Apr 27, 2022 07:52 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا۲۵

روژه د خدای میلمستیا نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو

ګرانو ملګرو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د اسلامي لایف سټایل یا د ژوند د طریقې د یوې ځانګړتیا په هکله خبرې وکړې، د هغې ځانګړنې په هکله چې په مسلمانانو کښې د روژې په میاشت کښې د نورو میاشتو په پرتله ډیره راڅرګندیږي. له خپلوانو او اشنا خلکو سره ملاقات، د هغوي په اړتیاؤ ځان خبرول او د ستونزو په هوارولو کښې یې مرسته کول هغه غوره کړنه ده چې اسلام د (صله رَحِم) په توګه یاده کړې ده او تل د دغه کار سپارښتنه کوي. د صله رحم په ترسره کولو باندې له ټینګار څخه د اسلام یو هدف د مسلمانانو ترمینځ د مضبوطو اړیکو ټینګول دي او دا کار د صداقت او رښتیا ویلو له خیال ساتلو پرته نه ترلاسه کیږي. جوته ده چې د صداقت په ختمیدو او د دروغو او منافقت په دودیدو سره ټولنیزې اړیکې کمزورې کیږي او انساني ټولنه له ګواښ سره مخامخیږي. په دې وجه اسلام تل مومنان په خپلو خبرو او کړنو کښې د رښتیاؤ او صداقت خیال ساتلو ته رابولي.

حضرت علي علیه السلام رښتیا ویل د ایمان یوه نښه بولي او د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د بندګانو د ایمان سموالی د زړه په سموالي او د زړه سموالی بیا د صداقت او رښتیاؤ په خیال ساتلو کښې ګڼي. له دې ستر انعام به نور څه وي چې رسول الله مبارک ژمنه کړې ده، هر کس چې په خپل ګفتار او کردار کښې څومره ډیر صادق وي دومره به په قیامت کښې دوي ته ډیر نزدې وي او د خدای په نزد به یې له شفاعته برخمن شي.

صداقت یوازې په خبرو کښې رښتیا ویل نه دي بلکې یو داسې صفت دی چې ټول علمي او عملي فضائل په کښې شاملیږي. انسان له عقیدې او ګفتار او عمل پرته بل څه نه لري او کله چې ریښتونی وي نو دغه درې شیان په خپلو کښې تطبیق کیږي. داسې یو انسان په خپله خبره عمل کوي او یوازې د هغه څه په هکله خبره کوي چې ورباندې اعتقاد لري. په دې بڼه کښې ورته خالص ایمان، نیک اخلاق او صالح عمل ټول برابریږي.

د دا ډول صداقت یوه څرګنده نمونه په امام علي علیه السلام کښې لیدی شو چې فرمايي: په خدای قسم چې تاسو یو طاعت ته نه هڅوم مګر دا چې له تاسو مخکښې یې په خپله ترسره کوم او له هیڅ ګناه مو نه منع کوم مګر دا چې له تاسو مخکښې مې په خپله ترې ډډه کړې وي.

*/*/*/*/*

د صداقت ترټولو ټیټه درجه دا ده چې انسان په هر ډول حالاتو کښې رښتیا ووایي، نه یوازې له خلکو سره په اړیکه کښې بلکې له خدای تعالی سره په ارتباط کښې هم باید خیال وساتو چط کومه خبره په ژبه راوړو، هم هغه څیز وي چې په زړه کښې یې لرو، مثلاً کله چې په لمانځه اودریږو او واحد خدای ته وايو چې (یوازې ستا عبادت کوو) نو باید پام مو وي چې په زړ کښې د نفساني او دنیاوي خواهشاتو غلامان ونه وسو. خدای تعالی د سوره حجرات په ۱۵۵ مبارک آیت کښې صادقان هغه کسان معرفي کوي چې په خدای او د هغه پر پیغمبر یې ایمان راوړی دی، بیا په خپل ایمان کښې په شک نه اخته کیږي او له دې نه علاوه په خپل سر او مال سره د خدای په لاره کښې جهاد کوي.

په دغه آیتِ شریف کښې خدای تعالی صِدق، د ایمان او عمل یوه ټولګه معرفي کوي. یو داسې عمل چې په کښې هیڅ ډول شک او خلاف ورزي نه وي. د قرآن په فرهنګ کښې (صادقین) هغه کسان دي چې په پروردګار باندې د ایمان په وړاندې خپلې ژمنې په ښه توګه ترسره کوي، نه شک ځانته نزدې پریږدي، نه شاتګ کوي او نه له ډول ډول مشکلاتو ویریږي بلکې په ډول ډول سرشیندنو سره د خپل ایمان صداقت ثابتوي.

په دې هیله چې مونږ هم له صادقانو څخه شو.

 

ګرانو دوستانو د رمضان په میاشتې کښې د تغذیې او خوراک په صحې طریقې پورې د اړوندو ټکو په بحث کښې مو په تیر پروګرام کښې دریم مورد ته، چې د خوراک د خوړلو طریقه وه، اشاره وکړه. په دې ننني پروګرام کښې د روژې په مبارکې میاشتې کښې د تغذیې په هکله یو بل ضروري ټکي ته اشاره کوو او هغه، د خوراک د ډول انتخابول دي. په ننني پروګرام کښې درسره د روژه ماتي لپاره طبي سپارښتنې شریکوو.

کوم خواړه چې په روژه ماتې کښې خورو، پکار نه ده چې درانه او ډیر ځاې نیونکي وي ځکه چې معده څو ساعته تشه وي او پکار نه ده چې سمدستي یې ډیر فعالیت ته مجبوره کړو. غوره ده چې وړومبې په تړمو اوبو او خرما او یا د دارچینۍ لرونکو چایو سره شروع وکړو. د څه ناڅه تړم سوپ یا آش خوړل هم ښه دي. په روژه ماتي کښې د سپکو اوبلنو خوراکونو خوړل هم تنده ماتوي او هم لوږه ختموي.

غوښین، غوړ او د ډیرو پروټینو لرونکي خواړه چې هضمول یې معدې ته ګران وي، په روژه ماتي کښې یې خوړل ښه نه دي. هم داشان د سړې طبعې لرونکي خوراکي مواد په تیره بیا لبنیات لکه، پنیر، ماسته او شیدې باید په روژه ماتي کښې لږ وکارول شي.

روژه ماتی باید سپک وخوړی شي چې معده د ماسخوتن د ډودۍ خوړلو ته تیاری ولري. د اوبو او مشروباتو په څښلو کې زیاتی نه دی پکار ځکه چې معده ډکوي او د ډودۍ ځای نه پرېږدي.همداراز باید  د  روژه ماتي په موقع خواږه او شیرینۍ ډېرې ونه خوړی شی. د مرکبو قندونو په ځای باید له ساده قنده او چینۍ استفاده وشي چې د ماښام ډوډۍ پوره وخوړې شئ. له روژه ماتي دوه ساعته وروسته د زلوبیو اونورو خوږو په ځای غوره ده له میوې، سالاتې،  خامو وچو میوو او موم پلیو استفاده وکړئ چې امکا درې غوړ اسیډونه پکې ډېر دي. ځکه چې دغه غوړ د تندې د ختمولو او د لوږې د زغملو لپاره ګټه ور دي.

د دې لپاره چې په ورځ کې کم تږي شئ  له روژه ماتي تر پیشمني د زیاتو اوبو پر څښلو سربېره له کربوهیډارټ لرونکو څیزونو لکه  ډوډۍ، بوڼه لرونکو غلو په روژه ماتي او پیشمني کې استفاده کوئ. دغه مواد سبب کیږي چې په بدن کې ګلیکوژن په نورمال حد کې پاتې شي او بنده کم وږی شي. البته باید پام ولرئ چې د زیاتو اوبو له څښلو ډډه وکړئ ځکه چې دغه کار د بې حالۍ، کمزورۍ او په معدې کې د درد سبب ګرځي او د معدې ناروغۍ زیاتوي. سالاته وخورئ ځکه چې ویټامینونه، معدني مواد او فایبر لري. هر څومره چې ستاسو سلاته  پر رنګه وي د سلامتیا لپاره مو زیاته ګټه وره ده.  د سالاتې خوړل همداراز په انسان  کې د مړښت د احساس سبب کیږي.

 د روژې مبارکه میاشته یو مناسب فرصت دی چې انسان  له روژې په حاصل شوې معنوي احساس او پاکۍ سره ځان د هوا او هوس له ولکې خلاص کړي، په دغه میاشته کې د الهي رحمت ورونه پرانستل کیږي او د توبه کوونکو توبه قبلیږي. په حقیقت کې  انسان په روژه کې دا فرصت لري چې ځان اوچتو درجو ته ورسوي او د کمال په لور ګام پورته کړي. عالمان او بزرګان هم  له دغه بې ساري فرصته د کمال په لور د تګ لپاره استفاده کوي.

امام خمیني علیه الرحمه  پر انقلابي والي سربېره په فقې، فلسفې، کلام او عرفان کې هم ښه لاس درلود او د هغوي له صفتونو یو لوی صفته د بندګۍ او تقوا د روح لرل وو. دوي د روژې د مبارکې میاشتې په باره کې چې د خدای مېلمستیا ده فرمایل:« دا د خدای له لورې یوه مېلمستیا ده. دا هم د خدای له لورې یو نعمت او رحمت دی چې دغه کمزوري او خوار بنده ته یې ورکوي چې ځان رابره کړي.

هغه حضرت  په خپله وینا کې همشیه خدای ته پام او د خدای اطاعت او عبادت ته بلنه لرله. د روژې په مبارکې میاشتې کې یې زیاتره د خپل معبود بندکي او راز و نیاز کاوه او هڅه یې کوله هر څومره زیات چې وي د رمضان له فرصته استفاده وکړي او غنیمت یې وګڼي. دوي د نجف په پنځوس درجې ګرمۍ کې له ډېر عمر او کمزورۍ سره سره اتلس ساعته روژه نیوله او تر څو چې به یې د ماښام او ماسخوتن لمونځ او نافلې نه وې کړې روژه به یې نه ماتلو. او حتی دوي د ماسپښین او مازیګر لمانځه لپاره هم روژه په خلې د ایت الله بروجردي مدرسې ته تلل او هره ورځ به یې  اته رکعته  د ماسپښین سنت  کول او د ماسپښین لمونځ به یې سره د  بانګ او اقامته  ښه اوږد کاوه او بیا  به یې د مازیګر لمونځ هم سره د ټولو نوافلو ادا کاوه. د لمانځه له تعقیباتو او دعاګانو وروسته به کور ته تله. دا  کار حتی د ډېر زلمیو طالبانو لپاره چې د زلمیتوب پړاوونه یې تېرول، سخت و  نو ځکه د امام رحمت الله علیه عملونو د طلبه و په روزنه کې ډېر رول درلود او سبب کېده چې طلبه له دوي پیروي وکړي.

*/*/*/*/*/

ایت الله خامنه ای د روژې په میاشته کې د امام خمیني د حالاتو په هکله وایي:  معمولا امام به د روژې په میاشته کې له چا سره کتنه نه کوله مګر د ډېر ضرورت له مخې. خو د رمضان له میاشتې وروسته  چې انسان به هغه لیده او په یوې کتنې کې به هغوي له خلکو سره خبرې کولې، انسان به ښه پوهېده چې امام د یوې میاشتې په عبادت کې لا زیات نوراني شوی دی، انسان به دا احساسوله. د نوي کاله عمرو بوډا انسان، یوه میاشته به یې عبادت کاوه او پر مخ به تله! همېشه د حرکت په حال کې ؛ خو د روژې په میاشته کې به دغه حرکت لا زیات او په جدیت سره و! ځکه چې میدان به لا ډېر مناسب و.    

*/*/*/

عبدالماجد درانی

 

ټیګونه