لوېدیځه آسیا، عراق په تېر کال کې
(last modified Thu, 14 Mar 2024 09:19:48 GMT )
Mar 14, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا، عراق په تېر کال کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د عراق په تېر کال کې له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دې پروګرام کې د عراق د سږکال (۱۴۰۲) ترټولو مهمو بدلونونو او سیاسي پېښو ته کتنه کوو.

د ایران د ګاونډي هېواد په توګه د عراق بدلونونو ته کتنه او د کلتوري او سیاسي مشابهاتو شتون، تل د ارزښت وړ وو.

دا هېواد هم سږکال (۱۴۰۲) لکه د لوېدیځې آسیا د نورو هېوادونو په څېر له بېلابېلو سیاسي پېښو سره مخ وو.

د بهرنیو پوځیانو د وتلو په تړاو د عراقي وګړو، ګوندونو، سیاستوالانو او حکومتي چارواکو غوښتنه، د عراق د تېرو میاشتو ترټولو مهمو پېښو څخه وه.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني په صراحت سره، له دې هېواد څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو موضوع بیان کړه.

نورو عراقي ګوندونو او سیاستوالانو هم له عراق څخه د امریکايي پوځیانو پر وتلو ټینګار وکړ.

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا پوځي برید او د دې هېواد اشغال د عراق لپاره یې ناورینوونکي انساني او اقتصادي زیانونه واړول.

ترټولو مهمه موضوع، د امریکايي پوځیانو د وتلو په تړاو د عراقي چارواکو جدي هوډ دی، چې د ژرترژره عملي کېدو په تړاو یې د وتلو جدول جوړولو لپاره هم له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې.

د عراق په پارلمان کې د فتح ائتلاف استازي کریم المحمداوي ټینګار کړی چې: له عراق څخه د امریکايي اشغالګرانو د وتلو لپاره د ټولو شته امکاناتو او ټولو لارو استفادې ته اړتیا لرو.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي، په داسې شرایطو کې چې د وخت ټاکلو جدول جوړول هم د عراقي چارواکو لپاره لومړیتوب لري.

د مذاکراتو دوام او د تېر کال په پرتله په ۱۴۰۲ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق اقتصادي او سیاسي همکارۍ او اړیکې زیاتې شوي دي او ګمرکي شمېرې هم ښيي چې د سږکال په ۹ لومړیو میاشتو کې د صادراتو شمېره، کابو ۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

ایراني سوداګر او شرکتونه، عراق ته بېلابېل محصولات صادروي، چې موټر، کرنیز او صنعتي محصولات او نور بېلابېل سوداګریز توکي د دې صادراتو یوه برخه ده.

د ایران او عراق مرکزي بانکونو هم د امریکا د دولت له بندیزونو او محدودیتونو سره د مقابلې لپاره پراخې همکارۍ لري. د ایران او عراق پر پولو هم د توکو وړلو او مسافرانو د تګ راتګ لپاره همکارۍ پراخې شوي دي او د دواړو هېوادونو راکړې ورکړې ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې دي.

د عراق سیاسي او قضايي پلاويو هم خپلو لیدنو او مذاکراتو ته دوام ورکړی دی  او په ایران کې د قضايي چارواکو ترمنځ په خبرو کې یوه ترټولو مهمه موضوع، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس سپاه د قوماندان شهید سردار قاسم سلیماني د شهادت موضوع ته رسېدنه ده، چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري میاشتې کې د بغداد پر هوايي ډګر د امریکايي جنایتکارو ترهګریزو پوځیانو په برید کې، له خپلو ملګرو سره په شهادت ورسېد.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د دې موضوع پر تعقیب او د هغوی د عاملانو پر مجازاتو ټینګار او عراقي چارواکو هم په دې برخه کې همکاري کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۸ مه د عراق د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ګوندونو د رول او اغېزه، په تېره لسیزه کې د عراق د ولایتي شوراګانو لومړنۍ ټاکنې (د ۳ ولایتونو پرته) په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوې.

د نوري المالکي په مشرۍ د قانون ائتلاف او د هادي عامري په مشرۍ د (موږ جوړوو) ائتلاف د عراق په څو ولایتونو کې بریا ترلاسه کړې.

په عراق کې د ولایتي شوراګانو وروستۍ ټاکنې د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۰ ترسره شوې وې. له دې سره، د فساد ضد مظاهرو په غبرګون کې، د عراق پارلمان د 2019 کال د اکتوبر په 28مه، د ولایتي شوراګانو د منحلولو لپاره رایه ورکړه.

په ۲۰۰۳ کال کې د صدام له نسکورېدو وروسته په عراق کې ولایتي شوراګانې رامنځته شوې چې دنده یې د سیمه ایزو قوماندانانو ټاکل او د روغتیا، ښوونې او ټرانسپورټ برخې د بودیجې مدیریت وه.

د عراق د ټاکنو عالي کمیسیون د اعلان شویو وروستیو پایلو له مخې، پوځونو او ګوندونو د همغږۍ جوړښت ترنوم لاندې، په دې ټاکنو کې په ځانګړې توګه د عراق په مرکز او سویل کې سترې بریاوې ترلاسه کړې وې او وتوانېدل چې په ډېرو ولایتونو کې ترټولو ډېرې څوکۍ وګټلې.

د ټاکنو خپلواک عالي کمیساري په بریالي توګه د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د یادولو ترڅنګ، په دې ټاکنو کې د عراقیانو د ګډون کچه ۴۱ سلنه اعلان کړه.

په دې ټاکنو کې ترټولو مهم ټکی، د بېلابېلو سیاسي ډلو او ائتلافونو رامنځته کېدل وو، چې په مختلفو ولایتونو کې ډېری څوکۍ خپلې کړې.

له فلسطینیانو څخه د عراق د بېلابېلو سیاسي بهیرونو، خلکو او دولت ملاتړ، د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په ۷ مه د الاقصی طوفان عملیاتو له پېلېدو او د اشغالګرانو او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د فلسطیني مقاوتي ډلو پراخو عملیاتو له پیل وروسته، له فلسطیني مبارزانو څخه د عراق د خلکو هراړخیز ملاتړ وو.

د عراق خلکو تل په بېلابېلو راټولېدنو سره د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه غندلي او له فلسطیني ډلو او د قدس شریف د آزادولو له آرمان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

سیاسي بهیرونو او په عراق کې مختلف ګوندونو هم د دې هېواد د خلکو ترڅنګ، د فلسطیني مبارزو ډلو او الاقصی طوفان عملیاتو څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

په عراق کې مقاومتي ډلو هم د فسطیني مبارزو ډلو ترڅنګ، په اشغالي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم د پوځ پر ځایونو باندې بریدونه کړي دي.

د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر سید عمار حکیم، له فلسطین څخه د دې هېواد د ملاتړ په اړه وویل: له فلسطینیانو ملاتړ او د دوی ترڅنګ درېدنه، دې وختونو پورې اړه نه لري، بلکې د عراق د ملت په زړونو او د دوی په فکرونو او وجدان کې رېښه لري.

د الاقصی طوفان د عملیاتو پیل او دوام، د فلسطین له خلکو سره په عراق کې د مقاوتي ډلو او خلکو د لاډېر یووالي لامل شو. په عراق کې د اسلامي مقاومت ډلې، په ځلونو په اشغالي سیمو کې د صهیونیسټانو ځایونه موخه ګرځولي دي چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ حساس او استخباراتي ځایونه او سایټونه پکې شامل دي.

عراق په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له یو میلیارد او ۲۳۲ میلیون ډېرو بشکو تیلو په پلورلو سره، د تیلو له اړخه ۹۷ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړی.

د عراق د تیلو وزارت د شمېرو له مخې، دا هېواد د یومیلیارد او ۲۳۲ میلیون او ۱۷۰ زره بشکو تیلو په پلورلو سره، په ۲۰۲۳ کال کې له ۹۷ میلیارد او ۵۱۳ میلیون او ۷۴۳ زره ډالرو څخه زیات تیلي عاید درلود. عراق د تیلو صادروونکو (اوپک) د یوه اصلي غړي هېواد په توګه، د تولید او د انرژۍ د صادراتو او د نفتو د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره یو اقدام دی.

د عراق د تیلو صادراتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. عراق د ایران او عربستان ترڅنګ، د نړۍ بازارونو ته د تیلو د اصلي صادروونکو له ډلې څخه دی. د عراق په شمال کې د کرکوک ولایت، په نړۍ کې د تیلو یوه مهمه سرچینه ده. د ایران اسلامي جمهوریت او عراق د نفتو د صادراتو په اړه له هغې ډلې د کرکوک نفتي حوزې په اړه له یوبل سره همکاري لري.

دا نفتي حوزه، بډایه سرچیني لري او ترکیې هم له دې سیمې څخه د تیلو د صادراتو لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.