د بادوپیمانه (3)
(last modified Fri, 08 Dec 2023 02:09:22 GMT )
Dec 08, 2023 06:39 Asia/Kabul
  • د بادوپیمانه (3)

تاریخ د هرې شخړې په مرکز او مینځ کې دی. د تېر په اړه سم او بې طرفه درک سولې ته د رسېدو امکان برابروي. له بلې خوا، د تاریخ تحریف یا لاسوهنه د ناورین تخم کري.

ایا یهودي مهاجرین یو "ملت" وو؟

تاریخ د هرې شخړې په مرکز او مینځ کې دی. د تېر په اړه سم او بې طرفه درک سولې ته د رسېدو امکان برابروي. له بلې خوا، د تاریخ تحریف یا لاسوهنه د ناورین تخم کري.

سلام. زه..... یم. او په دې پوډکاسټ کې مونږ ه د هغه شیانو په اړه خبرې کوو چې ډیر خلک فکر کوي ریښتیا دي خو ندي. د دې پوډکاسټ په لومړۍ برخه کې دا ادعا چې فلسطین د یهودانو له راتګ دمخه یوه خالي ځمکه وه  دا یوازې باد و، او مونږ ه هغه اغزي او خاشاک چې باد دلته او هلته لیږدوي وڅیړلې او د هغې غلط والی  او بې اساسه والی  ثابت کړه. په دې خپرونه کې د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو یوه بله افسانه او ادعا د «اسرائیلو په اړه لس مشهور غلط تصورات» کتاب پر بنسټ څېړو. دا چې یهودان بې ځمکې خلک وو. دا ادعا د تیرې فرضیې د دروغو ادعا دوام دی. په حقیقت کې، د خالي فلسطین ادعا د بې ځمکې یهودانو سره راپورته کیږي. د دغو دوو ادعاوو په ترکیب کې د صهیونزم مشهورټکی رامینځټه کوی  چی د فلسطین د ځمکې د غصبولو لپاره یو بل دلیل پ او توجیه وی. مشهوره جمله "له ملت پرته ځمکه د  بې ځمکې ملت لپاره".

خو ایا یهودي مهاجرین یو "ملت" وو؟

««««««««««««««««««««««««««««

د دې پوښتنې ځواب چې آیا یهودي مهاجرین یو "ملت" وو؟ دا د شلومو سانډ لخوا "د یهودي ملت اختراع" کتاب کې له بل هر ځای ښه خلاصه شوی. سانډ، یو اسراییلی تاریخ لیکونکی، په خپل کتاب کې ادعا کوي چې په نننۍ نړۍ کې ډیرو یهودانو غیر یهودي پلرونه درلودل چې یهودي مذهب ته یې مخه کړی وه . شلومو سانډ څرګندوي چې عیساییت، د خپلو ګټو د ساتلو لپاره او دنوی تاریخ په یوه ځانګړې شیبه کې، د دې نظر ملاتړ وکړ چې یهود یو ملت و او باید یوه ورځ مقدسی  ځمکې ته ورستانه شي. په دې لیدتوګه کې، مقدسی ځمکې ته د یهودانو بیرته ستنیدل، د مړیو د بیا ژوندي کیدو او د مسیح بیرته ستنیدل، د نړۍ د پای لپاره د خدای د پلان برخه وه.

د 16 پیړۍ راهیسې د عیسویانو، په ځانګړې توګه پروتستانتانو کې د مذهبي اصلاحاتو په نامه د دیني او مذهبي بدلونونو په نوم پیژندل شوي، د زریزې تیوري او عیسویت ته د یهودانو د تبادلې تر منځ روښانه اتحاد رامینځته کړی کله چې دوی فلسطین ته راستانه شول.  د زریزی  تیوری یعنی د مسیح بیرته ستنیدو او د هغه د زره کلن واکمنۍ معنی لري.

د 16 پیړۍ انګلیسي پادری توماس برایټمین  د ورته نظر استازیتوب کوي کله چې هغه لیکلي: "ایا دوی به بیا یورشلیم ته ستانه شي؟" له دې پریکنده  نور هیڅ شی نشته. هغه کارونه چې پیغمبرانو په هر ځای کې کړي دي د دې مسلې څرګندونه کوي.

د بلجیم لیکوال چارلس جوزف د اتلسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې وویل: زه باور لرم چې یهودي انسان له نورو اروپایانو سره جوړ نه دی او په هر ځای کې چې وي، تل به د بل ملت دننه یو ملت جوړ کړي. "زما له نظره، تر ټولو اسانه کار دا دی چې دوی ته خپل وطن بیرته ورکړي، له کوم ځای چې دوی ایستل شوي وو، ترڅو دوی ټول هغه ته  بیرته ستانه شي." لکه څنګه چې د متن له پای ښه څرګندیږي، د صهیونیزم  جوړونکیو لیدتوګواو د پخوانیو یهود دښمنی  ترمنځ روښانه اړیکه وه.

مشهور فرانسوی لیکوال او سیاستوال فرانسوا رنه دو شاتوبریان هم په همدې وخت کې د (Legitimate Masters of Judea) په نوم کتاب ولیکه او د هغه نظریاتو د ناپلیون بوناپارټ تر اغیز لاندې راوسته، چې د ۱۹مې پیړۍ په پیل کې یې د منځني ختیځ د فتح کولو په  پیل کی د فلسطین د یهودي ټولنې او د دې خاورې د نورو اوسیدونکو مرستی ترلاسه کړی .  هغه  له دوی سره ژمنه وکړه چې "فلسطین ته به بیرته  ورشي او یو دولت به  جوړ کړي.

  د ایلان پاپه په وینا، صهیونزم، د دې کتابونو او لیکنو په څیر اسنادو پر اساس د عیسایي استعمار پروژه وه چې وروسته د یهودي استعمار پروژه شوه. ناوړه او ډارونکي نښې چې ښکاري افسانوي مذهبي عقیدې د بل هیواد د خلکو د استعمار او بې ځایه کولو لپاره په ریښتینې پلان بدل شوي. دا سپیره پروګرام په لومړي ځل په 1820کې د ویکتوریا پړاو په  برتانیا کې راڅرګند شو. یو قوي دیني او شاهي غورځنګ هغه وخت راڅرګند شو چې غوښتل یې فلسطین ته د یهودانو بیرته ستنیدل د انګلستان د ستراتیژیک پلان په مرکز کې ځای په ځای کړي ترڅو فلسطین کنټرول کړي او مسیحیت ته یې بیرته ورکړي.

د 19 پیړۍ په دوام  کې، دا طریقه په انګلستان کې خورا مشهوره شوه او د سلطنت رسمي سیاسیت  یې اغیزمن کړ. داسې چلند چې ویی ویل: د فلسطین خاوره یوازې د خپلو لیرې پرتو بچیانو بیرته راستنیدو او هلته د کرنیزو ظرفیتونو له مخې د صنعت پلي کیدو ته انتظار باسي. تر څو یو ځل بیا د نړیوالې سوکالۍ، ویاړ او عظمت فضا ته ننوتل؛ او بیا به هماغسې وي لکه څنګه چې د حضرت سلیمان علیه السلام د واکمنۍ پر مهال وو." هغه ټکي چې تاسو اوریدلي دي د یو برتانوي پوځي قوماندان خبرې وې.

خو دا پروسه تر هغه وخته بریالۍ نه شوه، چې د امریکا له بشپړ ملاتړه برخمنه نشوه .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د تاریخ یو ساده تعقیب، او همدارنګه نظرونه، مونږ ه  د دې غورځنګ له تبلیغي پلرونو مستقیما هغو کسانو  ته رسوي  چې د فلسطین د برخلیک د بدلولو واک او قدرت یی درلود. د ایلان پاپه  په وینا، په دغو کسانو کې یو هم د شافټسبري په نوم یو کس دی.

برتانوی لیکوال او سیاستوال چې نوم یې انتوني ایشلي یا  اووم ارل دی، داسې انګیرل کیږي چې د 1917 کال په بالفور اعلامیه کې د مذهبي او اصلاحي لیوالتیا خطرناک مخلوط بدل کړ. شافټسبري مقدس ځمکې ته د یهودانو د ستنیدو مدافع و او له 1848 تر 1885 پورې د هغه تر مړینې پورې د لندن د یهودانو ټولنې رییس و. هغه دې نتیجې ته رسېدلی و چې فلسطین ته د یهودانو د ستنېدو ملاتړ بسنه نه کوي، بلکې بریتانیا باید د فلسطین په لومړنیو لوټ او غصب کې له هغوی سره فعاله مرسته وکړي. شافټسبري په انګلستان کې د کلیساګانو مرکز او د یروشلم ټولنې کلیسا قانع کړل چې د پروژې لپاره لومړني مالی تامین  چمتو کړي. البته، د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزير د خسر کېدل، چې وروسته لومړی وزير شو، د هغه پر برياليتوب بی اغېز ه نه وو  .

  شافټسبري په یوه مقاله کې چی نوم یی " هیواد او د یهود ترمیم "  دی  چې د 1839 کال د جنوري په میاشت کی د کوارترلی ریویو کې خپره شوه د د غوره شوي خلکو لپاره د نوي دور وړاندوینه وکړه. په دې مقاله کې په فلسطین کې د یهودانو د بیا میشتیدنې لپاره د یوه ستر انګرېز سیاستوال لومړی وړاندیز وړاندې شوی. هغه په دې مقاله کې  ټینګار وکړ: یهودیان باید لا هم وهڅول شي چې د اوسني وخت په پرتله ډیر شمیر فلسطین ته ستانه شي، او یو ځل بیا د یهودو او الجلیل مالکان شي ... که څه هم دوی اوس سخت زړونه لري. او په اخلاقي زوال ، ضد او د انجیل نه منلو کې ډوب شوي. له دی سره سره ، دوی نه یوازې د آزادۍ او نجات وړ دي، بلکې فلسطین ته د دوی په ستنیدو او د مسیح د بیا ظهور لپاره د زمینې په برابرولو سره، دوی د مسیحیت د خلاصون او نجات لپاره هم مهم رول لوبوي.

د هغه وخت د برتانیې له  لومړي وزیر لارډ پالمرسن سره چې ویل کیږي د شافټسبري  د میرمنی پلار دی، د شافټسبري نرمه لابي بریالۍ وه. څه موده وروسته هماغه لومړی وزیر پالمرسن په فلسطین کې د یهودانو د راستنیدو او بیا میشتیدنې له ملاتړو شو، که څه هم د مذهب پر ځای د سیاسي دلایلو له مخې. یو نظر دا و چې یهودان کولی شي د عثماني امپراتورۍ په نسکورولو کې مرسته وکړي. له همدې امله، دا مسله د برتانیا د بهرنۍ پالیسۍ په اجنډا کې ځای پرځای شوه. له همدې امله د ۱۸۴۰ کال د اګست په میاشت کې د برتانیې لومړي وزیر په استانبول کې د برتانیې سفیر ته په یوه لیک کې ولیکل چې فلسطین ته د یهودانو د راتګ اجازه د عثماني او برتانیې دواړو په ګټه ده.

د انګلستان لومړي وزیر په لیک کې لیکلي چې د یهودانو د بیرته ستنیدو او په فلسطین کې پاتې کیدو ته هڅولو سره به دوی له ځانه سره شتمني راوړي چې دا به د سلطان د ځمکنۍ زیرمې یعني عثماني امپراتورۍ ته وده ورکړي.

دا ایډیا غولونکی  وه. دا فریب چې د یهودانو شتمني که فلسطین ته ورداخله شي، د احتمالي داخلي او بهرنیو دښمنانو په وړاندې به د عثماني امپراتورۍ دریځ پیاوړی کړي. خو د دې مفکورې په زړه کې  دا مطلب هم پروت دی چې څنګه صهیونزم د برتانوي امپریالیزم او د مسیحي مذهبي بحثونو سره تړاو لري چې د عیسی مسیح د بیا ظهور بنسټیز جوړښت و.

له همدې امله، شافټسبري په نولسمه پیړۍ کې د صهیونیسټی عیساییت مخکښ تیوریست او د لومړي ستر سیاستوال په توګه یادیږي چې هڅه یې وکړه چې په فلسطین کې د یهودانو لپاره د کور جوړولو لپاره لاره چمتو کړي

البته پاپه له  معاصر صهیونیزم سره د هغه څه چې په نولسمه پیړۍ کې پیښیدل  د یهودانو په مساوي کولو کې یو څه محتاط دی، او هغه په دې باور دی چې مونږ باید د یو معاصر ایډیالوژۍ په بیا لوستلو کې محتاط واوسو، په هر حال دا پدیده ټول هغه عناصر لري چې وروسته بیا دغه نظرونه د فلسطین د اصلي اوځای  اوسیدونکو د شړلو او د هغوی له اساسي حقوقو د انکار په توجیه بدل شول.

له همدې امله، د اخیستل شویو اقداماتو له مخې، په یروشلم کې د برتانیا لومړۍ قونسلګرۍ په 1838 کې پرانستل شوه. د قونسلګرۍ غیر رسمي ایجنډا د یهودانو هڅول وه چې فلسطین ته راشي. په دې لړ کې قونسلګرۍ له دوی سره د ساتنې ژمنه وکړه. په ځینو مواردو کې، هغه حتی هڅه وکړه چې دوی مسیحیت ته واړوي.

په بیت المقدس کې د برتانیې د لومړیو کونسلرانو تر ټولو مشهور کس د جیمز فن په نوم کس دی.  موضوع ته د فن مستقیمه  ورداخلیدا دځای فلسطینانو لپاره د هغه د پلان پټول ناممکن کړل . جیمز فن په ښکاره توګه فلسطین ته د یهودانو د راستنیدو او د دې بیرته ستنیدو په پایله کې د فلسطینیانو احتمالي ځای پرځای کیدو ترمینځ د ارتباط په اړه  مطلب ولیکه. هغه شاید لومړنی کس و چې دا کار یې وکړ. په راتلونکې پیړۍ کې، دا اړیکه د صهیونیسټ استعماري پروژې په زړه کې وه. د استعماري استعمار توپیر چې د استبدادي استعمار په نوم هم یادیږي، د استعمار له نورو ډولونو سره توپیر درلود چې په دې ډول استعمار کې استعمارګران د سیاسي واک تر کنټرول او د استعمار د مادي شتمنیو تر کنټرول پورې محدود نه دي. بلکی د ځای او اصلي اوسیدونکو په شړلو سره هلته پخپله ځای پر ځای کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

فین له ۱۸۴۵ تر ۱۸۶۳ پورې په قدس کې میشت و. وروسته صهیونیسټي مورخینو د هغه ستاینه وکړه چې په فلسطین کې یې له  یهودانو سره مرسته وکړه. فین د نورو اروپایانو په پرتله  په فعاله توګه په بیت المقدس کې د لویدیځوالو د دایمي شتون لپاره کار کاوه. په دې لاره کی ، د عیسایانو د تبلیغاتي فعالیتونو لپاره د ځمکې او ملکیت اخیستل ، سوداګریزو ګټو او دولتي بنسټونو تنظیمول شامل دي .

دوستانو په بل پروګرام کی به د دې لړۍ بحث سر ته ورسو تر هغه مو په لوی او مهربان خدای سپارو

 

پای