د بریتانیا ډیرې ماشومانو بې وزلۍ کښې ژوند کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا سخت اقتصادي او معیشتي حالات د داسې شرایطو د رامینځته کیدا سبب شوي دي چې په لندن کښې څلویښت فیصده ماشومان له رواني ناروغیو کړیږي.
ټول اروپايي هیوادونه له سختو اقتصادي کړکیچونو سره مخامخ دي او په دغو هیوادونو کښې انفلاسیون بیخي زیات شوی دی، خو د بریتانیا د پراختیا او د اقتصادي ملګرتیا موسسې د جاجونې پراساس د انګلستان اقتصاد له هر نظره د جي اوه ډلې د نورو هیوادونو په نسبت په تر ټولو بد حالت کښې دی.
دغه جاجونه وايي چې د انګلستان د پلازمینې لندن څلویښت فیصده ماشومان په بې وزلې کښې ژوند کوي او هغوې کافي خواړو ته لاسرسي نلري او اقتصادي کړکیچ چې بریتانیا هماغه راز ترې کړیږي د دغو ماشومانو حالت نور هم سخت کړی او د هغوې د روحي حالاتو د خرابیدا سبب شوی دی.
د بریتانیا د پلازمینې لندن اته پنځوس فیصده ماشومانو تیر ژمی د ګرمیدا د وسائیلو له نلرلو پرته تیر کړ او په دوې کښې پینځویشت فیصده ماشومان له بریښنا پرته ژوند کوي.
د بریتانیا ځوانانو او ماشومان د اقتصادي کړکیچ د پایلو تر اغیز لاندې ورغلي دي او د دوې کورنۍ د نویو اقتصادي شرایطو په وجه له اندیښنې او ناهیلۍ سره مخامخ دي په تیره بیا دا چې په نږدې راتلونکي کښې د دغو مشکلاتو د حل لپاره روښانه لاره نه ویني.