د پوستکي ګونځې او درملنه یې
د پوستکي د ګونځو علتونه او علاج یې
په عامو خلکو په تېره بیا ځوانانو کې د پوستکي د ګونځو سببونه څه دي او دا څنګه له مینځه وړلی شو
ګلونو اورېدونکو سلامونه د روغتیا مجلې له یوه بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به نن د ځینو اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړو چې د پوستکي یا څرمنې د ګونځو په هکله یې کړې دي. تاسو ته بلنه درکووچې په دغه پروګرام کې له مونږ سره ملګرتیا ولرئ. یادوونه کوو چې زمونږ دغه پروګرام تاسو زمونږ په سایټ کې هم لیدلی شي. درک یې دی: parstoday.com/ps
د انسان پوستکی له دې امله چې له بیروني محیط سره په مستقیم ډول په تماس کې دی د وجود یو ډير زیان موندونکی غړی حسابیږي .
همداراز د پوستکي د تخریش او تخریب عوامل کله کله د بدن دننه هم وي لکه د یو شمیر دانو او پوستي حساسیتونو را څرګندیدنه .
خو په سر کې غواړو د پوستکي د عامو ستونځو په اړه لڼد مالومات وړاندې کړو
۱: د پوستکي جوش یا ځوانکې :
دا تر ډيره د نوې ځوانۍ په موسم کې را څرګندیږي او لامل ېې هم دا دی چې کله د اندروژن په نوم جنسي غدې په بدن کې فعالې شي او نارینه هورمونونه تولید کړي دا هورمونونه په خپله په پوستکي کې د غوړو د زیاتوالي لامل ګرځي .
اوس نو د پوستکي پاسنۍ برخه د هغو میکروبونو د ودې او فعالیت لامل ګرځي چې په عادي ډول په پوستکي کې موجود وي چې د ځوانکو جوش او خارښت لامل ګرځي او که ېې موږ وګروو یا ېې وشکوو ځاي ېې پاتې کیږي کله کله دا ځوانکې دومره ژورې او عمیقې وي چې د متورمو دانو په څير را څرګندیږي همداراز یو شمیر نور عوامل لکه مخامخ لمر د هوا یخني او ګرمي هم د ځوانکو لامل کیږي.
ډاکتران وايي که په دې سن کې د خپل پوستکي ته پاملرنه ونه کړو نو ښايي په ستونځو اخته شو .
هغه میرمنې او ځوانان چې ډيرې ځوانکې لري باید د شپې تر څملاستو وړاندې خپل مخ په صابون په تیره کاپتوس نوم صابون کې ومینځي او بیا ېې د الکولو په پد یا پنبه چې به الکولو لړل شوې وي پاک کړي .
د دې لپاره یو شمیر درمل هم ورکول کیږي خو د ډاکتر تر څارنې لاندې خوړل کیږي .
یو شمیر ډاکتران وايي د نکریزو پاڼې باید د نارنج په او بو لمدې شي او بیا په ځوانکو د څو ساعتونو لپاره کیښودل شي خو دا چاره پوستکی ډير حساسوي نو ځکه باید لمر ته د ګرځيدو پر مهال له لمر ضد کریمونو کار واخیستل شي،
باید ووایو د ځوانکو داغونه اوس د پوستکي د پاکولو له لارې د لرې کیدا قابلیت لري. نن سبا چې طب تري کړې ډېر ښه ښه کریمونه او درملونه جوړ شوې چې د ځوانکو مخنیوی کوي او یا یې نه پرېږدي چې د ځوانکو له امله په مخ داغونه پاتې شي. کوم ځوانان چې په مخ ډېرې دانې لري یا د ځوانکو له امله کړیږي حتما باید د پوست له ډاکټر سره مشوره وکړي.
یو شمیر میرمنې په خپل پوستکي د زایدو ویښتو له امله شکایت لري علت ېې په میرمنو کې د نارینه هورمونونو افراز دی
کله کله دا افراز ډير زیات وي چې بیا نو دهیر سیزم په نوم یادیږي .البته په ښځینه ؤ کې نارینه هورمونونه یوه اندازه افرازیږي چې دا عادي ده خو کله کله دا تر معمولي حد ډير افرازیږي چې ستونځې را منځته کوي که ستونځه ډيره وي نو دا ویښته په لایزرد لرې کیدو وړ دي.
بله خبره د پوستکي حسایتونه دي .ځينې میرمنې له صابون او نورو موادو سره حسایت لري که حسایست شدید نه وي د حساسیت ضد کریمونو سره تداوي کيږي او که شدید وي د حساسیت ضد درمل هم ورکول کیږي .
خو مهمه دا ده چې ځانونه له هغو موادو وساتو چې بدن مو حساسیت ورسره لري ځکه حساسیتونه ورو ورو شدید کیږي .
او حساسې میرمنې باید د لوښو او کالیو د وینځلو پر وخت له دستکشونو استفاده وکړي .
څلورمه خبره هم د پوستکي ګونځې دي .
د پوستکي په لاندنۍ برخه کې ګڼ ریشته ايي پروتینونه موجود دي چې د پوست د محکمیت او قوام لامل ګرځي د دې پروتینونو دوه مهم ېې کلاژن او الاستین نومیږي دا پروتینونه وخت په وخت نوي کیږي چې پوستکی ځوان ساتي .د دې پروتینونو د جوړښت او ترمیم لپاره ویټامین سي مهم رول لري .
سره له دې چې د عمر په تیریدو او زړیدو سره په ټولو انسانانو کې دا پروتینونه د خپل بیا ترمیم خاصیت له لاسه ورکوي ،پوستکي زړیږي او ګونځې کوي خو دا هم په ټولو انسانانو کې یو شان نه وي، .
د لمر له شعاع سره مستقیم تماس ، وراثت ،غذايي رژیم ،محیطي شرایط او له خپل پوستکي د مراقبت کچه د پوستکي په ځوان پاتې کیدو په مستقیم ډول اغیزې لري .
همداراز ډاکتران وايي د سګرټو څکولو او د مخدره موادو استعمال هم د پوستکي په زر ګونځي کیدو کې مهم رول لري .
روحي او رواني ستونځې هم د پوستکي د ګونځې کیدا یو عامل بلل شوی .
ډاکتران وايي وړاندې تر دې چې په پوستکي کې مو ګونځې پيدا شي باید د ګونځو له را پيدا کیدا مخنیوی وکړو .
اول خو د پوستکي د دوو پروتینونو کلاژن او الاستین د تولید زیاتول دي.
غذايي رژيم مهم رول لري .باید په غذايي موادو کې مو د نورو ټولو اړینو توکو تر څنګ په کافي اندازه نباتي او حیواني پروتین موجود وي .
لکه څنګه چې ویټامین سي او ویټامین اي د پوستکي په ځوان ساتلو کې مهم رول لري نو باید زموږ غذايي رژيم د نورو ټولو ویټامینونو تر څنګ په کافي اندازه دا ویټامینونه هم ولري .
زموږ او تاسو په محیط کې په تیره په میرمنو کې یوه غلطه پدیده شته او هغوی فکر کوي چې تروش خواړه او میوې باید ونه خوري ځکه د بدن د دردونو لامل ګرځي
په همدې اساس ناروغانو ته هم ویټامین سي لرونکي میوې نه ورکوي.
یو شمیر خو بیخي وړاندې ځي او ناروغانو ته هیڅ کومه تازه میوه نه ورکوي چې دا ډير یو غلط رواج دی .
ویتآمین سي چې تر ډيره په تروشو میوو کې شته نه یواځې بدن ورته اړتیا لري بلکې د ناروغانو د زخمونو او ناروغیو په زر ښه کیدا او د بدن د مقاومت په لوړیدا کې مهم رول لري . نو باید ناروغانو ته هره هغه میوه چې زړه یې ورته کیږي ورکړو او په دې پوه شو چې میوه په تیره تازه میوه بدن ته ګټه لري او تاوان نه لري .×××××
د لمر له مخامخ وړانګو باید ځان وساتو ،
که مجبور ؤ د امکان تر حده خپل مخ د سیوري لرونکو خولیو، عینکو ماسکونو او یا چترۍ په وسیله وپوښو .
د لمر ضد کریمونو څخه استفاده وکړو .ځيني کسان ګمان کوي چې که د لمر ضد کریم ېې استعمال کړي وي نو کولای شي په ډاډه زړه لمر ته وګرځي خو دا سمه نه ده .
د لمر ضد هیڅ کوم کریم سل په سله په پوستکي د لمر د مستقیم لګیدا د اضرارو مخنیوی نه شي کولای. یو شمیر کریمونه شته چې د پوستکي د کلاژن او الاستین پروتینونو تولید تحریکوي چې دا هم د پوستکي د ګونځو په مخنوي کې مهم رول لري.
د پوستکي ډاکتران یو شمیر ناروغانو ته peeling یا د پوستکي د یوې لاېې لرې کول توصیه کوي، چې دا په خپله د پوستکي د پروتینونو د تحریک لاکمل ګرځي .
یو شمیر ډاکتران عضلات بې حرکته کوي د مثال په ډول د سترګو شا او خوا او په ټنډه کې بوتاکس ترزیقوي چې دا د عضلاتو او پوستکي د اوږده مهال لپآره د بې حرکته کیدا او د ګونځو د مخنیوي لامل کیږي .
ځيني ډاکتران د پوستکي د ګونځو برخې ته همدا کلاژن پروتین په موضعي ډول ترزیقوي خو ډير ځله دا د حساسیت لامل کیږي نو ځکه ډير کارندوالی نه لري
باید ووایو څومره چې په خالص ډول د ویټامین سي کریمونه او فومادونه ډېر کم پېدا کیږي. خو په ترکیبي فومادونو کې ویټامین سي هم شته د بیلابیلو کمپنو والا شته چې د پوستکي د ځوان ساتلو او د ګونځو د لرې کولو په موخه استعمالیږي .
د پوستکي د ګونځې کیدا یو مهم لامل هم د ډول ډول د آرایش د دوا ګانو کریمونو او پوډرو استعمال دی.
ډيری دا مواد ګڼ کیمیاوي مضر مرکبات لري چې د اوږده مهال لپآره مصرف ېې پوستکی ګونځې کوي رنګ ېې بدلون کوي زیږ کیږي او کله کله خو تر دې هم د زیاتو اعراضو او د پوستکي د نارغیو سبب ګرځي .
ډاکتران وايي د هغو میرمنو پوستکی ځوان پاتې کیږي چې د ځان جوړولو او آرایش دواګانې ېې ډير نه وي مصرف کړې او طبعي عادي پوستکی ولري .
ډاکتران وايي که ډير ضرورت نه وي آرایش مه کوي او که بیا آرایش کوي له عادي موادو دې کار واخلي کوم چې عادي غوړ ویټامینونه او پروتین لري او نور کیمیاوي مواد نه لري .
د بدن د اوبو کمښت هم په پوستکي کې د ګونځو د را پيدا کیدا یو لامل دی کوم کسان چې کافي اوبه او نور مایعات نه څښي تر نورو وړاندې ېې په پوستکي کې ګونځې را پيدا کیږي. هغه میرمنې چې په غذايي موادو کې له سبو تر کاریو او میوو ډيره ګټه اخلي پوستکي ېې هم سالم او ځوان پاتې کیږي .
د کافیین ډير استعمال هم د ګونځو یو لامل دی د کافیین یوه مهمه سر چینه چای دی د دي چای څښل او د ټينګ او تیز چای څښل د پوستکي ګونځې را منځته کوي په تیره د تور چای .
په شنه چای کې د کافیینو اندازه هم کمه ده او نورې ګتې هم لري خو هیڅ شی هم باید ترحد ډير ونه خوړل شي .
د انسان د شخصیت تظاهر هم په ګونځو را منځته کیدو کې مهم دي .
هغه کسان چې ډير خاندي ،هغه چې لمر ته سترګې نه شي نیولی او له نور سره حساسیت لري او هغه چې د خبرو پر مهال سترګې او ورځې هم ښوروي او یا ېې په خاص ډول نیسي په هماغه ځایونو کې ګونځې را پيدا کیږي .
هغه میرمنې چې د سترګو او شنډو په شا آوخوا خط وباسي په همدې ځایونو کې د ګونځو د را منځته کیدا باعث کیدلای شي.
په پر مختللو هیوادونو کې د پوستکي ګونځې د لایزر او پلاستیکي جراحۍ په وسیله لرې کیږي چې په دې سره پوستکی د څو کلونو لپاره له ګونځو پاکیږي .
په دې طریقې سره د مخ سینو خیټې او نور بدن فورم او شکل بدلون مومي او ځوان ښکاري.
په هر حال دا کلي سپارښتنې دي او که څوک د پوستکي د ګونځو ستونزه لري بهتره ده د پوستکي خاص ډاکتر ته مراجعه وکړي چې هغه یې په خاصو معایناتو او ټیسټونو سره پوه شي چې د پوستکي د ګونځې کېدو اصلي لامل څه دی او د هغې مطابق درملنه وکړي.
په دې هیله چې دغه پروګرام مو خوښ شوی وي تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.