بی نقابه امریکا
واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ په یوه مطلب کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندید سیالانو لپاره د ټرمپ مهم سیال د فلوریډا ایالت ګورنر بللې دې .
د ټرمپ د انتخاباتی کمپاین پیلیدا
په امریکا کی د اقتصادي غمیزې په اړه د امریکا د مالیې وزیر خبردارې
په امریکا کی د ډله ایزو ډزو زیاتیدا
او په ۲۰۲۲ کال کې په ناټو د امریکا د وسلو د خرڅولو دوه برابره زیاتیدا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه ده .یوه لنډه دمه کوو او بیا تاسو خدمت ته حاضریږو .
د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ د خالی په ورځ په نیوهمپشایر کې خپل انتخاباتی کمپاین پیل کړ . ټرمپ د جمهوری غواړو مشرانوپه غونډه کې وویل مونږه خپل کار پیلوو . زه له دغه ایالته د ولسمشرۍ د کاندید په توګه خپل کار پیلوم . ټرمپ ټینګار وکړ زه له تیر وخت زیات جدی او اوس له همیشه زیات ژمن یم .
د امریکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي په درشل کې يو ځل بياپه جوبایډن توندې نيوکې کړي. هغه په مشخص ډول يو ځل بيا له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو بېړني اقدام ته په اشارې ويلي چې د افغانستان جګړه ده ګټلې وه، خو بايډن د عسکرو په ژر ويستو امريکا نړۍ ته وشرموله. ټرمپ یو ځل بیا د مخکينيو نیوکو په دوام له افغانستان د امریکا وتل بې شرمانه وبلل او زیاته یې کړه، چې بایډن په دغه اقدام روسیې ته پر اوکراین د برید جرئت ورکړ. ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو لاسته د پراخو امریکايي وسلو لوېدل هم د بايډن د همدغه اقدام پايله وبلله او ویې ویل، چې طالبان که څه هم ښه جنګیالي دي، خو د د امریکايي وسلو له په لاس کې لويدو سره ډېر زړور او د بریالیتوب احساس ېې وکړ. د امریکا دغه پخواني ولسمشر طالبانو سره د ده په امرد دوحې د سولې د لاسلیک شوي تړون دفاع وکړه او ويې ويل، چې طالبانو دوی ته درناوی درلودخو د بايډن ناسمې پرېکړې امریکا نړۍ ته وشرموله.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ په یوه مطلب کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندید سیالانو لپاره د ټرمپ مهم سیال د فلوریډا ایالت ګورنر بللې دې . د فلوریډا ایالت ګورنر دوسانتیس چی د ټرمپ بالقوه سیال بلل کیږی ، په ګوګل او فیس بوک کې تبلیغات کړي دي که څه هم تراوسه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ندې کاندید شوی خو په محافظه کارانو کې د یوې محبوبې څیرې په توګه ظاهر شوی دی . هغه د سږ کال په مینځ پړاوه انتخاباتو کې هم بریالی شو او یوازنې جمهوری غواړې کاندید دې چی په نظر غوښتنو کې له ټرمپ مخکې شوی دی او د هغه غوسه یې راپارولی ده . همداراز هغه یوازنې کاندید ندې بلکې ټیم سکاټ ، مایک پنس او اساچینسون هم له مالی ملاتړو سره په خبرواترو بوخت دي .
په داسې شرایطو کې چی ټرمپ له نیوکو او چیلنجونو سره مخامخ دی ، وروستۍ نظر غوښتنې هغه د جمهوری غواړی ګوند د کاندیداتورۍ د ترلاسه کولو لپاره د خوښې وړ ټاکنه ښی . په عین حال کی د ځینو نظر غوښتنو نتیجې ښی چی دوسانتس درز کم کړی دی د ټرمپ مخکښ والې یې کم کړی دی . شاید د امریکا له ولسمشر بایډن پرته د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ په اندازه کوم کاندید پیاوړې نه وی . په عین حال کې په هماغه اندازه چی ټرمپ په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره پیاوړی ټکی لري ، له ډیرو کمزور ټکیو هم کړیږي . ټرمپ حاضر دمه د جمهوری غواړو تر ټولو محبوب کاندید دی او د دغه ګوند په اجتماعی بدنه کې زیات نفوذ لري . په عین حال کی ټرمپ ډیر قسم خوړلی دښمنان هم لري چی پکې د جمهوری غواړو ځینې مشران هم شامل دي . احتمالا د ټرمپ یا د هغه د ګوند به نه وی چی د ولسمشرۍ او په سپنې ماڼۍ په واکمنۍ کې رول ولرلې شی بلکې دا به د بایډن کړچار وی چی سیاسی برخلیک به معلوم کړي . په هر حال حاضر دمه د ولسمشرۍ د راتلونکیو ټاکنو اټکل نشی کیدلې .
د امریکا مالیې وزیر جنت یلن د حکومتی پورونو د نه ورکولو په نسبت د غوسې په څرګندولو سره خبرداری ورکړ که کانګرس د پورونو اندازه زیاته نکړی د امریکا اقتصاد به نسکور شی . یلن وویل د امریکا د پورونو په نه ورکولو غوسه دی او که کانګرس د سږ کال په اوړی کی د پور اندازه زیاته نکړی نو احتمالا امریکایان به ډیرې سختې ځوړتیا سره مخامخ شي داسې ښکاری د یلن تور اټکلونه د جمهوری غواړو په اکثریتی پارلیمان د دباو اعمالولو لپاره د بایډن دولت هڅه ده .
یلن وویل البته دا ما غوسه کوی . دا یو ویجاړونکې او غمیزناک چیلنج دی او که پور ورکړل نشی ، مونږه له یوه مالی بحران سره مخامخ کیږو او زه باوری یم چی مونږه به په هیواد کې ځووتیا ولرو . د امریکا مالیې وزیر زیاته کړه که دولت نوی پور صادر نکړی شی نو اقتصاد به نسکور شی .
یلن بیا جوته کړه چی لګښتونه هم باید له مالیاتی عایداتو سره د مطابقت په خاطر کم شي . ویل کیږی چی یلن که څه هم د دولت د پورونو د اندازې د زیاتولو په هکله د کانګرس د ځنډ د پایلو په اړه خبرداری ورکړ خو په عین حال کی د پارلیمان له نوی مشر کوین مک کارټي سره د ساعتونو ساعتونو مزاکراتو ته هم ګروهنه نلری . هغه ټینګار وکړ چی ولسمشر او د کانګرس مسول مشران د پور د اندازې د زیاتولو لپاره د لارې لټولو ذمه وار دي .
د این بی سی ټیلی ویژیونی چینل په امریکا کې د دله ایزو ډزو د زیاتیدونکی بهیر په اړه خبرداری ورکړ . دغه خبری چینل د کیلی فورنیا ایالت د په مونتری پارک سیمه کې ډله ایزو ډزو ته په اشارې سره چی پکې ۱۱ کسان ووژل شول ،. وویل په تیره یوه اونۍ کې ًپه امریکا کی د ډله ایزو ډزو ۱۱ پیښې شوی دي او داسې کومه نښه نه لیدل کیږی دا شمیر کم شي . د ډله ایزو ډزو تعریف دا دی چی د دزو په یوه پیښه کې څلور کسان مړه یا ژوبل شي . دغه چینل د دې خبرې په کولو سره چی د ۲۰۲۳ کال ۲۹ ورځې تیرې شوي دی چی په دغه موده کې ۴۴ ډله ایزې ډزو پیښې شوی چی پکې ۷۹ کسان وژل شوی . په تیرو څلورو کلونو کې په متوسط ډول د ډله ایزو پیښو شمیر د کال له ۳۶۵ ورځو زیات دی . دا لړزونکی وضعیت دې . دا مسله د رایو ورکونکیو امریکایانو لپاره لومړیتوب نلری . دا مسله یوازې درې فیصده امریکایانو لپاره مهمه ده او په حقیقت کی د مسلو په لیسټ کې په وروستۍ لیکه کی راځی .
د امریکا د خلکواکثریت د وسلو په اړه د سختو قوانینو له لګولو ملاتړ نه کوی . په سنډی هوک کې د دزو په شان پیښو په وخت دغه شمیر ډیر زیات حد درلوده ، په دې ډول چی ۵۸ فیصده امریکایان د وسلود کنټرولولو په اړه د سختو قوانینو ملاتړی وو . د ۲۰۲۲ کال په پای کی دغه شمیر ۵۷ فیصده وو . دغه نظر غوښتنه ګیلپ ترسره کړی ده . البته دغه شمیر یو وخت دیر زیات شوی وو ، په دې ډول چی د پارک لنډ له ډزو وروسته ۶۷ فیصدو ته ورسید . خو معمولا که د ډزو له کومې پیښی سملاسی وروسته په دې زمینه کې څه خاص ونشی نو واشنګټن به دغې مسلې ته بیا کوم خاص پام ونکړی . دغه د وژلې څرخه او هیڅ نه کول څو لسیزې تکرار شوی او دوام درلودلې دې .
د بایدن دولت په ناټو کې د خپلومتحدانو لپاره د وسلو په ورلیږلوسربیره هماغه راز د کی یف د وسلو تامینولو ته دوام ورکوی . ماسکو خبرداری ورکړی دی دا به په اوکراین کې د نښتو د سختیدا سبب شی . د امریکا فارن پالیسی مجلې راپور ورکړی دی د ۲۰۲۲ کال په ناټو کې خپلو متحدانو ته د وسلو د خرڅولو لپاره د واشنګټن د تایید وړ بیه او شمیر له هغه د تیر کال په نسبت کابو دوه برابره شوی دی . دا راپور جوتوی چی تیر کال د امریکا دولت په خپلو متحدانود وسلو د خرڅولو ۱۵.۵ میلیارډ ډالره موضوع تصویب کړه . په ۲۰۲۲ کی دغه ۲۸ میلیارډ ډالرو ته زیاته شوی ده .
امریکا په اروپا کی د خپلو متحدانو د وسلو د اصلی تامینونکی پهتوګه پاتی کیږی . دغه مجله همداراز راپور ورکوی چی که څه هم د وسلو د خرڅولو ځینې تړونونه له کلونه مخکې د مزاکرې وړ ګرځیدلی وو ، په اوکراین د روسیې حملې د نآتو غړی هیوادونه دخپلو پوځی لګښتونو زیاتولو او د خپلو مهماتو او تسلیحاتو بشپړولو ته ورکس ویلی دي چی د اوکراین پوځ ته ورکول کیږی .
پای