ښه عادتونه
(last modified Sun, 03 Oct 2021 12:00:33 GMT )
Oct 03, 2021 16:30 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښو عادتونونومې لړۍ له ننني اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

  خوږو دوستانو  له یوه ښه ژونده د برخمنیدالپاره ، دبدني سلامتیا او نفسیاتي پلوه  دواړه ډير مهم دي . کله کله  د خوښې وړ ژوند ته د رسیدا لپاره د ژوند په سټايل کې بدلون ضروري  دی .  په نوموړي لړۍ کې  هڅه کوو څو د غلطو او تیروتو عادتونو په ځاي ښه  عادتونه  راخپل کړو . لازمه  ده ووایوو ،هغه سپارښتنې  چې  په دې زمینې کې وړاندې کیږي ،کلي دي    و ممکنه ده له هغو ځيني د ټولو لپاره مناسبې نه وي .  نو دخپل ژوند په سټایل کې د ځينو بدلونونو د رامینځةکولو لپاره له خپل  ډاکټر او سلاکار سره مشوره ضروري ده .

 هماغه ډول دوستانو چې پوهیږئ، شخصي وده او پراختیا لاښه ژوند ته د رسیدا او بریالیتوب یو مهم رکن دی . په همدې خاطر ټاکل شوې ده،شخضي ودې  او پراختیا  ته در سیدا دڅرنګوالي په باب وغږیږو .  د ښو عادتونو  د رامینځةکیدا لپاره یو مهم بحث ، خپله پيژندګلوي ده څو وتوانیږو ، د په دې وسیله ، د کمزورتیاؤ او قدرتونو په پيژندګلوۍ سره ، د ګروهنو او ویرو په پيژندګلوۍ سره ، او په غوښتنو او هیلو او امیدونو سره  چې په نهایت کې په ژوند کې د هدف  دپيژندګلوۍ لامل کیږي ، مرسته وکړو ، خپلې ناسالمې او ورانکار ې فکري بیلګې  وپيژندو او اصلاح ئې کړو . په  تیر مطلب کې د ځان پيژندګلوۍ  د اهمیّت او مفهمونو باندې وغږیدو،نو په دغه مطلب کې هم  دځان پيژندګلوۍ  په لور په ګام پورته کولو او په دې باب لازمو مشقونو سره بلد شو .

                   دوستانو  لکه څنګه چې  ځان پيژاندی انسان ، یو پوه او خبر کس دی ، ځان  له تعصبي بندونو او چاپيریالي تپنو آزادوي  او  د خپل ژوند لپاره یوه ښه او غوره لاره خوښوي .د ټولنې په  سویه هم ، په روڼ اندئ  او د خپلو چلندونو  په سمې پيژندګلوۍ سره   عقلمنې او  سنجول شوي ټاکنې خوښوي . ځان پيژندګلوۍ  ته درسیدا لپاره باید ګامونه پورته شي . لومړنی ګام دا دی چې  خپلې دلچسپۍ او ګروهنې وپيژندل شي ، هڅه وشي ،  احساسات، ساعت تیري  او  هر هغه شی چې  پام ځان ته جلب کوي ، پام ولرل شو. زیاتره کساان ترجیح ورکوي   په داسې حوزې کې لازیات فعالیتونه وکړي چې ورسره لازیاته دلچسپي ولرل شي .هرڅومره چې  له خپلو ګروهنو ښه خبر وو ،نو د خپل ژوند  لاره په لاښه توګه  مشخصه کولی  او دکارکسب  او تعلمي ډګر کې  بریالیتوبونه ترلاسه کولی شو . 

 ورپسې ګام د ارزښتونو مشخص کول دي .  دارزښتونو مشخص کول  د موخو په لاره کې د انګیزې په رامینځةکونې او فیصلوکولو کې د مونږ لارښونه  کولی شي .د ارزښتونو درلودل لامل کیږي  پخپل ژوند کې لاښه او غوره ګامونه پورته  شي .همداراز  له مونږ سره مرسته کوي څو خپلو غوښتنو ته د رسیدا په لاره کې شته سختیانې  وزغمل شو  او په قدرت او انګیزې سره په ژوند کې دخپلو موخو په لور حرکت  وکړو .

 کله  له خپل شخصي خصوصیاتو سره بلدیږو، نو د خپلو وړتیاؤ او توانمنیو  دلازیاتې غوړیدا  په لور  دمونږ حرکت  لاآسانیږي . که خپل شخصیّت وپيژندو ،نو  په آسانۍ سره  دخپل قوت ټکي  ښه کولی او د خپلو کمزورو ټکو په ښه ډول مدیریّت کولی شو . د خپلو وړتیاؤ او د قوت  د ټکو په درک کونې سره ، لازیات بریالیتوبونه ترلاسه کولی شو ،ځکه چې هیڅوک بې نقصه  او بشپړ نه دی .  مونږ ټول  په نورو  ښې نیوکې  کوو ،خو خپلې نیمګړتیاوې  نه پيژنو ،  ځان پيژندنه له مونږسره مرسته کوي ، چې  خپل عیبونه وپيژنو او  خپلې تیروتنې او غلطیانې هم ومنو .

               دوستانو ځان پيژندنې ته د رسیدا لپاره ورپسې ګام  دموخو ټاکل دي .  سمو ، اصولي او حقیقت پالو موخو ټاکل  ډير زیات اهمیّت لری .  تیروتني هدفونو  او خوبونو ټاکل او لیدل،د مونږ  دنفس عزت داغي کوي . ځان پيژندنه  له انسان سره مرسته کوي چې خپلې موخې،د سمو باؤرونو او هغې پيژندګلوۍ په اساس چې  دخپلو کمزورو ټکو او پیاوړو ټکو په باب ئې لرو ، ټاکو ئې . همداراز لازمه ده چې  دخپل ژوند په شرائطو او سټایل باندې خبر او پوهه ووسو .  په هغو اغیزو چې  پر مونږ  کیږي ، توجه ولرل شو .  د مثال په توګه ، پام وکړئ ، د شپې ورځې  په کومو شیبو کې  زیاتره انرژي  او نیمګړتیاوې یا کمزورۍ  لرئ . . ددغو عواملو او د هغو داغیزشیندنې  دڅرنګوالي  پيژندګلوي،  خپلو موخو ته  په رسیدا کې له مونږ سره  په لارښونې کې مرسته کولی شي.

 ځان پيژندنه ،ډيرې ګټې لري .  یوه ګټه او امتیاز ئې،خوښیو ته رسیدل دي .  ځان پيژندنه  له مونږ سره،د خپلو هیلو د پوره کیدا په لور دحرکت لپاره مرسته کوي .په حقیقت کې هرڅومره زیات خپل ځان وپيژنو،نو دخپلو هیلو  لاروښانه انځور به ولرو  او په لازیاتې پوهیدا سره به په دغې لارې کې حرکت وکړو .له یوه پلوه،کله   دمونږ چلند په احساساتو،ارزښتونو  او باؤرونو سره سمون وخوړل شي،نو له توپيرونو او چیلنجونو سره به لازیات کم   مخامخ شو او په ژوند کې به لاښه آرامښت او خوښي  تجروبه کړو .

  همداراز کله  خپل ځان په لاښه ډول وپيژنو،نو دخپل ژوند لپاره چوکاټونه مشخص  کوو،او دهغو د اصولو په اساس عمل وکړو ، نو  د ژوند د مشکلاتو په حل کونې او مناسبو فیصلو کې  راسره مرسته کوي .  د ځان پيژندنې  یوه بله ګټه ،  په لاښه ډول دځان کنټرولول دي . ځان پيژندنه لامل کیږي ، چې  خپل کمزوري او پیاوړي ټکي په لاښه ډول  ،پيژندل شي .  نو هڅه وکړئ چې  خپل کمزوري ټکي کم کړئ  او خپل پیاوړي ټکي  لاپیاوړي کړئ . په دې ډول چې پر خپلو  عادتونو غلبه وکړائ شئ  او په پوهیدا سره  د خپلو مشکلاتو او محدودیّتونو  دختمولو لپاره ګام پورته کړئ .

                مونږ ټول  په کونرۍ کې او دخاصو چاپيریالي  شرائطو کې دنیا ته سترګې رڼې کوو  او وده کوو . په حقیقت کې  انسان  هرچرته چې وده وکړي ، نو دهماغې ټولګې   او چاپيریال  له ښونو او  روزنو اغیزمنیږي .  چې  دمونږ پر چلند او تفکر  اغیزې شیندي  او  بڼه غوره کوي .  ډیر وختونه  داسې فیصلې کوو چې  په ناخوښ ډول  د یوه غه چاپيریال تر اغیزو لاندې ورځوچې پکې مو وده کړي .  کله چې په ژوند کې خپل لومړیتوبونه او ارزښتونه  مشخص کړو ، نو دهغه کار د ترسره کولو لپاره چې  منلو ته ئې ګروهنې نه لرو، لا کم د ټولنیزو دباؤنو تر اغیزو لاندې ورځو .

 هغه کسان چې  په ځان کې  دځان پيژندنې  مهارت پياوړی نه کړو ،نو په ډول ډول موقعیّتونو کې  عاقلانه چلند نه شو درلودلی . ډیر زرغوسه کیږئ  او له خپلې خوا د حساسیّت په اساس غبرګونونه  ښئ .په داسې بڼه کې چې  یو انسان  چې په ځان پيژندې او پوهیدا سره عمل کوي ، نو شرائط ارزوي څو  لاښه غبرګون وښئ . پر دې اساس  ځان پيژندنه لاښه ژوند ته درسیدا لپاره  یوه ضروري چاره ده  او لازمه ده چې  دغه شان ژوند ته درسیدا لپاره  لازم تمرینات او مشقونه  وشي . نو ځکه  په لومړي ګام کې ځان ته نه وئيل  وښایو   او نه وئیل زده کړو .ددې لپاره چې لاسترو بریالیتوبونو او بریاؤ ته ورسیدل شو،نو لازمه ده چې ځیني زر تیریدونکو  خوندونو او خوشالیانو  ته نه ووایو .خپل ځان ته نه وئيل  هم  یو مهارت دی  او د نورو ډيرو مهارتونو په شان   په بیا بیا تکرارولو سره  پیاوړی  کیږي .  ددغو واړو کارونو په وړاندې  هرڅومره زیات ځان ته ؛نه ؛  ووایې لاپیاوړی کیږي  او د سترو  وسوسو  په مقابل کې  لازیات مقاومت نندارې ته وړانډې کوي .

 دځان پيژندنې پياوړي کیدا لامل کیږی ،چې انسان په مختلفو موقعیّتونو کې له خپلې خوا عاقلانه  غبرګونونه وښئ،هغه کسان چې ځان پيژندنې ته  نه دي رسیدلی،په بحراني شرائطو کې بیړه ناک غبرګونه ښئ  چې  د شرائطو د لاخرابولو سبب کیږی .په سټریس رامینځة کونکو شرائطو کې  چې غوسه یاست  یا سرخوږی احساس کوئ،نو یوه  اوږده ساه واخلئ  څو آرامه شئ .په داسې بڼه کې شرائط په ښه ډول ارزولی او لا چلند درلودلی شئ .

            دوستانو درست انسانان  عیبونه لري او هیڅوک کامل  نه دی .دا چې انسان خپل عیبونه وپيژني،خو د هغو مسئولیّت  نه مني،نو بیا هم څه ګټه نه کوي . زیاتره خلک پر نورو نیوکې کوي،خو پخپلوعیبونو سترګې پټوي .د ځان پيژندنې مهارت مرسته کوي،چې  انسان خپل عیبونه ومني .د عیبونو په منلو سره د هغو د ښه کولو هڅه کیدلی شي .زیاتره هغه فکرونه چې د انسان ذهن ته وارد کیږي ، تل مثبت نه وي . له دوي ډیر منفي فکرونه هم وي او په آسانۍ سره په انسان کې سټریس او خپګان رامینځة کولی شي .هغه غبرګونونه چې  د بریالیتو ب ، ناکامۍ او د ژوند نورو پيښو په نسبت  وړاندې کیږي ، دانسان پر ذهن  اغیزې شیندي ،نو باید هڅه وشي،چې  دځان په نسبت لامهربانه شئ ، د نورو تیروتنې وبخښئ  او ځان ته د کامیابیو په اړه جایزه ورکړئ .

ځان پيژندنه  ټولنې ،ملیّت یا خاص دین او مذهب ته نه محدودیږي .که څه هم  یوه ټولنه د انسان د احساس او تکفر په رودې کې ډيرې اغیزمنه کیږي،خو د دنیا په هریوه ځاي کې د انسان یو مهم چیلنج   له تعصباتو  لیرې د ژوندلپاره  دی وې شفافې لارې ټاکل دي ، څو د پوهې ، پيژندګلوۍ او پلانونې په اساس خپل برخلیک وټاکي .ځان پيژندنه  د ځان د غوړیدا لپاره یوه ضروري زمینه ده .له ځان پيژندنې پرته به د انسان هلې ځلې بې هدفه وي .خو هرڅوک دخپلو  اړتیاؤ او وړتیاؤ  اود  ځان  په پيژندنې سره  په لاروښانه لاره ګامو پورته کولی شي .

 

خوږو دوستانو  ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .  سوکاله او بریالي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه