د هندوستان دغه ځوان تر ټولو ستر ویښتان لري
(last modified Sun, 17 Sep 2023 07:37:52 GMT )
Sep 17, 2023 12:07 Asia/Kabul
  • د هندوستان  دغه ځوان تر ټولو ستر ویښتان لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د اترپردیش صوبې یوه هلک د ټر ټولو لویو ویښتانو په لرلو سره نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د هندوستان د اترپردیش صوبې پینځلس کلن ځوان هلک «سدکدیپ سینګ چاهل» هیڅکله د خپل سر ویښتان نه دي خریلي او اوس د هغه د سر ویښتان څلور فټه او نهه اعشاریه پینځه اینچه اوږد دي.

د هندوستان دغه ښاریز اوس په نړۍ کښې له ټولو خلکو څخه زیات د سر د ویښتانو د لرلو ریکارډ جوړ کړی دی چې په ګینیز بک اف ورلرډ ریکارډ کتاب کښې ثبت شوی هم دی.

د هندوستان رسنیو ویل چې سدکیپ سینګ چاهل په اونۍ کښې دوه ځله د خپل سر ویښتان وینځي او د ویښتانو ډیر خیال ساتي.

ګینیز بک اف ورلډ کتاب وايي د هندوستان ښاریز سدکیپ سینګ چاهل د خپل سر د ویښتانو څوټې جوړوي او بیا ورباندې پګړۍ وهي کوم چې د سیکانو دود دی.

د هغه کورنۍ او ډیر دوستان سیکان دي خو هیڅوک د ده په اندازه ستر ویښتان نلري.

هغه په راتلونکي کښې د خپل د سر ویښتانو د نور اوږدولو اراده هم لري.