په مستند سینما کې د وحشي صهونیسټي رژيم حقیقي څيره
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې درته ښه اونیکمرغه ژوندغواړو ،دوستانو یو ځل بیاستاسو په خدمت کې یوو څو په مستند سینما کې درته د صهونیسټ رژيم دحقیقي څيرې ننداره وړاندې کړو . هیله ده چې تر پایه راسره ملګرتیاوکړئ .
حقیقت دا دی ، چې هرې موضوع ته دمخه کولو لپاره دفلسطین د فلم جوړونکو نوی نسل ، د خپل ټاټوبي اوسمهال او تیر وخت تاریخ ته مراجعې ته اړتیا لري . په همدې دلیل د مستندو فلمونو پشمول تاریخي سندونه ، دفلسطینیانو دهویّت ،تاریخ ،ؤ کلتور او څيړنو لپاره خورا مهمې سرچینې دی .هغه څه چې په وروستیو کلونو کې ئې دمستندو فلمونو په حوزې کې دفلسطین دسینما له نړیوال کیدا سره مرسته کړې ، په حقیقت کې مستند سینما او په دغې حوزې کې فعال فم جوړونکي دي .
د سینماټیک تهران نومې نوي دور په لومرني پروګرام کې چې د : نزدې سینما : په عنوان سره ترسره شو .(The Following 18) یعني ۱۸تعقیبونکی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو . دغه ۷۵دقیقه ای مستند فلم ، په لومړنۍ انتفاضې کې دفلسطین له خلکو سره دمقابلې لپاره دصهونیسټانو د سپيرو هلوځلو په رودو سره روایت کیږي . د ۱۸تعقیبونکی :نومې مستند فلم ، د دعامر الشوملی په ډایریکټرۍ سره ، د سانداندوني په پرډیوسرۍ او د پل کوان په لیکوالۍ سره تولید شوی دی . دغه ځوان فلسطینی ډایریکټر چې په کویت کې زیږیدلی او اوس په رام ا... کې ژوند کوي ، دهغو سختیو او ترینګلتیاؤ روایتونکی دی ، چې د فلسطین پر ولس په ۱۹۸۷کال کې په لومړنۍ انتفاضې پسې روانې دي .
دفلم کیسه او داستان ،په هغو شپو ورځو کې دیوه کلی داوسیدونکي داستان دی ، چې په آسانۍ سره توانیدلی دصهونیسټ رژيم دتولیداتو په وړاندې په ځان بسیاینه وکړي . کیسه داسې ټاکل شوې ده چې یوه ډله فلسطینیان د بیت لحم ښار په ختیځ کې په بیت ساحور کلي کې له صهونیسټ رژيمه اتلس غواګانو په اخستو سره ، د : انتفاضې شیدو: په عنوان سره یو شرکت جوړوي او دکلي اوسیدونکي دصهونیسټانو له محصولاتو بې نیازه کوي او دصهونیسټانو د تولیداتو بایکاټ کوي .
د دغه کلي د اوسیدونکو په وسیله د اسرائیلي محصولاتو له بایکاټه وروسته ، دا موضوع په اتفاقي ډول سیاسی کیږي ، په دې ډول چې دصهونیسټ رژيم مسئولان فیصله کوي ،هغه اتلس غواګانې ترې بیرته اخلي . په دغه فلم کې دلومړنۍ انتفاضې له یوشمیر شاهدانو سره خبرې شوي او دانیمیشني تصویرونو په چوکاټ کې د غواګانو په باب خبرې ښودل کیږي . همداراز په دغه فلم کې د اسحاق رابین ځیني عکسونه نندارې ته وړاندې شوي ، چې په هغو کې دکلي اوسیدونکي ، صهونیسټ رژيم ته دمالیاتو له ورکولو له ډډه کولو وروسته ګواښي .
دصهونیسټ رژيم پوځ په هغه وخت کې حکم درلود چې دغه اتلس غواګانې مصادره او بندي کړي ، ځکه چې دغو غواګانو د اسرائيلو ملی امنیت ګواښلی ؤ . ...... یو عیني شاهد ددغه روایت په بیانولو سره د غواګانو په پټولو او د اسرائيلي عسکرو له نظره د هغوي په لیرې ساتلو کې د کلیوالو دبریالیتوب خبرې کوي .
فلسطینی ډایریکټر عامر الشوملی په دغه مستند فلم کې له طنز سره یو ځاي په بیلابیلو روایتونو او په ښکلي انداز سره د مختلفولیدتوګو بریالیتوب نندارې ته وړاندې کړی دی . ځکه په دې عنوان سره چې صهونیسټ رژيم دمونږ نمایندګي نه کوي ، دمالیاتو له ورکولو دکلیوالو ډده کول ، دوی مجبوره کړي،کلی کلابند کړي .له دې وروسته کلابندي ، هماغه شان نړیوال اړخونه پيداکوي چې په ملګروملتو کې دیوه غیر انساني اقدام په توګه مطرح شي او او موضوع بشپړ سیاسی کیږي .
دغه مستند د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴کال کې او د ټورنټو دفلم په جشنوارې کې نندارې ته وړاندې شوی او له دې وروسته ئې د مونټرال ، بوطبئ، کارتج اوتیرورس له جشنوارو هم جایزه وګټله .
فلسطینیانو دغه فلم په اته اتیایم اسکار کې دخپل استازي په توګه وټاکۀ.. که څه هم چې معلومه وه ، دوي ته به جایزه ورنکړل شي .
د نوموړي مستند فلم ډایریکټر ، تر کلونو پورې په رام ا... کې ژوند کړی او خپل دغه اثر ئې دامریکا دبشری حقوقو دفلم دجشنوارې لپاره هم لیږلی دی . خو ا سرائیلیانو دامریکا د ویزې داخستو لپاره بیت المقدس ته دهغه د ورتلو مجوز ورنه کړ او وې وئيل چې شوملي د اسرائيلو دامنیت لپاره یو ګواښ دی .
له تیرو وختونو راپه دې خوا تر دې دمه ، د فلسطین له سینما د نه بیلیدونکي برخې په توګه سیاسی مستند جوړونې ، د دغه هیواد درست بصري تولیدات پخپل انحصار کې لري ، ځکه چې د سیمې د ناکراریو اوبې ثباتیو په خاطر،یوازې هغه کسان چې دفلم دجوړولو استطاعت لري،سیاسی اورګانونه او ادارې وې ، هغه ادارې چې دفلسطینیانو دآزادۍ او د یوه کورواکه حکومت د درلودلو لپاره دخپلو سیاسی آئيډیاؤ د دودولو لپاره ئې ګام پورته کاوۀ .
خو دفلسطین سینما د یوه نوي راپنځيدلي ښکارندې په توګه په تیرو څو کلونو کې د ډیرو هیله منونکو رڼاګانو شاهد دی ، چې د الیا سلیمان ، یا هاني ابواسد په څير د دغه ټاټوبي د مطرحو څيرو په مرستې سره ترلاسه شوی دی . په تیر وخت کې د دغه هیواد دفلم جوړونې صنعت تل د مصر او د عربي نړۍ دنورو هیوادونو دسینما تر اغیزو لاندې ؤ ، خو په تیرو پنځلسو کلونو کې دکلتوري رنسانس رامینځةکیدا،ددغه هیواد ملی فلم جوړونکو نوی نسل دنیا ته ورمعرفي کړ . دغه کسانو د خپل ټاټوبي او د جهاد دوخت او دغه راز د سیاسی مبارزو اوناکراریو ډيرې ټيټې هسکې پيښې تجروبه کړي دي . دغه فلسطیني فلم جوړونکو دنړۍ له مطرح ډایریکټرانو سره په سیالۍ کې د لړزونکو داستانونو او کیسو په چوکاټ کې دخپلو شخصي تجروبو دانځورولو لپاره په نفس لازم اعتماد ترلاسه کړی دی او هڅه ئې کړې ده ، چې د مستندو واقعیتونو په ځاي له استعارې څخه په استفادې سره ، دغه داستاني تجروبې نړۍ ته وړاندې کړي .
دفلسطین سینما چې له صهونیسټي نیواکګرو دآزادۍ لپاره د ملی مبارزو او جنګ له زړۀ راپورته شوی ، په نړیوال ډګر کې د ځلیدو لپاره په نوي هویّت پسې دی او له هغو دودونو ژغورل غواړي ، چې پکې یوازې دیوې سیاسی سینما په توګه مطرح دي . فلسطینیو فلم جوړونکو نن سبا کډوالي ، حق کشي او د جنګ په زړه کې ژوند تیرول خپلې موضوعګانې ګرځولي چې په نړیوال ډګر کې وده تجروبه کړي او دصهونیسټانو حقیقي څیره دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړي .
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************