بې نقابه امریکا
ګرانو او قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم. د بې نقابه امریکا د لړۍ د دې اونۍ په لیکنې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم وړومبې د امریکې د تیرې اونۍ اونۍ د مهمو پيښو او بدلونونو جاج اخلو
د چین له خوا د شخړې د تکل د نه کولو په هکله د امریکې د یو جګ پوړي استخباراتي چارواکي داده کیدل،د سپينې ماڼۍ په جنګ غوښتنې باندې د نیوکو زیاتیدل، د وسلو له قوانینو د امریکایانو زیاتیدونکې نارضایتي او د امریکې په جیلونو کښې د ښځینه زندانیانو د شمیر زیاتیدل د امریکې د تیرې اونۍ مهمې پيښې دي چې د لیکنې په دوام کښې یې په اړه شننې او څیړنې لوستلې شئ.
*/*/*/*/
د امریکې یو جګ پوړي استخباراتي چارواکو وویل چې چین له امریکې سره د شخړې د زیاتیدو غوښتونکی نه دی او له واشنګټن سره باثباته اړیکو ته ترجیح ورکوي.
د امریکې د ملي اطلاعاتو د سازمان مدیر آوریل هینز تیره چارشنبه یوه ډله امریکايي قانون جوړوونکو ته وویل: چین له امریکې سره د شخړې زیاتیدل نه دي غوښتي او په نړۍ کښې د خپل پوځي او اقتصادي طاقت د زیاتولو لپاره له هلوځلو سره سره، باوري دی چې له واشنګټن سره د لازیاتو باثباته اړیکو له لرلو ګټه پورته کوي.
هینز د دې څیړنې په دوام کښې ادعا وکړه چې چین له اقتصادي، ټیکنالوجیکي، سیاسي او پوځي اړخونو څخه په ټوله نړۍ کښې امریکا ورځ په ورځ له لازیاتو ننګونو سره مخامخوي. هغه دا خبرې د واشنګټن مخې ته د پرتو نړیوالو ګواښونو څخه د اطلاعاتي ټولنې د کلنۍ ارزونې د وړاندې کولو په موخه د دغه هیواد د څو نورو استخباراتي چارواکو سره یوځاې په یوې غونډې کښې وکړې.
د امریکې د ملي اطلاعاتي مدیر مدعي شو چې د چین د کمیونسټ ګوند په کنګره کښې د چین د ولسمشر شي جین پینګ وروستۍ وینا چې پ کښې واشنګټن د بیجنګ د پرمختګ او څرګندیدو د مخنیوي لپاره په هلوځلو تورن کړ. هغه همداشان ادعا وکړه چې د چین ولسمشر غواړي د خپل هیواد خلکو او سیمه ایزو لوبغاړو ته دا پيغام منتقل کړي چې په راتلونکي کښې د هر ډول شخړې د زیاتیدو مسئله امریکا ده.
*/*/*/*/
په هغه رپورټ کښې چې د امریکې اطلاعاتي ټولنې تیره چارشنبه د واشنګټن په وړاندې د نړیوالو ګواښونو په هکله خپور کړ، ادعا وشوه چې د چین مشران د امریکې او د هغې د انډیوالانو ترمینځ د اختلاف اچولو په لټه کې دي. خو همهغه شان کله چې د بیجنګ ایجنډا مناسبه وویني، له امریکې سره اختلاف کموي. د امریکې د اطلاعاتي ټولنې په رپورت کښې هم داشان ادعا وشوه:«د چین کمیونسټ ګوند به د شي جین پینګ د ولسمشرۍ د دریم پړاؤ له پیلیدو وروسته هڅه وکړه چې د دوباره اتحاد پر سر په تایوان باندې دباؤ واچوي، د امریکې نفوذ کم کړي، د واشنګټن او د هغه د انډیوالانو ترمینځ اختلاف واچوي او د خپلې اقتدار پالنې د نظام په ګټه یولړ اصول دود کړي.
ورته مهال د چین چارواکي کله چې د خپلو ګټو لپاره مناسبه وویني، احتمالاً له واشنګټن سره د شخړو د کمولو لپاره به فرصتونه ولټوي.
د چین د بهرنیو چارو نوي وزیر کین ګانګ خبرداری ورکړ چې که چیرې وانشګټن خپله لاره بدله نه کړي نو چین او امریکا به مجبوراً د مقابلې او جنګ په لور لاړ شي.
*/*/*/
د امریکې د نانګرس پخوانۍ غې تولسي ګابارډ چې له دې مخکښې د ډیموکراټ ګوند غړې وه، څرګنده کړه چې له ډیموکراټ ګونده وتلې ده ځکه چې په دغه ګوند باندې د هیلري کلنټن په مشرۍ یو جنګ جوړوونکی بانډ واکمن او مسلط شوی دی. ګابارډ په دې هکله وویل: هغوي د خپلو مشرانو د جیبونو په ډکولو سره د وسلې جوړونې په شرکتونو تمرکز کړی دی، دا په داسې حال کښې دي چې دغه بهیر زمونږ ملي امنیت، اقتصاد او راتلونکی کمزوری کوي. ګابارډ ټینګار وکړ: بایډن او د ریپبلکن او ډیموکراټ دواړو ګوندونو جنګ جوړوونکو د هیواد د مالیات ورکوونکو څه باندې ۱۰۰ میلیارډه ډالر د یوکرین له جنګه د ملاتړ لپاره چې امریکې او ناټو د روسیې خلاف پیل کړی دی، بیل کړي دي. له دې لابده موضوع دا ده چې هغوي د دریم نړیوال جنګ د احتمال خبره کوي داسې کوي چې ګني دا یوه معمولي پيښه وي. زمونږ بایډن د امریکې خلک د ایټمي جنګ د کندې په لور بیايي.
امریکايي پانګه وال جفري ګونډلاک هم د امریکې د حکومت په جنګ غوښتنو باندې له نیوکه کونکو څخه دی. هغه وویل: مونږ نن سبا د یوکرین د جنګ لپاره خپلې پیسې او سازوسامان ضایع کوو. په طبیعي توګه په دې حالاتو کښې د چین په وړاندې د تایوان د وسله وال کولو لپاره زمونږ توان هم کم شوی دی او زه فکر نه کوم چې د داسې کار توان ولرو. که داسې نیت وي نو پيسې یې له کومې راوړو؟ مونږ د دې کار لپاره هیڅ پیسې نه لرو او خپله په بجټ کښې سخته خساره لرو.
د امریکې د کنګرې جمهوري غواړی ډلی مارجري ټیلر هم په دې هکله د یوکرین د ولسمشر زلنسکي په دې هکله نظر څرګندونې باندې په نیوکې سره چې که یوکرین په روسیې بریالی نه شي نو باید د امریکې هلکان او نجونې له روسیې سره وجنګیږي، وویل: هیڅ امریکايي مور او پلار نه خوښوي چې زوی یا لور یې د یوکرین په دفاع کښې مړه شي. البته زلنسکي په دې خبرو سره غواړي چې امریکا له روسیې سره جنګ ته ورټیل وهي. مونږ باید یوکرین ته نورې پیسې ورنه کړو، یوکرین جنګ ته نه بلکې صلحې ته ضرورت لري.
*/*/*/*/
په خپل هیواد کښې د وسلو په قوانینو باندې د امریکایانو نارضایتي بې مخینې سطحې ته رسیدلې ده. د ګیلټ موسسې د وروستۍ نظرپوښتنې په نتایجو کښې لولو: څیړنې ښودنه کوي چې کابو ۶۳ فیصده امریکایان په خپل هیواد کښې د وسلو د پير پلور، ساتلو او ګرځولو له اوسنیو قوانینو ناراضي او خوابدي دي. دا رقم په تیرو ۲۳کلونو کښې د وسلو له قوانینو څخه د امریکايي ښاریزو د نارضایتۍ ترټولو لوړه سطحه ده.
«د وسله والو تاوتریخوالو د ریکارډ» د خصوصي سازمان د معلوماتو له مخې، د جنورۍ له پیل نه تراوسه پورې په امریکا کښې د ډله ایزو ډزو څه باندې ۹۰ پيښې رامینځته شوې دي او په دې موده کښې له ۷ زرو زیات کسان د وسلو په ډزو وژل شوي دي. له دغه شمیر څخه څه باندې ۳ زره تنه د نورو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي او کابو ۴ زره نورو په خپلو وسلو خودکشۍ کړې دي.
*/*/*/
په امریکا کښې د زندانونو د سیاست جوړونې د نوښت د مرکز وروستی رپورټ چې د سمارټ عدالت په ملګرتیا سره برابر شوی دی، په دغه هیواد کښې د ښځو د حبس په هکله د ټکان ورکوونکو حقایقو او په دغه زیاتوالي کښې له کرونا د وروسته پړاؤ د رول نښه ده.
د دغه مرکزی د رپورټ له مخې، امریکا په نړۍ کښې د ښځینه زندانیانو په یو ستر لرونکي هیواد بدله شوې ده. ځکه چې د دغه هیواد په جیلونو کښې څه باندې ۱ لاک ۷۲ زره ښځې بندیوانې دي. د دومره زیاتو ښځینه زندانیانو شمیر په تیره بیا له دې امله ستونزې جوړوونکی دی چې جیلونه د لنډې مودې د پاتې کیدو لپاره جوړ شوي دي، په دې معنا چې د زنداني سړیو په پرتله په جیلونو کښې د زنداني ښځو نامتناسب شمیر له ډیرو بدو صحي مراقبتونو او کم پلاننګ سره لاس او ګریوان دی.
د دغه رپورټ د معلوماتو له مخې، د امریکې په ځايي جیلونو کښې ۶۰ فیصده ښځې تراوسه نه دي محاکمه شوې او د خپلې محاکمې په تمه دي او د ښځو د بند اندازې له سړیو نه دوه چنده زیاته وده کړې ده. په عین حال کښې د زندانیانو د سیاست جوړونې د نوښت مرکز ویلي دي چې د زنداني ښځو شمیر د کرونا وبا په نتیجه کښې د پام وړ کم شوی دی.
له کورونا وروسته د زندانیانو د کار د سیسټم په دوباره اجرا کیدو سره، اټکل کیږي چې دغه بهیر اپوټه شوی دی. دغه رپورټ اشاره کوي چې زیاتره ښځې له زنداني کیدو مخکښې په محرومیت کښې وې، داشان چې ۱۲ فیصدو په کښې له اتلس کلنۍ مخکښې بې کور والی تجربه کړی دی. ۱۹ فیصده یې په یو پړاؤ کښې د بل چا تر سرپرستۍ لاندې وې او ۴۳ سلنه یې په داسې کورنیو کښې لوې شوې دي چې د حمایتي سازمانونو تر پوښښ لاندې وو او یا یې نورې عمومي مرستې ترلاسه کولې.
*/*/*/
بې روزګاري له حقوقي او جزايي سیسټمونو سره د ښکیلیدو په لور د ښځو د بوولو اصلي او مهم عامل دی، داشان چې ۵۳ فیصده ښځې له نیول کیدو مخکښې په یوه میاشته کښې، بې روزګاره وې. هم داشان دغه رپورټ وايي چې نیمايي زنداني شوې ښځې په بدني او ذهیني ناتوانۍ او له دریو نه کابو دویمه برخه په نفسیاتي ناروغیو اخته پاتې شوې دي. د دغه مرکز په وینا، د دغو کسانو لپاره د حکومت او د ځايي جزايي نظامونو خبرداروونکې کړچار، د هغوي لپاره د جدي صحي ستونزو او مشکلاتو د رامینځټه کیدو سبب شوي دي.
دغه رپورټ هم داشان د کورنیو په ړنګیدو کښې د ښځو د زنداني کیدو رول ته اشاره کړې او وايي چې په ایالتي زندانونو کښې ۵۸ فیصده ښځې، د کوچني ماشومانو میندې او زیاتره یې هغه میندې دي چې میړه نه لري او له زنداني کیدو مخکښې له خپلو اولادونو سره اوسیدې. د دغې مقالې لیکوال په یاد رپوټ کښې ایشوا شویو توکمیزو اړخونو په غبرګون کښې وايي: زیاتره وختونه کم عاید لرونکې ښځې په هغو قوانینو باندې په استناد سره چې فقر او بې وزلي جرم ګڼي، سزا کیږي.
*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی