په اوسنۍ دنیا کښې د سلیبرټیانو کړچار ۱
سلبریټیان هغه مشهور کسان دي چې زیاتره د فلمي ستورو، هیروګانو او د ډیرو پلویانو لرونکو ټیلیویژني لوبغاړو په توګه رامینځته کیږي
سلبریټیان هغه مشهور کسان دي چې زیاتره د فلمي ستورو، هیروګانو او د ډیرو پلویانو لرونکو ټیلیویژني لوبغاړو په توګه رامینځته کیږي او د تماشه چیانو لپاره په یوې مرجع ډلې بدلیدې شي. د شهرت کلتور د رسندوي فرهنګ یوه ډیره مهمه ځلا ده او د سینما، ټیلیویژن او ټولنیزو انټرنیټي شبکو په شان رسنیو له خوا د سلبریټي د بقا په شرط بدله شوې ده.
ګرانو مینه والو په نړۍ کښې د سلیبریټیانو د کړچار تر عنوان لاندې څو پروګرامونو کښې د اوسنۍ نړۍ په کلتوري حالاتو کښې کښې د سلبریټیانو د شتون په هکله غږیږو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.
*/*/*/*/*
د «سلیبریټي» بهیر د سرمایه دارۍ په نړۍ کښې د نولیبرالزم له راڅرګندیدو سره هممهاله او د رسانه ایز کیدوا و محصولاتي کیدو په شان د ځینو ټولنیزو بدلونونو ترڅنګ راڅرګند شو. د سلیبریټي توب ښکارنده د مخاطب محورۍ او د ټولنیزو شبکو د پراخې لمنې په شان ځانګړتیاؤ څخه د ګټه پورت کونې په وجه د شهرت له دودیزو ډولونو ځانګړې شوې او څرګند اړخ یې «سرګرمي او ساعت تیري» ده. د دغې قاعدې له مخې هر کس چې په هره طریقه د سرګرمۍ لپاره په یو عامل بدل شي او رسنۍ د هغه په ژوند او رفتار او ګفتار تمرکز وکړي، د سلیبرټیانو په ډله کښې ګڼل کیدې شي. مهم ټکی دا دی چې سلیبریټي په بنیادي توګه د رسنیدوي او د عمومي ټریبیونونو د مینځګړیتوب له شتون پرته د رسندوي فعالیت له څرخې څخه ورکیږي.
په تیرو لسیزو کښې د مشهورو کسانو تعقیبول او ورڅخه هرکلی د نن سبا په شان دود نه و خو د شهرت کلتور د ۱۹۸۰ لسیزې په پاې کښې د ټولنیز ژوند په ځانګړتیاؤ کښې شامل شو او دا حالت د ډله ایزو رسنیو په مرستې سره یویشتمې سلیزې ته هم ورسید. په کال ۱۹۸۰ کښې د بالغو مخاطبانو له نظره د خوښې وړ ټیلیویژني پروګرامونو کښې زیاتره ارزښتونه له نهو نه تر یوولس کلنو کسانو لپاره د ټولنیز مسئولیت او نیکوکارۍ له احساسه ډک وو خو شهرت په ورپسې لسو کلونو کښې اول مقام ته مورسید او د ټولنیز مسئولیت احساس یوولسم نمبر ته راټیټ شو او نیکوکاري هم دولس مقام ته ورسیدله،
پخوا به مشهورو کسانو زیاتره په موروثي او ترلاسه کړو ځانګړتیاؤ او د هغو د ترلاسه کولو لپاره په کړو زحمتونو باندې په تکیې سره ځاننونه له نورو څخه ځانګړي کول خو د شهرت د کلتور عجیبه والی د رسنیو د چورلیز په شهرت باندې د ترلاسه کړي شهرت په بدلولو ټینګار دی. دا هم هغه څیز دی چې د سلیبریټي کلمې په مینځ کښې موجود دی او هغه د یو کس د لوړولو، په پراخه توګه د ستایلو، مشهورولو او ورته د ډیر اهمیت په توګه تشریح کولې شو.
*/*/*/*/*
سلبریتی (Celebrity) یا څیره هغه کس ته ویل کیږي چې معمولاً د یوې ټولنې او عامه فرهنګ کښې د هنر، رسنۍ، ماډلنګ او داسې نورو ډول ډول برخو کښې یو ډول ځانګړې سرشناسي او مشهورتیا ولري. داسې یو کس ډیر په اسانه د خلکو په تیره بیا د ځوانې پرګنۍ له خوا د پیژندل کیدو وړ وي او په رسمیت پیژندل کیږي. د دا ډول کسانو مشهورتیا معمولاً د ټیلیویژن، سینما، نشریاتو او ټولنیزو شبکو له لارې ورځ تر بلې زیاتیږي او وجه یې، د نشریاتو او خبري سایټونو د تغذیې په لړ کښې په رسنیو کښې د شخصیتونو موضوعاتو ته زیاته پاملرنه ده. دا پیښه د هغوي د عاید د زیاتیدو هم لامل کیږي.
یو سلیبریټي ممکنه ده د خُردبرد، د تشدد او نشې او خلاف کاریو په برخه کښې د رسوائی او حتی د تهمت په شان منفي لارو څخه هم لامشهور شي. دغه څیرې یا سلیبریټیز د پروپاګنډاؤ د جوړولو او چیلنج کولو په لړ کښې تل د رسنیو او خلکو موضوع وي.
سلبریتی (celebrity) د لاتین ژبې له celebrem څخه وتلې ده چې هم په قدرونې دلالت کوي او هم پر رش او بیروبار او ښايي چې د نن سبا په ژبې یې معنا، د یو بل په سر او اوږو په ختلو سره لوړیدل» وي.
انګریز لیکوال ریچارډ ډایر Richard Dyer) په خپل کتاب کښې لیکي چې د هالیووډ یو ستوری کومې ځآنګړنې لري چې خپل مخاطبان او کتونکي تر دومره حده ځان ته جذبوي. هغه لیکي: هغه له سره زمونږ په شان نه دی او په عین حال کښې بیخي مونږ ته ورته دی.
خلک غواړي چې له هغوي سره ووسي، د هغوي په شان شي یا حتی کله کله بیخي خپله هغه شي. سلیبریټي د خپلو مخاطبانو یا پلویانو پرته چې هغه یې خلق کړی دی او ورڅخه ملاتړ کوي، هیڅ نه دی.
*/*/*/*/*
سلبریټي یوه تیریدونکې شیبه ثبت او ضبط کوي ترڅو د ګډ ټولنیز حقیقت د یوې شیبې تصویر وي چې خپله د سلیبریټي په اندزه لړزیدونکی، کمزوری او بې دوامه دی. ړپه انګلستان کښې له شپاړس کلنو ځلمیانو څخه ترسره شوې یوه نظر پوښتنه ښودنه کوي چې ۵۴ فیصده یې غواړي چې سلیبریټیان شي.
جورج مونبیو George Monbeau ادعا کوي چې سلیبریټي یو دویم مهم رول هم لري. د ډله ایزې ګډوډۍ یو ډول وسله تر عنوان لاندې یوه څیړنه چې د "کلتوري مطالعاتو" په نړیواله مجله کې خپره شوې ښیي چې هغه خلک چې مشهورو شخصیتونو ته ډیره پاملرنه کوي، په سیاست کې ډیر لږ ښکیل دي او د اعتراض کولو او د رایې ورکولو احتمال یې هم ډیر لږ دی. . دغه سروې دا هم ښیي چې مشهور شخصیتونه په اوسط ډول د نورو په څیر ډیر خبرونه ګوري، مګر داسې ښکاري چې په دوامداره توګه بې توجه او بې پامه وي. دا کیدای شي د رسنیو د ځینو وختونو له هغو ادعاوو سره مقابله وي چې وايي،مشهور شخصیتونه موږ له ټولنیز ژوند سره نښلوي.
سلیبریټي پراخه معمنا لري او ویلې شو چې معنا یې د یو لړ ټولنیزو میعارونو له لارې پیژندلې شو. سلیبریټي هغو کسانو ته ویل کیږي چې د هنري او سپورټپ په شان نظرونو څخه د دنیا د ډیرو مشهورو رسنیو د پام وړ دي. البته ضروري ده چې دې موضوع ته پاملرنه وشي چې یوازې هنري او سپورټي برخه په نظر کښې نه ده او نورې برخې هم په کښې شاملیږي.
د سلیبریټي یوه ځانګړنه د دغو کسانو د زیات عاید دی او ځینې کسان خو کله کله له خپل کار څخه دومره زیات عاید ترلاسه کوي چې که وغواړو په دې برخه کښې یو مثال مطرح کړو نو کې شو چې د «ډیویډ بیکهم» نوم واخلو چې نه یوازې د فوټبال په وجه بلکې د ماډلنګ او فیشن په لړ کښې د ځینو فعالیتونو په وجه هم مشهور دی.
*/*/*/*/*
سلیبریټي یوازې په روانې زمانې پورې نه اړوندیږي بلکې پیړۍ پیړۍ مخکښې هم داسې کسان موجود وو چې د خلکو د پام وړ وو. د مثال په توګه په پخوا زمانو کښې ډیر داسې شاعران وو چې د خپل هیواد د اتلانو لپاره به یې شعرونه او مداحۍ ویلې او خلکو به هم له دغو اتلانو سره د مینې په وجه شاعرانو ته پيسې او خواړه ورکول.
خو د پخوا وختونو مشهورو شخصیتونو شهرت ته د رسیدو لپاره باید یولړ مهمو خصلتونه لرل. د مثال په توګه مشاهیر په پخوانیو ورځپاڼو او مجلو کښې موندل کیدې شي. په دې فرق سره چې دغو مشهورو کسانو د ټولنیزې اغیزشیندنې له لحاظه وړومبۍ باید خصلتونه ترلاسه کول او بیا به رسنیو دغه خصلتونه څرګندول. د مثال په توګه د «میشل فوکو» د ژوند په وختو کښې هیڅ چا هغه د یو مشهور فلاسفر په توګه نه پيژنده خو د عمر په وروستیو ورځو کښې ورو ورو په یو شخصیت بدل شو. داسې له ډیرو پوهانو او هنرمندانو سره شوي دي او مشهورتیا یې د وخت په تیریدو سره او د هغوي د ژوند د حقیقتونو په ذریعه رامینځته شوې ده.
خو د شلمې پیړۍ په کلونو کښې د رسنیو په ودې او د ماډرن رسندوي ډولونو په راتګ سره، کلتور هم له سترو بدلونونو سره مخامخ شو او زیاتره بصري یعنې د لیدو وړ شو. حقیقت دا دی چې د انسان پوهه او ادرکي سیسټم هیڅکله د نن ورځې په شان بصري نه و. په دې کار سره د مشهورتیا بهیر هم بصري شو. په داشان حالاتو کښې نوره نو مهمه نه ده چې تا کوم مهم کار ترسره کړی یا کومه بریا لرې بلکې د استعداد او وړتیا اصلي معیار د بصري کیدو لپاره دی. په هم دې وجه د سینما اداکاران له مهم کیږي.
*/*/*/*
د نن سبا په رسنیو کښې د لا بصري کیدو په ګټه معنا او مفهم کم شوی دی او نوي سلیبرټیان حتی د سپورټ او سینما له سوپر سټارز نه هم بدل دي. اوس مونږ ټول له داسې سلیبریټیانو سره مخامخ یو چې ضرورت نشته چې کوم خاص هنر یا کوم بل څیز یې زده وي بلکې بس دومره پوه وي چې څنګه د خلکو د سترګو په وړاندې راشي او په غریزي توګه په یولړ اصولو پ،ه وي او هغه اعمال کړي. دا بیخي د هغو سلیبریټیانو طریقه ده چې زمونږ په زمانه کښې موجود دي. هغه کسان چې د انسټاګرام په شان شبکو کښې موجود دي او په ورځ کښې څو ځلې یې په رسنیو کښې وینو.
په دې وجه هرڅومره چښې د ورځپاڼو، سینما او ټیلیویژن په شان رسنیو څخه د ماډرن رسنیو او انټرنیټ او مجازي پلیټ فارمونو په لور راځو، د لا بصري والي په ګټه معنا او مفهوم کمیږي او اصلي واکمني د خلکو په جیبونو کښې د موجودو شخصي رسنیو په برخه کیږي.
دا خبره صحي ده چې «ماډرن رسنۍ کولې شي معناوې او مفهومونه منتقل کړي» خو دا امکان نشته چې هغه معناوې او مفاهیم په خپل حقیقي شکل انتقال کړې شي. په ټولنیزو شبکو کښې یوه پیښه رامینځته کیږي خو دغه پيښه معنا نه ورکوي. د مثال په توګه په پخوا زمانه کښې به چې مو یو کتاب لوسته نو ممکنه وه چې ستاسو په ذهن کښې ترې یوه معنا رامینځته شي، بیا چې ورځپاڼې راغلې نو ومو لیدل چې معناوې نرۍ او کمزورې شوې. ټیلیویژن چې راغی نو د مفاهیمو ښودل یې پيل کړل او اوس په نویو رسنیو کښې حتی د هغه معناوې ښودل هم ګران او سخت دي. په دې وجه چې په ماډرن رسنیو کښې له مخاطب سره ډیره سرسري ذهني ښکیلتیا رامینځټه کیږي.
/*/*/*/*/*/*/
کوم تحلیلي ادبیات چې د سلبریټي په څیړنو کښې کارول کیږي زیاتره د انتقادي نظریو په بنیاد دي او سلیبریټیان د توکو او پانګوالو وسایلو د تولید او مصرف لپاره د سرمایه دارۍ نتیجه ګڼي. که څه هم د سلبریټي تاریخي څیړنه مونږ د تبلیغاتو د صنعت او د ډله ایز ارتباط د رسنیو له لارې د سرمایه دارې ټولنې کړچار ته لارښوونه کوي خو د نامتو شخصیتونو انتقادي شننه او د شهرت د ایډیالوژۍ کمول په ټولنه کې د نامتو شخصیتونو کلتوري دندو او د شهرت کلتوري او نیمایي ځانګړتیاو باندې د څیړونکي سترګې پټوي.
د «ستوري» کلمه په اول ځل په انګلستان کښې د هغې ښځینه لوبغاړې لپاره استعمال شوه چې وتوانیدله یوازې د خپل نوم په کارولو سره به یې په تیټر کښې د ډرامې د ټکټونو خرڅون زیاتوه. خو د اوولسمې پيړۍ وروسته د تاریخ لوستل ښودنه کوي چې د سلیبریټي جوړونې بهیر له سمدستي رامینځته کیدونکو احساساتو او له غیرحقیقي چارو سره یې د یو ځآې کولو له اغیزې څخه پوره پوره استفاده کړې او سرمایه سالاري او له هغې زمانې څخه مالي ګټه پورته کول يې د دغه بهیر په وړومبیتوب کښې راوستي دي. په دې حال کښې د سلبریټي کلتوري کارکردي همهغه شان له هغو ډالرو ډیره حساسه ده چې له دې لارې د سرمایه دارانو جیب ته ځي.
*/*/*/*
ګرانو دوستان د دې لړۍ په راتلونکې برخه کښې به په ایران او نړۍ کښې د سلبریټي جوړونې په بهیر کښې د دغې کړنلارې د ځینو نمونو څیړنه وکړو.......