په لودیځ کې بشري حقوق څه حقیقت لري
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i31435-په_لودیځ_کې_بشري_حقوق_څه_حقیقت_لري
د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په لودیځ کې دبشری حقوقو دخلاف ورزیو او حقیقتونو دلړۍپه باب له ننني څلورویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2016 12:38 Asia/Kabul
  • په لودیځ کې بشري حقوق څه حقیقت لري

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په لودیځ کې دبشری حقوقو دخلاف ورزیو او حقیقتونو دلړۍپه باب له ننني څلورویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

 تراوسه پورې  د دې شاهدان یوو چې  حتی په  پرمختللو اروپائي هیوادونو کې   دمیرمنو یو جدي مشکل او دهغوي د بشری حقوقو دخلاف ورزئ یو مورد   دکارکسب په حوزې کې  دښځو اوسړیو  ترمینځ  نابرابري ده .

          په نړیولو سندونو او دبشری حقوقو  کې دښځو  دکارکسب موضوع ته    د ښځو په ضد دتوکمیز توپير  د شکونو اونیمګړتیاؤ   دختمولو په کنونشن کې  ورته جدي پام شوی دی .د دغه کنونشن  دیولسمې مادې په اساس  غړي هیوادونه باید دکارکسب په زمینې کې  دښځو په ضد  دتوپير  دختمولو لپاره ضروری اقدامات وکړي  اوډاډ ترلاسه کړي چې  دښځو اوسړیو  د برابرۍ په اساس دښځو لپاره یوشان  حقوق رعایت شي .  په دغو ژمنتیاؤ کې   د ورته کار په بدل کې  دښځو او  سړیو  دحقوقو  یا تنخواګانو  یوشان والی ،  دکارکسب امنیت ، دجنسی اذیت اوکړاؤ  منع کیدا   او   د  کار دځواک په ګمارلو کې له توپيره ډډه کول   هم   شامل دي .

 دښځو په ضد دتوپیر دټولو نیمګړتیاؤ  ختمولو دکنونشن  اصلي  موخه  اوسټراټژي   هم ،  په ټولو زمینو کې  دښخو په  ضد  دهرډول توپير منع کیدا ده .   د ښځو  په ضد دتوپیر  دمنع کیدونکي  دتفسیری  نظریاتو په اساس  ، توپیر   پراخ  مفهومونوه او معناګانې لري  او  په ټولو زمینو کې د ښځو اوسړیو  په وړاندې  دمتفاوت قانون  او یا  دهرډول چلند په معنا  وي . سره له دې  تراوسه پورې  هم  ددې کتونکي یوو چې  حتی  په پرمختللو هیوادونو کې   دښځو یوجدي  ستونزه  او دهغوي دبشری حقوقو  یوه خلاف ورزي ،  دکارکسب په حوزې کې  د ښځو اوسړیو ترمینځ  دیو شان والي نه شتون  دی.

             راپورونه اوخبرونه   په انګریز ښځو او سړیو کې  دحقوقو یا نتخواګانو  دنابرابرۍ ښودنه کوي .  په انګلستان کې  دمالي  مطالعاتو  دموسسې یو مدیر  رابرټ جویسي   وائي ،  له شلو کلونو تیریدا سره سره ،تر اوسه پورې   په انګلستان کې  دښځو اوسړیو ترمینځ  جنسیتي درز  ختم شوی نه دی .  که څه  هم    دښځو اوسړیو ترمینځ  دتحصیلي  درز   دکمیدو او  په ښځو کې دزده کړې دسوئې  دزیاتیدو له امله  په وروستیو کلونو کې  په انګلتسان کې   په تنخواګانو کې  په جنسیتي  درز  کې کمي شوی دی دی .

  د دغې مطالعاتي  موسسې  د راپور په اساس    په ۱۹۹۳کال کې دحقوقو یا تنخواګانو   په ورکولو کې  دغه جنسیتي درز اوفرق  کابو اته ویشت فی صده او  په  ۲۰۰۳کال کې    کابو ۲۳فی صده ؤ .

 دمالي مطالعاتو موسسې  په عین حال کې راپورو رکړی دی  چې  په کلي توګه  دتنخواګانو  په ورکولو کې  د جنسیتي  د  درز له کمیدو سره سره،په هغو ‎ښځو او سړیو کې   دا موضوع چې ،لوړې زده کړې لري ،   دتیرو شلو  په نسبت  پکې  څه خاص بدلون  نه دی لیدل شوی .

د: جوزفرونتري  فاؤنډیشن : راپورهم ښئ   چې   په انګلستان کې  په تنخواګانو کې   دغه جنسیتي  درز ، له دې وروسته لازیاتیږي  چې  میرمنې  بچي وزیږوي .   ددغې موسسې د راپور په اساس ، دلومړني بچي له زیږیدولو  وروسته  دښځو تنخواګانې  دسړیو په نسبت  ۳۳ فی صده کمې   دي .   همداراز  دانګلتسان د خبره  مدیّت  دموسسې ( سي ایم آئي ) ددې تائيد دی چې   دمدیریّت   په لیکه کې  دښځو د ودې  احتمال ،   په هماغه لیکه کې دښځو  په  نسبت تر څلویښت فی صدو پورې زیات  لګول شوی دی.

                په انګلستان کې په تنخواګانو کې دجنسیتي  درز شتون   په داسې حال  کې  ښځې  هماغه شان  کړوي چې   په ۱۹۷۰کال کې  د : تنخواګانو د  برابرۍ د قانون :  دتصویبیدا  څه دپاسه څلورلسیزې تیریږي . 

دښځو  دحقوقو دفاع کونکي او  دکارګرانو  کمپاینونه او تنظیمونه  دکار په چاپيریال کې  دښځو اوسړیو  ترمینځ د دغه ښکاره توپیر  دختمولو او   له جنسیتي توپیر سره  دمقابلې دنوي قانون دتصویبولو غوښتنه کوي .  دتنخواګانو  دورکولو او دکار په چاپيریالونو کې  له  جنسیتي توپیرونو سره  د مقابلې   نوی قانون   یو هه قانون دی  چې  احتمالا   ټاکل شوې   په ۲۰۱۶کال کې  نهائي شي .  د دغه قانون دتصویبیدا په بڼه کې  به چې  تراوسه پورې ئې جزیات په بشپړ ډول  مشخص شوي نه دي،   هغه ټیکداران چې دښځو اوسړیو  ترمینځ دتنخواګانو   د ورکولو پشمول   دکارونو په چاپیریالونو کې دجنسیت بحث  لحاظ کوي،  نو دهغوي په ضد  دشکایت په بڼه کې به  ورسره قانونی چاره جوئي  وشي .

*********************

                د ښځو  دحقوقو ددفاع کونکو  تنظیمونو  په وینا،دم ګړۍ    په انګلستان کې  د ښځو اوسړیو  ترمینځ دحقوقو  یا تنخواګانو په ورکولو کې  درز  د مساوي   کار په شرائطو  کې کابو نولس اعشاره یو فی صد دی .دوي باؤري دي چې   په انګلستان کې   په یو وخت کې   د د کارونو په یوه ځاي   کې   کارکونکو ښځو اوسړیو ته   د ورکونکو تنخواګانو ترمینځ توپیر  حتی تر څلویښت فی صدو ته  هم رسیږي .  ګارډّين ورځپاڼې    له دې مخکې  په یوه راپور کې  لیکلي وو چې  په انګلستان کې  ښځې  د خپلو کارونو  په پړاؤ کې  له خپلو سړیو همکارانو  کابو درې لکه یورو   کم اخلي .   سره له دې چې  دښځو په ضد دتوپير   دهرډول ستونزو دلیرې کونکي  کنونشن اصلي  او نهائي سټراټيژي   دښځو اوسړیو  په وړاندې  دتوپيري چلند   له  هرډول قانون او مقرراتو سره مقابله ده.،  خو  دغه کنونشن  په  عمل کې نه دی توانیدلی   دښځو لپاره حتی په پرمختللو هیوادونو کې    غوره اوښه وضعیت  رامینځةکړ ي . . ښځې  په کاري چاپيریالونو کې  په بیلابیلو ډولونو سره  کړول کیږي  چې  دهغوي د زده کړو دسوئې   او همداراز  دکارکسب  له ځاي او چاپيریال سره توپیر لري .   په یوه بشپړ کتنې کې ،  دکار په چاپیریال کې  دښځو کړاؤ ، په عمومی چاپیریالونو کې  دښځو په ضد  دتاؤتریخوالو یوه برخه ګڼل کیږي . په دغو تاؤتریخوالو کې  فزیکي، نفسیاتي ،  جنسي اومالي  تاؤتریخوالي  هم  شاملیږي . معمولا  زیاتره هغه کړاؤنه چې   پر ښځو دکار  په ځاي کې تیریږي ،   جنسي اونفسیاتي  تاؤتریخوالي دي .

دیوې نوي څيړنې نتیجې  ښئ      په انګلستان کې ژوند کونکي  نیمې ښځې  دخپل کار په ځاي کې  په جنسی توګه کړول کیږي .  د انګلستان د سنډیکانو  د کانګرس   او د :هرې ورځې جنس پالنې : نومې دپلان   د څيړاندو د راپور په اساس    انګریز میرمنې  دخپل کار په ځاي کې  له جنسی ناسمو  استفادو او نامناسبو  ټوکو ټکارو سره  مخامخ دي .  دغه راپور  چې  د ۲۰۱۶کال داګست  په لسمه نیټه  خپور شوی ،  ښئ،له دغو ښځو کابو اتیا فی صده برخه  له دې  ویرې چې  ګواکې   دکار په چاپيریال کې ئې   اړیکې له خطرې سره  مخ شي ، له  هغو کړاؤنو چې ورسره مخامخ شوي ،  خپلو  صاحب کارانو ته ئې   راپور نه دی ورکړی او  هغوي ئې په دغې چارې نه دي خبر کړي ..

  دانګلستان دسنډیکانو دکانګرس  یوه مسئول  آلیس هوډ  په دې باب وائي،  د دغو موردونو شمیر  حیرانونکی دی  اوباید  دیوې  جدي خطرې په توګه په نظر کې ونیول شي .  جنسی کړاؤ   هماغه  شان  د کار په چاپيریال کې  دښځو یو ستر مشکل دی  او  تراوسه پورې  له مینځه تللی نه  دی .   دغه پيښه ممکنه ده ،  دټولنیزونو چینلونو اورسنیو  اویا  بریښنا لیکونو  یا ایمیلونو  له لارې   رامینځةشي ، خو تراوسه پورې  ئې نامه کړاؤ د ه  او د هغه کس  دسپکاوي لامل  کیيږي چې  دغه شان  چاره  تجروبه کوي .

ددغو څیړنو په اساس  تقریبا  په پنځو  کې یوه ښځه  دخپل افسر په لاس  په مستقیم ډول   په جنسی ډول کړول شوې ده . دهغې پخپلې  وینا سره ئې ، احساس  کوي ئې  ،  که  دغه موضوع  راپور کړي ، نو څوک به ورته جدي پام ونه کړي . 

  دانګلستان دسنډیکانو  دکانګرس  دڅيړاندو  دراپور  په اساس  له شپاړس کلونو تر څلورویشت کلونو پورې د ښځ،  مشکل له نورو زیات دی . .  په دغو کې  په درو کې  کابو دووښځو  ویلی دي ، چې  دخپل کار په چاپيریال یا ځاي کې  په جنسي توګه  کړول شوي دي . دانګلستان  دسنډیکانو د کانګرس  عمومی منشي  فرانسس اوګریډي  ویلی دي ، چې  دغه مشکل  دروحیې دکمزوریکیدا اوسپکاویو  لامل شوي  اودکسانو پر نفسیاتي  سلامتیا  ډيرې  منفي  اغیزې  شیندي .

 خو  دانګلستان دکارګر ګوند  دویندوي  آنجلا رینر    له نظره ،   د دغه هیواد حکومت ، ترډیره حده  له ښځو ملاتړ نه کوي .  جنسی کړاؤ  یو جنسی توپیر دی   او  له دې امله خلاف ورزي کونکي کسان  باید پوه شي چې  دهغوي کارونه دهغوي لپاره  یولړ نتیجې درلودلی شي . خو دتاؤتریخوالي  په وړاندې  له ښځو دملاتړ لپاره د حکومت  د پیاوړو میکانزمونو نه شتون ،   د ښځو په ضد  د  دغه ډول  جرمنو د زیاتیدو لامل  شوي دي .

          مذهب  او    دحجاب پشمول  ددیني واجباتو ترسره کیدا  هم  دکارکسب  په حوزو کې  دمسلمانو میرمنو  په ضد   د  توپير  يو عامل دی  . دیوې نوي څيړنې نتیجې ښئ   دانګلستان  ستر منې  یا حجاب یا سکارف اچونکي میرمنې ، دبې پردې یابې حجابه کارکونکو له ګمارلوسره د دغه هیواد د کار د خاوندانولازیاتې ګروهنې ته په پام سره  د کار په چاپيریالونوکې  له توپیر سره   مخامخ شوي دي .

 ټلیګراف  خپرونې  د  اګست په یولسمه نیټه    راپور ورکړی  ،  دانګلستان  دپارلیمان استاذو یا قانون جوړونکو  خبرداری ورکړی ، هغه مسلمانې میرمنې چې  سکارف  اچوي ،زیاتره  دګمارنې  په بهیر کې   رد کیږي   چې دا موضوع  همدااوس   یوډول  په نه منونکي توپیر  توپير بدله شوې ده .

 په عین حال کې  دانګلستان د    ولس  پارلیمان  راپور ښئ  د دغه هیواد دکار خاوندان یا ټیکداران  مسلمانې سترمنې میرمنې  کمزوری او فرمانبردارې ګڼي .دانګلستان دپارلیمان  د ښځو او مساوات  نومې کمیټې پخپل یوه څيړنیز راپور کې ویلی دي ،ځيني مسلمانې میرمنې  حتی مجبوره  دي ،دیوه مناسبت کارکسب دترلاسه کولو لپاره  خپل اسلامی ستر  یا پرده هم  پریږدي . دکار خاوندان یا ټيکداران   په غیر قانونی توګه   له مسلمانو  میرمنو سره  په مرکو  کې  له هغوي پلټنې کوي او دهغوي  د واده  اوبچیانو  او په دې باب چې د بچیانو دزیږونې  نیت ئې شته په څير  پوښتنې  کوي .

 په دغه راپور کې  همدرااز په مسلمانې ټولنې کې  دبیروزګارۍ دسورئې  لوړتیا  منظمولو لپاره دسملاسي  اقدام په ضرورت  ټينګار شوی دی .  وروستۍ احصائې  ښئ  له  غیر مسلمانانو سره  په پرتله کې د بیروزګارو  مسلمانانو شمیر په متوسط ډول   دوه برابره زیات دی .

 دانګلستان د پارلیمان  دښځو اومساوات نومې  کیمیټې مشرې ماریا میلر  هم ویلی دي ،د مسلمانو میرمنو  په ضد د توپير لپاره   د دغه  ډول تاکتیکونه   له بده مرغه  د:منلو وړ:شمیرل کیږي .هغې روښانه کړې .په دغه هیواد  کې هریو کس  قانون ته یو شان تابع دي  او مسلمانې میرمنې  هم  د نورو ښځو په شان  دخپل ستر اوحجاب په څرنګوالي کې خودمختارهدي  اوباید  له هغوي سره توپير چلند ونشي .

 دانګلستان  دپارلیمان دښځو اومساوات نومې کمیشن  همداراز خبرداری ورکړی  په مسلمانانو کې  دنابرابرۍ احساس زیات شوی دی . دغه سټراټژي  استاذان  پابند کوي    د زده کونکو  دافراط پالنې  دهرډول نښونښانو په باب دې راپورورکړي . هغه  کابو نیمې میرمنې چې  دآسټریلیا  په ملی پولیسو کې کار کوي،  ویلی دي ، چې  دکار په چاپیریالونو کې  په جنسي توګه اذیت شوي او کړول شوي دي ..  دغه راپورښئ  چې دآسټریلیا  په پولیسو کې  دجنسیتي  کړاؤ  په باب اعلان شوي احصائې   له اعلان شویو ملی احصایو  دوه برابره زیاتې دي .  خپور شوی راپور ښئ  چې ۶۶فی صري ښځو او۶۲فی صدو  سړیو ویلی دي  چې  په تیرو پنځو کلونو کې د کار په چاپيریال اوځایونو کې کړول شوي دي .

دپولیسو ځینو مامورانو احساس کړې ده چې که  دجنسي کړاؤ اواذیت کیدنې په باب  راپور  ورکړي ، نو  د هغه دافسرانو  له خوا به   ورته تاوانونه ورسول شي . دآسټریلیا  دپولیسو ځینو مامورانو  داه مویلی دي چې دجنیسي  اذیت او کړاؤ  سره  په اړونده شکایتونو  څيړنې هم ډيرې اوږدې دي .

 د دغه راپور لیکوالې او  داسټریلیا د جنسي توپيز  د چارو پخوانۍ کمیشنرې  الیزابت بورډریک  په دې باب وائي دجنسی کړاؤ او اذیت  کیدنې په زمینې کې  چټک او سملاسی  اقدامات  ضروري دي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************