نوښتونه(۷۶)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د نوښټونو نومي لړۍ له ننني (۷۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د "نوښتونو" په خپرونه کې، چې هره اونۍ وړاندې کېږي، د ایران او نړۍ د وروستیو علمي، کلتوري، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو.
د دې اونۍ د نوښتونو خپرونه د ټکنالوژۍ په برخه کې له یوه مصلب سره پیلوو.
په نړۍ کې د سرطان ترټولو عام ډول د سینې سرطان دی، چې هر کال نږدې ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان پرې اخته کېږي او په مېرمنو کې د سرطان پورې اړوند د مړینې ترټولو مهم لامل دی. ژر تشخیص، د اغېزمنې او پر وخت درملنې د امکاناتو برابرول، د دې ناروغۍ د ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبوي.
په دې اړه، د وینې په جریان کې مایکرو آر ان اې (RNA) د سرطان د ابتدايي کشف لپاره مناسب بایو مارکر(زیست نشانګر) دي، ځکه چې د پروټینونو په پرتله، دوی یو ساده جوړښت لري. د دوی د بیان بڼه په هر ډول شرایطو کې ځانګړې ده؛ دوی د بدن په مایعاتو کې لکه سیرم، پلازما یا ټوله وینه، مستحکم دي او د دوی تعقیب او اندازه کول آسانه دي.
د شهید بهشتي پوهنتون او د رویان څېړنیز انسټیټیوټ څېړونکو، د سینې سرطان د ژر تشخیص لپاره د مناسب مایکرو آر ان اې موندلو په موخه، د سینې سرطان ناروغانو او صحي خلکو په وینه کې د مایکرو آر ان اې د څرګندېدو په اړه موجود معلومات پرتله کړي.
د دې څېړنې پایلې، د 6 مایکرو آر ان اې شتون وښوده، چې د سینې سرطان د ژر تشخیص لپاره کارول کېدی شي. د معلوماتو په لا څېړلو سره، د دې پروژې څېړونکو د سینې سرطان د ژر تشخیص لپاره دوه نوي موډلونه وړاندې کړل. د دې څېړنې موندنې، د سینې سرطان تنظیمولو بنسټیز میکانیزمونو په روښانه کولو سره، د دې ابتدايي کشف لپاره نوي بایو مارکر معرفي کوي.
د دې څېړنې پایلې په «نړیوال ژورنال ساینټیفیک ریپورټس»( Scientific Reports) کې خپرې شوې دي.
په یوه بله لاسته راوړنه کې، د څېړونکو یوې ډلې د ایراني څېړونکي امید ویسه سره په ګډه، د مصنوعي پوستکي نوی ډول اختراع کړی، چې وینه پکې بهېږي او د نورو تجربو لپاره کارول کېدی شي.
دا مصنوعي پوستکی د یو ډول هایدروجیل(Hydrogel) څخه جوړ شوی دی. دا هایدروجیل په ډېری څېړنو ، له هغې ډلې د اوبو له پاکوالي نیولي بیا د انساني غضروفو ځای پر ځای کولو پوري کارول کېږي.
د دې هایدروجیل پیچونه د وینې رګونو تقلیدي چینلونه لري او د انسان وینې په ګډون، نور مختلف مایعات په دوی کې داخل کېدی شي، څېړونکو د هایدروجیل پیچ د آزموینې لپاره، په هغې کې د انسان ګرمه وینه پیچکاري کړه، او په بل ګام کې، دوی له مچیو سره په پلاستيکي بکس کې د هغې 6 ټوټې کېښودې. دا بکس هم په کمرو سمبال وو، چې هر یو یې د پوستکي یو پیچ وڅاري.
په بل پړاو کې، څېړونکو د ویډیويي انځورونو د تحلیل لپاره، د ماشین زده کړې موډل کارولی، چې معلومه کړي چې آیا ځانګړي مچیو د هایدروجیل دننه وینه تغذیه کړې که نا. په دې پروګرام کې، مصنوعي هوښیارتیا په 92.5سلنه دقت سره، وتوانېد چې د 2 ډوله مچیو ترمنځ توپیر وکړي. له دې پړاو وروسته، څېړونکو د هایدروجیل ځینې پیچونه د اوبو له منځه وړونکي ډیټ (DEET) سره پوښلي او د اوبو ضد نور مواد یې په سر کې ځای پر ځای کړي. ځینې یې پرته له کوم پوښ څخه کارول شوي.
څېړونکو وموندله چې مچیو د مصنوعي پوستکي په ښکاره شوي پیچونو کې 13.8سلنه ډېره تغذیه کوي. که څه هم دا کچه خورا ټیټه ده، خو څېړونکي په دې باور دي، چې دا یو ننګونه کېږي، کله چې د مصنوعي پوستکي پیچ اندازه زیاته شي. خو په هغه ځای کې چې د پوستکي ټوټې په ډیټ پوښل شوي وې، هیڅ مچیو ترې تغذیه ونه کړه.
د څېړونکو په وینا، دا لاسته راوړنه به له دوی سره مرسته وکړي، چې په ټیټ لګښت سره ډېرې تجربې ترسره کړي. همدارنګه ، دوی به نور د څېړنې برخه اخیستونکو یا د آزموینې لپاره د څارویو پوټکي اخیستلو ته اړتیا ونه لري. د امید ویسه په وینا، دا مصنوعي پوستکي پیچ د څارنې دوامداره او کنټرول میتود چمتو کوي. هیله ده څېړونکي وکولای شي په راتلونکي کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې ومومي.
د آلزایمر ناروغي د مغز یوه اوږدمهاله او پرمختللې ناروغي ده، چې د حافظې له لاسه ورکولو، د شخصیت شدیدو بدلونونو، ادراکي ستونزو، د عقل له منځه تللو او په پای کې په مړینې سره پېژندل کېږي. د دې موخې لپاره، د رویان څېړنیز انسټیټیوټ او د تهران پوهنتون څېړونکي، په دې بریالي شول چې د آلزایمر ناروغۍ په ابتدايي تشخیص کې د کلینیکي کارونې لپاره د سیس پروټین تاو (cis P-tau) انټي باډي پراساس، یو الیکترو کیمیکل ایمونوسینسر جوړ کړي.
د آلزایمر لومړنی تشخیص د ناروغانو سره مرسته کوي، چې په لومړیو مرحلو کې د ناروغۍ درملنې او کنټرول امکان برابر کړي. پخوا د رویان څېړنیز انسټیټیوټ یو له څېړونکو څخه ډاکټر کورش شاهپسند، د سیس پروټین تاو (cis P-tau) پېژندلو لپاره په لوړ دقت سره، د لومړني مونوکلونل انټي باډي په جوړولو کې بریالی شوی وو.
د دې انسټیټیوټ د نورو څېړونکو موخه دا وه چې د طبي تشخیص په لابراتوارونو کې د آلزایمر ناروغۍ په لومړنیو تشخیص کې د کارولو لپاره، د انټي باډي پراساس امونوسینسر رامنځته کړي.
د دې څېړنې پایلې وښوده، چې پرمختللی امونوسینسر د دې وړتیا لري چې د سیس پروټین ټاو (cis P-tau) تشخیص کړي. د دې ایمینوسینسر د اوږدې مودې ذخیره کولو احتمال په پام کې نیولو او د آلزایمر په مختلفو مرحلو ناروغانو کې د دماغي مایع او د وینې سیرم سره د ډېری آزموینو او د هغه د دقیق فعالیت تصدیق کولو وروسته، د دې کلینیکي کارول وړاندیز کېږي او دا کولای شي د آلزایمر په لومړني تشخیص کې د پام وړ مرسته وکړي. د دې څېړنې پایلې وښوده، چې دا ساده معافیتي سینسر د آلزایمر ناروغۍ په لومړني تشخیص کې کارول کیدی شي، چې په نړۍ کې د نن ورځې روغتیایي خدماتو کې بېړنۍ او غیر متوقع اړتیا ده.
د دې څېړنې پایلې په نړیوال بیوسینرس ژورنال Biosensors International Journal)) کې خپرې شوې دي.
کله چې ډوډۍ پخه شي، د اکریلامایډ(Acrylamide) په نوم یوه خطرناکه زهرجنه ماده تولیدوي، چې د کارپوهانو په باور دا ماده سرطان لري او کله چې وخوړل شي ډېر وژونکي کېږي. څومره چې د پخې شوې ډوډۍ رنګ تور وي، هغومره به د تولید شوې ککړتیا کچه لوړه وي له همدې امله، متخصصین سپارښتنه کوي چې د سوځېدلو خوړو له خوړلو څخه ډډه وشي.
د ډوډۍ د سرطان د مخنیوي لپاره، د انګلستان د هرټفورډشایر پوهنتون (University of Hertfordshire UK) د روتمسټډ څېړنیز انسټیټیوټ (Rothamsted Research) څېړونکو غنم کرلي، چې په ژنیتکي ډول ډیزاین شوي، ترڅو هغه کیمیاوي توکي لرې کړي، چې د سرطان لامل کېږي. دوی د غنمو په اړه ساحوي آزموینې ترسره کړي، چې په ژنیتیکي ډول تولید شي، ترڅو د پخلي پرمهال د اکریلامایډ کچه کمه شي.
تجربو ښودلې چې کله دا غله په اوړو بدله او بیا پخه شوه، د هغې د اکریلامایډ مواد د عادي ډوډۍ په پرتله 45سلنه کم وو. د دې څېړنې د مشر پروفیسور نایجیل هالفورډ(Nigel Halford) په وینا، په ډوډۍ کې اکریلامایډ شامل دي او دا اندازه د ډوډۍ پخولو پر مهال زیاتېږي. موږ غنم مهندسي کړل، ترڅو په غله کې د دې پروسې تولید پورې اړوند جینونه لرې کړي.
اکریلامایډ په 2002 کې کشف شو او له هغه وخت راهیسې د خوړو تولیدوونکي یې اندېښمن کړي دي. دا ماده په ژوونکو کې د سرطان لامل کېږي، او د اروپایي ټولنې کمیسیون هم ویلي چې په خوړو کې اکریلامایډ شاید د هر عمر ګروپونو د مصرف کوونکو په بدن کې د سرطان خطر ډېروي. اکریلامایډ د پخې شوې ډوډۍ سربېره، د چپس، کبابي کچالو او قهوې په ګډون، په سره کړو او پاخه شويو خوړو کې هم موندل کېږي.
ژباړه: زماني