د فرانسې حکومت دې د خبریالانو نیول بند کړي
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i129988
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بې سرحده خبریالانو موسسې ار ایس ایف(RSF) پرون د فرانسې په کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین غږ وکړ چې د متقاعد کیدا په پلان باندې د خلکو د اعتراض په وخت د خبریالانو پرضد د پولیسو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
(last modified 2023-03-25T00:37:15+00:00 )
Mar 25, 2023 05:03 Asia/Kabul
  • د فرانسې حکومت دې د خبریالانو نیول بند کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بې سرحده خبریالانو موسسې ار ایس ایف(RSF) پرون د فرانسې په کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین غږ وکړ چې د متقاعد کیدا په پلان باندې د خلکو د اعتراض په وخت د خبریالانو پرضد د پولیسو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د بې سرحده خبریالانو موسسې په یوې بیانیې کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د متقاعد کیدا په پلان باندې د اعتراض په وخت د خبریالانو پرضد د رعب کارول د هغوې ځورول او خپل سره نیول وغندل او د دغه کارونو د بندیدا غوښتنه یې وکړه.

د بې سرحده خبریالانو موسسې مشر کریسټوف ډیلور وویل دغه موسسه په پریکنده توګه له خبریالانو سره د فرانسې د پولیسو لخوا له سپکاوي او تاوتریخوالو څخه ډک اقدامات غندي او د هغوې د بندیدا غوښتنه کوي.

فرانسه چې تل د بشري حقوقو او د ډیموکراسۍ چټي ادعا کوي په هیواد کښې د خلکو سوله ئیزې مظاهرې په سخته ځپي او په نورو هیوادونو په تیره بیا ایران کښې د بلواګرو کسانو د اقداماتو ښکاره ملاتړ کوي.