د شیخ مفید مقام
(last modified Sun, 28 Nov 2021 09:36:52 GMT )
Nov 28, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • د شیخ مفید مقام

امام زمان علیه السلام فرمايي: مونږ په علماؤ باندې د حق حجت یو او عالمان په تاسو(خلکو) باندې زمونږه حجت دي

د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) په کلام کښې راغلي دي: " إِنَّ مَثَلَ اَلْعُلَمَاءِ فِی اَلْأَرْضِ کَمَثَلِ اَلنُّجُومِ فِی اَلسَّمَاءِ یُهْتَدَى بِهَا فِی ظُلُمَاتِ اَلْبَرِّ وَ اَلْبَحْرِ فَإِذَا طُمِسَتْ أَوْشَکَ أَنْ تَضِلَّ اَلْهُدَاةُ: په ځمکې باندې د عالمانو او پوهانو مثال د هغو ستورو په شان دی چې د دښتو او سمندرونو په تیَرو کښې د خلکو د لارښوونې وسیلې دي او هر کله چې ستوري ورک شي، لاره موندونکي د بې لارې کیدو له خطر سره مخامخیږي. شیخ مفید هم دغه شان یو عالم دی. 

*/*/*/*/*/*/*

خدای تعالی خپل پیغمبران او ولیان په تورو تیرو شپو کښې د ځلانده ستورو په شان ګرځولي دي چې د دې دنیا په لوړو ژورو کښې د نورو خلکو لپاره لارښوونکي وي. له هغوي وروسته رباني عالمان دي.

امام زمان حضرت حجة ابن الحسن العسکری (عج) په دې هکله فرمايي: مونږ په علماؤ باندې د حق حجت یو او عالمان په تاسو(خلکو) باندې زمونږه حجت دي.

په دې وجه پر مونږ ټوله واجبه ده چې د حق حجتونه وپیژنو او نور ته یې وروپیژنو ترڅو د حق د لارې د ټولو لارونکو لپاره عملي مثالونه شي. په دغو کښې یو الهي حجت، په شیخ مفید مشهور ابو عبدالله محمد بن محمد بن نعمان حارثي دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

د ۳۶۶ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه د پيشمني مهال د بغداد ښار ته څیرمه په عُکبرا کلي کښې په یوې مذهبي او پاکې کورنۍ کښې او له یو دینداره او متقي پلار او پاکلمنې مور څخه یو مبارک ماشوم دنیا ته راغی. پلار یې له رسول الله مبارک سره د مینې په وجه د هغه نوم (محمد) کښیښوده.

محمد له ماشومتوبه له تحصیل او د اسلامي علمونو له زدکړې سره ډیره مینه درلودله او په هم هغه وړوکوالي کښې یې ابتدايي زده کړې په خپلې کورنۍ او کلي کښې ترسره کړې او د زده کړو د دوام لپاره د خپل پلار سره یوځاې بغداد ته لاړ او هغلته یې د علم او پوهې ترلاسه کول شروع کړل او د خپلې زمانې د څه باندې اویا استاذانو له مضحره یې علمي ګټه پورته کړه او فیض یې ترلاسه کړ.

بغداد په هغه زمانه کښې د علم او اسلامي تمدن مرکز ګڼل کیده. په دغه زمانه کښې چې د عباسي خلافت د زوال او کمزورتیا پړاؤ ګڼل کیده، میدان مباحثو او د افکارو وړاندې کولو ته تیار و. د مختلفو اسلامي مذهبونو او فرقو فلاسفرانو، متکلمانو او فقیهانو به د خپل حقانیت د ثابتولو پوره پوره هڅه کوله.

شیخ مفید په دغه ډګر کښې په خپلې پوهې او علم سره او په لوړو شیعه معارفو باندې په تکیې سره نه یوازې په نورو مکاتبو باندې غلبه وکړه بلکې د هغه وخت د سني مذهبه خلیفه له خوا د استادۍ په مقام هم وګمارل شو.

په تاریخي کتابونو کښې د اهل سنت له یو ستر عالم سره د شیخ مفید د مناظرې او د هغه د برلاسي کیدو په هکله داسې راغلي دي: یوه ورځ قاضي عبدالجبار په بغداد کښې درس ورکوه او په کلاس کښې یې ډیر ستر ستر سني او شیعه عالمان ناست وو، دغه وخت شیخ مفید راغی او په آخر کښې کښیناسته، لږ وخت پس یې قاضي ته وکتل او ویې ویل: زه یوه پوښتنه لرم.

قاضي وویل: وایه.

شیخ مفید وفرمایل: تاسو د دې حدیث په هکله څه وایئ چې پیغمبر اکرم په غدیر کښې وفرمایل: مَنْ کُنْتُ مولاه فعلّیٌ مولاه: د چا چې زه مولا یم، علي یې مولا او مشر دی. آیا دا حدیث صحیح دی؟

قاضي وویل: هو، حدیث صیحیح دی.

شیخ مفید وفرمایل: د مولی کلمې معنا څه ده؟

قاضي وویل: مولی د اُولی او غوره معنا ورکوي.

شیخ مفید وفرمایل: نو بیا د سني او شعه ترمینځ دا اختلاف او دښمني د څه ده؟ سره له دې چې پیغبر اکرم(ص) امام علي علیه السلام له نورو نه غوره او بهتر معرفي کړی دی.

قاضي وویل: دا حدیث روایت دی خو د ابوبکر خلافت درایت او د اجتهاد او درک له رویه دی او عادل انسان پوهیږي چې درایت مقدم او غوره دی، په دې وجه روایت د درایت برابر نه ګڼي.

شیخ مفید وویل: ته د پیغمبر اکرم د دې خبرو په هکله څه وايې چې امام علي علیه السلام ته یې وفرمایل: حَرْبُک حَرْبی وَسلمُکَ سِلْمیِ. ستا جنګ زمان جنګ دی او ستا صلحه زما صلحه ده.

قاضي وویل: دا خبره د حدیث له مخې صحیح ده. شیخ وفرمایل: د طلحه او زبیر په شان د جمل د اصحابو په هکله مو څه خیال دی چې له امام علي سره جنګ ته پورته شول؟

قاضي وویل: یه وروره! هغوي توبه وکړه. شیخ مفید وفرمایل: ای قاضي، د هغوي جګ درایت او حتمي و خو توبه کول یې روایت شوي دي او تا د غدیر د حدیث په هکله وویل چې درایت د روایت ځاې نه شي اخیستې او درایت مقدم دی.

قاضي د شیخ مفید په ځواب ورکولو کښې پاتې راغی، سر یې ټیټ کړ او ویې ویل: ته څوک یې؟

شیخ مفید ځواب ورکړ: زه ستا خدمتګار، محمد بن محمد بن نعمان حارثي یم.

قاضي د قضاوت له مسنده پاڅیده او د شیخ مفید لاس یې ونیوه او په هغه مسند یې کښینوه او ویې ویل: "اَنْتَ المفیدُ حقا، په رښتیا چې ته مفید او ګټه ور انسان یې. د غونډې د سترو عالمانو په مخونو خفګان څرګند شو. کله چې قاضي د هغوي په خفګان پوه شو نو ورته یې وویل: ای عالمانو، دغه سړي زه پړ کړم او په ځواب ورکولو کښې یې پاتې راغلم، که په تاسو کښې څوک د هغه د ځواب ورکولو توان لري نو اودې وايي چې هغه په دغه ګدۍ کښینوم او شیخ مفید پر خپل ځاې کښیني. هیڅ­چا ځواب ورنه کړ او دا خبره خوره شوه او ځیني مورخان باوري دي چې په هغه باندې د (مفید) د نوم د ایښودل کیدو وجه هم دغه وه.

  شیخ مفید چې ښه علمي توان او د بیان ښه قدرت یې درلود، د تدریس په څوکۍ کښناسته او له دې مقامه یې د خپل اجتهاد د افکارو خپرول پیل کړل. په دغه مرکز کښې ګڼ شاګردان راغونډ شول او د مفید له علم او پوهې یې ګټه پورته کړه. په هغو کښې د سید مرتضی علم الهدی او د هغه ورور سید رضي او هم داشان د ابوالعباس نجاشي او شیخ طوسي په شان شاګردان په کښې شامل وو چې چې هر یو یې په اسلامي علومو کښې په کامل او بې ساري استاد بدل شو.

شیخ مفید په پوره توان سره د حدیث په (نقل) او (فهم یعنې پوهې) کښې د عقل د مثبت رول دفاع وکړه، داشان چې وتوانیده دحدیثي فقهې ګروهنه چې په هغه زمانه کښې د حاکمیت په اوج کښې وه، ماته کړي او په مقابل کښې یې اجتهادي طرزِ فکر ته رونق او رواج ورکړي.

شیخ مفید په هغو پراخو معلوماتو سره چې د اهل سنت له فقهي مکتبونو او په شیعه عالمانو کښې یې له فقهي توپیرونو لرله، د اجتهادي او تطبیقي فقهې تدوین پیل کړ او په دې ګروهنې سره یې ډیر کتابونه او رسالې لیکلې دي. د شیخ مفید تالیفات تر دوو سوو رسیږي. د دوي د یو کتاب نوم مُقنِعه دی چې د عقیدتي او فقهي په دوو برخو مشتمل دی.شیخ مفید د دغه کتاب په پیل کښې هغه اصول په لنډه توګه راوړي دي چې ورباندې اعتقاد د ټولو مکلفانو لپاره ضروري دی. دوي په سریزه کښې د دې کار وجه داسې بیانوي: زه دا کتاب، په هغه څه سره چې پر ټولو مکلفانو ورباندې اعتقاد ضروري دی، شروع کوم. هغه اعتقاد چې لټي او سستي په کښې روا نه ده ځکه چې د ایمان اصلي عقیده او د ټولو الهي دینونو بنیاد دی. د عملونو قبلیدل په عقائدو کیږي. د هدایت او بې لاریتوب ترمینځ توپیر هم په عقائدو دی. شیخ مفید په دویمه برخه کښې د هغې زمانې د اړتیا وړ شرعي احکام او مسائل په تفصیل سره لیکلي دي.

*/*/*/*/*/*

د هرې زمانې حالات او تقاضې د هغه پړاؤ پوهان او متفکران اړباسي چې د وخت د ضرورتونو سره سم، لاس په قلم شي او خپل افکار ولیکي. شیخ مفید هم له دې قاعدې مستثنی نه و. هغه هغه ځانګړو عقیدتي اختلافاتو او کلامي کړکیچونو او مسائلو ته په پام سره چې له یوې خوا د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د سیاسي شخړو سرچینه وو او له بلې خوا د عقل ګرایانو او نقل ګرایانو ترمینځ د لانجو لامل کیدل، باید له شیعه نظره د هغو د هواري تکل کړی وی. په دې وجه هغه د امامت د مقام د بیانولو او د غیبتِ کبری په زمانې پورې د اړوندو مسائلو د بیانولو لپاره خپل فکري او سیاسي کوشش، په فهقي او کلامي آثارو کښې کارولی دی.

شیخ مفید چې د شیعیانو فکري مشري او فقهي رهبري یې په غاړه درلودله،په سیاسي فعالیتونو کښې یې هم  د آل بویه له پړاویزو ملاتړونو په ګته پورته کونې او د کوږ فکرو او د عباسي خلافت په نظام پورې د پیئلو یرغلګرو د خطرونو په منلو سره یې، د امامت او رهبرۍ د بحثونو پر مطرح کولو سربیره، په اول ځل د سلطانِ اسلام د دندو د تشریح په چوکاټ کښې د (ولایتِ فقیه) مسئله بیان کړه او هغه یې یو الهي نظام وباله. دغه فکر چې د معصومو امامانو علیهم السلام له ګڼو ویناؤ څخه یې اخیستې وه، د شیعه ؤ د سیاسي ژوند په مخ په ترقۍ پړاؤنو کښې په ډول ډول ټولنیزو او سیاسي بحثونو کښې یې د فقهي مدیریت د اجرا لاره هواره کړه.

علمي او کلتوري فعالیتونو شیخ مفید له معنوي چارو غافل نه کړ. هغه یو داسې رسیدلی انسان و چې خپل زړه یې د تقوا په رڼا او د نفس په پاکولو روښانه کړی و. له بې وزلې او کم عاید لرونکې پرګنې سره د شیخ یورنګ والی، پریمانه خاکساري او ډیره زیاته بندګي د شیخ مفید د شخصیت د لوړیدو لامل شوې وه. امام خمیني(رح) په دې هکله فرمایلي دي: محمدبن‌محمد‌بن‌نعمان (شیخ مفید) د شیعه مسلمانانو ویاړ او د هغوي تکیه ګاه او خزانه او بنیاد او ستن ده.

د دغه ستر انسان ژوند د مسلمان ځوانانو لپاره یو مثال او د اسلامي ټولنو د راتلونکي لپاره یوه هیله کیدې شي.

شیخ مفید بلآخره د یوه عمر له مخلصانه مجاهدت او هلوځلو وروسته د ۴۱۳ هجري قمري کال د رمضان د میاشتې په دریمه نیټه په ۷۷ کلنۍ کښې وفات شو. د هغه په جنازه کښې د هغه له دوستانو او حتی مخالفانو څخه څه باندې اتیا زره کسانو په ژړیدونکو سترګو شتون درلود. د هغه کمزوری بدن د جنازې له لمانځه وروسته د هغه د تکړه شاګرد سید مرتضی په لاس په کاظمین ښار کښې د امام موسی کاظم علیه السلام په پاک حرم کښې دفن شو. د هغه یاد دې تل ژوندی او لاره دې له پلویانو ډکه وي.

/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی