امریکا او په بندیز ئې ترلیونتوب حده روږدیدا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i143006-امریکا_او_په_بندیز_ئې_ترلیونتوب_حده_روږدیدا
د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د امریکا  او په بندیزونو ئې تر لیونتوب پورې  د روږدیدا نومې لړۍ  له ننني  شپږ م مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړئ کې  په رسندوئي  کړچارونو په تمرکز سره د هیوادونو په ضد له بندیزه دامریکا د آوزاری   استفادې د اړخونو  په باب دسره غږیږو. هیله  ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Dec 11, 2023 14:36 Asia/Kabul
  • امریکا او په بندیز ئې ترلیونتوب حده روږدیدا

د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د امریکا  او په بندیزونو ئې تر لیونتوب پورې  د روږدیدا نومې لړۍ  له ننني  شپږ م مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړئ کې  په رسندوئي  کړچارونو په تمرکز سره د هیوادونو په ضد له بندیزه دامریکا د آوزاری   استفادې د اړخونو  په باب دسره غږیږو. هیله  ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

  دوستانو په مختلفو اقتصادي، تجارتي ، مالی،پوځي ،ډيپلوماټيکو، شخصي ،سپورټي  او دغه راز  له حقوقي پلوه په تیره بیا د بشری حقوقو او حتی د انسان دوستۍ د حقوقو اومرستو په  حوزو کې  له بندیزونو څخه د امریکا پراخه استفاده  د ارزونې او شنننې وړ ده .دغه بایکاټونه  د انسان ډير لومړني او بنیادي حقوق  چې په نړیوالو کنونشنونو کې په رسمیّت پيژندل شوي دي ،خلاف ورزي ئې کوي. دمثال په توګه د حیات حق  د یوه هغه ترټولو مهم او عالی حق په توګه چې نور حقوق  هم ورڅخه اغیزمن کیږي، د بشري حقوقو د  نړیوالې اعلامیې په دریمې مادې کې ، د سیاسی مدنی  حقوقو د نړیوال میثاق په شپږمې مادې کې ، د ماشومانو دحقوقو  د کنونشن  په شپږمې مادې کې او په نورو ډيرو نړیوالو  سندونو او مدرکونو کې پرې ډير ټينګار شوی دی . د ملګروملتو د منشور په دوهم بند کې لومړۍ ماده  د ملتونو د حقوقو او برابرۍ  اصل ته د احترام په اساس په نړیوالو  اړیکو کې د دوستانه اړیکو په پراختیا ټينګار کوی . د توپیر نه کولو اصل هم د بشری حقوقو  یو بنیادي اصل دی چې امریکا په لومړنیو او ثانوي  بندیزونو سره پرې سترګې پټې کړي دي.

په داسې حال کې چې بندیزونه د بشری حقوقو له خلاف ورزۍ سره  د مقابلې په پلمه  اعمالیږي،پخپله  د بشری حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ سبب کیږي. په بشری حقوقو کې پراخ حقوق شاملیږي او په څلورو برخو ویشل  کیدلی شي. د لومړي او دوهم نسل بشري حقونه د حکومت له منفي ژمنتیا سره چې د وګړو په آزادۍ کې مداخله نه کوي او د هغه مثبت مکلفیت چې په ترتیب سره د اشخاصو د ځینو اړتیاو په پوره کولو کې مداخله کوي،معامله کوي.ددریم نسل بشري حقونه،د نورو نسلونو لپاره پر اړینو شرایطو سربیره،د حکومتونو، نړیوالو اورګانونو،عامه حقوقی وګړو او دداسې نورو په شمول  د ټولو لوبغاړو د توان  او هڅو سره همغږي کیږي. نن سباد بشري حقونو څلورم نسل راڅرګندېږي.د اطلاعاتي او ارتباطي ټیکنالوجۍ په پراختیا   او سایبري فضاسره ، دغو حقوقو ته لاس رسی،د حقوقو څلورم نسل برخه  کوي .

په ایران کې د پوهنتون یو استاد او د نړیوالو اورګانونو د حقوقو د کتاب لیکوال فرهاد طلائی،په بشري حقوقو  د بندیزونو په منفي اغیزو باندې په ټينګار سره باؤري  دی ، د بشری حقوقو  یو ډیر مهم مصداق، خوړو  او له لوږې څخه د ژغورنې حق ته لاس رسی  دی چې لازیات  د بشری حقوقو  په دوهم  نسل کې  شاملیږي.  د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې ،خوړو ته لاس رسي، پر تل پاتې لاس رسي  د هر وګړي  بنیادی حق دی  داسې  چې د هغه د خوړو  د اړتیاؤ  ځواب شي.  

            پر خوړو د لاس رسي حق ، د بشری حقوقو یو ډول دی  چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوری  حقوقو په ټولګې کې طبقه بندي کیږي . خوړو ته په لاس رسي کې هغه کس ته د حق په رسولو کې  مرسته ده چې  له خپلوانو  ساتنه وکړي . البته دا ټکی خوړو ته د لاس رسي د حق په باب   لازیات اهمیّت لري ، چې خوړو ته د لاس رسي حق داسې حق دی چې  دهغه په اساس هرڅوک  د خپل شان   احترام په اساس  تغذیه ولرل شي. په دغه حق  کې د هر وګړي  د معیشت د تامینولو لپاره سرچینو او آوزارونو ته لاس رسی او هم مځکې، امنیت،او هوساینې ته لاس رسی،اوبو او غَلو ته لاس رسی،کریډيټونه ، په تیره بیا  تاوان موندونکو او له توپير سره دمخامخیدونکو پرګنو لپاره لاس رسی پکې شاملیږي.ځیني موردونه چې دبندیزونو اعمالیدا ،خوړو  ته د  لاس رسي  دحق خلاف ورزۍسبب شوي دي،ډیری باؤري دي  چط  د مثال په توګه ئې یوازې یوه مورد ته اشاره کیږي . هغه راپورونه چې ۲۰۲۲ کال  د یمن د خلکو د وضعیّت په باب  خپره شوي دي،خوړو ته د لاس رسي د حق دخلاف ورزۍ لا ښه انځور نندارې ته وړاندې کوي .د ملګروملتو درو  ادارو،د ۲۰۲۲کال د مارچ په څوارلسمه نیټه خبرداری ورکړ چې دیمن د لوږې بوږنونکی بحران  دیوې ښکاره  غمیزې  په درشل کې دی  او  څلور اعشاریه اولس میلیون  کسان اوس د خوړو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري او د  آبادۍ زیاتره برخه  له لوږې سره  تر بیړنیو سویو پورې  مقابله کوي.په درست یمن کې کابو دوه اعشاریه دوه میلیون ماشومان  له سختو ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان دي .  کابو یونیم میلیون  ماشومان   دناوړه خوړولو له امله  ساری ناروغیو سره مخ دي  او ژوند ئې  د مرګوني وضعیّت په درشل کې دی. پر دې سربیره  کابو درې اعشاریه یو میلیون  امیندوارې میئندې ماشومانو ته د شیندو په ورکولو کې له خوار ځواکۍ سره مخ دي.د یونیسف ادارې  اجرائي مدیر ې کاترین راسل  وئيلی دي په یمن کې ماشومان وږي ویده کیږي،دا دوي نوره هم د بدني  او پيژندګلوۍ او  حتی د مرګ  له خطرو سره مخامخ کوي. په یمن کې د ماشومانو بوږنونکی حالت باندې نوره سترګې  نشي پټيدلی . ژوند په خطرې کې دی::::  یمن   په بې  انصافه  او ناعادلانه دلیلونو سره  په نړۍ کې د خوړو یو ترټولو بد بحران سره لاس او ګریوان دی . زیاتره مور پلار  خپل بچیان  درملیزو مرکزونو ته نشي بیولی  ځکه د ټرانسپورټ  لګښتونه یا خپل لګښتونه  هغه  مهال چې  ئې  خپلو بچیانو سره مرسته  وشي نشي ورکولی.

Image Caption

 

                 د ملګروملتو د منشور په اساس،هغه هیوادونه چې د هغوي اقدامات،نړیوال امنیت له خطرې سره مخ کوي،په هغو غیرپوځي رودو سره چې بندیزونه هم پکې شاملیدلی شي،ورسره مقابله وشي.لکه څنګه چې ملګري ملتونه د غړو هیوادونو  ترمینځ داختلافاتو د حل اصلی مرجع  دي،پردې اساس باید د هغو اقدامات په دغه چوکاټ کې وي .له هغو تدبیرونو  پرته اقدامات چې  امنیت شورا د ملګروملتوو د منشور د ۴۱ مادې په اساسکارول کیږی،د یو اړخیز قهري اقدام په توګه  ئې لحاظ کیږي. یو اړخیز بندیزونه د ملګروملتود  منشور په دوو موردونو کې خلاف ورزي  کويږ د ملګروملتو د منشور د لومړۍ مادې د دریم بند په اساس،د نړیوالو  مسئلو په حل کې  د حکومتونو په حل کې د حکومتونو ترمینځ  د ملګرتیا اصل چې د انسان دوستۍاو اقتصادي اړخونه لری،د ملګروملتو مقصدونه او موخې حسابیږي. یو اړخیز اقدامات، یوازې د نړیوالې ټولنې لپاره په داسې بڼه  د منلو وړ دي چې د ټولو  دمنونکو  شرائظو په چوکاټ کې اجرا شي.که داسې نه وي،نو له دوهم نړیوال جنګه وروسته رامینځةشوی  ټول نړیوال سسټة او د ملګروملتو پر منشور مشتمل نظم به چې  ملګرتیا ئې یو د تائيد وړ اصول دی ، هم وګواښي.

         د امریکا یو اړخیز بندیزونه اقتصادی ترهه ګری ګڼل کیدلی شی.ترهه ګري یوازې د حکومتونو په داخل کې او دډلو ټپلو په سویه نه ترسره کیږي، بلکې نن سبا ئې امریکا په نړیواله سویه کاروي او د پراخو اقتصادي بندیزونو له آوزاره په استفادې سره،ترهه ګري کوي.اقتصادي بندیزونه چې په پراخ ډول یا منظم ډول اعمالیږي او د عامو خلکو سلامتیا او ژوند له خطرې سره مخامخ کوي،او  یو ډول د ویرې او وحشت سبب کیږی،اقتصادي ترهه ګري بلل کیدلی شي.

 اقتصادي ترهه ګري دیوه هیواد داقتصاد په باب د وحشت رامینځةکونې او په ټارګټ شوي هیواد کې له تجارت او پانګونې څخه د ممنوعیّت لپاره په  نورو هیوادونو کې د ویرې او حشت  رامینځةکول دي.د  امریکا بندیزونه په تیره بیا ثانویه بندیزونه سبب شوي دي،په ټارګت شوو هیوادونو له اقتصادي پانګونې څخه  دنورو هیوادونو او خصوصي برخې ډډه وکړي او په داسې بڼه کې اقتصادي امنیت چې د امنیت یوه ډير مهم اړخ دی،هم ګواښل کیږي.

دوستانو ددغه مطلب په پای کې لنډه توګه  وئيلی شو،چې یو اړخیز بندیزونه او په تیره بیا د امریکا ثانوي  بندیزونه،سبب شوي  چې د خپل برخلیک د  ټاکنې،د حیات حق ، د تعلیم حق، د خوړو حق،د روغتیا او سلامتیا حق پشمول ډیری بشری حقوقو خلاف ورزي وشي . د امریکا دبندیزونو پراختیا  لامل کیږی چې  هره ورځ  یو شمیر هیوادونه بایکاټ شي  او  د بندیزونو له نړیوال رژيم سره  د مقابلې یوه ترټولو مهمه لاره،د بایکاټ شوو هیوادودنو دیوه  کلب یا ائيتلاف  جوړیدا ده .

           د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د بندیزونو نشه او امریکا نومې لړۍ د نننی شپږم مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر راتلونکي مطلب پورې  چې بیا ستاسو خدمت ته حاضریږو،له خپلو وړاندیزونو او کرکتنو مو هم خبر کړئ راسره رابطه وکړئ او زمونږټولنیزو چینلونو کې برخه واخلئ،په یناؤمن خدای مو سپارو.....

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************