خپرونه مو د غزې پېښو ته ځانګړې کړې ده.
په تېره اوونۍ کې هم د غزې په تړانګې باندې د صهیونیست رژیم ظالمانه بریدونه دوام درلوده چي د امله یې د شهیدانو شمېر له ۸ زرو نه اوښتې دی، د دغو شهیدانو ۷۰ سلنه ماشومان، ښځې او بوډاګان دي، همدارنګه کابو ۲۰ زره تنه هم زخمیان شوي دي.
سره له دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چي د نړیوالې سولې د ټینګولو مسئولیت په غاړه لري تر دې دمه د غزې په هکله هیڅ یو اقدام نه دی کړی.
په غزې باندې د صهیونیستي رژیم بریدونه
امنیت شورا د تیرې اوونۍ د سې شنبې په شپه یو ځلې بیا غونډه جوړه کړه، لیکن له صهیونیستي رژیم څخه د امریکې، فرانسې او انګلیس د ملاتړ په خاطر په غونډه کې د دې رژیم د جنایاتو په غندنه کې هیڅ یو پریکړه لیک صادر نه شو.
په ملګرو ملتونو کې قطر استازی غزې سره د بشردوستانه مرستو د سیاسي کولو او د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په مخنیوي کې د امنیت شورا په ناکامه کړچار سختې نیوکې وکړې. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش په دغه غونډه کې د دې په بیانولو چي په نیواکي فلسطین باندې د حماس د غورځنګ برید بې دلیله تر سره شوی نه دی، وویل: د فلسطین ولس ۵۶ کاله کیږي چي تر ځپونکی نیواک لاندې دی. ګوتریش وویل: هیڅ یو څیز د ملکي وګړو وژله، یرغمل کېدااو په ملکی تاسیساتو بریدونه نه شي توجیه کولای.
په عمومي اسمبلۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغې ویناوې د صهیونیست رژیم د استازی له سخت غبرګون سره مخ شو او هغه د سرمنشی له څوکۍ څخه د ګوتریش د لیرې کېدو غوښتونکی شو. د لویو سیاسي قدرتونو چلند د دې ښودنه کوي چي د غزې جنګ له نظامي نه زیات ورته یوه سیاسي مساله ده، لویو قدرتونو په غزې کې د فلسطیني ښځو او ماشومانو عام وژنې باندې د سترګو په پټولو سره، وایي چي لاهم د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندولو او د اوربند وخت نه دی رسېدلی حال دا چي هره ورځ له زرو زیات فلسطینیان د صهیونیست رژیم په بریدونو کې شهیدان کیږي او له دې نه زیات هم ټپیان کیږي چي اکثره یې ماشومان او ښځې دي.
د امریکا د ملی امنیت د شورا د استراتیژیکو اړیکو ږغملوونکی جان کربی په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو په تائیدولو سره، وویل: تل ابیب له ځانه د دفاع حق لري او کولایشي حماس په نښه کړي.
کربې وویل چي د امریکا له نظره اوس لا د اوربند وخت نه دی.
په غزې کې د صهیونیستانو له لوري د فلسطیني ښځو او ماشومانو د پراخو وژلو په دوام سره، د نړۍ ۲۹۸ وتلي شخصیتونو د ملګرو ملتونو سرمنشي څخه په یوه لیک کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو د بندون لپاره د جدي اقداماتو غوښتونکي شوي دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتالله خامنهای، د چهار شنبې په ورځ کې یو ځلې بیا د لرستان ولایت د ۶۵۵۵ شهیدانو په یاد د کنګرې له ګډونوالو سره په کتنه کې، د صهیونیستي رژیم د جنایاتو په وړاندې له مظلومیت ډک د غزې د خلګو مقاومت او اقتدار ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي د صهیونیست ټپي شوي او له پښو لوېدلی رژیم د فلسطیني مبارزینو د سخت ګوزار غچ د غزې له ښځو او ماشومانو څخه اخلي. خو له شکه پرته د نړۍ د ټولو اشرارو د ملاتړ او د صهیونیستانو په جنایاتو کې د امریکایانو د ملګرتیا سره سره، دومره بې حده ظلم او جنایت به هیڅ ګټه اسرائیل رژیم ته نه وروسوي، په همدغه روانو چارو او په راتلونکو مسائلو کې به هرو مرو د فلسطین ولس بریالی شي.
هغوی نیواکي فلسطین ته د امریکایي چارواکو او د انګلیس، فرانسې او جرمني په څېر د نړۍ د نورو ظالمو او شرغواړو هیوادونوپرلپسې سفرونه د اسرائیل د غاصب رژیم د نسکورېدو د مخنیوی په هدف وباله او زیاته یې کړه: د نړۍ شرغواړي ویني چي د صهیونیست رژیم د فلسطیني مبارزینو د کارنده ګوزار په نتیجه کې د نسکورېدو په درشل کې دی، په دې خاطر هغوی په خپلو سفرونو او له دغه رژیم سره د پیوستون او ورته د بمونو او وسلو په څېر د جنایت د سازو سامان په برابرولو سره، هڅه کوي د اسرائیل د ټپي شوی رژیم د غوځارېدو مخنیوی وکړي.
د صهیونیسټي رژیم په جنایت کې امریکا ثابته شریکه وبلله او وویل: د امریکې لاسونه ترڅنګل پورې، د غزې د ماشومانو، ښځو او نورو شهیدانو په وینو ککړ دي او په حقیقت کې امریکایان دا جنایتونه اداره کوي.»
هغوی د غزې د مظلوم ولس د صبر او توکل په ستاینې سره، د فلسطینیانو د استقامت ځینو مظاهرو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: داسي پلار چي د خپلو زامونو په شهادت سره، د خدای شکر ادا کوي، داسي مور او پلار چي خپل شهید شوی اولاد فلسطین ته وړاندې کوي، ټپي شوی زلمي چي د قرآن شریف ایتونه تلاوتوي او ورته نورې صحنې، د غزې د ولس د ژور توکل او صبر یوازې یو څو محدود مثالونه دي.
له صهیونیستي رژیم څخه د غربي هیوادونو د ملاتړ او د سیمې د ځینو هیوادونو د کمزوري دریځ په خاطر په غزې باندې د اسرائیل رژیم بریدونه دوام موندلي دي، په دا شان حالاتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د چهارشنبې په شپه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره نیویورک ته ولاړ، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د صهیونیست رژیم په ضد د عربو هیوادونو له لورې وړاندې شوی پریکړه لیک د ۱۲۰ هیوادونو په ملاتړ سره، تصویب شو، په داسي حال کې چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د حماس د غندلو لپاره د امریکا، فرانسې، انګلیس، جرمني ، ایټالیا او صهیونیست رژیم هلې ځلې ماتې سره مخامخ شوې.
عبداللهیان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا باندې د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک د اثراتو په هکله وویل: لومړی دا چي د نړۍ ۱۲۰ هیوادونو د دغه پریکړه لیک له لارې فلسطین څخه د ملاتړ اعلان کړي دي چي دا یوه مهمه پېښه ده، بله موضوع دا چي له یوه فلسطیني ازادي پال ډلې څخه باید د ترهګر په توګه یادونه نه وشي دا بله مهمه مساله ده چي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې پرې تاکید شوی دی، هغه زیاته کړه: له شکه پرته دا به د امنیت په شورا کې د برازیل له لورې په وړاندي شوی پرېکړه لیک باندې اثر وکړي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک تر ټولو مهم پیغام له فلسطین څخه ملاتړ او د اوربند په ټینګښت او فلسطینیانو سره د بشري مرستو په ضرورت باندې ټینګار دی.
صهیونیستي رژیم د جمعې په ماښام د غزې ټولې مخابراتې بېخ بناوو باندې بمباري وکړه او د غزې اړیکې له نړۍ سره پرې کړه، دې سره هممهاله یې له ځمکي، هوا او سمندر نه په غزې باندې درانه بریدونه وکړ، د فلسطین د مخابراتو شرکت اعلان وکړ چي ټوله مرکزونه او تاسیسات یې له صهیونیست رژیم له لورې په نښه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو څارونکی د صهیونیست رژیم له لورې په غزې کې د جمعې په ماښام د غزې د مخابراتي اړیکو او د اینټرنیټ بندول، په خپلو پراخو جنایاتو د سرپوښ اېښودلو لپاره یوه هڅه وباله، دې سره هممهاله د بخښنې نړیوالې ادارې اعلان کړی دی چي د غزې غیرنظامیان له سختو خطراتو سره مخ دي ځکه چي اسرائیل رژیم د هغوی اړیکې پرې کړي دي او هوایي بریدونه یې پرې زیات کړي دي.
.