Mar 07, 2023 16:33 Asia/Kabul
  • سږ کال په نړۍ کې د روژې نیولو اوږدې او لنډې ورځې!

اقنا د الجزیرې په حواله د اسلامي نړۍ په مسلمانو هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې د اوږدو او لنډو ورځو په اړه معلومات خپاره کړي او زیاته کړې، تمه ده سږ کال به روژه د ۵ شنبې په ورځ د مارچ په ۲۳ پیل شي او د ۲۹ روژو په نیولو سره به د جمعې په ورځ د مسلمانانو اختر وي.

سږ کال په نړۍ کې د روژې نیولو اوږدې او لنډې ورځې!

اقنا د الجزیرې په حواله د اسلامي نړۍ په مسلمانو هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې د اوږدو او لنډو ورځو په اړه معلومات خپاره کړي او زیاته کړې، تمه ده سږ کال به روژه د ۵ شنبې په ورځ د مارچ په ۲۳ پیل شي او د ۲۹ روژو په نیولو سره به د جمعې په ورځ د مسلمانانو اختر وي.

کومور هېواد په عربي نړۍ کې سږ کال د ۱۲ ساعته او ۳۷ دقیقو روژې په نیولو سره تر ټولو لږ ساعتونه روژه ونیسي، خو په الجزیرې او ټونس کې به سږ کال خلک نږدې ۱۵ ساعته او ۴۵ دقیقې روژه ونیسي.

مګر د نړۍ په هیوادونو کې د روژې ترټولو اوږد ساعتونه په لاندې ډول دي:

ګرینلینډ شل ساعته، وارسا یا پولنډ ۱۸ ساعته او دیرش دقیقې، روسیه شاوخوا ۱۸ ساعته او نهه ویشت دقیقې، ډنمارک اتلس ساعته او ۲۶ دقیقې، برتانیه شاوخوا ۱۷ ساعته، پاریس شاوخوا ۱۷ ساعته، د کاناډا اوټاوا شپاړس ساعته، هسپانیه ۱۵ نیم ساعته او ایټالیا کې به شاوخوا ۱۵ ساعته روژه ونیول شي.

همدا راز به د نړۍ لیزبون، بیجینګ، واشنګټن او پوینګ یانګ کې به سږ کال له ۱۵ ساعتونو څخه تر ۱۶ ساعتونو پورې روژه ونیول شي.

خو د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د روژې تر ټولو لنډ ساعتونه په لاندې ډول دي.

د جنوبي افریقا جوهانسبرګ کې ۱۱ ساعته، د ارجنټاین بیونس آیرس کې به ۱۱څخه تر ۱۲ ساعته پورې، جنوبي افریقا کیپ ټاون کې به هم خلک ۱۱ ساعته روژه ونیول شي.

د نیوزیلنډ کریسټ کلیسا، پاراګوای، یوروګوای، د برازیل برازیلیا او د زمبابوۍ هراري هغه ښارونه دي چې سږ کال به د ۱۱ څخه تر ۱۳ ساعته پورې په کې روژه ونیول شي.

 

ټیګونه