بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i134550-بې_نقابه_امریکا
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې لړۍ له یوې بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو، دوستانو د تیرو پروګرامونو په شان نن هم په دې پروګرام کښې د امریکې د تیرې یوې اونۍ د مهمو خبرونو او بدلونونو جاج اخلو او له تاسو غواړو چې د پروګرام تر پاې مو ملګرتیا وکړئ
(last modified 2023-06-18T00:02:31+00:00 )
Jun 18, 2023 04:28 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې لړۍ له یوې بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو، دوستانو د تیرو پروګرامونو په شان نن هم په دې پروګرام کښې د امریکې د تیرې یوې اونۍ د مهمو خبرونو او بدلونونو جاج اخلو او له تاسو غواړو چې د پروګرام تر پاې مو ملګرتیا وکړئ

په تیره انۍ کښې د امریکې په پيښو کښې.... په ټرامپ باندې د ۳۷ تورونو د پورې کیدو طرحه،

په امریکا کښې سیاسي تشدد ته د ګروهنې زیاتیدل،

په خپل هیواد کښې د اخلاقي ارزښتونو له زوال څخه د امریکایانو اندیښنه،

یوکرین ته د امریکې له خوا د دوه میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي پيکیج

او هم د اشان

۴۰ میلیارډ ډالرو ل ته ه یوکرین سره د امریکې د وسلو د مرستو رسیدل شامل دي...

*/*/*/*/

د امریکې تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ولسمشرۍ د پړاؤ له ختمیدو وروسته د ملي دفاع د محرمانه معلوماتو د عمدي ساتنې او له سپينې ماڼۍ یې د ایستلو د ۳۱ موردونو په شمول له ۳۷ مواردو سره مخامخ شوی دی. د ډونلډ ټرمپ په عمارت کښې د محرمانه اسنادو د دوسیې مسئول جک اسمت په دې هکله وویل: نن یو فردِ جرم خپور شو چې ټرمپ د انصاف او عدالت د مخنیوي لپاره په یوې دسیسې کښې په ګډون او د ملي امنیت د قوانینو په خلاف ورزۍ تورنوي. مونږ په دې هیواد کښې یولړ قوانین لرو او هغه د ټولو لپاره اعمالیږي. د ډونلډ ټرمپ د محکمې په تور کښې په مجموعي توګه ۳۷ تورونه مطرح شوي دي چې له مخې یې د محرمانه اطلاعاتو پر عمدي ساتنې سربیره هغه د عدالت د اجرا په لاره کښې په خنډ اچونې، د اسنادو د پټ ساتنې، د یو سند یا سوابقو د پټ ساتلو له لارې په فساد، په فیډرل تحقیقاتو کښې د اسنادو په پټولو، د عدالت د اجرا د مخنیوي په کوشش او د ناسمو څرګندونو په کولو تورن شوی دی.

د ټرمپ مرستیالوالټ نائوتا هم په دغو مواردو تورن شوی دی. په فردِ جرم کښې راغلي دي، کوم محرمانه اسناد چې ډونلډ ټرمپ له ځان سره ساتل، په کښې د امریکې او د بهرنیو هیوادونو د دفاعي او د وسلو د وړتیاؤ په تیره بیا  د امریکې د ایټةي پروګرامونو به هکله معلومات شامل وو. دغه تور هم داشان بیانوي چې یاد اسناد د یوې پوځي حملې په وړاندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د احتمالي زیانمنیدو او هم داشان د بهرنۍ حملې په ځواب کښې د احتمالي جبیرې لپاره د پروګرامونو په هکله په اطلاعاتو مشتمل دي. د دغه تور یا فردِ جرم له مخې، د امریکې پخوانی ولسمشر هم داشان تورن شوی چې دوه ځلې یې محرمانه اسناد نورو ته ښودلي دي.

خو ډونلډ ټرمپ د محرمانه اسنادو د ساتلو په لړ کښې د ځان خلاف د فردِ جرم صادیدو وروسته په یوې څرګندونې کښې دغه تور، د امریکې د ولسمشر په توګه د دوباره غوره کیدو د مخنیوي لپاره د ځان خلاف د جوبایډن یو کوشش وباله.

ټرمپ په جورجیا ایالت کښې د جمهوري غواړو په غونډه کښې وویل: د «بې  عدالتۍ د وزارت» له خوا چې د بایډن حکومت په وسلې بدل شوی، زما خلاف دغه خندوونکی او بې بنیاده تور به د هیواد په تاریخ کښې له قدرته د ناوړه استفادې د یوې ډیرې بوږنوونکې نمونې په توګه ثبت شي.

*/*/*/*/*

له دغو پيښو څخه یوه بله، د نیو جرسي په بیډمنسټر کې د 2021 غونډه وه چیرې چې ټرمپ د دفاع وزارت لخوا چمتو شوی "د برید پلان" وښوده او تشریح یې کړ.د فردِ جرم له مخې، ټرمپ هم داشان د خپل دغه کار په وضاحت کښې وویل: د ولسمشر په توګه مې کوې شو چې دغه اطلاعات له محرمانه حالته وباسم خو اوس دغه کار نه شم کولې او دغه معلومات همهغه شان محرمانه دي».

ټرمپ هم داشان د ۲۰۲۱ کال کښې په آګست یا ستمبر کښې په بیډمینسټر کښې یولړ اسناد د خپل سیاسي اقدام د کمیټې استازي ته وښودل چې په یولړ پوځي عملیاتو پورې اړونده یوه محرمانه نقشه په کښې شامله وه. د امریکې فیډرل څارنوالان له ډونلډ ټرمپ څخه یو غږیز فایل لري چې ښودنه کوي هغه له سپینې ماڼۍ له وتلو وروسته لاهم، محرمانه اسناد له ځان سره ساتلې دي چې دا موضوع د امریکې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې سپينې ماڼۍ ته د رسیدو لپاره د سیالۍ له دوام څخه د ټرمپ د قانوني حذفیدو سبب کیدې شي. هغوي د امریکې له پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه په ۲۰۲۱ کال پورې اړونده یو غږیز فایل لري چې په کښې یې اعتراف کړی چې په ایران باندې د احتمالي حملې په هکله د پینټاګان یو محرمانه سند یې، له سپينې ماڼۍ له وتلو وروسته هم له ځان سره ساتلی دی. دغه غږیز فایل ښودنه کوي چې ټرمپ د امریکې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې د ریپبلکن کاندید په توګه د غوره کیدو په تکل کښې دی.

د یوې نظر پوښتنې له مخې، ۶۲ فیصده امریکایان وايي، که ډونلډ ټرمپ مجرم ثابت شي نو په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې ورته باید د ګډون کولو اجازه ور نه کړې شي او ۵۲ فیصده باوري دي چې ټرمپ یو جنایتکار دی.

*/*/*/*

د امریکې د کانګرس په ودانۍ باندې د جنورۍ د شپږمې نیټې له حملې دوه نیم کاله پس کابو ۱۲ میلیون بالغ امریکایان چې د دغه هیواد د بالغانو د نفوسو ۴.۴ فیصده کیږي، باوري دي چې سپينې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ د ستنولو لپاره تشدد، یو موّجه او سم کار دی. که څه هم د دغه ډول باور لرونکو کسانو شمیر د جنورۍ د ۶ نیټې د یرغل له وخته کم شوی دی خو د سکاګو پوهنتونو د وروستۍ نظرپوښتنې نتایج، په ټولې امریکې کښې له سیاسي تشدد او د دسیسې له تئوریو څخه د ملاتړ خبردارونکې او خطرناکې سطحې ښايي.

د شکاګو پوهنتون د امنیت او ګواښونو په هکله د دغه پوهنتون تحقیقاتي مرکز د جنورۍ د شپږمې نیټې له حملو وروسته په لنډه موده کښې ، د سیاسي قهر او ډیموکراسۍ ته د نظر په هکله د امریکې له خلکو څخه نظرپوښتنې ترسره کړې دي چې نتایج یې، په تیره بیا د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته په نزدې کیدو سره اندیښمنونکي دي او د امریکې ځینو نمایندګانو د دغه هیواد په ډیموکراسۍ باندې د یو بې قهرجنې حمله په هکله خبرداری ورکړی دی.

دغه څیړنیز مرکز د ۲۰۲۴ کال تر انتخاباتو پورې د راتلونکي یونیم کال لپاره په هرو دریو میاشتو کښې یو ځل د نوې نظر پوښتنې پایلې خپروي چې ولسواکۍ ته پیښې دوامداره خطرونه تعقیبوي. دغه معلومات او نتایج به هغه وخت چې په امریکا کښې د ډیموکراسۍ د ختمولو لپاره هلې ځلې په پراخه پيمانه دود شي، ډیرې مهمې وي. دا کوششونو د هغو کاندیدانو له خوا دي چې د انتخاباتو له نتیجې انکار کوي ترڅو هغه حکومتي ډلې چې هڅه کوي خلک متقاعد کړي چې په غیرعمدي توګه د راې اخیستنې د قوانینو خلاف ورزي وکړي. د ۲۰۲۳ کال له اپریل څخه ترټولو تازه نظرپوښتنه ښودنه کوي چې تقریباً ۱۴۲ میلیونه امریکایان باوري دي چې انتخابات، د امریکې بنیادي ستونزې نه هواروي. دغه شمیر د تیر کال په ستمبر میاشت کښې ۱۱۱ میلیون تنه و.

*/*/*/*/*/

د ګیلپ د نوې کلینۍ نظرپوشتنې له مخې، د امریکې بې مخینې شمیر غټان وايي چې په هیواد کښې یې اخلاقي ارزښتونه مخ په نابودۍ دي. په دغې نظر پوښتنې کښې ۵۴ فیصده ګډونوالو په امریکا کښې اخلاقي ارزښتونه «کمزوري» بللې دي چې د تیر کال په پرتله یې ۴ فیصده زیاتوالی لرلی دی. په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې د امریکې ۴۹ فیصده ښاریزو په خپل هیواد کښې اخلاقي ارزښتونه کمزورې بللي وو چې ترټولو لوړه سویه ګڼله کیده.

په دغې نظرپوښتنې کښې ۳۳ فیصده ځواب ورکوونکو په امریکا کښې اخلاقي ارزښتونه «یوازې منصفانه» وبلل. ۱۰ فیصدو یې هغه «ښه» بللې دي او یوازې یو فیصده ګډونوالو د «ډیر ښه یا عالي» کلمه کارولې ده. ګیلپ وویل: دا ارقام په متحده ایالاتو کې دوسلې د تاوتریخوالی د زیاتوالي، د هوایی ډګر په الوتنو کې د ګډودي په هکله د رپورټونو د زیاتیدو، په عامه غونډو کې د ګډون کوونکو ترمنځ د شخړې، د دیندارۍ د پرله پسې کمیدو او د جنین د سقط د تنظیم په لړ کښې د قوانینو د ټاکلو لپاره د ګمارل شویوچارواکو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکې ګروهنې، د طبي خیال ساتنو او په سپورټ کښې د ټرانس جنډرز د ودنې او د وسلې د مالکیت په هکله اړوندو تاوتریخوالو د زیاتیدو په ګرداو کښې خپریږي.

دغې نظرپوښتنې هم داشان وښودله چې د هغو ریپبلکنز او ډیموکراټانو شمیر چې په امریکا کښې اخلاقي ارزښتونه کمزورې ګڼي، سږ کال په ۲ فیصده زیاتوالي سره، په ترتیب سره ۷۴ فیصدو او ۳۸ فیصدو ته رسیدلی دی. د خپلواکو کسانو فیصدي، د تیر کال په پرتله په ۷ فیصده زیاتیدو سره، خپلې ترټولو لوړې سطحې یعنې ۵۱ فیصدو ته رسیدلې ده.

ګیلپوویل: د اخلاقي ارزښتونو د منفي رتبې زیاتوالی تر ډیره د خپلواکو کسانو ترمینځ د نظریو د لابدیدو په وجه دی. دغې نظرپوښتنې هم داشان وښدله چې ۸۳ فیصده امریکايي ښاریزو وویل چې په دغه هیواد کښې اخلاقي ارزښتونه د ۲۰۲۱ کال په پرتله «لا خراب» شوي دي چې له ۲۰۲۱ کال سره او له تیرو پنځو کالو سره په پرتله کښې ۱۶ فیصده زیاتوالی ښايي.

ګیلپ څرګنده کړه: تیر کال یوې ترسره شوې نظرپوښتنې وښودله چې زیاتره امریکايي ښاریز له یو بل سره د چلند طریقې ته پام نه کول، په دغه هیواد کښې د ترټولو مهمې اخلاقي ستونزې په توګه بولي. خو ریپبلکنز بیا په هم دغه اندازه احتمالاً د ایمان او مذهبي اعتقاداتو له لاسه ورکول، د خپلې ډیرې مهمې اندیښنې په توګه یادوي.

*/*/*/*/

د امریکې دفاع وزارت پینټاګان د یوکرین د جنګ له زور اخیستو سره هممهاله د دغه هیواد لپاره د ۲.۱ میلیارډ ډالرو په ارزښت د یو نوي پوځي پیکیج د ځانګړې کولو خبر ورکړ چې په کښې د یوکرین د پوځي ځواکونو لپاره د داف هوا وړتیاوې او مهم مهمات شامل دي.

پینټګان په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په دې بسته کې د پیټریوټ هوایی دفاع سیسټمونو لپاره اضافي مهمات، د ریتیون هوایی دفاع سیسټمونه او توغندي، د 105 ملي او 203 ملي میتر توپ مرمۍ، د پوما ډرون یا UAV سیسټمونه، د لیزر لارښود توغندیو سیسټم مهمات او ملاتړ، روزنه او ساتنه شامله ده.

دا فنډونه به د اوکراین د امنیت مرستې برنامې لاندې وسلو پیرودلو لپاره وکارول شي  او د جو بایډن ادارې ته اجازه ورکوي چې د خپلو زیرمو پرځای د نورو شرکتونو څخه وسلې واخلي.د وسلو ورسپارل د هغو د موجودیت او د تولید په وخت پورې اړه لري.

دا په داسې حال کښې دي چې سي این این خبري چینل د امریکې د حکومتي چارواکو له قوله رپورټ ورکړی چې د روسیې په سنګرونو باندې د حملې په ځواب کښې یوکریني ځواکونو ته سخت تاوان رسیدلی دی او د روسیې مقاومت له تمې ډیر پیاوړی و. د یوکرین په ویجاړ شویو تجهیزاتو کښې د براډلي په نامه د امریکې جوړ یوشمیر زغرګاډي هم شامل دي.

په عین حال کښې د امریکې د حکومت چارواکو استدلال کړی چې دغه تلفات د حملې د ځواب لپاره د یي یف په پراخو پلانونو هیڅ اغیزه نه کوي. د روسیې دفاع وزارت له دې مخکښې ویلي وو چې یوکریني ځواکونو د جون له څلورمې څخه ناکامې حملې کړې دي او د سر او د پوځي تجهیزاتو له نظره یې سخت تاوان زغملی دی.

د امریکې د ولسمشر جوبایډن حکومت تیره سه شنبه ژمنه وکړه چې د ۳۲۵ میلیون ډالرو په اندازه پوځي مرستې به یوکرین ته ورکړي او داشان د جنګ له پیله، له کي یف سره د واشنګټن ټولې مرستې ۴۰ میلیارډ ډالرو ته ورسیدې.

د امریکې خارجه وزیر انتوني بلینکن په یوې خبرپاڼې کښې، په دې خبرې سره چې واشنګټن یوکرین ته د ۳۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او تجهیزات ورکوي، وویل: تر څو چې روسیه شاتګ ونه کړي او تر کومې چې لازمه وي، امریکا او زمونږ ملګري او انډیوالان به د یوکرین متحدان ووسو.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی