الهي نومونه-۶۷ (ظاهر او باطن)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسمای الهي د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن د خدای تعالی د دوو صفتي نومونو یعنې (ظاهر) او (باطن) څیړنه کوو.
ګرانو او قدرمنو دوستانو که مو په یاد وي د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې هر څه چې په کائناتو کښې موجود دي، د خدای تعالی د نومونو نښې او ځلاوې دي. د قرآن کریم ستر مفسر، فلاسفر او اسلام پیژاندي علام محمد حسین طباطبايي په (رساله اسماء الهي) نومې رسالې کښې لیکلي دي: د خدای تعالی نومونه د وجودي کمالونو هم هغه حقیقت دی چې تر مینځ یې یو ځانګړی ترتیب ټینګ دی. ځینو یې له ځینو نورو څخه سرچینه اخیستې ده او روښانه دی هغه نوم چې نور ترې جاري شوي دي، کومونو نومونو چې ترې سرچینې اخیستې له هغو نه زیاته پراختیا، لالوړه درجه او لاستر اثر لري.
یو آیت شریف چې خدای تعالی په کښې د ځان توصیف کړی دی، د سوره حدید دریم آیت دی چې فرمايي: هغه د هستۍ اول او آخر او د وجود پټ او څرګند دی او د عالَم په ټولو چارو پوه دی.
علامه طباطبايي د دغو څلورو نومونو په هکله لیکي: خدای تعالی په ټولو شیانو باندې احاطه لري، په هره طریقه چې تاسو شیان فرض کړئ او په هره توګه چې یې تصور کړئ، دغه څلورواړه نومونه یعنې اول او آخر او ظاهر او باطن، د خدای تعالی د محیط د نوم څلور څانګې او برخې دي. محیط نوم هم د هغه د قدرت د اطلاق کیدو یوه څانګه ده ځکه چې قدرت یې په هر څیز باندې احاطه لري، هغه له بل هر څه نه ډیر نزدې او ډیر ظاهر دی او د عقل د هر خاوند د عقلونو او وهمونو له درک او نظر څخه، له بل هر څیز نه ډیر پټ دی.
ښه نو ګرانو ملګرو! په تیر پروګرام کښې مو د (اول) او (آخر) د نومونو څیړنه وکړه او نن د خدای تعالی د (ظاهر) او (باطن) نومونو جاج اخلو.
ظاهر له ظهوره وتلی و او د څرګندوالي په معنا دی. ظاهر خدای په ټوله دنیا کښې په خپلو بې شمیره آثارو سره څرګند دی. خلقت د خالق خدای یو اثر او نښه ده او هر رزق او روزي، رازق خدای ظاهروي. د هر مخلوق ژوند، حیّ خدای څرګندوي او مرګ بیا ممیت (مړ کونکی) خدای ظاهروي. دا څرګندوالی دومره زیات دی چې امام علي علیه السلام فرمايي: هیڅ څیز مې ونه لیده مګر دا چې خدای مې ترې مخکښې، وروسته او ورسره یوځاې لیدلی وي.
خدای تعالی هغه ظاهر دی چې له هر څه نه ډیر ظاهر او څرګند دی او په هغه سره هر څیز ظاهریږي او د قدرت، حکمت او سترتوب آثار یې په هر څه کښې په ډاګه او څرګند دي. هغه دی چې هر څه ظاهروي او انسان ته یې هم په دغه ظهور او څرګندیدو د پوهیدو توان ورکړی دی. هغه داسې ظاهر دی چې هیڅوک او هیڅ څیز یې نه شي پټولې.
له امام رضا علیه السلام څخه په یو حدیث کښې نقل شوي دي چې فرمايي: او هر څوک چې (خدای) وغواړي د هغه لپاره ظاهر دی او له خدای تعالی نه هيڅ څه پټ نه دي او دا هر څه چې لیدل کیږي، تدبیر یې د خدای په لاس کښې دی. نو له خدای نه زیات ظاهر او څرګند بل څه دي؟ انسان چې هر طرف ته وګوري د هغه مخلوقات او مصنوعات ویني او په خپل وجود کښې داسې آثار دي چې د ده (انسان) لپاره کافي دي.
*/*/*/*/*/*/
باطن نوم د (ظهر) په مقابل کښې د پټ او پوشلي په معنا د (بَطن) له سرچینې دی.
دا هر څه چې مونږ وینو، پر ظاهر سربیره یو باطن هم لري. د شیانو له ظاهر شاته داسې باطن وي چې په کښې کره او دقیق اسرار او پټ حکمتونه پراته وي.
د اسلامي نړۍ ستر ادیب او لغت پیژاندې راغب اصفهاني د ظاهر او باطن د معنې په بیان کښې داسې لیکلي دي: هر څیز چې د ځمکې دپاسه وي او پټ نه وي، ظاهر دی او باطن هغه وخت استعمالیږي چې یو څیز د ځمکې په تل کښې وي او پټ پاتې شي. هغه د بطن کلمې په هکله هم وايي: د بطن اصل د بدن هغه غړی دی چې جمع یې بطون ده. خدای تعالی د نجم د مبارکې سورې په ۳۲ آیت کښې فرمايي: هغه وخت چې تاسو د خپلو مایندو په خیټه کښې جنینونه وئ.
ځکه نو بطن د ظاهر اپوټه دی او هرې پیچلې موضوع ته بطن او هرې څرګندې موضوع ته ظهر ویل کیږي. په کوم څیز چې په حس سره پوهیدل کیدې شو، ظاهر او کوم څه چې له حس نه پټ دي، باطن بلل کیږي.
کله چې ویل کیږي چې خدای تعالی باطن دی، دوه معنا لري. له دې امله چې زمونږ ذهن محدود او خدای تعالی نامحدود دی او مونږ په خدای پاک باندې هیڅ احاطه نه لري، له هغه څخه صحیح درک او پوهه هم نه شو لرلی نو ځکه وايي چې د خدای ذات له مونږه پټ دی. په دې وجه خدای تعالی په عین حال کښې چې ظاهر دی، باطن هم دی یعنې زمونږ لپاره د درک او پوهیدو وړ نه دی.
د باطن بله معنا دا ده چې د شیانو په باطن کښې نفوذ لري یعنې خدای د خلقت د نړۍ د ټولو شیانو په باطن باندې خبر او عالم دی او د ټولو مخلوقاتو له باطنه خبر دی. خدای پاک زمونږ له زړونو، د سمندرونو له دننې، د غرونو له مینځه او د هر څیز له دننې څخه خبر دی. هم هغه ډول چې امام رضا علیه السلام د خدای تعالی د باطن نوم په هکله فرمايي: د خدای تعالی باطن والی په دې معنا دی چې د شیانو په دننې باندې خبر دی او د هغو تدبیر هم د هغه ذات په لاس کښې دی.
په مومن انسان باندې د ظاهر نو په تجلۍ سره د هغه داخلي او بهرنۍ سترګې خلاصیږي. هره ذرّه چې ویني، په خپله ژبه د واحد خدای شهادت ورکوي. هم داشان په مومن بنده باندې د باطن د نوم په تجلۍ سره د هغه نفس خاشع کیږي او له خدای تعالی څخه په کښې ویره پیدا کیږي او په دې خبره پوهیږي چې خدای تعالی د هغه په باطني رازونو خبر دی او ورباندې یې لطف او مهرباني کړې ده او ظاهر او باطن ته یې ورله صفا وربخښلې ده.
د انسان ظاهر د ظاهر خدای په نور ځلانده او پړقیدونکی کیږي او باطن یې د قادر خدای د اسرارو خزانه ګرځي. په هم دې وجه ویل کیږي: انسان د خدای د باطن نوم لپاره ترټولو ستره معنا ده ځکه چې د انسان حقیقت او هغه رباني لطائف یې داسې دي چې د متفکرانو له عقلونو هم پټ دي حقیقت یې د لټونکو له افکارو پټ دی. د انسان بدن د ظاهر د نور یوه نښه ده او روح یې د باطن د نور نښه ده.
په ډیرو روایتونو کښې راغلي چې قرآن کریم هم ظاهر او باطن لري. په قرآن کښې د ظاهر معنا دا ده چې کله چې قرآن پاک لولو نو په آیتونو کښې په ځیر او تدبر سره په هغو مطالبو پوهیږو چې د آیتونو د ظاهر مطابق وي او د محاورې د اصولو سره سم ترې معنا ترلاسه کولې شو. په حقیقت کښې د قران د کلمې ظاهر یوه ساده معنا لري چې ورته په رجوع کولو سره، په عربۍ باندې د پوهیدونکو کسانو ولپاره د پوهیدو وړ دی.
خو د قرآن باطن داسې نه دی چې په عربۍ ژبې باندې هر پوهیدونکې کس پرې پوه شي ځکه چې د انسان ذهن د خدای د پاک کلام په باطني معنا باندې داسې زر نه شي پوهیدلې بلکې ورته رسیدل، د قرآن په معارفو او مفاهیمو کښې په دوامداره تعقل او تدبر او له عربي ژبې او ادبیاتو سره پر اشنایۍ سربیره د ځینو نورو قواعدو او ضوابطو خیال ساتلو ته ضرورت لري.
امام خمیني(رح) د قرآن مجید د باطن په هکله وايي: د قرآن دا طریقه چې ظاهر او باطن لري، د دې لپاره ده چې ټول انسانان په یوې طریقې سره قرآن ته نه شي بلل کیدې، ځینې په معنا او مفهوم او ځیني هم د قرآن په کیسو او ظاهر سره هغه ته بلل کیږي.
ګرانو ملګرو د پروګرام په پاې کښې د تل په شان لاس دعا ته پورته کوو او په ګډه دا دعا کوو چې،
پروردګاره! ته له هر مخلوقه پټ شوی یې، ستا د جمال او ښکلا په څرګندیدو سره، په زړونو کښې تا ته شوق راپیدا کیږي او ستا په هیبت او جلال سره روحونه حیرانیږي. پروردګاره! د خپل ظاهر او باطن نومونو انوار او وړانګې زما په باطن باندې ولګوې چې لاښه دې وپيژندلې شم او په دې پیژندنې سره مې مینه ترټولو لوړ حد ته ورسیږي او ستا د درګاه د مقربو بندګانو په شان د نبوي اعمالو ترسره کونکی شم او په داسې حال کښې چې یوازې تا ته تسلیم او درنه راضي یم، ته هم راسره مینه وکړې. بیشکه چې ته د هر څه توان لرې.
*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی