باربي اواوپنهایمرد ایټمي اوګلابي بم مقابله
په هر حال د مخاطب انتخاب او فیصله هرڅه چی وی ، د دغه ټکی یادونه ضروری ده چی د هالیووډ د سینما اصلی چلونکي هماغه کسان دي چی د امریکا له سیاستونو په پیروۍ سره هڅه کوی د درستې دنیا د خلکو په ذهنونو کې ډیرې چاودنې وکړی . په ایټمی بمونو سره یا ګلابی بمونو سره
هرڅه په باربنهایمر کلیدټکی keyword )) اوپه درسته نړۍ کې د دو فیلمونو باربي او اوپنهایمر په یووخت اکران او وړاندی کولو سره پیل شول . هغه دوه فیلمونه چی له مودو مخکې په مختلفو رسندویو او مجازی فضا کې پرې بحثونه اود سینما د لیوالو د ډیرو اټکلونوسبب شوی وو . دغه دواړه فیلمونه په یووخت یعنی د ۲۰۲۳ میلادی کال د جولای په ۲۱ نیټه د نړۍ په درستو سینماګانو کې وړاندی شول او په دو متفاوتو کیسو سره دغو دو فیلمونو ترمینځ سخته مقابله وشوه . نن درسره په همدې اړه خبرې کوو
مهربانو دوستانو په یوه ورځ په درسته نړۍ کې د دغو دو فیلمونو وړاندی کولو سره سم یوه عظیمه سینمایی نښته پیل شوه . لومړی د اوپنهایمر فیلم چی د کریسټوفر نولان په ډاریکټرۍ وړاندی شو جاج اخلو . هغه فیلم چی د امریکایی فیزیک پوه جولیوس رابرټ اوپنهایمر د ژوند کیسه روایتوی . هغه کس چی په دوهم نړیوال جنګ کې د لس الاموس ازمښتځای مشر وو او د منهتن په پروژه کې د مهم رول لوبولو په وجه چی په دوهم نړیوال جنګ کې د لومړی جنګ اوزارونو د جوړولو سبب شو ، د ایټمی بم پلار په لقب هم پیژندل کیږی .
کیلیان مورفی ، امیلی بلانت ، مت دیمون ، رابرټ داونی جونیور ، فورنس پیو ، جاش هارتنت ، کیسی افلک ، کنت برنا او جیسون کلارک هغه لوبغاړي دي چی په دغه فیلم کی رول ادا کړی دی .
د دغه فیلم کیسه هغه وخت پیلیږی چی د لسی ګرووز په نوم یو امریکایی چارواکی له فیزیک پوه رابرټ اوپنهایمر غواړی چی په منهتن کې په یوه ستره او پټې پروژې کار وکړی . دا هماغه خطرناکه پروژه وه چی په نهایت کی د لومړنی ایټمی بم د جوړیدا سبب شوه .
american prometheus the triumph and tragedy of j. robert
(oppenheimeپرومته امریکایی ، د جی رابرټ اوپنهایمر بریالیتوب او ټرجیډی د کای برډ او مارتین جی شروین په لیکوالۍ د هغه کتاب عنوان دی چی نولان خپل سینمایی اثر له هغه جوړ کړی دی خو هغه څه چی دغه ډاریکټر له دوهم نړیوال جنګ او د اوپنهایمر له شخصیت وړاندی کړی دی ، له واقعیت سره ډیر واټن لری . نولان د خپل ذهنی متناقضو او تیت پرک انځورونو د یوه بل په څنګ کې راوستلو سره کوشش کړی دی چی د ایټمی بم له پلار یو اتل جوړ کړی حتی که په ځلونو یې له خپل کشف او ایټمی بم استفادې باندې خواشینی څرګنده کړی وی .
دنولان سینمایی اثر د یوه تاریخي ډرام برخه چی د دوهم نړیوال جنګ په پای کې شوی ده روایت کړی دی . هغه وخت چی امریکایان په لټه کې وو له نازیانو او شوروی د ایټمی بم په جوړولو کې مخکې شي اوهغو ته ماته ورکړی . د تاریخ هغه پړاو چی امریکا یوازې د خپلو مرګونو وسلو په وخت او سم کړچار د ډاډ لپاره خپل ښاریز قتل عام او پارکوټوي او شوروی ته د خپل قدرت د ښودلو لپاره په جاپان کې د هیروشیما او ناکازاکی ښارونه له خاورو سره خاورې کوی او په لسګونو زره بیګناه ملکیان د خپل قدرت ښودلو په اور کې سوزوي . د دغه کیسې په اساس د اوپنهایمر فیلم د یوه اتل یا حماسی پیښې کیسه نده او ساعتونه پرمختللی بصری او صوتی جلواګانې او حتی د کلیان مورفی په شان د ډیرو پلویانو درلودونکی لوبغاړي هم چی د اوپنهایمر رول یې ادا کړی دی ، نشی کولای له دغه اثر یو انسانی او اخلاقی شاهکار جوړ کړی . کریستوفر نولان په غیر شفاف ، تیت پرک ، له تناقض او پیچلتیاو ډکو انځورونو په وړاندی کولو سره کوشش کړی دی چی د فیلم کیسه د هغه کس د ستاینې په لور چی ډله وژونکی وسلې یې جوړې کړي دی ، هدایت کړی او په پراډوکسیکل کړچار سره خپل سینمایی اثر سیاسی جوړولو پیغام سره وتړی . له یوې تاریخي ټرجیډۍ د نولان درې ساعته روایت دیرې ټیتې هسکې لري . هغه له یوې خوا د هیډروجنی جنګی اوزار د صنعت له پراختیا سره د اوپنهایمر د مخالفت په ښودلو سره هغه تبریه کړی او له بل پلوه د امریکا د هغه وخت دولت په حقه بولی د عادي خلکو د وژلې په دلیل دغه پوه محاکمه کړی .

که څه هم په امریکایی سیاست د فیلم په انتقادی نیوکې سترګې نشی پټیدلای خو هغه څه چی لیدل کیږی د امریکا له ایټمی بمونو وروسته په هیروشیما او ناکازاکی کې د رامینځته شویو ویجاړیو د اندازې په انځورولو کې د نولان ناکامی ده . جاپانی کره کتونکي باوري دي په هیروشیما او ناکازاکی کې رامینځته شویو ویجاړیو او تباهیو اندازه په اوپنهایمر کې نده ښودل شوی .
دوستانو د پروګرام په دوام کې اوس ورځو صورتی یا ګلابی ښکارندې یعنی باربي فیلم جاج اخلو . باربي د ګرتا ګرویک په ډاریکټرۍ فیلم دی چی له اوپنهایمر سره په دغه سینمایی جګړه کې مقابله کوی .

دغه فیلم د باربي لوځکی کیسه بیانوی چی د باربیانو په ښار کې ژوند کوی نو له خپلو نورو دوستانو سره ډیر توپیرونه لري . هغه په دې خاطر چی کامل او بی نقصه نده له دغه ښاره ویستل کیږی او فیصله کوی چی د انسانانو دنیا ته ولاړه شی تر څو شاید د خوشبختۍ نښه پیدا کړی . مارګو رابی ، رایان ګاسلینګ ، کیت مک کینون او الکسانډرا شیپ د باربي فیلم لوبغاړي دي . د باربي لومړنۍ ایډیا د سونی کمپنی په وسیله پیل شوه . په حقیقت کې د سونی شرکت له ۲۰۱۴ کال راهیسې نیت درلوده ، د باربي فیلم جوړ کړی . لومړې جنی بیکس د فیلمنامې لیکل پر غاړه واخیستل . بیا دغه دنده دیابلوکودی ته وسپارل شوه او اصلی رول هم ایمی شومر ته ورکړل شو . په نهایت کی شوممر له دغه رول څنګته شو او ان هتوی د هغه ځای ناستی شو . له هغه وروسته هم کودی پروژه پریښودله . په نهایت کې ټوله پروژه برادران وارنر ته وسپارل شوه . دلته هم لومړې انولیویا میلچ د فیلم نامې د لیکوالې په توګه خپل کار پیل کړ، .خو په ۲۰۱۹ کال کې خبر راورسید چی ګرتا ګروینګ او د هغې خاوند نوا بامباک د باربی فیلم نامې لیکل په لاس کی اخیستی دی . د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کی جوته شوه چی ګرتا ګروینګ په لیکوالۍ سربیره د باربي فیلم ډاریکټرۍ هم پر غاړه لری .
باربي د خپل اکراین په لومړیو ورځو کې په ویتنام او برتانیا کې هم له سرخوږیو سره مخامخ شو . د ویتنام چارواکو په خپل هیواد کې د دغه فیلم د وړاندی کولو اجازه ورنکړه او برتانیا هم په یوازې توګه ماشومانو لپاره د باربي فیلم لیدل منع اعلان کړ . د پاکستان د پنجاب صوبې سنسر بورډ هم په باربي فیلم بندیز لګولی ووخو بیا وروسته د ځینو صحنو په حذفولو سره د فیلم د لیدلو اجازه ورکړل شوه .
د فیلم په یوه برخه کې د نهو تورو لیکو سره یوه نقشه ښودل کیږی چی د جنوبی چین په دریاب کې د چین د مځکې ادعاګانې یې بیل کړی ، په داسی حال کی چی ویتنام وایی دغه ادعا د هغه د حاکمیت د خلاف ورزۍ په وعنا ده او دغه سیمې له دغه هیواد سره اړه لري . د ویتنام د سینما ادارې مشر وی کین تان په دغه هیواد کې د باربي د اکران د بندیز په اړه ویلی دی د دغه بندیز فیصله د فیلم د جاج ملی شورا کړی ده . داسی انځورونو مخکې هم په ویتنام کې د څو فیلمونو او درامو د ښودلو لپاره مشکلات رامینځته کړی وو . د ممکن په نوم د ډریم ورکس انیمیشن په ۲۰۱۹ کال کی په همدې دلیل بند شوی وو او تیر کال د انچارټډ فیلم هم له همدغه برخلیک شر مخامخ شو او دغه فیلم له یوې اونۍ وروسته په سینماګانو کې له بندیز سره مخامخ شو . په ۲۰۲۰ کال کی هم خپل سر زما په اوګه کیږدوه او میرمن وزیره له ډرامو هم د نقشې صحنې حذف کړی شوې او په ۲۰۲۱ کال کی هم پاین ګیپ ډرامه د ویتنام له بازاره لیرې کړې شوه .
همداراز د برتانیا د فیلم د درجه بندۍ پلاوی چی د برتانیاد فیلمونو د عمر درجه بندۍ مسولیت پرغاړه لری ، د خطرناکو تاوتریخجنو صحنو ته په اشارې سره د دغه فیلم تماشا کول د والدینو له شتون پرته له دولسو کلونو کمو ماشومانو لپاره د دغه فیلم تماشا کول منع اعلان کړی دی .
د عمومي نمایش په لومړیو ورځو کې د باربي له نورو چیلنجونو په جنوبی کوریا د دغه هیواد د خلکو له لوری د هرکلی نه کولو په دلیل د دغه فیلم ماته ده .
د جنوبی کوریا د میرمنو د حقوقو فعاله هان شیم باورۍ ده چی د فیلم مضامین ممکنه ده د سینما تماشچیان ناهیلي کړي . هغه په دې باره کی وایی فکر کوم باربي بی شکه دغه حقیقت لوړوی چی په فیمنیستی طنز سره یو میرمن چورلیزه فیلم تراوسه په جنوبی کوریا کې د یوه تابو یا اجتماعی بایکاټ په توګه په نظر کې نیول کیږی . ممکنه ده میرمنې د فیلم د لیدلو لپاره شک ولرلې شي ځکه چی په جنوبی کوریا کی د فیمینسټ له چاپ ویره واقعی ده .
د سینما کره کتونکی سونګ یون هم د باربي فیلم په اړه وایی جنوبی کوریا ممکنه ده د جنسیتی د برابرۍ له اصل سره موافقه وی خو په محافظه کاره ټولنه کی داسی خواوې شته دي چی په کلکه له هغه څه سره چی د افراطی فیمنیزم په توګه مطرحوی ، مخالفی دي . سونګ یون باوری دی په باربي فیلم کې د ګرتا ګرویګ د جنسیتی برابرۍ روزنه دومره جذبونکی نده او لکه څرنګه چی مقرره ده دغه فیلم یو مشغولونکی اثر وی ، په لوړه بیمانه د داسې حساسو مضامینو وړاندی کول ممکنه د خوښې وړ نه وی .
پر دغو موردونو سربیره په یوه اقدام کی جاپانی کره کتونکیو په څرګنده له خپل امریکایی همڅنګو په هنر د بی ملاحظې غبرګونونواو د ایټمی ششتری وریځو سره د باربی د انځورونو ترکیب باتندی نیوکې کړي دي .
پانګونه ، مصر ف پالنه ، جنسیت ځپلی سیاستونه ،د ښکلا نه ترلاسه کیدونکی معیارونه ، مرد واکه ټولنه او د زنانګۍ له امله دباونه هغه کلیدټکي دي د باربي د لیدلو په وخت د تماشچی په ذهن کې بڼه غوره کوي او په باربي لیڼد کې د باربي له نظره جاجول کیږي . ځینې باوري دي باربي د یوه تبلیغاتي کمرشل یوه سینمایی نسخه ده . ځینې یې بیا فیمینستی پروپیګنډه بولی او خینې یې بیا یو سپکونکی فیلم یادوی . دغه فیلم حاضر دمه له اوپنهایمر مخکې شوی دی او د یوې میرمنې په ډاریکټرۍ تر ټولو زیات خرحیدونکی فیلم دی البته دغه ټکی ته هم باید پام ولرلی شو چی د باربي تبلیغاتی بودجه له اوپنهایمر زیاته ده . په دې اساس دا تمه لیری نده چی باربي هماغه راز په لوړه پیمانه خرڅ شی
دوستانو اوپنهایمر هغه فیلم دی چی د ایټمی وسلو له وحشتناک قدرت او نورو بمونو وایی او باربی هغه فاتنزی اثر دی چی تماشچی لپاره په خیالی دنیا کی دګرځیدو فرصت ډالۍ پیښې په زړه کې د نړۍ له واقعیت سره مخامخویس اود ګریګ باربي د تماشچی لپاره یوه خیالی او له رنګونو ډکه دنیا انځوروی اوس دا مخاطب دی چی انتخاب کړی او په دې فکر وکړی چی ایا ګروهنه لری د نولان د لید له پلوه د یوې تاریخی ټرجیډۍ تماشچی شی ؟ او یا د نړۍ له ترخو او تورتمو حقیقتونو په تیښتې سره یو څه وخت د باربي په ګلابی دنیا کی تیر کړی ؟
په هر حال د مخاطب انتخاب او فیصله هرڅه چی وی ، د دغه ټکی یادونه ضروری ده چی د هالیووډ د سینما اصلی چلونکي هماغه کسان دي چی د امریکا له سیاستونو په پیروۍ سره هڅه کوی د درستې دنیا د خلکو په ذهنونو کې ډیرې چاودنې وکړی . په ایټمی بمونو سره یا ګلابی بمونو سره