ښه عادتونه ۳۶
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i123988
ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د نیوکې او انتقاد د منلو د مهارت او د هغه د کړچاري اصولو او مهارتونو په هکله خبرې وکړې، په دې ننني پروګرام کښې د دغو مهارتونو د زیاتولو او ورته د رسیدو د تاکتیکونو جاج اخلو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 24, 2022 12:56 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۳۶

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د نیوکې او انتقاد د منلو د مهارت او د هغه د کړچاري اصولو او مهارتونو په هکله خبرې وکړې، په دې ننني پروګرام کښې د دغو مهارتونو د زیاتولو او ورته د رسیدو د تاکتیکونو جاج اخلو.

د یو ښه ژوند د لرلو لپاره د بدن و روح دواړو سلامتیا مهمه ده. کله کله د خپل نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره  د ژوند په سټایل او طریقه کښې بدلون ضروري وي. د ښه عادتونه تر عنوان لاندې دې لړۍ کښې د خپلو ناسمو  عادتونو ځاې، سمو او ښو عادتونو ته ورکوو. خو دا ویل ضروري ګڼو چې کومې سپرښتنې چې په دې پروګرام کښې کیږي، کلّي دي او ممکنه ده ځینې په کښې د ټولو لپاره مناسبې نه وي. د ضرورت په بڼه کښې د خپل ژوند په روده کښې د ځینو بدلونونو د راوستلو لپاره له خپل ډاکټر یا صلاحکار سره هم مشوره کولی شئ.

*/*/*/

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د نیوکې او انتقاد د منلو د مهارت او د هغه د کړچاري اصولو او مهارتونو په هکله خبرې وکړې، په دې ننني پروګرام کښې د دغو مهارتونو د زیاتولو او ورته د رسیدو د تاکتیکونو جاج اخلو.

کله چې له نیوکې سره مخامخیږو نو په زیات احتمال، ناخوښه احساسات تجربه کوو. د دغو احساساتو د کمولو او د خپلې روحي سلامتیا د ساتنې لپاره یولړ ټکیو ته پاملرنه پکار ده. دغه ټکي به مرسته وکړ ي چې په ځان کښې د نیوکې د منلو روحیه زیاته کړو او خپلې ټولنیزې اړیکې هم ښې کړو. نو د پروګرام په دوام کښې د نیوکې د قبلولو د روحیې د زیاتولو لارې چارې وړاندې کوو.

*/*/*/*/*/*

په مونږ کښې زیاتره کسان چې کله له نیوکې سره مخامخیږو نو دفاعي حالت غوره کوو او دا طبیعي چاره ده. خو دا چې د ناهیلۍ احساس وکړو او پریږدو چې دغه هیجانات راباندې غلبه وکړي نو د حالاتو په بدلون کښې هیڅ مرسته نه کوي. ترټولو ښه کار دا دی چې ځان ته د دې ټکي یادونه وکړو چې غلطي له هر چا نه کیدې شي او مونږ د غلطیو په دوران کښې نوي مهارتونه زده کوو. انتقاد او نیوکه د هر کس په ژوند کښې یوه نه بیلیدونکې چاره ده و که ورسره په رغنده توګه چلند وکړو نو ورڅخه به ارزښتناک نتایج زده کړو. نو ښه دا ده چې کله درباندې نیوکه وشي نو خپله غصه وغره باید کنټرول کړئ او د مقابل کس په خبرو تمرکز وکړئ ترڅو له خبرو یې مثبت ټکي راټول کړئ.

د انتقاد منلو د روحیې د زیاتولو لپاره هڅه وکړئ چې سمدستي غبرګون ونه ښیئ. په یوې مسکا سره خپل مقابل لوری پوهولې شئ چې په خبرو به یې سوچ او غور وکړئ. لږترلره له ۲۰ نه تر ۳۰ دقیقو پورې هڅه وکړئ چې په یو بدل ماحول کښې ووسئ او حتی په ذهن کښې مو هم د دغو شویو خبرو په هکله سوچ مه کوئ. د دغه وخت له تیریدو او د ذهن له ارامه کیدو وروسته تاسو کولې شئ چې په یوې لا حقیقت پسندانه لید سره په دې مسئلې غور وکړئ او فیصله وکړئ. هم داشان هڅه وکړئ کله چې یو کس په تاسو نیوکه کوي نو هغه نیوکه په کره توګه په کړچار باندې متمرکزه کړئ چې هغه هد ګرځولې وي او د هغه خبرې په کلي توګه د خپل شخصیت په هکله مه ګڼئ.

*/*/*/*/

د انتقاد منلو د روحیې د زیاتولو یوه بله لاره دا ده چې د نیوکه کونکي په انګیزې خبر شئ. په دې وجه د چټک او سمدستي غبرګون ښودلو ته ضرورت نشته. د دې په ځاې، له ځانه ځینې پوښتنې وکړئ او ځواب یې ورکړئ. د مثال په توګه د څه په هکله چې درباندې نیوکه شوې ده آیا ستاسو لپاره د کنټرول وړ ده؟ آیا د نیوکه کونکي کس لیدتوګه ستاسو لپاره اهمیت لري؟ آیا له نیوکه کونکي کس سره سیالي او رقابت لرئ؟

د دې پوښنې ځواب ورکول ترډیره حده درښايي چې آیا په دغې نیوکې باندې غور پکار دی او که نه او که ورباندې د غور ضرورت وي نو تر کومه حده باید اهمیت ورکړئ.

په داسې وختونو کښې بهتره ده چې د نیوکو له ختمیدو وروسته له یو داسې کس سره خبرې وکړئ چې ورباندې باور لرئ او تاسو ښه پیژني. تاسو ضرورت لرئ چې خپل احساسات او افکار له یو داسې کس سره شریک کړئ او هم داشان غوره ده چې د هغه له لارښوونو او نظریاتو ګټه واخلئ.

یو بل مهم ټکی چې په دې لړ کښې د غلط فهمۍ مخه نیسي، دا دی چې هر کله چې یو کس په تاسو باندې نیوکه کوي، په اوله درجه کښې هڅه وکړئ حتی که ستاسو لپاره ډیره سخته هم وي خو په ارامښت سره یې خبرو ته غوږ ونیسئ. له هغه سره خپل د سترګو ارتباط وساتئ او په مسکا سره یې خبرو ته توجه وکړئ. د هغه د خبرو له ختمیدو وروسته د هغه د خبرو په مطلب غور وکړئ. دا چاره سبب کیږي چې کومې غلط فهمۍ چې ستاسو ترمینځ رامینځته شوې دي، ختمې شي.

*/*/*/

د خپل مقابل لورې د نیوکو له اوریدو وروسته هر وخت چې د ځواب لپاره مناسب ګڼئ ځواب یې ورکړئ. دغه ځواب باید ځینې ځانګړنې ولري. په وړومبۍ مرحله کښې باید د خپلو تیروتنو بخښنه وغواړئ. یاد ولرئ د بخښنه غوښتنې معنا دا نه ده چې ګنی تاسو ټولې نیوکې او غلطیانې منلې دي خو د دې څرګندونه کوي چې تاسو په دغې مسئلې کښې خپله برخه منئ.

په دویمه مرحله کښې بهتره ده خپل مقابل لوري ته دا ووایئ چې ستا له نظره د هغه د نیوکې کومه برخه رغنده وه او تاسو فکر کوئ چې هغه صحي وايي. داشان خبرې سبب کیږي چې په مقابل لوری مو یو مثبت احساس راشي او ستاسو ترمینځ لا لوړ تعامل او یوزړه توب ټینګ شي.

په ورپسې مرحله کښې له خپل مقابل لوري وغواړئ چې یوه حل لاره هم درته وښايي. دا چاره سربیره پر دې چې به مقابل لوري کښې مو یو مثبت احساس پیدا کوي، سبب کیږي چې تاسو هم له مختلفو حل لارو سره بلد شئ. د نیوکه منلو د روحیې پیاوړتیا سبب کیږي چې له نیوکې نه د خپل پرمختګ لپاره ګټه پورته کړئ. او که نیوکې رغنده بڼه لري نو د خپلې ترقۍ او لوړتیا په لړ کښې ترې کار اخیستې شئ.

بیا کله چې له خپلو تیروتنو او کمزورو ټکیو سره مخامخیږئ، د هغو د ختمولو لپاره له نورو مرسته واخلئ. هم داشان د خپلو کمزوریو د ختمولو لپاره د اړونده کتابونو په لوستلو سره ځیني مطالب هم زده کولې شئ. معمولاً دا ټولې حل لارې ستاسو په کار نه راځي نو مناسبې حل لارې ترې جلا کړئ. له نورو څخه مرسته اخیستل په تاسو کښې د ارتباطي مهارتونو په شمول د مختلفو مهارتونو په زده کولو کښې ستاسو مرسته کوي.       */*/*/*/*/*/*

ګرانو دوستانو، تر دې ځایه د نیوکه منلو د روحیې د زیاتولو له لاروچارو سره بلد شو. اوس په ځان کښې د دغو مهارتونو د پیاوړې کولو لپاره یو شمیر تاکتیکونه بیانوو ترڅو ځانونه د نیوکې منلو ته لازیات تیار کړو.

د نیوکې په وخت کوشش وکړئ چې بې له تعصبه یې ومنئ او د حقیقت د لټولو لیواله ووسئ. د هر ډول نیوکې منل حتی که اغیزناکه او ګټه وره وي، ګران دي. په مطلوبه توګه نیوکه باید مصبته، معلومه، عیني او رغنده وي. په حقیقي اغیزشیندنې سره نیوکه کول یو هنر دی، شاید نیوکه کونکی ښه نیت ولري خو د نیوکې انداز یې یې داسې کمزوری وي چې د ځوریدنې او خوابدۍ سبب شي، لپاره د دې چې نیوکه په رښتیا رغنده وي، هدف یې باید د موقعیت ښه کیدل وي او د غیردوستانه لهجې له استعمالولو او یا له شخصي او غرضي حملو څخه خالي وي.

د نیوکې زغمل او ورباندې پوهیدل په حقیقت کښې د ژوند یو داسې مهارت دی چې د کور، ښوونځي، پوهنتون او د کار د ځاې په شمول د ژوند په ډیرو ځایونو کښې په کار راځي. په ادب سره د نیوکې د اوریدو لپاره هڅه وکړئ دا خبره ومنئ چې تاسو بې نقصه نه یئ. هر کله چې یو کار شروع کوئ نو که داسې فکر وکړئ چې هیڅ غلطي به در نه ونه شي نو ځان غولوئ. له تاسو تیروتنه کیږي. له ټولو غلطي کیږي، مهمه خبره دا ده چې له خپلو تیروتنو عبرت واخلئ او یوه غلطي دوباره تکرار نه کړئ.

*/*/*/*/*

هم داشان کوشش وکړئ چې تعصب پریږدئ. دا حقیقت ومنئ چې نور کسان شاید یو داسې څیز وویني چې تاسو یې نه وینئ. حتی که نیوکه هم درباندې ونه شي، دا فکر وکړئ چې شاید نور یو داسې ټکی ویني چې تاسو پرې حتی خبر هم نه یئ. که هغوي وايي چې تاسو یو منفي پال یا خودغرضه انسان یئ خو په خپله دا خبره نه احساسوئ، شاید چې تاسو هم دغه شان یئ خو په ځان نه یئ خبر. نو بس تعصب او ځیل پریږدئ او دې حقیقت ته پاملرنه وکړئ چې ښايي هغوي په حقه وي او له دغه فرصته په خپله ګټه کار واخلئ ترڅو د ځان جاج او څیړنه وکړئ.

که یوې نیوکې پام ونه کړئ نو د خپلو ټولو تیروتنو په تکرارولو محکوم یئ. نو بس د نیکه کونکي له خبرو څخه یادداشتونه واخلئ او ورڅخه پوښتنې وکړئ. هڅه وکړئ چې د نیوکه کونکي نظریې په ځیر سره وڅیړئ او ووینئ چې ستاسو د کار یا کړچار کومه برخه د هغه له نظره کمی یا نیمګړتیا او ستونزه لري. کله کله خبرې کول له عمل کولو ډیر اسان وي خو د موثرو نیوکو ترلاسه کول یو داسې فرصت رامینځته وي چې خپل چاپیریال بدل ووینئ، خپل کړچار ښه کړئ او له خپلو غلطیانو زده کړه وکړئ.

*/*/*/*/*/*/

د نیوکه منلو د روحیې پیاړتیا ډیرې ګټې لري. یوه ډیره مهمه ګټه یې دا ده چې سبب کیږي د یوې داسې خبرې په اوریدو سره چې زمونږ لپاره دردونکې ده، په فکر کښې لاړ شو او داشان مو په ذهن کښې ځینې نوې آیډیاوې وده وکړي او ښه والی په کښې راشي. د وړتیا د غوړیدو دنیا ډیره ارزښتناکه دنیا ده. هم داشان کله کله کسان ډیر ښه کوشش کوي خو په ښه توګه فکر نه شي کولې. دغه کسان چې هرڅومره له نیوکو سره په مخامخیدنه کښې پیاوړې وي، دومره یې د ذهن او د فکر کولو قدرت هم زیاتیږي.

د نیوکو منلو یوه بله مهمه ګټه دا ده چې لامل کیږي ښه نیوکه کول هم زد کړو او ښې نیوکې واورو او له بدو نیوکو څخه ډډه وکړو. زده کړو چې  غچ اخیستل باید پریږدو. نیوکه منل له انتقام اخیستو سره هیڅ اړه نه لري نو بس حتی که که د مقابل لوري نیوکه ستاسو لپاره په هیڅ توګه د منلو وړ نه وي نو د غلي پاتې کیدو کوشش وکړئ او د چایو یا داسې بل ګټه ور څیز په څښلو خپل پام غلط کړئ. انتقاد منل یعنې باید د اوریدو قدرت ولرو او د انتقام په فکر کښې نه شو. د هرې نیوکې تر شا، حتی که په شخصي دښمنۍ سره وي، د هیلې او ښه والي یوه رڼا لیدل کیږي. هغه تکنیکونه چې په مونږ کښې د نیوکه منلو د زیاتیدو سبب کیږي، ډیر زیات دي. دومره بس ده چې مسکي شو او د هر څه جاج واخلو.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی