روژه د خدای میلمستیا-۴
(last modified Wed, 06 Apr 2022 03:18:39 GMT )
Apr 06, 2022 07:48 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا-۴

د رمضان د میاشتې د مطالبو د لړئ څلورمه برخه هم دلته لوستلې شئ

ګرانو دوستانو امید دی چې تر دې دمه د رمضان د میاشتې له برکاتو او ګټو برخمن شوي یئ. په تیر پروګرام کښې مو د شکرګزارۍ په هکله خبرې وکړې. ومو ویل چې د الهي نعمتونو شکرانه دا ده چې یوازې د الله تعالی عبادت وکړو او د هغه په خدایۍ کښې هیڅوک شریک ونه ګڼو.

خو عبادت څه شی دی؟ شاید د عبادت د کلمې په اوریدو سره یوازنې څیز چې زمونږ په ذهن کښې راځي، د لمونځ او روژې تصور وي. البته دا تصور غلط نه دی، دا د عبادت ترټولو څرګند شکلونه دي. خو دا ظواهر داسې باطن او حقیقت لري چې خدای تعالی یې خپل ذکر او یاد معرفي کوي. د سوره طه په څوارلسم مبارک آیت کښې لولو:

«إِنَّنِی أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِی وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِکْرِی»

په رښتیا چې زه یم هغه خدای چې له ما پرته بل خدای نشته، نو بس زما عبادت وکړئ او زما د یاد لپاره لمونځ قائم کړئ.

خدای پاک په دې آیت کښې مونږ پر خپل یووالي خبر کړي یو او خپل عبادت ته مو رابولي، امر کوي چې د هغه د یادولو لپاره لمونځ وکړو. نو بس د لمونځ باطن هم هغه د خدای یاد او ذکر دی او دا باطن زمونږ په ټولو عملونو کښې جاري کیدې شي کله چې زمونږ ټول اعمال د خدای خوي بوي ولري، د ژوند ټولې شیبې به مو په عبادت بدلې شي.

روژه د خدای میلمستیا

متعال خدای د سوره نور په ځینو آیتونو کښې فرمايي: د خدار نور به د هغو کسانو په کور کښې وي چې هیڅ تجارت او معامله یې د خدای له یاد او د لمونځ له قائمولو او د زکات له ورکولو نه غافله کوي. عقلمند کسان چې په هر ډول حالاتو کښې خدای یاد ساتي او د خدای یاد هغوي د کائناتو د اسرارو او رازونو په هکله تفکر ته هڅوي او دغه فکر کول هغوي د پروردګار معرفت او پيژندلو ته لازیات نزدې کوي. *

خدای تعالی ژمنه کړې ده چې هر څوک هغه یاد کړي خدای به هم هغه یاد کړي. د بقرې د مبارکې سورې په ۱۵۲ آیت کښې لولو: «فَاذْکُرُونِی أَذْکُرْکُمْ» یعنې ما یاد کړئ چې زه تاسو یاد کړم. پیغمبر اکرم صلوات الله علیه و آله و سلم د دې آیت په تفسیر کښې فرمایلي دي: که تاسو د اطاعت او عبادت له لارې د خدای په یاد کښې ووسئ نو خدای به هم په خپلو ډول ډول نعمتونو او احسان او رحمت او خشنودۍ سره ستاسو په یاد کښې وي. نو بس پکار ده چې  د خپل ژوند په ټولو شیبو کښې خدای یاد کړو او هغه به هم مونږ په هر حال کښې یادوي او حتی د یوې شیبې لپاره مو هم  نه پریږدي.

مونږ د خپل بدن په ټولو اندامونو سره خدای یادولی شو. کوې شو چې په خپلې ژبې سره خدای تعالی د هغه په غوره نومونو یاد کړو لکه څنګه به چې زمونږ د دین مشرانو خدای تعالی یادوه. د خدای تعالی یو نوم چې رسول ا... مبارک به پرې ا... ډیر ډیر یادوه دا دی: «یا مُقَلِّبَ القُلُوب ثَبِّت قَلبی عَلی دینِک».

قرآن کریم مونږ ته رازده کوي چې کله چې د خدای یو پیغمر حضرت یونس علیه السلام په سخته کښې ګیر شوی و نو خدای به یې داسې یادوه: «لا اِلهَ الَّا أنت سُبحانَکَ إنِّی کُنتُ مِنَ الظَّالِمین».

د اسلام په مبین دین کښې سپارښتنه شوې ده چې مونږ هم په سختیو کښې په دغه ذکر سره خدای تعالی یاد کړو. پر دغو ژبنیو ذکرونو سربیره کوی شو چې تل په زړه هم خدای یاد کړو. کله چې مو ژبه د خدای په ذکر لګیا وي، خپل زړه باید د دغې دعا ژورې معنا او مفاهیمو ته وسپارو او لکه چې لمانځه ته اودریږو نو حمد او سوره او نور اذکار د زړه په حضور سره ووایو او حتی کله چې غلي کیږو نو په دې احساس سره چې تل د هغه په محضر او درګاه کښې حاظر یو او د خدای تعالی یاد په خپلو زړونو کښې ژوندی وساتو.

د رمضان مبارکه او د خدای تعالی د میلمستیا میاشت ډیر ارزښتناک فرصت دی چې مسلمانان ورڅخه باید ګټه پورته کړي او خپل روح ته رڼا ورکړي او زړه پاک کړي او په دې میاشتې کښې خدای ته د نزدې والي له فضائلو او برکتونو ګټه واخلي.

د انسان بدن له ورزش پرته کمزوری او ډنګریږي. شک نشته چې انسان چې هر څومره پیاوړی او طاقتوار بدن ولري خو که ورزش ونه کړي نو بدن یې کمزوری کیږي. روح هم بیخي دغه شان دی. انسان د خدای له خوا د ټاکلو ښو او بدو کارونو په پیژندلو او د احکامو مطابق ژوند تیرولو سره خپل روح پیاوړی کوي. ټول عبادتونه د دې لپاره دي چې زمونږ روح غښتلی او وروزل شي او مونږ د هغه عبادت په سیوري کښې وروزل شو او د خپل پروردګار په لور لاړ شو. د رمضان میاشته د انسان د معنوي او روحاني اړخ د تمرین او مشق میاشته ده او یو داسې فرصت دی چې په کښې له بدني غوښتنو په تیریدو سره، د روحانیت روزنې او لوړونې ته مخه کوی شو.

علیم خدای د سوره بقره په ۱۸۳ مبارک آیت کښې، د روژې د واجبوالي وجه، د تقوا مشق بولي او فرمايي: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ»، «ای ایماندارو، پر تاسو هم روژه فرض شوه لکه څنګه چې په تیرو امتونو واجب شوې وه، او دا حکم د دې لپاره دی چې پاک او پرهیزګاره شئ».

د دغه مبارک آیت له مخې، روژه د تقوا د ترلاسه کولو په لور د تګ یوه وسیله ده. تقوا دې ته وايي چې انسان په خپلو ټولو عملونو او کړچارونو کښې خیال وساتي چې د خدای د رضا او د الهي حکم سره سم ګام واخلي او له هر هغه څه څخه چې د خدای په نزد ناخوښه دي، ځان وساتي. له ګناه د پرله پسې ډډه کولو او خیال ساتنې دغه حالت ته (تقوا) ویل کیږي.

د تقوا مقابل ټکی، بې پامي او له بصیرت پرته تګ دی. خدای د ژوند په چارو کښې د مؤمن غفلت نه خوښوي. مؤمن باید د ژوند په ټولو چارو کښې خلاصې سترګې او بیدار زړه ولري. دا خلاصې سترګې او ویښ زړه د مؤمن انسان لپاره دا ګټه او اثر لري چې تل خیال ساتي چې هر کار کوي هغه د خدای د غوښتنې او دین د طریقې خلاف نه وي. کله چې په انسان کښې دا مراقبت راپیدا شي چې خپل ګفتار او کردار د متعال خدای د غوښتنې مطابق وټاکي نو په انسان کښې هغه هوښیاري او خبرداری رامینځته کیږي چې نوم یې (تقوا) دی او د روژې ترټولو مهمه ګټه هم، هم دا تقوا او پرهیزکاري ده.

تقوا، د پیغمبرانو اولنې او وروستي وصیت دی. د قرآن کریم په مختلفو سورتونو کښې لولو چې اولنۍ خبره چې د خدای پیغمبرانو به خلکو ته کوله، د تقوا سپارښتنه وه. که تقوا وي نو الهي هدایت هم شته او که تقوا نه وي نو الهي هدایت په بشپړه توګه د کس او ټولنې نه په برخه کیږي. روژه د تقوا سریزه ده. خدای تعالی د سوره حدید په ۲۸ مبارک آیت کښې فرمايي:

«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ یُؤْتِکُمْ کِفْلَیْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَیَجْعَلْ لَکُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَیَغْفِرْ لَکُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ»، «ای مؤمنانو، له خدای نه وویریږئ او په پیغمبر یې ایمان راوړئ چې د خپل رحمت دوه برخې تاسو ته دروبخښي او ستاسو لپاره داسې رڼا وټاکي چې په وسیله یې (د خلکو په مینځ کښې په سمه لاره) ځئ او بخښنه درته وکړي او خدای ډیر بخښونکی او مهربان دی.

مهربان پروردګار د تقوا په وسیله زمونږ په زړه او ژوند او لاره کښې داسې رڼا ګرځوي چې په برکت یې مونږ تګ وکړی شو او د ژوند سمه لاره پیدا کړو. هو، انسان په سربدالۍ کښې تګ نه شي کولې، د مقصد او هدف له پیژندلو پرته د خدای په لور د انسان تګ ناشونی دی. په دې وجه کومه رڼا چې مونږ ته هدف او منزل او لاره څرګندولی شي هغه په تقوا او پرهیزګارۍ کښې ده. 

د رمضان د میاشتې په پاکې معنوي فضا کښې هر کس کوشش کوي چې سبحان خدای ته د نزدې کیدو غوره لاره پيدا کړي. قرآن کریم او ځینو عبرتونو ته توجه، د دغې لارې د وهلو ترټولو نزدې طریقه کیدې شي. قرآن یوه داسې ستره خزانه ده چې د روژې په میاشتې کښې یې الهي انوار د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) په زړه باندې نازل شول تر څو له دوړو او وهمونو ډک زړونه روښانه او منور کړي. د خدای ګران رسول فرمایي: خپلې سترګې د خدای تعالی له عبادته برخمنې کړئ.

پوښتنه ترې وشوه: ای د خدای رسوله، سترګې څنګه له عبادته برخمنې کړو؟

هغه حضرت وفرمایل: قرآن ته په کتلو، په قرآن کښې په فکر کولو او د هغه له عجایبو څخه په عبرت اخیستلو سره.

*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی