د رڼا سرچینې
(last modified Tue, 03 Jan 2023 12:31:12 GMT )
Jan 03, 2023 17:01 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (دیارلسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د بقرې سورت د ۲۷۳م آیت شأن نزول او اصحاب صُفه څېړو چې فرمايي: صدقات د هغه فقیرانو دي چې د خدای په لاره کې پاتې راغلي او نه شي کولای د ژوند لګښت برابرولو لپاره په ځمکې کې سفر وکړي. له ډېره زغمه، نا خبره شخص، دوی پیاوړي یادوي. دوی د خپلو څېرو څخه پېژندل کېږي. په ټینګار سره له خلکو څخه څه نه غواړي. او هرڅه چې دوی ته ورکړئ، یقینا خدای له هغه څخه خبر دی.

د مکې او مدینې یوشمېر مسلمانانو د کډوالۍ او په قبیلو کې د خپل کور، ځای او شتمنیو د لاسه ورکولو له امله، اړ شول ترڅو په مسجدالنبي کې هستوګن شي. خو ځکه چې په جومات کې د دوی د اوسېدو دوام، د جومات له شأن سره سم نه وو، امر ورته وشو صُفې ته ولاړ شي. صُفه د سیوري او همدارنګه  د دوبي خونې په مانا هم دی، چې د خرما په لښتو سره پوښل شوی وي؛ خو په اصطلاح کې هغه سیوري لرونکي ځای ته وايي، چې د مسجدالنبي په شمالي برخه کې د مکې کډوالو د اوسېدو لپاره په پام کې نیول شوی وو. د صُفه اصحابو شمېره په بېلابېلو شرایطو کې کمه او ډېرېدله. کله به د دوی ځینو کسانو واده کولو او یا به مسافر کېدلو، یا په جهاد کې یې برخه اخیسته او د دوی له ډلې څخه بېلېدل؛ له دې امله د دوی شمېره کمېدله.

د اصحاب صُفه په منځ کې ځیني ستر صحابه وو، «ابوذر غفاري»، «سلمان فارسي»، «بلال بن ریاح»، «عمار»، «مقداد» «عبدالله بن مسعود» او د اسلام ډېری نور ستر شخصیتونه په لومړي سر کې په دې اصحابو کې وو. دوی په مکې کې خپله ټوله شتمني پرې ایښې وه او مدینې کې یې هم شتمني نه درلوده، ترڅو ورسره یو کار پیل کړي. له دې سره، خپل عزتِ نفس یې ساتلو او د خدای د رضایت لپاره یې خپله لوږه او بېوځلي پټوله. د دوی ځیني کسان د یخنۍ ستونزې د حل لپاره د ژمي په موسم کې سمڅو ته تلل. خدای تعالی د صُفه مېشتو د ژوند ښه کېدو لپاره د بقرې سورت ۲۷۳م آیت نازل کړ چې فرمايي: صدقات د هغه فقیرانو دي چې د خدای په لاره کې پاتې راغلي او نه شي کولای د ژوند لګښت برابرولو لپاره په ځمکې کې سفر وکړي. له ډېر زغمه، ناخبره شخص، دوی پیاوړي یادوي. دوی د خپلو څېرو څخه پېژندل کېږي. په ټینګار سره له خلکو څخه څه نه غواړي. او هرڅه دوی ته ورکړئ، یقینا خدای له هغه څخه خبر دی.

خدای تعالی په دې آیت کې مسلمانانو ته امر وکړ چې د اصحاب صُفه سره تر خپلې وسې مرسته وکړئ. له دې امله، د انصارو ځینو کسانو، د اصحاب صُفه له ځانګړو کسانو سره مرسته کوله. د بېلګې په توګه: د خزرج قبیلې مشر سعد بن عباده هره شپه د اصحاب صُفه ۸۰ تنو ته ډوډۍ ورکوله. پیغمبر(ص) هم له دې ډلې سره په ډوډۍ کې شریک وو. څرنګه چې ده ته به ډوډۍ رسېدله، پر اهل صُفه یې وېشله.

پیغمبر(ص) د اصحاب صُفه د اقتصادي مدیریت لپاره دوی یې واده ته هڅول. یوه ورځ حضرت رسول(ص)، جوبیر چې تور پوستی، ټیټ ونی وو او ښکلی نه وو، د اصحاب صُفه په منځ کې ولید. له هغه څخه یې وپوښتل: ولې واده نه کوې؟ جوبیر د پیغبر(ص) له دې خبرې حیران شوی وو، وویل: یا رسول الله نه مال لرم او نه ښایست، نه حسب لرم او نه نسب، څوک ماته ښځه راکوي؟ او کومه ښځه به لېواله وي چې زما غوندې تورپوستي او اړمن کس سره واده وکړي؟ پیغمبر وفرمایل: اې جوبیره! خدای تعالی د اسلام په وسیله د خلکو ارزښت ته بدلون ورکړ. ډېری کسان د جاهلیت په دوران کې محترم وو او اسلام د دوی ارزښت کم کړ. او ډېری کسان د جاهلیت په وخت کې خوار او اړمن وو او اسلام د دوی قدر او منزلت لوړ کړ. خدای د اسلام له لارې د جاهلیت ځان غوښتنې او په نسب او کورنۍ ویاړ له منځه یوړ. اوس ټول کسان تور او سپین، قریشي او غیر قریشي، عربي او عجمي په یوه درجه کې دي، هېڅوک پر بل چا غوره نه دی. زه د مسلمانانو په منځ کې یوازې هغه څوک له تاسو لوړ ګڼم چې تقوا او عمل یې له تاسو ښه وي.

حضرت رسول کله چې جوبیر له تېروتنو رابهر او هغه یې خپل ژوند ته ډاډمن کړ، امر یې وکړ د زیاد بن لبید انصاري کور ته ولاړ شي او د هغه لور  ذلفا ځانته وغواړي. زیاد بن لبید د مدینې له بډایو او شتمنو کسانو څخه وو. د دوی د قبیلې کسانو ډېر درناوی ورته درلود. کله چې جوبیر کور ته ننوتلو، د لبید ډېری خپلوان هلته وو.  جوبیر له کېښناستلو وروسته لږ صبر وکړ او بیا یې سر اوچت کړ او زیاد ته یې وویل: زه د پیغمبر له خوا تاسو ته پیغام لرم، پټ  یې ووایم که ښکاره؟ زیاد وویل: د پیغمبر پیغام ماته ویاړ دی، البته په ښکاره یې ووایه. جوبیر هم له ځنډ پرته د پیغبر خبره وویله، زیاد د دې ډول وړاندیز په اورېدو په حیرانتیا سره وویل: آیا پیغمبر خپله دا موضوع یې تاسو ته وویله؟ جوبیر هم ځواب ورکړ: زه خو له خپله ځانه خبرې نه کوم، ټول ما پېژني، دروغ نه وایم. زیاد په حیرانتیا سره وویل: تعجب دی، زموږ دود داسې نه دی چې خپله لور له خپلې قبیلې پرته بل چا ته ورکړو. ته ولاړ شه زه خپله د پیغمبر خواته ځم او په دې اړه له هغه سره خبرې کوم. جوبیر حرکت وکړ او له کوره ووت، څرنګه چې تلو له ځان سره یې ویل: په خدای قسم هغه څه چې قران ویلي او هغه څه چې د محمد نبوت د هغه لپاره دی، پرته له دې دي چې زیاد یې وايي.

د لبید ښکلې لور ذلفا چې په ښکلا او ښایست مشهوره وه، د جوبیر خبرې یې واورېدې، د پلار خواته راغله او له هغه څخه یې وپوښتل: پلار جانه! دا سړی چې له کوره ووت له ځان سره یې څه ویل او موخه یې څه وه؟ زیاد په سپکاوي سره وویل: دا سړی ستا خواستګارۍ ته راغلی وو او ادعا یې کوله چې پیغمبر رالېږلی دی. ذلفا ټکان وخوړو او وویل: داسې نه چې پیغمبر رالېږلی وي او ستا منفي ځواب، د پیغمبر له امره سرغړونه وګڼل شي. مهرباني وکړئ وړاندې له دې چې دی د پیغمبر خواته ولاړ شي، ته ولاړ شه او څېړنه وکړه چې خبره څه ده. زیاد همدا کار وکړ او په بېړه یې خپل ځان پیغمبر ته ورساوه او وویل: یا رسول الله! جوبیر زما کور ته راغلی وو او ستاسو له خوا یې داسې پیغام راوړی وو، غواړم ووایم زموږ دود او دستور دا دی چې خپلې لورګانې یوازې د خپلې قبیلې هم شأنو ته چې ټول انصار او ستاسو یاران دي ورکړو. پیغمبر په ځواب کې وفرمایل: اې زیاده! جوبیر مؤمن دی. هغه شأنیتونه چې یې فکر کوې نن له منځه تللي دي. مؤمن نارینه د مؤمنې ښځینه هم شأن دی.

زیاد کورته راستون شو او د خپل لور ذلفا خوا ته ولاړ او خبره یې ورسره شریکه کړه، او د هغې د نظر پوښته یې وکړه. ذلفا چې په رسول الله یې ایمان درلود وویل: پلار جانه زما په باور، د رسول الله وړاندیز مه رد کوه. مطلب ما پوري اړه لري. جوبیر چې هرڅه وي، زه باید راضي و اوسم، او ځکه چې رسول الله په دې کار خوښ دی زه هم راضي یمه. زیاد خپله لور ذلفا جوبیر ته په نکاح ورکړه. مَهر یې له خپل مال څخه وټاکلو. بیا یې له خپل مال څخه کور او بشپړ توکي هم چمتو کړل، له دې سربېره یې زوم ته دوې مناسبې جامې هم چمتو کړلې. ناوې یې په عطر او سینګار سره هغه کور ته یوړه.

شپه راورسېده. جوبیر نه پوهېده هغه کور چې ورته په پام کې نیول شوی وو کوم ځای کې دی. جوبیر هغه کور او هغه ځای ته معرفي شو. همدا چې سترګې یې په هغه کور او توکو او هغې ښکلې ناوې ولګېدې، تېر وختونه یې په یاد راغلل. له ځان سره یې فکر وکړ چې زه غریب او اړمن کس، دې ښار ته راغلم. هېڅ مې نه درلودل، نه مال، نه ښایست او نه نسب او نه هم کورنۍ. خدای تعالی د اسلام له لارې دا ټول نعمتونه ماته راکړل. دا اسلام دی چې دا ډول بدلون  په خلکو کې راولي چې فکر یې هم نه کېدو. زه باید څومره د خدای شکر پر ځای کړم. هماغه وخت د خدای د شکر ادا کولو او رضایت حالت په ده کې پیدا شو، د خونې یوې څنډې ته ولاړ او د قرآن تلاوت او عبادت یې پیل کړ. یو وخت پوه شو چې د سهار لمانځه وخت رسېدلی. هغه ورځ یې د دې ستر نعمت له امله چې ورته رسېدلی وو د روژې نیت وکړ. کله چې مېرمنې د ذلفا خوا ته ولاړې هغه یې بکر او لاس نه خوړلې ولېدله. ښکاره شوه چې جوبیر اصلا ذلفا ته نږدې شوی نه دی. دوې نورې شپې هم په دې ډول تېرې شوې. جوبیر ډېرې ورځې روژه وو او د شپې یې تلاوت او عبادت کوو. لږ لږ دا فکر د ناوې کورنۍ ته پیدا شو چې شونې ده جوبیر یوه ځانګړې ستونزه یا ناروغي ولري. کله چې دا مطلب رسول الله ته ورسېد، جوبیر یې راوغوښت او له هغه څخه یې وپوښتل: ولې تراوسه د ناوې ترڅنګ نه یې تللی؟ جوبیر په شرم سره ځواب ورکړ: یا رسول الله! کله چې هغه کور ته ننوتلم او خپل ځان مې په هغه نعمتو کې ولید، په فکر کې ډوب شوم چې خدای، دې ناقابله بنده ته څومره عنایت کړی دی، د شکر او عبادت حالت په ما کې پیدا شو. اړینه مې وګڼله چې له هرڅه وړاندې د خدای شکر په عبادت سره ادا کړم. له نن شپې به د خپلې مېرمنې ترڅنګ و اوسم. له دې وروسته جوبیر او ذلفا ښه ژوند له یو بل سره درلود تر دې چې جهاد رامنځته شو او جوبیر په هغه نشاط سره چې د اهل ایمان پورې ځانګړی دی، په هغه جهاد کې ګډون وکړ او په شهادت ورسېد.

ژباړه: زماني