اسلامي اخلاق۴۳
(last modified Thu, 10 Jun 2021 10:18:35 GMT )
Jun 10, 2021 14:48 Asia/Kabul
  • اسلامي اخلاق۴۳

د اقتصادي اخلاقو د بحثونو په دوام کښې ویلې شو چې یوه ډیره مهمه او برخلیک جوړونکې موضوع (د اقتصادي خپلواکۍ) اصل دی. په نړیوال استکباري نظام کښې د قدرت او پانګې خاوندان لپاره د دې چې وتوانیږي د نړۍ په ولسونو باندې خپله سلطه وروتپي، په هدفمنو پلانونو او چلولونو سره کوشش کوي د اقتصادي خپلواکۍ د کلتور پر ځاې په هغوي کښې د اقتصادي پیئلتیا روحیې ته دوام ورکړي څو وکړې شي په ټولو برخو کښې خپل محصولات ستم ځپلو او شاته پاتې ولسونو ته صادر کړي او په ترڅ کښې یې د خپل ن

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د اقتصادي اخلاقو د بحثونو په دوام کښې ویلې شو چې یوه ډیره مهمه او برخلیک جوړونکې موضوع (د اقتصادي خپلواکۍ) اصل دی. په نړیوال استکباري نظام کښې د قدرت او پانګې خاوندان لپاره د دې چې وتوانیږي د نړۍ په ولسونو باندې خپله سلطه وروتپي، په هدفمنو پلانونو او چلولونو سره کوشش کوي د اقتصادي خپلواکۍ د کلتور پر ځاې په هغوي کښې د اقتصادي پیئلتیا روحیې ته دوام ورکړي څو وکړې شي په ټولو برخو کښې خپل محصولات ستم ځپلو او شاته پاتې ولسونو ته صادر کړي او په ترڅ کښې یې د خپل نفوذ او د موقعیت د ټینګولو ستنې مضبوطې کړي او له دې لارې خپل سیاسي او کلتوري اهداف عملي کړي.

خو سوچه محمدي اسلام له خپل توحیدي کلتوره په الهام اخیستو سره د مسلمانانو د عزت او اقتدار د ساتنې او د دښمنانو د پلانونو د شنډولو په موخه په پردیو پورې له پیئلتیا سره د مقابلې لپاره د اسلام د اقتصادي نظام له مخې هڅه کوي چې د اسلامي نړۍ په وجود کښې (د اقتصادي خپلواکۍ) روح ژوندی کړي څو هیڅکله د قدرت او ثروت د مرکزونو په وړاندې نه یوازې د کمزورۍ او ناتوانۍ احساس ونه کړي بلکې وتوانیږي چې په کلک او نه ستړي کیدونکي هوډ سره بې له هیڅ ډول پيئلتیا په پوره قدرت سره په خپلو پښو اودریږي.

*/*/*/*/*/*/*

اوس دا پوښتنه ذهن ته راځي چې اسلامي نړۍ په څه ډول اقتصادي خپلواکۍ ته رسیدې شي او ځان د نړیوال استکبار له اقتصادي سلطې څخه خلاصولی شي. ترټولو بنیادي اصل چې په اقتصادي دنیا کښې د خپلواکۍ غوښتنې کلتور رامینځته کولې شي، پر ځان باورۍ اصل دی. مسلمانان د نړیوال استکبار د هدفمندو او اسارت جوړونکو سیاستونو په اپوټه چې تل یې کوشش کړی او لایې هم کوي چې په اسلامي نړۍ کښې د ځان باورۍ پرځاې د ځان بایللو روحیه ژوندۍ کړي، باید پوه شي چې که په خپلو انساني توانمنیو او سترو خدای ورکړو طبیعي سرچینو باندې ملا وتړي نو شک نشته چې د کار او تولید د کلتور په راژوندي کولو سره اقتصادي خپلواکۍ ته لاس پیدا کړي.

اقتصادي خپلواکۍ ته د ورسونو د لاس موندنې د مخنیوي لپاره د نړۍ د سیاسي او اقتصادي قدرتونو یو بل چل، د مصرف ګروهنې کلتور دودول دي چې هغوي لاهم په ځان پورې پيئلي وساتي. اسلام د دغې نظریې د نفي لپاره اسلامي ټولنه تشویق او ترغیبوي چې د وړتیاؤ په غوړولو او له خپلو مادي او معنوي امکاناتو څخه د پوره پوره ګټه پورته کونې لپاره پرځان بسیا شي او ځانونه له هر دول وابستګۍ او پیئلتیا وژغوري.

باید وویل شي چې د اسلام د اقتصادي سیسټم هدف له هیوادونو او ولسونو سره د تجاري او اقتصادي اړیکې غوڅول نه دي بلکې د نورو له اقتصادي تجربو او توانمنیو څخه د سالمو او متقابلو اقتصادي اړیکو په بنیاد استفاده کیدې شي او په هوشمندانه او هدفمنې نمونه اخیستنې سره پرځان بسیاینې او په پردیو باندې تکیه نه کولو ته رسیدل کیدې شي.

*/*/*/*/*/*/*

یو هغه آفت چې د مصرف ګرايۍ کلتور پیاوړې کولې او د پیئلتیا کلتور ورځ په ورځ زیاتولې شي، د (تجمل غوښتنې) روحیه ده. دغه روحیه د سوکالتیا غوښتنې کلتور او د ژوند طریقه بیخي بدلوي او کوې شي چې لوکس او اشرافي شیان د لویدیځ د تقلید کونکو هیوادونو په لور ورمات کړي او پرځان باورۍ، پرځان بسیاینې او د استعدادونو د غوړیدو د کلتور اصول بیخي کمزورې کړي. اسلام له هرډول تجمل ګروهنې او اشراف ګرۍ سره مقابله کوي د مسلمانانو لپاره د ساده ژوند تیرولو کلتور طراحي او پلان کوي.

د پام وړ خبره ده چې اسلام د ژوند د هغو ښکلاؤ غوښتونکی دی چې له تجملات غوښتنې سره بنیادي فرق لري. په یو روایت کښې راغلي دي: خدای ښکلی دی او ښکلا خوښوي.

یو بل عامل چې په اقتصادي خپلواکۍ کښې برخلیک جوړونکی رول لري، د (مونږ کولې شو) شعار خپلول دي. په بله وینا، د ولسونو اراده او غوښتنه د هغوي د آرمانونو او اهدافو په پوره کولو باندې بنیادي اغیزه لري. هغه چې وايي: غوښتل، توانیدل دي. مهمه دا ده چې هر ولس اقتصادي خپلواکۍ ته د رسیدو لپاره باید بې له لږې لړزا او ناهیلۍ کلکه اراده او هوډ وکړي چې خپلو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوندي. قرآن کریم د سوره رعد په ۱۱ مبارک آیت کښې په دې هکله فرمايي: خدای تر هغې د هیڅ ولس برخلیک او قسمت نه بدلوي ترڅو چې په خپله د خپل برخلیک د بدلولو فیصله ونه کړي.

*/*/*/*/*/*/

شک نشته چې که د ولسونو اراده او غوښتنه وي نو په اقتصادي دنیا کښې په رغنده سیالیو سره د اقتصادي خپلواکۍ بنیادونه پیاوړي کیږي. په دې بڼه کښې د نړۍ د قدرت او پانګې د مرکزونو په سیاستونو پورې د پیئلتیا او ورته د غاړه ایښودو کلتور د سیالۍ او پرمختګ په کلتور بدلیږي او ښې بریاوې لاسته راځي.

یو بل مهم ګام چې د اقتصادي خپلواکۍ د عملي کیدو لپاره باید د ولسونو په تیره بیا د اسلامي نړۍ له خوا چې د تیلو او ګیس د پریمانه سرچینو، د کرهڼې د خیرازو ځمکو، هر ډول موسمونو او سترو معدونونو مرکز دی، پورته شي، د خپلو زیرمو له اومو خرڅولو ډډه کول دي. له اومو موادو باید د محصولاتو له جوړولو وروسته باید نړۍ ته ورکړې شي چې داشان د خپلو لاسته راوړنو حاصل په پوره وجود سره احساس شي.

قرآن کریم د نجم د مبارکې سورې په ۳۹ او ۴۰ آیتونو کښې دا پیغام په ډاګه بیانوي او فرمايي: د انسانانو لپاره له هغه څه پرته چې کوشش یې کړی، هیڅ نشته. او بې شکه چې د خپلو کوششونو نتیجه به ډیره زر وویني.

دغه اغیزناک او برخلیک جوړونکي ګامونه په وحدت او همپالنې سره بلآخره په اسلامي نړۍ کښې روښانه، مقتدر او خپلواکه راتلونکي ته د هیلې او امید روح رامینځته کوي او د لوې خدای په مرستې سره هغوي د اسلامي نړۍ ستر تمدن ته رسوي.

قرآن کریم لپاره د دې چې مسلمانان نورو ته د تمې سترګې ونه نیسي، د آل عمران د مبارکې سورې په ۱۳۹ آیت کښې فرمايي: (هیڅکله) لټي مه کوئ او اندیښمنیږئ مه (او یقین ولرئ) چې تاسو (د سیالۍ په میدان کښې پر خپلو دښمنانو) برلاسي یئ، که ایمان او باور ولرئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/                              ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه