د رڼا سرچینې
(last modified Wed, 11 Jan 2023 09:39:01 GMT )
Jan 11, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (څوارلسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د ربا په اړه ځیني آیتونه لکه د آل عمران ۱۳۱م آیت  او د بقرې سورت د ۲۷۸ - ۲۷۹ آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَ ذَرُوا ما بَقِیَ مِنَ الرِّبا إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنینَ / فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْب مِنَ اللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ إِنْ تُبْتُمْ فَلَکُمْ رُؤُسُ أَمْوالِکُمْ لا تَظْلِمُونَ وَ لا تُظْلَمُونَ

د بدر جنګ، د قریشو له کفارو سره د مسلمانانو لومړی ستر جنګ وو چې د هجرت په دویم کال کې رامنځته شو او د قریشو مشرکانو د ماتې لامل شو. پیغمبر خپل پکې ګدون کړی او د جګړې مشرۍ یې پر غاړه درلوده. ابوجهل او دقریشو نور مشران ووژل شول او یوشمېر هم اسیران شول او نور هم وتښتېدل.

له جګړې وروسته د اسیرانو د برخلیک په اړه اختلافونه رامنځته شول؛ ځینو مسلمانانو د اسیرانو د وژلو غوښتنه کوله. خو پیغمبر(ص) بیا د فدیې ورکړې یا د مسلمانو ماشومانو ته د لیک لوست زده کړو په مقابل کې د اسیرانو د خوشي کېدو خبره کوله. او په پایله کې وټاکل شوه چې هر اسیر له زرو تر څلورو زرو درهم فدیه ورکړي. (فدیه په لغت کې د اسیر یا بندي د خوشي کولو لپاره د مال ورکولو په مانا دی) قریشو په تدریج سره د فدیې په لېږلو سره خپل اسیران خوشي کړل. د بدر د اسیرانو په منځ کې، د پیغمبر(ص) تره عباس هم لیدل کېده. کله چې پیغمبر کور ته ننوتلو، موسکی شو. کله چې حضرت وخندل، عباس وویل: باید وخاندې بریالی شوې، زموږ اویا کسان دې ووژل او زموږ اویا کسان دې هم اسیران کړل! پیغمبر اکرم (ص) وفرمایل: کاکا! زما دا خندا د بریا خندا نه ده، زما دا خندا د تعجب خندا ده، زه غواړم په ځنځېر او پړي سره تاسو د جنت په لور بوځم، خو تاسو چمتو نه یاستئ چې ولاړ شئ. زما خندا ملنډي نه دي؛ د بریا خندا نه ده؛ حیران یم چې دیارلس کاله مې په مکې کې غوښتل تاسو جنت ته یوسم او تاسو را نه غلئ.

د پیغمبر تره عباس د مکې له مشهورو رباخورو څخه ګڼل کېده، او له دې لارې یې ډېره شتمني پیدا کړې وه.  البته ربا د قریشو د بډایو او شتمنو د ژوند یوه برخه وه. ربا یانې په معاملې یا قرض کې د ډېر اخیستلو په مانا دی. یوه څه پیسې یوڅوک قرض ورکوي او له هغه څخه بیا ډېر اخلي، یو جنس ورکوي او له هماغه جنسه بیا، ډېر څه ترلاسه کوي. دا ښکارنده د جاهلیت حتی د اسلام د ظهور په وخت کې هم عادي امر وو، له دې امله په عمومي فکرونو کې ناوړه نه وو. دوی ربا یو ډول پېر او پلور یادوو، چې ډېره ګټه لري، ځکه چې له دې سربېره چې له خپل معمولي سوداګرۍ ګټه ترلاسه کوي، د ربا ګټه هم ورزیاتېږي. دا ډول ربا خوړل د دې لامل ګرځېد چې پانګه د پوروړي له لاسه تله او له ربا خوړونکې سره جمع کېدله، له دې سره چې د پوروړي اړتیا هره ورځ ډېرېدله او دې کار لږ لږ د هغه ژوند تباه کوو، داسې چې ځینو پوروړو د بېوځلۍ له امله په ناچارۍ د هغه رباخوړونکي مزدور یا غلام کېدو. له دې امله، د آل عمران سورې د ۱۳۰م آیت په نزول سره مسلمانان له ربا څخه منعه کړل او وې فرمایل: « یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا لا تَأْکُلُوا الرِّبَوا أَضْعافاً مُضاعَفَةً وَ اتَّقُوا اللّهَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ : اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، ربا او څو چنده ګټه مه خورئ. له خدایه ووېرېږئ ترڅو نېکمرغه شئ. دا آیت د ربا پر حرمت د ټینګار او پر رباخوړونکو د سختې نیونې لپاره نازل شو. د قرآن ستر مفسر علامه محمد حسین طباطبایي په دې اړه فرمايي: خدای تعالی په دې آیتونو کې د رباخوړلو په امر کې له شدته کار اخیستی چې د دین د هېڅ یوه فروع لپاره یې نه دی کارولی؛ پرته یوه مورده چې په هغه کې سخت ګیري لکه د ربا په کار کې سختګیري ده، او هغه دا دی چې مسلمانان، د دین دښمنان پر خپل ځان واکمن نه کړي. که څه هم قرآنکریم له نورو سترو ګناهونو سره خپل مخالفت اعلان کړی او په هغوی کې یې هم سختګیري کړې ده، خو د خدای تعالی د کلام لحن د ربا او پر اسلامي ټولنې د خدای د دښمنانو واکمنېدو له موضوع ډېر نرم دی او حتی د قرآن کریم لحن  د زنا، شرابو، قمارو او له دې د سترو ګناهونو په څېر، لکه د بې ګناه کسانو وژلو په اړه له دې دوو ګناهونو څخه نرم دی.

د دې او ورته آیتونو  له نازلېدو سربېره، (لکه د نساء سورت ۱۶۱م آیت: او ربا ویل له دې سره چې له هغه څخه منعه شوي وو او د خلکو مالونه یې په ناحقه خوړل او موږ د دوی د کفر په اړه دردوونکی غذاب چمتو کړی دی.) ځینو مسلمانانو له ربا خوړلو ډډه ونکړه، او اوس هم د دوی په منځ کې ربا دود درلود.

د پیغبر(ص) تره عباس او خالد بن ولید، د جاهلیت په وخت کې، د ربا په معاملو کې شریک وو. دوی دواړو د مکې له فتحې(د هجرت آتم کال) یوڅه وړاندې اسلام قبول کړ. دوی لکه د نورو ربا خورو په څېر له واقعي بیې څخه په ټیټه بیه له پلورونکي اخیستل. د پېرلو په وخت کې ډېری پلورونکو پېرېدونکو ته د توکو په ورکولو کې پاتې راتلل، او اړ کېدل یوڅه توکي د خپل ځان لپاره وساتي. نو رباخوړونکو ته یې وړاندیز کوو چې تاسو د خپلو اخیستل شویو یوه برخه واخلئ او دوه یا څوچنده یې بل کال تاسو ته درکوو رباخوړونکو هم دا ګټور وړاندیز منلو. له دې مخې، د خلکو ټوله شتمني له منځه تلله. عباس بن عبدالمطلب او خالد بن ولید هم په دې ډول معاملو سره له دوې ګټې ترلاسه کولې. هغه ګټه له ټاکلي وخته په ټیټه بیه ترلاسه کېده او هغه بله ګټه چې د کال په تېرېدو سره د نوې شتمنۍ په توګه ورته ورکول کېده. د ربا آیتونو په نازلېدو سره، خالد د پیغمبر(ص) خواته راغی او وویل: زما پلار له ثقیف طایفې سره د ربا معامله درلوده او ځکه چې خپل توکي یې ترلاسه کړي نه وو، مات یې وصیت وکړ د پاتې توکو ورنکړل شوې ګټه ترلاسه کړم. آیا دا عمل ماته جواز لري؟ په دې وخت کې د بقرې سورت ۲۷۸ – ۲۸۱ آیتونه نازل شول او خلک یې په کلکه دې کاره منعه کړل. په دې ایتونو کې خدای تعالی ټول مؤمنان مخاطب ګرځولي او په صراحت او کلکه توګه فرمايي: اې کسانو چې ایمان مو راوړی دی الهي تقوا خپله کړئ او هغه چې له  ربا څخه پاتې دي پرېږدئ که ایمان لرئ. دې آیت په صراحت سره امر ورکړی د رباپورونه په هر حالت کې چې دي بند شي.  له هغې وروسته خدای تعالی په فوق العاده ګواښوونکي لحن سره د رباخوړونکو په اړه فرمايي:  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَ رَسُولِهِ: که له الهي فرمان( له ربا ډډه کولو) اطاعات ونکړئ خدای او د هغه پیغمبر له تاسو سره د جګړې اعلان کوي. د جګړې دا اعلان په دې مانا دی چې که رباخوړونکي له خپله کاره لاس وانخلي، پیغمبر(ص) په پوځي برخې سره به دوی له دې ناوړه عمل څخه مخنیوی وکړي. د آیت په پای کې هم زیاتوي:« إِن تُبْتُمْ فَلَکُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِکُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ: کله مو چې توبه وکړه خپله اصلي پانګه له پوروړو بېرته واخلئ او له دې سره، نه ظلم او تیری وکړئ او نه هم پر تاسو ظلم او تیری کېږي.

پیغمبر د ربا له ورانوونکي ښکارنده سره د مبارزې لپاره، کار یې له خپلو خپلوانو څخه پیل کړ او وې فرمایل: زما تره عباس هم د غوښتنې حق نه لري او له ټولو مخکې، باید زما خپلوان له ربا لاس واخلي. همدارنګه چې د یوې خطبې په لړ کې یې وفرمایل: د جاهلیت په وخت کې ټولې رباګانې له منځه وړم او له ټولو ډېر هغه رباګانې چې د عباس لپاره دي. له دې سربېره په یوه روایت کې راغلي چې پیغمبر(ص) د دې آیتونو له نازلېدو وروسته، د مکې واکمن ته امر وکړ: که آل مغیره چې له مشهورو رباخوړونکو څخه وو، له خپله کاره لاس وانخلي، له دوی سره جګړه وکړئ. دا هماغه جګړه ده چې د حجراتو د ۹م آیت له مخې فرمايي: له هغه ډلې سره چې تېري کوونکې ده جګړه وکړئ ترڅو د خدای تعالی امر ته غاړه کېږدي.

قدرمنو مینوالو! د دې برنامې وخت له پایته رسېدو وړاندې، له معراج آسماني سفر وروسته د پیغمبر(ص) د خبرو یوې برخې ته ستاسو پام راړوم. پیغمبر(ص) په دې سفر کې د وحي له ملائیکې حضرت جبرئیل(ع) سره پر اووه آسمانونو وګرځېد او په هر آسمان کې له نویو صحنو سره مخ شو. دوی له پیغمبرانو او ملائیکو او په ځینو آسمانانونو کې له دوزخ او دوزخیانو او په ځینو کې له جنت او جنتیانو سره مخامخ شو.د آنحضرت د خبرو په یوې برخې کې راغلي دي چې وې فرمایل: د ځینو ترڅنګ تېرېدم چې نسونه یې دومره لوی شوي وو چې نشو کولای له خپله ځایه پورته شي! له جبرئیل څخه مې وپوښتل: دا څوک دي؟ وویل: دا ستاسو د امت رباخوړونکي دي چې هرکله د پورته کېدو هوډ کوي، شیطان دوی ته مزاحمت کوي او تل دوی ځوروي. د دوی برخلیک، د آل فرعون د برخلیک په څېر دی چې شپه او ورځ له اور سره مخ کېږي او اور دوی ته ښکاره کوي او تل د دوی چغې وي. او وايي: قیامت کله راځي؟ همدارنګه وې فرمایل: د معراج په شپه هغه نارینه مې ولیدل چې د دوی نسونه د سترو کورونو په څېر وو او د دوی دننه له مارانو او لړمانو ډک وو او د دوی د نس له بهره، دننه یې لیدل کېږي! ومې ویل: اې جبرئیله! دا څوک دي؟ وویل: یارسول الله! دا ستاسو د امت رباخوړونکي دي.

ژباړه: زماني