بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i117420-بې_نقابه_امریکا
د امریکا د کار وزارت وویل چی د مصرفونکی د بیې اندازه د تیلو ، خوراکي موادو او کرایې په شمول د ورزنیزو شیانو د بیې لپاره د ټولنې معیار په می میاشت کې اته اعشاریه شپږ فیصده زیات شوی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 10:35 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکا د کار وزارت وویل چی د مصرفونکی د بیې اندازه د تیلو ، خوراکي موادو او کرایې په شمول د ورزنیزو شیانو د بیې لپاره د ټولنې معیار په می میاشت کې اته اعشاریه شپږ فیصده زیات شوی دې .

په امریکا کې بې مخنیې ګرانۍ اود بایډن غړول

په مختلفو ښارونو کې د وسلو د کنټرول د سختولو لپاره د امریکایانو د زرګونو کسانو مظاهرې

د ګرانۍ د کنټرولو لو په هدف په امریکا کې د سود د اندازې زیاتیدا

او د امریکا له ستراتیجیکو زیرمو د اومو تیلو د ۴۵ میلیون بیرلو وړاندی کول د تیرې اونۍ مهم بدلونه وو .

د امریکا د کار وزارت وویل چی د مصرفونکی د بیې اندازه د تیلو ، خوراکي موادو او کرایې په شمول د ورزنیزو شیانو د بیې لپاره د ټولنې معیار په می میاشت کې اته اعشاریه شپږ فیصده زیات شوی دې . دا له ۱۹۸۱ میلادی کاله تراوسه په امریکا د ګرانۍ د ودې تر ټولو زیاتیدا اندازه ده . ډیرې ګرانۍ د اکثرو امریکایی کورنیو لپاره سخت مالی دباونه رامینځته کړی او هغو د خپلو ورزنیزو خرچو لپاره ډیرو بیسو ورکولو ته مجبوره شوی دي . دغه ګرانۍ په تیره بیا د امریکا په کم عاید لرونکیو خلکو ډیر دباونه راوړي  . په داسې حال کی چی په امریکا کې د تیلو بیه پینځه ډالرو ته رسیدلی ده . په واشنګټن ډی سی کې د اوسیدونکیو لپاره دغه بیه پینځه ډالره درې څلویښت سینټو ته رسیدلی ده . دغو شرایطو ته په پام سره د امریکا ځینو خلکو سیکلونواو نورو ټرانسپورټی وسیلو  ته مخه کړی ده .د ګرانۍ نړیواله زیاتیدا همداراز د د بایډن او دیموکرات ګوند لپاره د نومبر د مینځ پړاو انتخاباتو په درشل کې په یوه سیاسی چیلنج بدل شوی دی . د یوې نظر غوښتنې نتیجه ښی چی د جون په لومړیو کې په امریکا کې د مصرونکی د ډاډ اندازه خپلې تر ټولو ټیټې سویې ته رسیدلی ده . په عین حال کې په امریکا کې د ګرانۍ دوامداره زیاتیدا د بایډن لپاره سیاسی وضعیت بدتره کړی دی . همدغه مسله سبب شوی ده چی بایډن په دې زمینه کې غړونې ته مخه کړی او روسیه یې په امریکا کې د ګرانۍ د ګډوډ وضعیت  د اصلی تورن په توګه معرفی کړی ده .

د امریکا ولسمشر په یوه بیانیه کې په هیواد کې د تیلو د ډیرې زیاتیدا ته په پام سره مدعی شوی له ګرانۍ سره مقابله د هغه د حکومت په لومړیتوب کې ده . خو د بیو زیاتیدا د روسیې د ولسمشر پوتین د اقداماتو نتیجه ده او په می میاشت کې یې په امریکا ډیره زیاته اغیزه کړی ده .

په حقیقت کې د روسیې د انرژۍ په بایکاټ کې د بایډن دولت اقدامات چی امریکا ته د تیلو یو صادرونکې بلل کیده اوپه نړیوالو تیلی بازارونو کې د انرژۍ د بیو زیاتیدا په نتیجه کې په امریکا کې ګرانۍ زیاته شوی ده .اوس بایډن د دې پر ځای چی ځان د روسیې د بایکاټ په وجه ورټی د تور ګوته یې پوتین په لورنیولی ده . په داسې حال کی چی ماسکو هیڅ وخت د واشنګټن له لوری د خپل تیلی بایکاټ غوښتونکی  نه وو .

که په وروستیو میاشتو کې په امریکاکې د ګرانۍ زیاتیدا شمیرنو ته یوه کتنه وکړو نو پوهیږو چی د بایډن د ادعا په اپوټه دغه د ګرانۍ بهیر په یوکرین د روسیې له حملې مخکې پیل شوی دې نو ځکه د ګرانۍ دلایل او علتونه د پوتین له اقداماتو سره اړه نلری . د ۲۰۲۱ کال په جون کې په امریکا د ګرانۍ اندازه ۵.۴ فیصده وه او په نورو راتلونکیو میاشتو کې د کال تر پایه ۷ فیصدو ته رسیدلی وه . د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ګرانۍ اندازه ۷.۵ او په فرورۍ کې ۷.۹ فیصده زیاته شوی ده . دغه اندازه په مارچ کې ۸.۵ ، په اپریل کې ۸.۳ او په می میاشت کې ۸.۶ فیصدو ته رسیدلی ده . په دې ډول دا ښی چی د بایدن د ادعا په اپوټه په امریکا کې د ګرانۍد زیاتیدا علت نور مساییل دي .

په حقیقت کې په امریکا کې د ګرانۍ علتونه د روسیې له اقداماتو وراخوا دي . په اوسنی وخت کې د امریکا اقتصاد د وړاندی کولو او غوښتنې ترمینځ د انډول د ګډوډیدا ، په تیره بیا د کرونا له امله د منفی اقتصادی اغیزواو د بیو د زیاتیدا په علت ده چی دا موضوع له ۱۹۹۱ کال راهیسې بې مخنینې ده .د ګاهکانو له لوری د غوښتنې زیاتیدا له یوې خوا او د شیانو نیشتوالې له بلې خوا د دغه هیواد اقتصاد تر دباو لاندې راوستې دې  .

اقتصادي کارپیژاندي په امریکا کې د اوسنی ګرانۍ یو بل عامل د راتلونکی انفلیشن په اړه د مصرونکیو د تمو په اساس د بیو د زیاتیدا لپاره د زمینې شتون  بولی .

د سیاسی چارو کارپیژاندې مکس کایزر وایی په امریکا د کور او اساسی شیانو د بیو زیاتیدا ښی چی په دغه هیواد کې ګرانۍ  له هغه څه ډیره ده چی فیدرال رزرو غواړی خلک ترې  خبر شي .

د امریکا خلک هیله من وو چی له کرونا وروسته به د اقتصادي فعالیتونو په بیا پیلیدا سره  د هغو مالی او اقتصادی حالت ښه شی خواوس  چی ګرانۍ ‌ډیره زیاته شوی ده ، خلک یې ناهیلي کړي دي او دا انفلیشن اوس د بایډن لپاره هم په جدی ستونزې بدل شوی دی . ځکه چی دا چاره د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د کانګرس په مینځ پړاو انتخاباتو هم اغیز شیندلې شی چی دا به د دیموکراتانو په تاوان وي . ځکه چی د امریکا خلک بایډن د اوسنی ګډوډ اقتصادی حالاتو ذمه وار بولی .

په امریکا د ګډو ډزو پیښو  د پام وړ زیاتیدا ، په ګرمو وسلو سره د تلفاتو زیاتیدا ، د سپینې ماڼۍ د چارواکو بې پامی او د وسلو د لابیو دباونه د دغه هیواد د خلکو د اعتراضونو د زیاتیدا سبب شوی دی .

په دې لړ کې د امریکا په لسګونو زره کسانو د خالی په ورځ د هیواد په مختلفو ښارونو کې د سلګونو لاریونو په ترسره کولو سره په وسلو سره د تاوتریخوالی د کنټرول لپاره د قوانینو د تصوبیدا غوښتنه کړی ده . اعتراض کونکي وایی دغه غونډې په تیره بیا په واشنګټن کې دغې غونډې د دغه هیواد د سیاسی مشرانو لپاره جوت پیغام لری او هغه دا چی د تاسو انفعال امریکایان وژنی .

معترضان له امریکایی چارواکو غواړي د وسله والو تاوتریخوالیو پرضد چټک اقدامات وکړي . دا مظاهرې له دې څو اونۍ وروسته ترسره شوې چی په ټګزاس کې په یوه ښونځی کې په مرګونو ډزو پسې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ کسان ووژل شول .

له دې مخکې هم د نوی امریکا د تحقیقاتو مرکز په یوه راپور کې ویلی وو چی په امریکا کې وروستي ډله ایزې ډزې د ملی امنیت د بیا تعریفولو د ضرورت ښودونکي دی .

وسله وال او مرګوڼی تاوتریخوالي په امریکا کې په یوه مهم داخلي مشکل بدل شوی اواوس د امریکا د حکومت او پولیسو له کنټروله وتلي دي . امنیتی کارپیژاندي باوری دی هغه څه چی د امریکا داخلی امنیت ګواښی نړیواله ترهه ګری او یا بهرني ګواښونه ندي بلکې سپین پوستی برلاسی غواړی ډلې اوله ګرمو وسلو د پراخې استفادې په شمول د تاوتریخجنو کړچارونو زیاتیدا او د ډله ایزو ډزو پرله پسې پیښې د امریکا د ټولنې لپاره حقیقي ګواښونه بلل کیږی .

د واشنګټن پوسټ ویب سایټ راپورد دې  ښودنه کوي چې د امریکا په ښوونځیو کښې د ډزو د کونکو د عمر اندازه کمه شوې ده. په هغوي کښې زیاتره له ۱۸ کالو نه کم عمر لري او اوسط عمر یې یوازې ۱۶ کاله ده. زیاتره کسان احساس کوي چې دې ستونزې د امریکا په ټولنه کښې ژوره جرړه کړې ده. په امریکا کښې تقریباً ۴۰۰ میلیون میله وسله موجوده ده چې د دغه هیواد له نفوسو ډیره زیاته ده او د امریکا کابو نیمايي غټان وايي چې په خپلو کورونو کښې وسلې لري. ماشومان په خپلو کورونو کښې دغه وسلې ویني او زیاتره په کښې په دې نه پوهیږي چې دغه وسلې څومره خطرناکې دي. د ځوانانو په لاس د دغو وژونکو پيښو له ویرې سره سره د امریکا د وسلې صنعت لاهم پانګه والو ته د ځوانانو له پروګرامونو د ملاتړ لپاره میلیونونه ډالر ورکوي. د حیرانتیا خبره نه ده چې پرله پسې د خلکو په وژل کیدو سره ډیر خلک دغه شان نظر نه لري. د دغو ژورو تقسیم بندیو په مینځ کښې ځیني کارپوهان ژورو جوړښتي ستونزو ته اشاره کوي چې د هر ډول معناداره بدلون د راتلو مخه نیسي. د وسلو ملاتړي چې په وروستیو غمیزو هم نه دي خواشیني شوي، ټینګار لري چې غلطي د وسلې نه ده

د امریکا مرکزی بانک د شورو په ورځ په امریکا کې د ګټې  اندازه په یوې کې ۷۵سلنه زیاته کړه چی له ۱۹۹۴ کال راهیسې په دغه هیواد کې د ګټې زیاته اندازه ده . د فیډرال ازاد بازار کمیټۍ وویل د بانکی د پاې ګټې محدوده  له ۱.۵ تر ۱.۷۵ فیصدو زیاتوی چی دغه زیاتیدا د تیرو ګټوپه نسبت صفر اعشاریه ۷۵ فیصده زیات شوی دی . دغې کمیټۍ په یوه بیانیه کې جوته کړی ده په یوکرین د روسیې تیری ستر اقتصلادي او انساني مشکلات درلودلي دي . دغه جنګ او ورسره اړونده پیښې په ګرانۍ ډیر دباو اچوی او د نړۍ په اقتصادي فعالیتونو اغیزه شیندي . پر دې سربیره په چین کې له کرونا سره اړونده قرنطینه کول  به احتمالا د تامین لړۍ ګډوډی زیاته کړی .

تیره میاشت د بیې د ودې  اندیښمنونکی زیاتیداپسې په امریکا کې د ونډو بازار سقوط وکړ . د امریکا ولسمشر بایډن په داسې حال کی چی د انرژۍ په شمول له مختلفو کړکیچونو سره مخامخ دی ، د هیواد سترو تیلی شرکتونو ته په یوه لیک کی له هغو غوښتی دی د تیلو ، ډیزلو او نورو اړونده  محصولاتو تولید زیات کړی تر څو د سونکو د بیې له زیاتیدونکی بهیر سره مقابله وکړې شی . د امریکا ډیموکرات ولسمشر جمهوری غواړی د بیو د کمولو خنډ اعلان کړي دي . بایډن وویل بیې تراوسه ډیرې لوړې دي . جمهوری غواړی د لګښتونو د کمولو لپاره زما د طرحې د اجرا خنډ کیږی . کرونا کمه شوی خو د تیلو بیه زیاته شوی ده . زمونږ کار پاې ته ندې رسیدلې . هغه د جمهوری غواړو په تورنولو سره زیاته کړه جمهوری غواړی په کانګرس کې د معمولی کورنیو د لګښتو د کمولو لپاره زما د پروګرامونو د مخنیوی لپاره خپله ټوله هڅه کوی . په همدې دلیل ده چی زما پروګرام ندې تمام شوې او نتیجه هم نده ترلاسه شوی 

امریکا چی نن سبا د یوکرین د جنګ د دوام او د روسیې د انرژۍ د بایکاټ په دلیل د انرژۍ له کړکیچ سره مخامخ ده ، د خپلو ستراتیجکو تیلی زیرمو څخه د میلیونونو بیرلو د ازادولو په لټه کې دې . د امریکا د انرژۍ وزارت د نهې په ورځ وویل د بایډن حکومت د پخوانی طرحې د یوې برخې په توګه د تیلود ستراتیجکو زیرمو ۴۵ میلیون بیرله تیل خرڅوی  .

د بایدن دولت د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چی هره ورځ به  له ستراتیجکو تیلی زیرمو یو میلیون بیرله اومه تیل ازاد کړی او دغه ازادول به تر شپږو میاشتو دوام ولری . بایډن تیر کال هم د تیلو د بیې د زیاتیدا د مخنیوی لپاره د دغه هیواد د ستراتیجیکو زیرمو د ۵۰ میلیون بیرله اومو تیلو د ازادولو حکم صادر کړ . سبینې ماڼۍ اعلان وکړ چی دا فیصله له چین ، هند  ، جاپان  ، جنوبی کوریا او انګلستان سره په غږملتیا سره شوی ده . په امریکا کې د تیلو بیه په تاریخ کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی ده . دا زیاتیدا دا بهیر د بایډن دولت لپاره خپسکې بدل شوی دی .

پای