Sep 13, 2023 12:55 Asia/Kabul
  • له حقوقي نظره د یوکرین جنګ او د هغه پایلې(۲)

ګرانو مینه والو «د یوکرین جنګ له حقوقي نظره او د هغه پایلې» تر عنوان لاندې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو.

روسیې په ناټو کښې د شاملیدو لپاره د یوکرین د حکومت د فیصلې او ورڅخه د امریکې او ځینو نورو هیوادونو د ملاتړ په غبرګون کښې د تیر ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه په یوکرین حمله وکړه. دغې حملې د یادو دواړو هیوادونو او هم د سیمې او نړۍ لپاره ډیرې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او حقوقي پایلې درلودلې.

د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د روسیې او لویدیځ لپاره په ترتیب سره د یوکرین جغرافیايي، سیاسي، اقتصادي، امنیتي او حقوقي موقعیت او په تیرو دریو لسیزو کښې د دواړو هیوادونو اړیکو ته اشاره وکړه. د شوروي له ټوټې کیدو وروسته د شوروي د وارث په توګه د روسیې په سرچینو او ظرفیتونو کښې د پام وړ کموالی راغی او دغه هیواد خپل ډیر جیوپالیټیک نفوذ، سیاسي مقام، اقتصادي قدرت او پوځي توانمنۍ له لاسه ورکړې.

په دې حالاتو کښې روسیه نه یوازې وړه شوې وه بلکې ځان یې په یو نوي جیوپالیټیک حالت کښې لیده او باید د یو متوازن کوونکي ځواک او له لویدیځ سره د ختیځ د نښلوونکې کړۍ په توګه د (اورآسیايي) هیواد له ادعا څخه یې لاس اخیستی وی.

*/*/*/*/*

په هم دې پړاؤ کښې چې روسیه په بحران او ګډوډۍ کې ډوبه وه، د لویدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا ټولې هڅې د روسیې د بیا راژوندي کېدو د مخنیوي لپاره وې. په حقیقت کې د همدې موخې لپاره امریکا او د هغې اروپايي متحدینو د روسیې په شاوخوا کې ګام په ګام پرمختګ پیل کړ. د مخملي او رنګي انقلابونو ملاتړ په شوروي جمهوریتونو کې د روسیې د نفوذ محدودولو لپاره یو شارټ کټ و.

ګرجستان یا جارجیا، یوکرین او بیا قرغیزستان له هغو جمهوریتونو څخه وو چې په کښې  روسیې ته د نزدې والي پلوي حکومتونه د رنګي انقلاب له امله نسکور شول. ویکتور یوشینکو چې په ۲۰۰۴ کال کې د رنګي انقلاب او په اوکراین کې د لویدیځ پلوه اوسني ملاتړ په ترلاسه کولو سره واک ته ورسید، له پنځو کلونو وروسته، د خپلو ژمنو د نه پوره کولو او د پاتې سیاسي او اقتصادي تشو له امله خپل ځاې له روسیې سره د نږدېوالي پلوی ویکتور یانوکوویچ ته ورکړ. د واک په دې تبادله کې د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د تړون د لاسلیکولو او له روسیې سره د ګمرکي اتحادیې د یوځای کېدو مساله د اوکراین د حکومت پر میز وه. اوکراین د اړتیا وړ انرژۍ د رسولو او له روسیې څخه اروپا ته د ګازو د لېږد حق ترلاسه کولو لپاره پر روسیې ډېر تکیه درلوده.

*/*/*/*/

اوکراین د ګازو تر ټولو لوی ټرانزیټی لیکې لري. د روسیې تر برید مخکې دغه هېواد اروپا ته د ۲۹۰ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت درلود. روسیې په 2009 کال کښې هڅه وکړه چې د اوکراین د ګازو پایپ لاینونو له لارې اروپا ته د ګاز صادرات ګډوډ کړي ترڅو وښيي چې د خپل نفوذ په ساحه کې د اروپا د نفوذ له پالیسیو سره د مقابلې لپاره پياوړي اړمونه لري. په اوکراین کې د لویدیځوالو او روسانو سیاسي مقابلې تر ۲۰۱۴ کال پورې دوام وکړ.

د یوکرین ولسمشر ویکټر یانکوویچ باید له اروپايي اتحادیې سره د آزاد تجارت د موافقې د لاسلیکولو او یا له روسیې،بلاروس او قزاقستان سره په ګمرکي اتحادیې کښې د شاملیدو ترمینځ  یوه غوره کړې وی. هغه د آزاد تجارت د موافقې د لاسلیکولو لپاره په بروکسل کښې د اروپايي اتحادې په سرمشریزې کښې ګډون ونه کړ او هم دا مسئله د یانکوویچ د حکومت د نسکولولو او د لویدیځ د پلوي بهیر د کودتا لپاره یوه انګیزه شوه.

اروپايي حکومتونو او امریکې په شوروي جمهوریتونو کښې د روسیې د نفوذ په سیمه کښې د نفوذ لپاره له رسندوي او د مدني ارګانونو له اوزارونو له استفادې سره هممهاله، د ناټو پوځي او امنیتي ساحه ګام په ګام پراخه کړه. په ناټو او اروپايي اتحادیې کښې د بالیټیک جمهوریت شاملولو، په جارجیا کښې نفوذ او په پولینډ او چک جمهوریتونو کوښې د توغندوي دفاع د اډو جوړولو د روسیې قهر راوپاروه. خو روسیه هغه مهال په داسې پوزیشن کښې نه وه چې دغو کړنو ته غبرګون وښايي او یوازې د ولادیمیر پوتین په ولسمشر کیدو سره وو چې د روسیې د قدرت د راژوندي کولو په لړ کښې لوړ ګامونه پورته شول. په ۲۰۰۸ کال کښې د جارجیا کړکیچ او په ۲۰۱۴ کښې د روسیې په خاوره کښې د کریمه شاملول هغه دوه عملي ګامونه وو چې روسیې د ناټو د پراختیا د مخنیوي په لړ کښې پورته کړل.

*/*/*/

د روسیې او یوکرین ترمینځ د جنګ په لړ کښې یوه فرضیه، د امریکې او اروپا رول ډیر ګڼي. اراني جرنلسټ پرویز ګراوند په دې هکله وايي: امریکې او ناټو چې په ناټو کښې د شاملیدو لپاره یې یوکرین ته شنه اشاره ورکړه، د یوکرین حکومت یې په ناټو کښې شاملولو ته وهڅوه او دغه هیواد یې له روسیې سره د امنیتي حساب د پاکولو په میدان بدل کړی او له بلې خوا یې ورته وسلې او دفاعي تجهیزات ورنه کړل تر څو نسبي دفاع برابر کاندي. امریکې د یوکرین په کړکیچ کې د روسیې د ډوبولو او د اروپا لپاره د ناټو سازمان د فلسفې او اړتیا د پیاوړتیا او له امریکا څخه د اروپا د تیښتې د مخنیوي په دوو هدفونو سره په قصدي ډول داسې یو حالت طرحه کړ چې روسیه په یوکرین باندې یرغل کولو ته وهڅوله او مجبوره شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوکرین کښې د ځانګړو عملیاتو پیلول په رسمي توګه د روسیې د ۲۰۱۵ کال د پوځي ډکټرین مطابق وبلل. د روسیې د ۲۰۱۵ کال د ملي امنیت د سټراټیجۍ ډکټرین، له ۱۹۹۳، ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو وروسته څلورم پوځي ډکټرین ګڼل کیږي. دغه ډکټرین داسې ځانګړتیاوې لري چې هغه له تیرو اسنادو ډیر غوره او بیلوي. په دې سند کښې په زغرده ویل شوي دي چې د ختیځ په لور د ناټو خوځښت او د روسیې د سرحدونو په خوا کښې د دغه پوځي سازمان پیاوړتیا او ټینګتیا د روسي فیډریشن لپاره ستر پوځي ګواښ ګڼل کیږي. په دې سند کښې راغلي دي: د روسیې خلاف په پراخه پيمانه د یو جنګ د امکان له کمیدو سره سره، د دې هیواد خلاف ځیني امنیتي ګواښونه په زیاتیدو دي.

د ۲۰۱۵ کال په پوځي ډکټرین کښې د روسیې مخې ته پراته ګواښونه، د بهرنیو(پوځي) ګواښونو او کورنیو(امنیتي) ګواښونو په دوو ډلو ویشل شوي دي. د روسیې د ۲۰۱۵ کال د ملي امنیت په ډکټرین کښې ناټو، اول نمبر ګواښ بلل شوی دی. د روسیې د ۲۰۲۱ کال د ملي امنیت په ډکټرین کښې هم ناټو د دې هیواد لپاره د وړومبني ګواښ په توګه معرفي شوې ده. د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو د سندونو ترمینځ مقایسه ښودنه کوي چې کرملین د لویدیځ په وړاندې د دفاع لپاره خپل هوډ پیاوړی کړی دی.  

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه