اسلامي اخلاق ۴۴
(last modified Mon, 28 Jun 2021 12:33:33 GMT )
Jun 28, 2021 17:03 Asia/Kabul
  • اسلامي اخلاق ۴۴

د اسلامي اخلاقو په لړۍ کښې (د اقتصادي اخلاقو) د بحثونو دا وروستې پروګرام (له اقتصادي فسادونو سره د مبارزې) د ډیرې مهمې مقولې په هکله دی.

د اسلامي اخلاقو په لړۍ کښې (د اقتصادي اخلاقو) د بحثونو دا وروستې پروګرام (له اقتصادي فسادونو سره د مبارزې) د ډیرې مهمې مقولې په هکله دی. اقتصادي مفاسد لکه د وَینو کولې شي د هرې ټولنې او نظامي ټولې مضبوطې اقتصادي ستنې ورو ورو ډډې کړي او د نابودۍ په لور یې بوځي او د نه کنټرولیدونکو ننګونو او ګډوډیو په رامینځته کولو سره د هر نظام بنیاد ړنګولی شي.

د اقتصاد په ډګر کښې په اسلام ضده کلتو ر کښې د فساد رامینځته کونې یو ډیر مهم عامل د (ربا یا سود خورۍ) سپیره ښکارنده ده. رباخور یا سودخور هغه کس ته وايي چې له حرامو لارو په ترلاسه کړې پانګې سره د هغو کسانو له مجبورۍ ناوړه استفاده کوي چې د ژوند د سختیو او لانجو په وجه مجبوریږي چې د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره دغو کسانو ته مراجعه کوي او فرصت طلبه رباخواران له دغه موقعیته پوره پوره ناوړه ګټه پورته کوي او هغوي ته د ډیر سود په شرط قرض پور ورکوي. د دې کار په دوام سره له یوې خوا بې له هیڅ ډول تولیدي کار او کوششه، خپله شتمني زیاتوي او له بلې خوا خپل پوروړي  چې د اخیستي پور او له امله یې د ورځ په ورځ زیاتیدونکي سود د بیرته ستنولو وس نه لري، بربادوي.

*/*/**/*/*/*/*/*

د اسلام په اقتصادي کلتور کښې له اقتصادي سرچینو دا ډول ظالمانه ګټه پورته کونه دومره د رټنې او غندنې وړ ګرځیدلې ده چې له خدای تعالی سره د جنګ په معنا بلل شوې ده او قرآن کریم د بقرې د مبارکې سورې په ۲۷۸ او ۲۷۹ آیتونو کښې فرمايي: اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے له خدايه ويريږئ او که مؤمنان یئ نو باقي پاتې سودونه پريږدئ.او که ومونه کړل (سودونه مو پرې نه ښودل) نو (پوه شئ چې) له خدای او د هغه له رسول سره جنګ ته پورته شوي یئ او که توبه مو وويستله نو خپل اصلي رقم ستاسو دے. نه تاسو ظلم کوئ او نه به په تاسو ظلم کيږي (خپل اصل پانګه به درته واپس کيږي).

یو بل هغه آفت چې د اسلامي عادلانه اقتصادي نظام ته تاوان رسوي، واکمنانو او د قضايي سیسټم داورانو ته نزدې کیدل دي څووتوانیږي د هغوي د نفوذ او موقعیت په وجه په ناحقه د خلکو مالونه قبضه کړي او خپله حرامه شتمني زیاته کړي. خدای تعالی د دغه ډول ظالمانه طریقو خلاف او د هغو په نفي کښې فرمايي: او په خپلو کښې د يو بل مال په ناحقه مه خورئ او هغه (د رشوت په توګه) واکمنانو (قاضيانو) ته مه رسوئ د دې لپاره چې د خلکو ځينې مالونه په ظلم سره (په ناحقه) وخورئ پداسې حال کښې چې تاسو(د خپل کار په بدۍ) پوهيږئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

د تارخ په اوږدو کښې او د اوسنۍ زمانې د قدرت مرکزونو ته به یوې ځغلنده کتنې سره له دې تریخ حقیقت سره مخامخیږو چې لالچي پانګه وال او بې درده شتمن د خپلې زمانې واکوالانو ته په نزدې کیدو سره چې د ملي سرچینو او پانګو په لوټلو سره یې دنګې دنګې ماڼۍ جوړې کړي او د عیش او آرام ژوند تیروي، هغوي هم د ولسو په استثمار او ورڅخه په ناوړې استفادې او ظالمانو ته د خپلو پانګو د یوې برخې په ورکولو سره وتوانیدل چې ډیرو سترو پانګو ته ورسیږي.

د اسلام په عادلانه اقتصادي نظام کښې ناروا مال او پانګې ته د رسیدو لپاره د قدرت مرکزونو ته هر ډول نزدې کیدل او کلنګ ورکول په کلکه غندل شوي دي او شک نشته چې ډیره سخته الهي سزا به په ځان پسې ولري.

پاملرنه پکار ده کوم آفتونه چې عادلانه اقتصدي نظام د هغه له الهي او انساني لارې لرې کولې شي، هغه څیړنې او شننې ته اړتیا لري چې د اقتصادي اخلاقو پروګرام په لنډ وخت کښې ممکن نه دی. د مثال په توګه د اقتصاد په دنیا کښې د خردبرد، د شیانو او نشه ایزو موادو د قاچاق او د تیلي او سرچینو د لوټلو په شان ډیر نور کارونه هر یو په یوازې سر کوی شي چې د قدرت او پانګې مرکزونه پیاوړې کړي او د نړۍ بې وزلي او ستم ځپلي خلک په ورځ تر بلې زیاتیدونکې بې وزلۍ کښې ډوب کړي خو هغه ښکارنده چې په ټولو ناسمو او ظالمانه اقتصادي اړیکو کښې له ورایه ښکاري، د رشوت ورکولو او رشوت اخیستلو مسئله ده چې په اقتصادي ادبیاتو کښې د باج یا کلنګ په نامه یادیږي.

د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د دغه کار په غندنه کښې فرمايي: د خدای لعنت دې وي په رشوت ورکونکي، رشوت اخیستونکي او د دغو دواړو ترمینځ په واسطې باندې.

د امام علي علیه السلام له نظره د ولسونو او تمدنونو د ټوټې کیدو او سقوط یو عامل هم دا د رشوت یا بډو سپیره ښکارنده ده. هغه حضرت په دې هکله فرمايي: له تاسو مخکښې قومونه په دې وجه هلاک او تباه شول چې انسانان به یې د هغوي له حق او حقوقو څخه لرې ساتل او هغوي به مجبوراً (د رشوت په ورکولو سره) خپلو پایمال شویو حقوقو (او یا مالونو) ته رسیدل.

*/*/*/*/*/*/*

د اقتصادي او اجتماعي ګډوډي له رامینځته کولو ورتیر د رشوت یوه بله سپیره اغیزه په اعتقادي بنیادونو کښې درز کول دي. له بل اړخه، له دې امله چې د اسلام له نظره رشوت ورکول او رشوت اخیستل حرام دي او ټولنې ته د حرام خورۍ لاره خلاصوي، اخروي انګازې لري. داشان چې رسول ا... مبارک فرمايي: له رشوت اخیستو ځان وساتۍ او ډډه ترې وکړئ ځکه چې دا بې شبهې فقر دی او په رشوت اخیستونکي به د جنت بوی ونه لګي.

وروستۍ نتیجه دا چې په اسلام کښې له ټولو اخلاقي ګدوډیو او تاوانانو په لرې اوسیدو سره که د اقتصادي اخلاقو د بحث په سمه توګه خیال وساتل شي نو ټولنه به سالمه پاتې شي او ټولې ظالمانه فاصلې او طبقاتي تبعیضونه به ختم شي او د ټولنې د خلکو د حقوقو د پایلمال کیدو هیڅ اثر به پاتې نه شي.

*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه