فلسطین د اسلامی امت لومړنۍ مسئله(
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i140904-فلسطین_د_اسلامی_امت_لومړنۍ_مسئله(
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د اسلامی امت د لومړنۍ موضوع په نامې سره د لړۍ له ننني پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کېی وو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2023-11-02T11:26:16+00:00 )
Nov 02, 2023 15:40 Asia/Kabul
  • فلسطین د اسلامی امت لومړنۍ مسئله(

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د اسلامی امت د لومړنۍ موضوع په نامې سره د لړۍ له ننني پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کېی وو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

 د فلسطین د  خلکو برخلیک دا دی چې له مصیبته ډالۍ جوړه کړي او  له درده  هیله  او امید ....

دوستانو د ۱۹۴۸کال دمئ ۱۴ نیټه ، د بشری تاریخ د یوه ترټولو دردناکې غمیزې یادونه  کوي. یوه داسې غمیزه چې د نړۍ د وروستیو سلو کلونو یوه ترټولو غمجنې او اوږدې  انساني او سیاسی شخړې د رامینځةکیدا لامل شوې ده او له ځان سره  ئې په لویدیځي آسیا سیمې کې له پراخې ناکرارئ او بې ثباتۍ سره ئې  په تیرو ۷۵کلونو کې د فلسطین د ټاټوبی ظالمانه غصب کونلو او منظمې نیونې او ددغه ټاټوبی د اصلي اوسیدونکو ترټولو ښکاره انساني  حقوقو خلاف ورزۍ او وژلې هم له ځان سره درلودلي دي.په دغې بوږنونکي غمیزې کې چې اسلامی نړۍ کې د ؛نکبت ورځ ؛ نومول شوې ، د اسرائيلو جعلي رژيم  د امریکایانو او انګریزانو په پراخو ملاتړونو سره راپنځول شوی څو د خپل  پلار نیکۀ له ټاټوبی  د میلیونونو فلسطیینانو د کوچولو او د زرګونو د وژلو لامل شي.

          د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې وحشي ډ وله او  ځيږ  چلندونه، د الهی دینونو د مقدساتو سپکاوي او د هغو اوسیدونکو د ترټولو لومړنیو انساني حقوقو سلبول  چې  دفلسطینیو فعالانو او عامو خلکو  له هدفمن ترور سره  یو ځاي شوي دي ،د فلسطنیانو د کورونو اوکروندو  پر تباه کولو او د کارکسب په له مینځّه وړلو سربیره او دغه راز د نړیوالو مصوبو او پریکړه لیکونو  او ددرستو انساني اصولو په اپوټه د ښارګوټوپراختیا،په تیرو څو لسیزو کې  داسرائيلي رژيم د تورتم تاریخ یوازې یوه پاڼه ده .د نکبت د ورځې  له  څه دپاسه اوو لسیزو تیریداسره سره  اوس هم دغه جنایتونه تکراریږي،داسې چې ، د نړیوالو اورګانونو او لویدیځوالوپه شنې اشارې او چپتیا کې به د  وحشي ډوله صهیونیسټانو  له خوا دددغه شان غمیزو او پيښو دتکراریدا او ختمیدا  انتظار چټي وي.د همدغو بې پامیو په سیوري کې ده چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دیوې کړیدلې او قرباني شوي هدی غالبه  په تعبیر  چې په دې ننني مطلب کې به د هغې او د هغې د کورنۍ کیسه واوروو؛د فلسطین د خلکو برخلیک دا دی چې له مصثیبته ډالۍ جوړوي او له درد او کړاوه هیله او امید::::

دوستانو مونږ په تیرو څو مطلبونو کې د فلسطین د مظلوم ملت په ضد د صهیونیسټانو له ځينو جنایتونو پرَده پورته کړې ده او په تیره بیا په تیر مطلب کې مو  په ۱۹۹۶کال  کې د قانا  کلي دعامې وژنې او د دولس کلن فلسطینی ځوان محمد الدوره  دمظلومانه شهادت او ترور په باب خبرې کړي دي دا دی اوس په دوام کې د صهیونیسټي رژيم د ځينو نورو جنایتونو ارزونې ته ستاسو پام راغواړو.

Image Caption

 

              وحشي صهیونیسټي رژيم د محمد الدوره له شهادته وروسته،نه یوازې پښمانه نه شو ،بلکې په غزې او لویدیځي غاړې کې ئې په ډله ایز ډول د ماشومانو او میرمنو وژلو ته  هم مخه کړه.،د نړۍ په ټيلییوژني چینلونو کې د ۲۰۰۶کال  په جون کې د هدی غالیه   (Huda Ghaliaدکورنۍ دشهادت ننداره، ددغو جنایتونو یوه برخه وه.

د غالیه غمجنه کیسه اړونده ده د ۲۰۰۶کال د جون د نهمې او جمعې ورځې سره . هغه مهال چې هدی غالیه هم د محمد الدوره په شان له دولس کلونو زیاته عمر نه د رلود او  له خپلې کورنۍ سره یو ځاي د غړې تړانګې په شمال کې د السودانیه سیمې  سواحلو ته تللې وه، ځکه د هغې پلار هغې ته ژمنه ورکړې وه چې په ښونځي کې د ښو لمبرو په ترلاسه کولو سره به ئې له کورنۍ سره  یوځاي د سمندر سواحلو ته د سیّل لپاره بوځي.هدی غالیه دغزې په سواحلو کې له خپلې کورنۍ سره یوځاي خوشاله وه او لوبې ئې کولې،خو څو شیبې وروسته دغه خوشالي،د صهیونیسټانو په یرغل سره په دراندۀ غم بدله شوه.په داسې حال کې چې دسمندر په ساحل کې د ډیرو فلسطنیانو کورنۍ د سّیل لپاره  ورغلې وې ،ناڅاپه د صهیونیسټ رژیم جنګي کشتیو له سمندره د ساحل په لور ډزې پیل کړې.  هغه مهال چې د صهیونیسټي رژیم له جنګي کشتیو  د ساحل په لور ډزې پیل شوې، نو د غالیه کورنۍ د صهیونیسټانو له حملې دتښتې لپاره د شَږو (ریګو) په شا وخوا کې د ټیکسي په انتظار کې  وه ،خو هیڅکله هم ونه توانیدل په ټیکسي کې سوارۀ شي ،ځ که د  وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګي کشتۍ  د توپې یوه ګولۍ  ددوي ترڅنګ ولویده   او دوي ئې شهیدان کړل.هدی غالیه  چې په دغه ستر جنایت کې ئې د خپل پلار ،ترور، ورور او څلور خوئيندې شهیدانې شوې ،د میرمنو چغې او فریادونه او اوښکې  په مرستو پسې وې ، خو نوره ځنډ شوی ؤ،،،، ځکه چې د توپو میرمیو د هغې کورنۍ د تل لپاره ورڅخه اخستې وه. دخپلې کورنۍ پر  جنازو د غالیه  ویر او ژړا دردناک انځورونه  د نړۍ په رسندویو کې په پراخ ډول خپرۀ شولڅو د فلسطین د ملت   د مظلومیّت او د وحشي صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب  او جنایت په یوې بلې بیلګې بدله شوه.

             هدی غالیه ترټولولومړنۍ او وروستۍ ماشومه نه ده چې کورنۍ ئې د وحشي صهیونیستي رژیم په  جنایتونو کې له لاسه وتلي او په سلګونو  فلسطینئ کورنۍ شته دي چې د وحشی صهیونیسټي نیواکګرو  ځواکونو په لاس  د هغوی د بچیانو  مُسکا ورڅخه  د تل لپاره اخستل شوې ده  او  له  هغوي ترټولو  لومړني حقوق هم غصب شوي دي.  د  غالیه کورنۍ له وژلې یوازې یوه میاشت وروسته، صهیونیسټي رژيم  د ۲۰۰۶کال په جولائي کې  بیا په قانا کلی څاروي ډوله هوائي حمله وکړه  څو د قانا کلي د ماشومانو په بیا وژلو سره د صهیونیسټانو پر جنایتونو دتاریخ یوه بله تورتمه پاڼه هم ورزیاته شوه. هماغه ډول چې   په مخکیني  مطلب کې مو وئيلي  دي ،دقانا لومړنۍ عامه وژله د ۱۹۹۶کال د اپریل په اتلسمه نیټه شوې،هغه وخت چې  داسرائيلو نیواکر ځواک قصدا د ملګروملتو سره په اړونده یوه مرکز کې د اته سوه عامو خلکو له پناه اخستو وروسته  دغه مرکز ټارګټ کړ.دغه اته سوه لبناني او فلسطیني ښاریز د  وحشي صهیونیسټي رژيم  د  حملو له ویرې،ددغه هیواد له جنوبه دغې سیمې ته پناه وړې وه،چې له هغوي ۱۱۰ کسان شهیدان شول.په داسې حال کې چې په هغو کې ډيرزیات ماشومان او میرمنې هم ترسترګو کیدې.

په هغه وخت کې سترو قدرتونو اوحکومتونو پر دغو نسل وژنو  خپلې سپيرې سترګې پټې کړې او امریکاهم  عام خلک ددغو  وژلو مسئول وبلل.یوازې په دې دلیل چې  دوي  له خپلو کورونو وتلي دي....دې ځل  او  له ۱۹۹۶کاله لس  کلونو وروسته یعني په   ۲۰۰۶ کال کې یو ځل بیا په قانا سیمې د اسرائيلو وحشي ډوله حملې وشوې. اسرائيلو هم په دغه جنایت کې  او له لبنان سره په جنګ کې (د تموز جنګ -۳۳ورځنی جنګ کې )  په یوه مرکز چې  عامو خلکو پناه وروړلې وه، نیمه شپه ئې پرې  ناتار جوړ کړ چې پکې ۵۵ کسان شهیدان شول  او په دغو بې ګناه  خلکو کې ۳۷یوازې ماشومان وو. ډیری بې وځله او پرکوَټ ماشومان چې  له سیمې ئې د تښتې توان نه درلود، په  دغه ځاي کې  ویدۀ کیدل.

           د صهیونیسټ رژیم  تاریخ  له هغو نسل وژنو او  اووحشي ډوله جنایتونو ډک دی چې  د دیریاسین ،خان یونس ،کفرقاسم، الطنطوره ،الدوایمه ،صبرا  او شتیلا او قانا  نسل وژنې ،ئې یوازې ځیني برخې دي او  ورته اشاره کوي.

د ۲۰۲۲کال تروروستیو پورې د احصایو په اساس، له ۱۹۴۸کال څخه څه دپاسه یو لک فلسطینیان د اسرائيلو په ډول ډول وحشي ډوله  ځپنو ،شکنجو او حملو کې شهیدان او   له ۱۹۶۷ کال څخه  کابو یو میلیون فلسطینیانو د صهونیسټي رژيم دپوځیانو په لاس  د زندان خوند څکلی دی . یوازې په ۲۰۲۱کال کې صهیونیسټي پوځیانو  کابو پنځه زره پنځه سوه فلسطنیان چې ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیدل نیولي دي. همداراز تر ۲۰۲۲کال پورې صهیونیسټانو  څه دپاسه ۲۷۰۰ترورونه ترسره کړي دي چې  په هغو کې په کال کې  په متوسط ډول ۳۸ ترهه ګر عملیات دنیواکي ټاټوبو په داخل او بهر کې شوي  دي. په دغو ترورونو کې  مهم ټکی دا دی چې د زیاتره خلکو د باؤر په اپوټه،د صهیونیسټ ضده غورځنګونون  رهبران او ځواکونه   له دغو ټولو څخه یوه برخه دي،بلکې  سیاسی رهبران  پوهان او حتی  ادبی کسان او لیکوالان  هم د دوي دترور په ټاکنو کې شامل دي . چې په دې مینځومیان کې د صهیونیسټي ترهه ګرو په وسیله د ایران د اسلامی جمهوریت  دایټمی ساینسدانانو  ترور ته هم پکې اشاره کولی شو.   وروستی ټکی  چې په دغه مطلب کې  او په داسرائيلو دجعلی رژيم د ماهیّت په باب ورته اشاره  کیدلی شی،دا دی چې دغه رژیم دترټولو مهم نړیوال اورګان په اعتراف سره،یو بشپړ آپارټائيډ  او توکمپال رژيم دی . د صهیونیسټانو توکمپالنه  دومره څرګنده شوې چې  د  بخښنې نړیوالې ادارې  عمومی منشي  د ۲۰۲۲کال په پیل کې  په یوې خبرې ناستې کې چې په ختیځي قدس کې  دنورو اورګانونو دچارواکو په شتون سره ترسره شو،د ؛ اسرائيلو د آپارټائيډر ژيم ،د فلسطنیانو په ضد توکمپالنه او د بشریّت په ضد جنایت ؛ په عنوان سره  د ۲۸۰مخیز  راپور په باب  یو لړ توضیحات وړاندې کړل اوپه ډاګه ئې  اسرائيلو یو اپارټائيډرژيم ونوموۀ.

Image Caption

 

ګنِس کالامار  په دې خبرې په ټينګار سره دغه راپور د اسرائیلو د آپارټائيډ رژيم حقیقي اړخونه رابرسیره کوي،په دغه خبري ناستې او رسندویو ته په خطاب کې ومنله؛ اسرائيلو په غزې،لویدیځي غاړې او ختیځي قدس کې او په هر هغه ځاي کې چې پکې اوسیږي،له فلسطینیانو سره توکمپال چلند کوي او له خپلو حقوقو ئې محروموي. اسرائيل د بشریّت په ضد  جنایتونه کړي دي او باید ځواب ووائي:::

هغه په ټولو نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیسټانو ښکاره آپارټائيډ ته په اشارې سره ووئيل، اسرائیل د فضائي توپیري سیاستونو سره اجباری کوچولو او د مالکیّت سلبولو ته مخه کوي  او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو څو په دې موضوع غور وکړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې عمومی منشي ټینګار وکړ،هغه  نظام چې د توکمپاله ستم او کړاؤ  له خطرې سره د میلیونونو مخلکو په مخامخولو سره سسټماټیک شوی وي، نو هیڅکله هم دتوجیه وړ نه دی ،په نړۍ کې د اپارټائيډ رژيم لپاره هیڅ ځائيګی نشته .هغه هیوادونه چې له اسرائيلو سره ئې دوستي غوره کړي،نو ځان به دتاریخ په تیروتي لور کې وویني.

           خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،سر لوړي او بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************