روژه د خدای میلمستیا-۵
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i71664-روژه_د_خدای_میلمستیا_۵
ګلونو اوریدونکو سلامونه، د خپرونې په دې برخه کې روژه د خدای میلمستیا د پروګرام له پینځمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 21, 2018 08:32 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا-۵

ګلونو اوریدونکو سلامونه، د خپرونې په دې برخه کې روژه د خدای میلمستیا د پروګرام له پینځمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.

روژه هغه میاشته ده چې د خدای رسول یې په فضیلت کې فرمایلې دي:« د روژې میاشته د خدای په نزد  تر ټولو غوره میاشته ده ، ورځې یې تر ټولو غوره او شپې یې تر ټولو ښې  او شیبې یې تر ټولو بهترینې شیبې دي.  په دغه میاشته کې ساه اخستل تسبیح خوبونه عبادت  ، عملونه مقبول او دعاګانې مستجابې دي. نو په دغه میاشته کې په روغ نیت او پاک زړه سره خپل پالونکی وبلئ چې تاسو ته د روژې نیولو او د قرآن د تلاوت توفیق درکړي»

××××

د   ورځې په خاصو وختونو کې له خوراک څښاکه ډډه کول  د روژې په مبارکه میاشته کې یو لوی پروګرام دی . خو پوښتنه دا ده چې په دغه میاشته کې ترتولو لوړ او ښه عملونه کوم دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې حضرت علي (ع) د روژې د مبارکې میاشته او دهغې له پاره د تیارۍ په هکله د رسول ا... مبارک د خطبې له لوستل کیدو وروسته له هغه حضرته پوښتنه وکړه   چې یا رسول ا... په دغه میاشته کې تر ټولو ښه عمل کوم دی؟ پیغمبر وفرمایل:  په دغه شریفه میاشته کې تر ټولو ښه عمل د خدای له حرام کړو څیزونو  ډډه کول دي.

××××

د روژې په مبارکه میاشته کې  روژتیان که څه هم لوږه او تنده زغمي خو مطلوبو نتایجو ته رسیږي چې تر ټولو مهمه یې له الهی محرماتو ډډه کول دي. روژتي انسان په دغه میاشته کې د نفساني خواهشاتو په وړاندې د زغم او مقاومت په مشق سره ګام په ګام خپله تقوا زیاتوي  تقوا هماغه د مسوولیت او ژمنې احساس دی چې  په زړه کې د ایمان د کلکیدو په نتیجه کې په انسان کې پیدا کیږي  او د دې په ترڅ کې چې هغه له ګناه ساتي  نیکۍ پاکې او عدالت  ته یې بلي.  هر انسان تر خپله وسه  تقوا لرلی شي کله د انسان تقوا په دې حد کې وي چې د دوزخ د عذاب له اوره  حرام کارونه نه کوي  د تقوا دغه اندازې ته عامه تقوا وایي  چې هر مومن انسان   لږترلږه دغه تقوا لري دوهمه  درجه تقوا د هغو کسانو ده چې نه یوازې حرام کارونه نه کوي بلکې  له شبهاتو او مشکوکو څیزونو هم ډډه کوي او دې ته خاصه تقوا وایي  خو  په مومنانو کې داسې کسان هم شته چې د تقوا  یوې داسې درجې ته رسیدلې دي چې نه یوازې  له حرامو او مشکوکو څیزونو ډډه کوي بلکې   له حلالو هم د ضرورت په اندازه استفاده کوي او دا  تقوا لوړه درجه ده او ورته خاص الخاص تقوا ویل کیږی. له یوه عارفه د تقوا په هکله پوښتنه وشوه  وې ویل:  آیا له ازغو او خشاکو په ډکه لاره کې دې تګ کړی دی ؟ پوښتنه کوونکي وویل هو، وې ویل: څه دې کول؟  سړي وویل له ازغو مې ډډه کوله  چې په پښو کې مې لاړ نه شي. وې ویل د خدای  د دین په لاره کې هم دغه شان عمل کوه چې  چې د متقیانو درجې ته ورسیږې. له وړو او لویو ګناهانو ډډه کوه  او د هغه چا په شان عمل کوه چې په ازغنه لاره روان وي او له هر څه چې په ځمکه ویني ځان بچ کوي.»

نو هر یو انسان د خپل همت او توان په اندازه   د تقوا یوه مرتبه لاسته راوړلی شي او هر څومره چې له محرماتو او مکروهاتو ډډه وکړي په هماغه اندازه به خدای ته نزدې شي.

 

یوه میاشته روژه نیول د ژوند د غلطو او تکراري عادتونو په پریښودلو کې اغیزمن رول لري.  روژتي  له لاسته راغلیو فرصتونو په استفادې سره  په خپل ژوند او کړنو کې  اساسي بدلونونه راولی او نوې لاره او روده خپلوي هغه د نفساني غوښتنو او ګروهنو په وړاندې په مقاومت سره  خپله اراده غښتلې کوي. کوم انسان چې ډول ډول خوراکونه او څښاکونه لري او هره شیبه د ضرورت په وخت هغه خوري او څښي، د هغه  ونې په شان دی چې د ویالې په غاړې راټوکیږي  دغه ونې نیازبینې او ډیرې کمزورې دي   او که یو څو ورځې ورته اوبه ونه رسیږي وچیږي خو کومې ونې چې دښتو او غرونو کې راټوکیږي او له هماغه اوله د توپانونو او تودو سړو  څپو سره مخامخ وي   زیاتې پیاوړې او غښتلې وي. روژه هم  د انسان له بدن او روح سره دغه کار کوي  او په دغو سختیو سره  هغه ته د مقاومت او مقابلې طاقت وربخښي او روژتي انسان  په دغه طاقت سره خپل سرکښه نفس کنټرولولی  او زړه له رڼا او صفا ډکولی شي.

  ×××××

روژه هم د تقوا په شان درجې لري ، عارفانو روژه په درې ډولونو تقسیم کړې ده ، عامه روژه، خاصه روژه او خاص الخاصه روژه. عامه روژه له  خوراک څښاکه او  شهوتونو ډډه کول دي . همدا چې  روژتي انسان له خوراک څښاک او هغو څیزونو چې روژه ماتوي ډډه وکړي  خپله واجبه دنده یې ترسره کړې ده. د روژې دغه مرتبه تر ټولو اسانه او ټیټه درجه ده. لکه څنګه چې دخدای له رسوله په یو حدیث کې لولو:

: إنَّ أیسَرَ مَا افتَرَضَ اللّه‏ تَعالى عَلَى الصّائِمِ فی صِیامِه، تَرکُ الطَّعامِ وَالشَّرابِ : تر ټولو اسان څیز چې خدای په روژه نیولوکې په روژتي انسان واجب کړې  د خوراک او څښاک نه کول دي.

××××

د روژې په دوهمه لوړه درجه کې  روژتي یوازې د روژې له باطلوونکو څیزونو په ډډه کول بسنه نه کوي؛ بلکې  له ټولو الهي حرامو  ډډه کوي.

حضرت امام سجاد علیه السلام  د روژې د میاشتې د راتګ په دعا کې خدای تعالی ته غرض کوی: اي خدایه، د دغه میاشتې د روژې په وسیله مو مرسته وکړه  چې غړي مو ستا له  معصیت او سرغړاوي وساتو او په داسې کارونو کې یې وکاروو چې ستا د رضا سبب کیږي چې  په غوږونو مو چټیات وانه اورو او په سترګو مو لهو و لعب ته لاړ  نه شو او لاسونه مو حرامو ته پرا نه نیزو، او په پښو مو د هغه څه په لور چې ترې منع شوې یوو لاړ نه شي او خیټې مو بې له هغه څه چې تا حلال کړي بل څه په ځان کې ځای نه کړي او ژبې مې  بې له هغه څه چې تا یې خبر ورکړی او بیان کړې دې دي بل څه ونه وایي.

 په یو تاریخي روایت کې راغلې دي چې  د یوې ښځې روژه وه خو مدام به یې خپل ګاونډي ته ښکنځلې کولې او خپه کاوه به یې. دا خبر پیغمبر ته ورسیده، هغه حضرت  وفرمایل چې دغه ښځې ته خواړه یوسئ. پیغمبر ښځې ته فرمایل:  دغه خواړه وخوره، ښځې په حیرانتیا سره ځواب ورکړ: ای دخدای رسوله روژه  مې ده . هغه حضرت په ځواب کې وفرمایل:  ته څنګه د روژې ادعا کوې حال دا چې ګاونډي ته دې ښکنځلې کوې. پوه شه چې روژه یوازې له خوراک څښاکه ډډه کول نه دي. خدای تعالی روژه د  بدو خبرو او بدو کړو  په لاره کې یو خنډ ګرځولی دی. څومره کم دي روژتیان او څومره زیات دي هسې د لوږې زغمونکی.

منل شوې خبره ده چې څوک له روژې یوازې د  لوږې او تندې په  زغملو بسنه وکړي  د دغه سازوونکو عبادت له معنوي  فیضونو محرومه پاتې کيږي.

 

 په لا لوړې درجې کې چې خاص الحواص روژه  بلل کیږي  روژتي انسان نه یوازې  په خوراک څښاک بلکې به افکار او نیت او ارادې کې هم  محتاط وي چې  حتی دګناه او معصیت فکر یې هم ذهن ته رانه شي او د عملونو نیت یې روڼ او خالص وي. د دغه مرتبو تر ټولو لوړه درجه د هغه  روژتي په حال کې لیدلی شو چې روژه یې نه د  سزا له ویرې او نه د ثواب په  لالچ کې وي بلکې یوازې د خدای دامر د منلو ، د خدای له تقرب او نزدیکت سره د مینې او  د هغه د رضا اولقا د لاسته راوړلو لپاره وي دغه شان  روژه له هغو  روزل شویو او ځان جوړو کسانو  سره مخصوصه ده چې یوازې د خدای د رضا او  خوشحالۍ په لټه کې وي . د خدای غږ هغوی  داسې  مستوي چې  د لوږې او بیدارۍ غم  او کړاو یې هیریږي او  د هغه ذات بلنې په شوق  او مینه لبیک وایي او د زړه له تله یې مني.

د رسول الله مبارک په سیرت کې راغلې دي چې کله به د روژې میاشته راورسیدله  نو د هغه حضرت د اننګو رنګ به بدلیده . لمونځونه به یې ډیر شول او  په دعا او له خدایه په غوښتنه کې به یې ډیر زیات تضرع او زاري کوله.

 ×××××

واقعي روژتي  د روژې له برکته  د حاصلې شوې پاکۍ او اخلاص په سیوري کې  په سم معرفت او درک سره  روح او جسم له هغه څه چې خدای حرام کړې دي ، ساتي  چې حتی د ګناه له فکره هم لرې شي. د دغه هر اړخیزې څارنې په پایله کې د انسان روح د  ویلو شویو ګیلټو په شان  له ناخالصیو جدا کیږي  او  په انسان کې ژور بدلون پیدا کیږي . او دا د روژې له لوړو هدفونو دی .  د هغه کسانو چې د عوامو روژه نیسي او هغو کسانو چې د خاص الخواصو روژه نیسي فرق د هغو لامبو وهونکو په شان دی چې   یو یې  غواړي یوازې د اوبو لپاره لامبو ووهي او  یوازې د سمندر څپې یې لیدلې دي خو  بل لامبوزن د اوبو تل ته کوزیږي او د سمندر د تل له حالاتو هم خبریږي.

*****////////*****