مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i138410-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران راډیو درنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې  د نن ورځې مطبوعاتو ته به درته لنډه کتنه وکړو.
(last modified 2023-09-12T04:57:23+00:00 )
Sep 12, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران راډیو درنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې  د نن ورځې مطبوعاتو ته به درته لنډه کتنه وکړو.

د تهران راډیو درنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې  د نن ورځې مطبوعاتو ته به درته لنډه کتنه وکړو.

هیله ده چې خپرونه مو تر پایه واروئ.

دوستانو زموږ د ویب پاڼې ادرس دی، www.parstoday.ir/ps کولای شئ په دې پاڼه کې د ایران، سیمې او نړۍ بېلا بېلې خبرونه، معلومات، را پورونه او خپرونې هم ولولئ او هم یې واورئ، په [email protected]  ایمیل ادرس باندې موږ خپل نظریات او معلومات را ستولی شئ.

                           ***********

       خوږو اوریدونکو لومړی به اطلاعاتي روز ورځپاڼه را واخلو، دې ورځپاڼې د اسلامي انقلاب د رهبر د دوشنبې د ورځې خبر را اخیستی او لیکلي دي د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سیسات او بلوچستان له زرګونو اوسیدونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي د دښمن د جدي مقابلې لپاره به باید مسؤلان جدي پاملرنه ولري.   دې ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له قوله لیکلي چې دښمن د بحران په رامنځته کولو کې هم جدي دی او باید موږ هم ورسره کلکه مبارزه ولرو.

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای پرون سهار د سیستان، بلوچستان او د جنوبي خراسان له زرګونو خلکو سره په لیدنه کې د دغو سیمو د اهل تشیع او د شیعه او سني عالمانو د اوږدمهاله او پرله پسې ملګرتیا په قدرونې سره د نړۍ د سترو پرمختګونو په تیره بیا د هیوادونو د ولسونو او چارواکو پالنه او بیدارتیا ډیره ضروري وبلله.   د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې د دې په بیانولو سره چي لوی بدلون رامینځ ته کېدونکی دی، جوته کړه: د دغه بدلون په بهیر کې مختلفې پېښې رامینځ ته کیږي چي یوه د نړۍ د استکباري قدرتونو کمزورتیا ده.    حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه: د امریکا استکباري ځواک او د ځینو اروپایي هیوادونو قدرت کمزوري شوی او له دې نه به هم کمزوري شي.             د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: په امریکا کې د بحران ډلې په نامه یوه څانګه جوړه شوې ده چي اصلي دنده یې د نړۍ په مختلفو هیوادونو منجمله ایران کې د بحران رامینځ ته کول دی.

هغوی زیاته کړه: د بحران ډلې وظیفه دا ده چي هغه سیمې او هغه موضوعات  چي په کښې د بحران د رامینځ ته کولو امکانات وي، وپېژني او بیا په لمسون سره په کښې بحران رامینځ ته کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه: په امریکا کې د بحران ډلې څېړنې کړي دي، او دې نتیجې ته رسېدلي دي چي په ایران کې د بحران لپاره څو ټکې موجودې دي، چي باید ولمسول شي، یوه قومي اختلافات دی، بله یې مذهبي توپیرونه  او د ښځو جنسیتي مساله ده. امریکایان غواړي د دغو مسائلو په کارولو سره، بحران رامینځ ته کړي او له دې لاري ایران باندې ګوزار وکړي، لیکن کامیابه کېدای نه شي.

                           *******************

خوږو اوریدونکو اطلاعاتې روز ورځپاڼې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی د تېرې ورځې خبري کنفرانس هم را اخیستی او زیاته کړې ده، نوموړي په دې کنفرانس کې وویل: ایران د خپلو شمالي ګاونډیانو سره د امنیت په هکله حساس دی او د ایران سرحدونه به امن وي او د سیمې حالات په پوره ځیر سره څېړو.

هغه زیاته کړه: د ارمنستان او اذربایجان د هیوادونو له چارواکو سره په تماس کې یو او د ارمنستان چارواکو د اذربایجان له برید څخه اندېښنه څرګنده کړې ده، لیکن د اذربایجان د جمهوریت چارواکو ایران ته ویلي دي چي په ارمنستان باندې د فوځي برید اراده نه لري او وروستي فوځي خوځښتونه یې په غرنیو سیمو کې د ساړه موسم په وړاندې د چمتووالې لپاره تر سره شوي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکا سره د زندانیانو د تبادلې په هکله وویل: مونږ هیلمن یو چي د بندیانو د تبادلې چارې په نژدې راتلونکې کې تر سره شي او د شویو هوکړو له مخې د ایران کنګل شوي شتمني هم واپس شي.

هغه د ایران په هکله د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس د واکمنې شورا غونډې ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: د ایران او د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس تر مینځ ملګرتیا دوام لري، هیلمن یو چي دغه غونډه په مسلکي توګه تر سره شي او د اژانس سرمنشي له سیاسي فشارونو پرته خپله دنده تر سره کړي او د سیاسي فشار په یو اړم بدل نه شي.

************

خوږو اوریدونکو اطلاعاتې روز ورځپاڼې په یو بل تازه مطلب کې لیکلي: د صهیونیسټی استخباراتي ادارې موساد مشر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد نوي ګواښونه او ویناوې تکرار کړې .

دې ورځپآنې د همشهري انلاین له قوله لیکلي:"ډیویډ برنیا" د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ایران پلان درلود، ترڅو پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو سربطءه لنډ او منځني واټن ویشتوونکي توغندي هم وپلوري، خو د دغه قرارداد مخنیوی وشو. هغه زیاته کړه: ایران پلان لري چې پر روسیې بېلابېلې وسلې وپلوري، چې د دې پلان مخنیوی به یې وشي.

برنیا د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکارۍ په سیوري کې پر ایران د روسیې د وسلو د پلور په اړه د اسراییلو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: دا به زموږ امنیت او حتی زموږ وجود له خطر سره مخامخ کړي.

د موساد مشر ادعا وکړه چې سږ کال یې د اسراییلي ملګرو په همکارۍ په ټوله نړۍ کې پر یهودانو او اسراییلو د ایران ۲۷ بریدونه شنډ کړي دي.

د اسلامي جمهوریت ورځپاڼې د سرمقالې یوه برخه اطلاعاتې روز را خیستې چې په کې لیکل شوي: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دریم کال په لومړیو میاشتو کې هره ورځ د دغې ډلې یوه نوې برخه په ډاګه کیږي. د دې شرمناک ریکارډ وروستۍ برخه د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د مخدره توکو په صنعت کې 12٪ زیاتوالی دی. په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په موده کې د تریاکو اصلي تولید څو برابره زیات شوی او اوس د نړیوالو بنسټونو رسمي رپوټونه په دې اړه خپاره شوي چې د نشه یي توکو د صنعتي تولیداتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

                                         *******

د تسنیم خبري اژانس یو تازه خبر هم اطلاعاتي روز ورځپاڼې را اخیستی او لیکلي دي چې د ایران د اطلاعاتو وزیر ویلي سږ کال یې څه د پاسه ۱۹۰ نیولي چې له نیول شویو څخه یې شل سلنه په تهران کې دي.

                                                  *********

د افغانستان اړوند هشت صبح ورځپاڼې پخپلې ننۍ ګڼه کې د میرمنو موضوع ته اشاره کړې او لیکلي دي: طالبانو د ښځو پر کار د محدودیتونو د لګولو په لړ کې، دا ځل موسسو ته امر کړی چې په خپلو اساسنامو کې د ښځو د نومونو د کارولو پر ځای د «کورنۍ» کلمه وکاروي.

 دغه راز دې ډلې د موسسو د مدیره پلاوي د غړو له نوملړه هم د ښځو نومونه لېرې کړي او د بنسټونو له مسوولینو یې غوښتي چې پر ځای یې نارینه معرفي کړي. په موسسو کې سرچینې وايي چې طالبانو «د ښځو انجوګانې» په بشپړه توګه له منځه وړي دي او یا یې د هغو مدیریت نارینه وو ته سپارلی دی.

                                                 *******

 

هشت صبح ورځپآنې په یو بل مطلب کې لیکلي: د امریکا د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي له څرګندونو وروسته، چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پرېښي، د کانګرېس د اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وایي، چې د امریکا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پاتې دي. مک کال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې کړي.

هغه زیاته کړې: «جان کربي ويلي دي چې په افغانستان کې د امریکا هيڅ وسله نه ده پاتې، دا احمقانه خبره ده. هلته د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پاتې دي. زه کولای شم تاسو ته د وسلو او نغدو پیسو ویډیويي ثبتونه وښیم چې هلته پاتې دي.»

د دې مرکې له لارې مک کال د بایډن د ادارې یو شمېر چارواکو په ځانګړې توګه د ملي امنیت اوسنی سلاکار جان کربي، د سپینې ماڼۍ پخوانی ویاند جین ساکي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند نېډ پرایس ته بلنه ورکړه، چې په دې اړه د ده پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

                                                 ******

له افغانستان څخه خپریدونکې هشت صبح ورځپاڼې په یو بل مطلب کې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمني، د سیمې د هېوادونو په تېره د ګاونډیو اندېښنې ډېرېدو ته اشاره کړې او لیکلي : پاکستان د نورو هېوادونو پر پرتله ډېر اندېښمن ښکاري؛ ځکه چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په پرلپسې ډول د دغه هېواد پوځیان تر برید لاندې نیسي. د اسلام آباد چارواکي، د طالبانو ډله ټي ټي پي ته په پناه ورکولو تورنوي؛ کومه ادعا چې تل د دې ډلې له لوري رد شوې او د پاکستاني لوري قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.

تازه د پاکستان لنډمهاله لومړی وزیر انوارالحق کاکړ، له «جیو نیوز» رسنۍ سره په خبرو کې ادعا کړې چې ټي ټي پي نه یوازې د افغانستان له خاورې مونږ ته ګواښ پېښوي، بلکې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو نه په پاتې پرمختللو پوځي تجهیزاتو، سمبال دي.

                                   *********

له پاکستان څخه خپریدونکي جنګ ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي: د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په یوه بلټ پروف او تور شیشه لرونکي اورګاډي کې روسیې ته ورسېد.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا د مشر او د روسیې د ولسمشر پوتین ترمنځ لیدنه به روانه اونۍ د روسیې په ختیځ کې په یوه نامعلوم ځای کې ترسره شي. د بهرنیو رسنیو په وینا، کیم جونګ اون له پلازمېنې پیونګ یانګ څخه په خپل ګران بیه لوکس او زغره وال اورګاډي کې روسیې ته ورسېد. د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په شین او ژیړ اورګاډي کې په ۲۰ ساعتونو کې ۱۱۸۰ کیلومتره سفر وکړ. د بهرنیو رسنیو په وینا، د دې اورګاډي د خورا ځواکمن او مؤثره بلټ پروف طبیعت له امله، د نورو اورګاډو په پرتله د هغې سرعت خورا لږ دی، ممکن په ساعت کې 50 کیلومتره وي.

                                   **********

جنګ ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په لیبیا کې د مدیترانې د سمندري توپان "دانیل" له امله تر دوه زره زیات کسانو د وژل کېدو او زرګونو نورو لادرکه کېدو خبر ورکړی.

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر عصام ابو زریبه ویلي، ډېری لادرکه شوي کسان د سېلابونو له امله په سمندر کې ډوب شوي دي. د توپان له امله په شمال ختیځ ساحلي سیمو کې کرفیو لګول شوی دی. د ليبيا چارواکو له نړيوالو مرستندويه ادارو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

ایکسپریس ورځپاڼې د مراکش زلزلې وروستي ارقام خپاره کړي او لیکلي دي، ددغه زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۶۲ تنو او د ټپيانو شمېر څه باندې ۲ نیم زره تنو ته لوړ شوی او په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د تهران راډیو درنو اوریدونکو د ایران، سیمې او نړۍ مطبوعاتو ته کتنه همدومره وه، تر بیا چې مو خدمت کې حاضریږو، په الله مو سپارو.