د ناسمو عادتونو په ځاي ښه عادتونه
(last modified Thu, 11 Nov 2021 09:56:14 GMT )
Nov 11, 2021 14:26 Asia/Kabul
  • د ناسمو عادتونو په ځاي ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښو عادتونو نومې لړۍ  له ننني دیارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

  دوستانو له یوه ښه ژونده د برخمنیدا لپآره،دبدن سلامتیا او نفسیات  دواړه ډير مهم دي . کله کله  دخپلې خوښې ژوند ته د لاس رسي لپاره د ژوند په سټایل کې بدلون ضروري دی .په دغې لړۍ کې د ناسمو عادتونو په ځاي  سم عادتونه  راولو،باید ووایو،هغه سپارښتنې چې په دغې لړۍ کې وړاندې کیږي،کلي دي او ممکنه ده ، له هغو ځيني د درستو لپاره مناسبې نه وي ، د ضرورت په بڼه کې د خپل ژوند په سټایل کې د ځينو بدلونونو لپاره  پکار ده له  خپل ډاکټر او سلاکار سره مشوره وشي .

طرماح بن حکم  د  حضرت امام حسین علیه السلام یو صحابي ؤ او  په هغې لارې کې چې  امام بزرګوار  دکربلا او کوفې په لور تلو ،نو له هغه بزرګوار سره ئې لیدل وکړل . د هغه د مرستې لپاره  دامام د بلنې په مقابل کې  له هغه حضرته جلا شو څو خپل کارونه  منظم کړي  او خپلې مالي سپارښتنې  ترسره کړي ، بیا  له امام  بزرګوار سره یو ځاي شی،خو هغه مهال بیرته ورستون شو چط  امام علیه السلام شهید شوی ؤ  او  دامام حسین علیه السلام  دملګرتیا فرصت ئې له لاسه ورکړی ؤ .

        همداراز حضرت امام علی علیه السلام  په یوه لیک کې خپل یوه ملګري اوصحابی ته لیکي ؛پاتې عمر دې منظم او برابر کړه  او مه وایه چې سبا او یا بل سبا؛ هماغه  له تا مخکې کسان هلاک شوي چې په امیدونو او  دکارونو ځنډولو ته ئې سترګې نیولي وې،او ناڅاپي  ورباندې د خداي امر رارسیږي ، په داسې حال کې چې  دوي غافل دي .:::

ځیني کسان د وخت مدیریّت  ناممکن ګڼي .دغه کسان باؤري دي،د وخت مدیریّت نشي کولی.که څه هم د وخت په مدیریّت کې د وخت بحث په کرتو مطرح کیږي ، له دې سره سره ،وخت ،د زمان په مدیریّت کې یوازینی یو ثانویه عامل شمیرل کیږي ،ځکه چې د واقعي  وخت په مدیریّت او منظمونې کې اساسی عامل،باید د مونږ انسانانو لومړیتوبونه وي .انسان دهغه چاپیریال په اساس چې په کې وده ئې کړې او روزل شوی دی،یو سرکل ګټه او استفاده لری او د ورځې په ځينو ساعتونو کې له ترټولو زیات کارندوالی برخمن  وي او مونږ باید دغه ساعتونه د ځان لپاره مشخص کړو .انسان خپل شخصي او حرفه وي هدفونو ته د رسیدا لپاره او له وخته دښې استفادې لپاره باید اوږدمهاله او سټراټژيکه پلانونه ولرل شي .

یوه بله موضوع  چې د وخت د مدیریّت په بحث کې مطرح ده،او د سم مدیریّت خنډ کیږي، وخت تیرول او اوږدول ئې د کار په ترسره کولو کې ځنډکول دي، د دې موضوع علت  له نورو تقلید کول دي .ځنډ،د نه پوهیدا له امله  نه دی، بلکې د چلند یو ډول خنډ او ګډوډي رامینځةکول حسابیږي .هغه فعالیتونه چې ترسره کوو ئې ، د  یوې کړئ په شان له یوه بل سره تړلي  او وصل دي او پر یوه بل اغیزې شیندي .که لومړنی پروګرام ترسره نه کړائ شو، نو ورپسې پروګرامونه  هم اغیزمن کیږي او د لومړي پروګرام په څیر پرمخ ځي .مطالعات ښئ، د نوو کارونو دترسره کولو لپاره تر ټولو سخته مرحله د هغو پیل دی .

په تیرو پروګرامونو کې مو د وخت دګټو او اهمیّت په باب درسره بحث کړی ؤ،اوس غواړو، پوهه شو چې د هغو په وسیله څرنګه وخت پيزواني او کنټرولولی شو او ورځیني ګټه پورته کړو . د وخت منظمول  هم  د هر بل مهارت په څير ځان ته مخصوصې رودې او طریقې  لري،چې د یادونې وړ دي .پردې اساس  په دوام کې ،مهارتونه ارزوو  څو  په بیا بیا تکرارولو سره وتوانیږو،د تل لپاره د وخت له کمي او لالهاندۍ  وژغورل شو .

            خوږو دوستانو  د وخت په  مدیریّت او منظمونې کې لومړنی ګام دا دی چې پوهه شئ ،واقعا د هر هغه کار لپاره چې په  ورځې  او یا اونۍ کې ترسره کوئ ئې ، څومره وخت  لګوئ  مثلا،ممکنه ده ، فکر وکړئ  د تاسو له وخته یوازې پنځلس منټه  د ایمیل یا انسټاګرام د چک کولو  مصرف کیږي ، خو په حقیقت کې  داسې نه ده او تاسو ممکنه ده  له یو ساعته هم زیات وخت  ولګوئ، له دې پرته چې  پوهه شئ،یا درته پته ولګیږي.د خپل وخت د تعقیبولول پاره  یوه آسانه لاره،د رسکیو ټایم،ټاګل یا کلنډر په څير له ایپلیکیشنونو استفاده ده.  په داسې بڼه  کې چې  د خپلې یوې اونۍ  کارونه  له هغه وخت سره یوځاي چې  مصرف کړي مو دي ، له ځان سره ولیکئ ،بیا د دغو پروګرامونو د راپور په اساس  پوهیدلی شو چې  ستاسو وخت څه شي غلا کوي .

 پلانونه ، د کارونو له سمې منظمونې سره مرسته  کوي  او  د هغو کارونو په باب کلی نظر چې باید ترسره  ئې کړئ ، تاسو ته درپه برخه کوي ، پر دې اساس  د  هرې  ورځې د کارونو د ترسره کولو لپاره ،د خپلې یوې  اونۍ یا یوې میاشت لپاره  پلانونه وکړئ . د کارونو د ترسره کولو لیسټ برابرول ،له کال هیندارې څخه استفاده او شخصي کارونو منظمول،یاددښت یا د کارونو لیکل،له ایپلیکیشنونو او د  نوزبه،اورنوټ او ټوډوئیست په څير له آوزارونو  استفاده  او داسې نورې  طریقې،د کارونو د منظمونې او پلانونې لپاره  ځیني ښې رودې  دي .

 

       همداراز لازمه ده چې ډاډمن شئ دتاسو په کار کې مو تر ټولو مهمه دنده او په اړیکو کې مو او په ژوند کې مو ترټولو اساسی هدف څه دی.د پارټو (PARETO) د اصل  یا د 80/20 ، یعني ستاسو د اقداماتو له شل فی صدي څخه  اتیا فی صدي نتیجې ترلاسه کیږي . د یوه امریکائي لیکوال  مارک ټوایّن  په وینا ، که ستاسو دنده  د یوې چنډَخې (قورباغه) خوړل دي،نو ښه ده  دغه کار په پیل کې سهار وختي وکړئ او که دغه ستاسو کار دی چې دوه چُنډَخې وخورئ،نو ښه ده په پیل کې له هغو تر ټولو غَټه  وخورئ . پر دې اساس ډاډمن ووسئ،چې خپلې دندې د تاسو د موخو په اساس ، په لومړیتوب  کې راولئ،مهمه نه ده چې څومره  کم ا همیّته کار مو کړی دی ،  په هره بڼه کې   تاسو خپل وخت  ضائع کړی دی .

ځیني کسان سهار وختي له خوبه پاڅيږي،په داسې حال کې چې ځيني نور هم د بُم یا ګونګی یا اُلوُ په شان د شپې ویښ وي .هر کس په  یوه خاص وخت او خاصوساعتونو کې،ډیرکارندوالی لري  او خپل کارونه په لاښه ډول ترسره کولی شي  دغه وخت ، حتما  د نورو کسانو، دوستانو او حتی دخپلو خپلوانو   د کارندوالی له وخت سره   یو شان نه وي . پر دې اساس ، که ترجیح ورکوئ  په شپې مهال کار وکړئ،تر شپې مهال  تر وروستیو ساعتونو پورې ویښ پاتې شئ ؤ، نو یوازې او یوازې باید یاد وساتئ ،هیڅکله  ځان مجبور نه کړئ چې  خپل عادتونه بدل کړئ ، یوازې په دې دلیل  چې  وئيل شوي ، د انسان بدن د شپې او ورځې مهال په فلاني وخت ډير زیات کارندوالی لري .

          مختلفو عوامل سبب کیدلی شي ، چې مونږ خپل وخت   له لاسه ورکړو. یعنی  په غیر ضروري او بې اهمیّته کارونو بوخت شو  او خپل وخت  څخه په سمه او اغیزشیندونکي انداز سره استفاده ونه کړو او په  داسې کارونو لګیا شو چې  له مهمو او اصلي فعالیتونو شاته پاتې شو او مونږ  د وخت په مدیریّت  کې او د کارونو په ترسره کول او فعالیتونو کې ناکامه کړي . ټيلیفون ، سټریس،بې نظمي،بې برنامګي،خپګان ،ناڅاپي  او له غږملتیا پرته لیده کاته ، ناروغۍ،د وخت په نسبت بې پامي ،دا ټول هغه عوامل دي چې  مونږ د  وخت  په مدیریّت  کې او د کارونو او فعالیتونو په ترسره کولو کې له مشکل او خنډونو سره مخامخ کوي .

تل  داسې موقعې رامینځةکیږي ، چې  زمونږ شاوخوا  کسان له مونږ غواړي ، چې خپل وخت  دهغوي په اختیار کې ورکړو او  د هغوي غوښتنې ترسره کړو ، په دغه  شان موقعو کې ، لومړی باید  دهغو غوښتنه  مشخصه او  وارزوو ، او   دهغو غوښتنو ته  هو وئيل  وسنجوو . ځیني موردونه شته چې  ترسره کول ئې ښه  ده ، خو  نه ترسره کول ئې کومې نتیجې په ځان پسې نه لري ، نو باید داسې غوښتنو ته هو وئيلو څخه چې  د وخت په مدیریّت کې مهم رول لري ،  ډډه وکړو او  په نه وئیلو سره،د خپلو لامهمو کارونو لپاره لازیات وخت واخلو.

دوامداره کارونه  تاسو ته بدني اوذهني تاوان  رسولی شي،پر دې اساس لازمه ده منظم آرام پخپلې پلانونې کې  ولرل شئ څو ستاسو مغزۀ بیا کارندوالی ترلاسه کړي .ددغه کار لپاره له ؛پوموډورو (POMODORO) ټکنیک څخه استفاده کیدلی شي،یعني له یوې مودې کاره وروسته،پرځان آرام کول اجباری کړئ،مثلا پلي  مزل وکړئ،د خپلې دلچسپۍ وړ کتاب یو سپرکی ولولئ یا یوه پیاله چائ وڅښئ . په دې توګه   مو خپل وخت په ښه ډول منظم  کړی دی،همداراز دغه اجباري آرامښت ،ستاسو  د دکارندوالي د اوڅاره زیاتیدا لامل کیږی .

د وخت د مدیریّت کونې یوه بله روده ، له 4D  سسټم څخه  استفاده ده .ددغه سسټم په اساس تاسو  کولی شئ،خپل کارونه د  هغې رودې په اساس ،چې په دوام کې به ئې توضیح درکړو ،منظم کړئ . 

 هغه کارونه چې باید حذف ئې کړئ ،یاDELETE IT  ، د  80/20 قانون په اساس او د کارونو د نه ترسره کولو د نتیجو په نظر کې په نیولو سره ممکنه ده ضرورت نه شي ځیني کارونه او فعالیتونه ترسره شي  او وتوانیږئ  د خپل ورخې کارونو له لیسټه ئې حذف کړئ .  داسې کارونه چې باید وسپارل شي یا DELEGATE IT    ، تل دا پوښتنه له ځانه څخه ولرئ چې  آیا دغه کار چې  غواړئ ئې ترسره ئې کړئ،زیات لومړیتوب لري او د تاسو داصلي  مسئولیّتونو اودندو برخه ده  یا  ئې بل کس ته سپارلئ شئ ؟ داسې کارونه چې باید همدااوس ئې ترسره کړئ  یا  DO IT NOW  ،ځیني کارونه ډير مهم دي او لازیات لومړیتوب لري .ددغو کارونو ځنډول،نه یوازې ستاسو ذهن  ښکیلوي ،بلکې ستاسو سټریس هم زیاتوي .پر دې اساس  همداوس ئې ترسره کړئ .هغه کارونه چې  باید وځڼډول شي یا DEFER IT ،داسې کارونه دي چې    د ترسره کولو لپاره  ئې لازیات وخت لرئ او لومړیتوب هم نه لري،پر دې اساس په آسانۍسره دغه کارونه بل وخت وځنډوئ او خپل ذهن ورسره  مه ښکیلوئ .    

د شیشې په رودې سره  دکارونو ویشل،د وخت د منظمولو لپاره یوه بله روده ده . په دې رودې کې  ستاسو کارونه  په درو ډلو کې،یعني کاڼي ،کوت کاڼي (واړۀ کاڼي) او شګو باندې ویشل کیږی  او  ستاسو په لاس رسي کې  وخت ، یوه شیشه ده .په دې شکل چې کاڼي، ستاسو ډير مهم او سټراټژیک  کارونه او پروژې  دي . کوت کاڼي،هغه کارونه او پروژې  دي،چې  مهم دي،خو  ډیر مهم  او په لومړیتوب کې نه دي . شګې  هم  هغه واړه او کم اهمیّته  کارونه دي. تاسو لازمه ده،په پیل کې  دخپل کار شیشه  په کاڼو سره ډکه کړئ . که  تاسو خپل وخت بیا بیا په واړو شیانو ،یعني په کوت کاڼو او شګو سره  او نه   له داسې موردونو سره چې مهم او سټراټژيک نه وي ، یعني  کاڼي ئې وګڼئ ، نو ستاسو شیشه به ډيره زر ډکه شي او نور به د کوت کاڼو لپاره ځاي  پاتې نه شي.

***********************

خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو  له دې مخکې چې پر نیاؤمن خداي مو وسپارو،باید ووایو چې parstoday.com/ps   درسره نوټ کړئ  او ورڅخه ګټه پورته کړئ ، نو سرلوړي او د سلامتیا په جامو پټ ووسئ .

(سیماب)

**********************************************