د مقاومت وده(له 2008 کاله تر 2024 کال پورې )
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i145034-د_مقاومت_وده(له_2008_کاله_تر_2024_کال_پورې_)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د مقاومتي چورلیز د ودې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده د استفادې وړ مو  ګرځي.
(last modified 2024-01-20T08:32:48+00:00 )
Jan 20, 2024 12:56 Asia/Kabul
  • د مقاومت وده(له 2008 کاله تر 2024 کال پورې )

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د مقاومتي چورلیز د ودې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده د استفادې وړ مو  ګرځي.

   دوستانو لکه  څنګه چې خبر یاست، جنایتکار صهیونیسټي رژيم په یویشتمې پيړۍ کې دغزې تړانګې په ضد ډير جنګونه وتپل، لومړنی جنګ په ۲۰۰۸ کال کې  او ترټولو وروستی ئې هم د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷نیټې پیل شوی  او  هماغه شان دوام لري . ددغو دواړو جنګونو په تحلیل کې له  بل هرڅه زیات  د صهیونیسټي رژيم په مقابل کې د فلسطین د مقاومت د مخه نیونوکی قدرت د پیاوړتیا ښودنه کوي.

په غزې کې روان جنګ،د وحشي صهیونیسټي رژيم د تاریخ ترټولو اوږد جنګ دی .په 21پيړئ کې دغه رژيم د غزې په ضد د ۲۰۰۸کال،د ۲۰۱۲کال،د ۲۰۱۴کال او د ۲۰۲۱ کال جنګونه ترسره کړل.په دغو جنګونو کې ترټولو اوږد جنګ له ۲۰۱۴ کال سره اړونده ؤ چې تر 51 ورځو پورې اوږد شو.د ۲۰۰۸کال جنګ ددغه کال د دسمبر له ۲۷پيل شو او د ۲۰۰۹کال دجنورۍ  ۱۸نیټې پورې تر ۲۲ ورځو پورې اوږد شو.دغه جنګ په اسرائيلو کې په؛مولټین لیډ؛(ویلۀکیدونکي ګیلَټ) مشهور شو او  په عربانو کې د غزې په وژلې یا ۲۲ ورځني جنګ  سره مشهور شو. وروستی جنګ هم د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷نيتې پیل شوی او د جنګ په څلورمې میاشتې هماغه راز دوام لري.له شپاړس کلن مخکې جنګ سره د اوسني جنګ د احصایو پرتله کول  ډیر مهم  اطلاعات لري.

Image Caption

 

            په 22 ورځنی  جنګ یو زر څلور سوه پنځه پنځوس فلسطینیان شهیدان شول چې په هغو کې ۴۴۰ هلکان  او انجونې هم شاملې دي چې ددغو ټولو شهیدانو اته ویشت فیصدي برخه جوړوي او په دغو شهیدانو کې ۱۱۸میرمنې  هم شاملې  دي چې د  شهیدانو اته فیصدي برخه  ئې جوړوله. د صهیونیسټ رژیم په ۲۲ ورځنی  جنګ کې ۵۳۰۴ټپیان هم  وو  چې په هغو کې هم ۱۹۵۰  ماشومان انجونې او هلکان شامل وو.  او د ټپي شوو میرمنو شمیر هم ۷۶۵تنه ؤ چې  دغه شمیر د ټپیانو ۱۵فیصدي برخه  جوړه کړه .

 هغه څه چې صهونیسټ رژیم  دغزې په ضد په وروستیو  سل ورځني جنګ کې ترسره کړي دي، یوه نسل وژنه ده.په دغې مودې کې ۱۹۹۳ کسان قتل عام شول .په دغو جنایتونو کې ۶۵زره ټنه چاودیدونکو موادو  څخه استفاده شوې ده. د غزې د روغتیائي چارو دو زارت له خوا  د اعلان شوو احصایو په اساس، تر وروستیو پورې څه د پاسه څلورویشت زره فسطینیان شهیدان شوي دي، چې په هغو کې لس زره څلور سوه  ماشومان  او اوه زره سل میرمنې   هم دي. په بله وینا،  ددغو شهیدانو کابو ۷۴فیصدي برخه ماشومان او میرمنې دي.  څه د پاسه اوه زره کسان   هم بې درکه دي  چې په هغو کې هم اویا فیصده ماشومان دي .د جنګ د بې درکه شوو کسانو د احصایو په اساس ،په غزې کې  د وروستي جنګ د شهیدانو شمیر د ۲۲ ورځني جنګ  شل برابره زیات دی . همداراز په وروستي جنګ کې  کابو یو شپيته زره کسان  هم تر وروستیو پورې ټپیان شوي دي  چې  ددغو ټپیانو شمیر هم د ۲۲ ورځنی  جنګ  کابو دولس برابره   دی.پر دې سربیره ، په دغه  واسني  جنګ کې  کابو دوه میلیون کسان کډه په سر شول ، اته لکه کسان هم دلوږې له امله د مرګ له خطرې سره مخ شوي او څلور لکه کسان هم  د روغتیائي بیخ بینائيو  د له مینځه تلو او د روغتونونو  د درملنې او روغتیائي  ولمړنیو امکاناتو د نه شتون له امله  هم په ډول ډول ناروغیو ککړ شوي دي.

 په ۲۲ ورځنی  جنګ کې د   تاواني شوو کورونو شمیر  هم پنځه پنځوس زره  کورونه اعلان شوی چې پنځه زره کورونه په بشبړ ډول په کنډوالو بدل شول.  په وروستي جنګ کې  څه د پاسه درې لکه شپیته زره  هستوګنې کورونه په بشپړ ډول یا په جزئي توګه  تاواني شويۍ دي  چې  کابو شپته زره یو سل پنځوس کورنه هم په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي دي  او دوه لکه نوي   زره هستوګنې کورونه هم په جزيی توګه ړنګ شوي دي .

Image Caption

 

په2022 کال  جنګ کې  د ښونې او روزنې په برخې کې ۴۵ښونځي په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي او ۵۵  جوماتونه هم په جزئي توګه وران شوي دي ، خو په وروستي جن کې په وروستیو سلو ورځو کې ۱۴۵ جحوماتونه په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي او ۲۴۳ جوماتونه هم په جزئي توګه ړنګ شوي دي .

         د وړاندې شوو احصایو په شنننې کې ځ يني  مهم ټکي هم ترسترګو شويۍ دي ،  چې په هغو کې لومړی ټکی ،  په وروستي  جنګ کې د فلسطینیو شهیدانو شمیر  د ۲۲ ورځنی جنګ سره په پرتله کې ۲۰برابره زیات شوی چې  په هغو کې اویا فیصده ښځې او ماشومن شامل دي ، خو  نه غزه خالی شوه او نه هم   مقاومتی غورځنګ حماس له مقاومته لاس واخست او نه حتی   د حماس په ضد د غزې پشمول  په فلسطین  کې حتی یوه مظاهره هم  ترسره نه شو. دا ښئ چې مقاومت د فلسطینیانو د هویّت یوه مهمه برخه او  په  یوه تعبیر سره ، د وحشي صهیونیسټي رژیم  په مقابل کې د فلسطینیانو د پرمختګ یوازینۍ لاره ده .

دوهم ټکی دا چې؛صهیونیسټي وحشي رژیم  په ۲۲ ورځني جنګ کې  په ټول کې ۱۳پوځیانو  او غیرپوځیانو وژلې او ۴۰۰ ټپیان درلودل. خو صهیونیسټانو په تیرو سلو ورځو کې ډيرې زیاتې  انساني مرګ ژوبلې وزغملې  چې ددغه جعلی رژيم په تاریخ کې مخینه نه لري.پر هغو یو زر پنځه سوه هلاکتونو سربیره چې د طوفان الاقصی په ناڅاپي عملیاتو کې  ئې درلودل، رسمي احصائې  د ۵۲۰ اسرائيلي پوځیانو د هلاکت ا و د ۲۵۱۱نورو د  ټپي کیدا ښودنه کوي. غیر رسمي احصائې  چې د صهیونیسټي سرچینو له خوا اعلان شوي دي، د هلاکتونو شمیر لږ ترلږه درې برابره زیات او د ټپیانو شمیر هم څه دپاسه څلور زره  تنه دی .

Image Caption

 

دغه شمیرنې ښئ چې په تیرو شپاړسو کلونو کې  مقاومت لاپیاوړتی شوی  داسې چې په وروستي جنګ کې ئې وحشي او جنایتکار  او تیریګر صهیونیسټي رژيم ته تر ټولو درندې انساني مرګ ژوبلې اړولي دي.  هغه  جنګونه چې  تیریګر صهیونیسټي رژيم په تیرو شپاړسو کلونو کې  پر فلسطینیانو تپلي دي ، ترټولو مهمه پایلې ئې د مقاومت  وده او ځیرتیا او  د هغوي د مخه نیونکي قدرت لوړتیا وه چې  د روان جنګ په سلو ورځو کې ئې  او وروستیو شپو ورځو کې په قدرت سره د صهیونیسټانو په ضد خبلو حملو ته دوام ورکوي، داسې چې صهیونیسټي رژیم مجبور شوی ، خپل ځيني پوځیان د غزې له شماله وباسي .

دریم ټکی دا چې؛غزه هیڅکله هم د صهیونیسټ رژیم لپاره کومه آسانه نوَړئ  نه ده.صهیونیسټ رژیم په غزې باندې د بې مخنیې انساني مرګ ژوبلو په تپلو سره چې د نړیوالو حقوقو د ډيرو کنونشنونو په اساس جنګي جنایت او د نسل وژنې په  مصداق دی ، هڅه کړې،غزه  په بشپړ ډول  ونیسي ،خو  دغه  هدف ته په رسیدا کې بریالي شوي نه دي .ددې یوه نښه ،په اعلان شوي یوه اونۍ اوربند کې  غزې ته د فلسطینیو کډوالو بیرته ستنیدا  وه،د هغو بله نښه هم په وروستیو شپو ورځو کې  د  غزې له شماله  د صهیونیسټي پوځیانو  اجباري شاتګ  ؤ . یوه بله نښه ئې هم په مځکني جنګ کې  د اسرائیليانو د یوزر نهه  نوي پوځیانو ټپي کیدل دي .

څلورم ټکی هم  دا چې :د غزې په ضد د وروستي جنګ د شهیدانو  کابو ۴۴ فیصدي برخه فلسطینی ماشومان دي.وحشي صهیونیسټي رژيم  د ماشومانو په وژلو سره  هڅه  کړې،په غزې کې د مقاومت ریښه وچه کړي،خو  له دې غافل  وو،چې  دمقاومت اوسنی نسل  هماغه ماشومان دي چې د ۲۲ ورځني  جنګ پشمول  په تیرو جنګونو کې  ئې خپل مور پلار له لاسه ورکړي دي او کډوالي، بې وځلي او لوږه ئې هم تجروبه کړې ده.

Image Caption

 

پنځم ټکی هم دا  چې د ۲۲ ورخين او ورو ستي روان جنګ یو ګډ ټکی دا دی چې صهیونیسټي رژیم په دغو یوه جنګ کې هم نه دی بریالی شوی،څو سپیرې  موخې ترلاسه کړي او اتفاقا  په نیواکي ټاټوبو کې سیاسی ګډوډئ هم لازیات شو.له ۲۲ ورځني جنګه وورسته بینیامین نتن یاهو په نیواکي  ټاټوبو کې قدرت ته ورسید.اوس هم صهیونیسټي رژیم  له هغې نسل وژنې  او جنګي جنایت سره سره چې د غزې د مظلومو  خلکو په وړاندې  ئې کړي دي،البته تراوسه پورې ئې په جنګ کې  د بریالیتوب کومه نښه نښاه  نه دی رابرسیره شوي،ځکه چې  د هغوی تر ټولو مهمه موخ یعني د صهیونیسټي بندیانو خوشي کیدا او  دمخه نیونې  احیاء پوره شوې نه ده . که څه هم وحشي  صهیونیسټي رژیم پر غزې هراړخیز جنګ تپلی دی  څو خپل مخنه نیونکی اعتبار ثابت کړی ، خو  هغه څه چې  تراوسه پورې ئې د نیول شوو کسانو مرکز  بیدا کړی نه دی  او تراوسه بورې ئې  د حماس داصلی قوماندانانو  له  لارې د غړولو موخه هم پوره شوې نه ده ،پر هغو اطلاعاتو برلاسه کیدا  تی د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو څخه لازیات تربوښتنې لاندې ورغلل .د اسرائیلو له ۱۹۹۵کاله رانیولې تر ۲۰۰۰ کال پورې په مودې کې د داخلی امنیت  دادارې مشر آیالون  وائي ؛اسرائيل به هیڅکله هم د غزې له جنګه په بریالی څیرې سره ونه لیدل شي.حتی که  یحیی السنوار هم ترور  کړی.  هرهغه څوک چې اعتقاد لري ، فلسطینیان به تسلیم شي ، نو نه ئې د روانې پیړۍ فلسطینیان او نه ئې هم حماس پيژندلی دی.::: د صهیونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر ایهود المرت  هم دنتنیاهو د لیریکیدا په ضرورت په ټينګار  سره  وائي ؛نتنیاهو دوکه باز،  جعلی او سیاسی نمایش  ته مخه کړې ده او  د هغه رودې مصداقي او تش دروغ دي . هغه باید متوجه شي،هغو موخو ته د رسیدا امکان  چې  په غزې کې ئې داعلان کړی ،هیڅ وجود نه لری:::

د مقاومت وده په تیرو شپاړسو کلونو کې اثبات شوې ده .د مقاومت ودې، د صهیونیسټ رژیم  وروسته پاتیکیدا په خان پسې درلودلې ده،داسې  چې  مجبوره شو،له  بل هر وخته لازیات، له امریکا  ملاتړ واخلی او حتی واشنګټن  د فلسطین اویمن له مقاومت سره په جنګ کې ښکیل کړي.

                     خوږو دوستانو ددغه  مطلب وخت هم همدومره ؤ نو په دې هیله چې د  استفادې وړ مو ګرځيدلی وي ،له خپلو ښو ښو رایو او کرکتنې مو هم خبر کړئ بریالي ووسئ او ښه ژوند ولرئ،د تهران د  پښتو خپرونې  PARSTODAY.IR/PS    انټرنیټي ایډریس هم درسره هیر نشي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************