روژه د خدای میلمستیا ۶
د تهران د پښتو راډیو ډیرو خوږو او قدرمنو مینه والو دا دی یوځل بیا (روژه د خدای میلستیا) نومې لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو او د ټولو مسلمانانو د روژو او عبادتونو د قبلیدو دعا کوو.
دوستانو په دې میاشت کښې په قرآن کریم میئن، دغه سپيڅلي کتاب ته لا نزدې کیږي او د هغه په لوستلو، زده کولو او په تعلیماتو یې په ځان پوهولو سره خپل زړونه یو وار بیا ژوندي کوي. نو په دې هکله به په نني پروګرام کښې نور معلومات درکوو، هیله ده چې د پام وړ مو وګرځي.
*****/////******
د کال په موسمونو کښې پسرلی بې سارې ښکلا او تازګي لري او طبیعت، شنه جامه اغوندي. پسرلی د مینې او ودې پیغام راوړونکی او د تاندوالي او خوشحالۍ موسم دی او په هم دې وجه په زړه پورې دی او په راتلو یې زړونه خوشحالیږي او وجودونه معرفت مومي. د پسرلي په ښایسته طبیعت کښې د خدای رحمت او محبت له بل هر وخته زیات یادوو. د ذوق د خاوندانو لپاره له دې زیات د خوشحالۍ وخت نشته چې د ونو بوټو په راټوکیدو او د عالَم په ژوندي کیدو سره د خپل روح د غوړیدو نندارې ته کښیني او د ملکوت عالم ته الوت احساس کړي.
د معنا د خاوندانو لپاره هم له قرآن څخه زیات خوږ او ګران حقیقت نشته چې پکښې د محبوب د مهربانۍ او نوازش د تاندوالي ځلا ویني او د دلدار د پیغام په اوریدو سره زړه او ځان ته صفا وربخښي. لکه څنګه چې له تیَرې شپې وروسته لمر په خپلو ګرمو او نوراني وړانګو سره مړ طبیعت ژوندی کوي، د قرآن ځلانده لمر هم مړو زړونو او خفه روحونو ته ژوند او تاندوالی وربخښي. قرآن د زړونو پسرلی او د رمضان میاشت د قرآن پسرلی دی. له امام محد باقر علیه السلام څخه په یو حدیث کښې راغلي دي چې فرمايي: (د هر شي لپاره یو پسرلی وي او د قرآن پسرلی، د رمضان میاشت ده). داسې ده چې په دې مبارکه میاشت کښې چې ټول الهي میلمستیا ته بلل شوي یو، کولی شو چې د قرآن په پسرلي او په حقیقت کښې د هغه په بې سارې ښکلا او حیرانتیاؤ پوه شو.
د قرآن کریم مینه وال، په دې میاشت کښې دغه سپيڅلي کتاب ته لا نزدې کیږي او د هغه په لوستلو، زده کولو او په تعلیماتو یې په ځان پوهولو سره خپل زړونه یو وار بیا ژوندي کوي. همهغه ډول چې د قرآن تلاوت او پکښې تدبّر د روژې په مبارکه میاشت کښې هم د انسانانو په روح او ځان کښې یوځل بیا د ژوند پوکیدل دي ځکه چې د انسان فطرت له قرآن سره سمون خوري او الهي آیتونه چمتو او تیار زړونه د ځان لیواله کوي. قرآن پاک خپله د زمر د مبارکې سورې د ۲۳ آیت په یوه برخه کښې د خپلو معنوي جاذبو خبره کوي او فرمايي: (خدای تر ټولو غوره خبره نازله کړه، هغه کتاب چې آیتونه یې (د لطف او ښکلا او د محتوا د ژوروالي له نظره) د یو بل په شان دي، تکراري آیتونه لري (شوق راپارونکی تکرار) چې د آیتونو په اوریدو سره یې له خپل پروردګاره د ویریدونکو کسانو اندامونه په لړزا کیږي او بیا یې ظاهر او زړونه نرمیږي او د خدای ذکر ته متوجه کیږي).
همدا وجه ده چې قرآن کریم په روایتونو کښې (د زړونو د پسرلي) په توګه یاد شوی دی.
قرآن کریم د خدای تعالی لویه معجزه او د اسلام د تل پاتې والي سند دی. دا الهي کتاب له ډول ډول دسیسو سره سره له تحریف او ګډوډي خوندي پاتې شوی او بشري ټولنې له بې لاریتوب او کږوالي ژغوري. د قرآن پاک غوره ځانګړتیا د انسان د هدایت او مشرتابه ضمانت دی. قرآن کریم د نازلیدو له پیله پاک او پاکیزه زړونه خپلو ژوند بخښونکو آیتونو ته جذب کړل او په خپل رغنده آئین سره یې له یوې ختمې شوې ټولنې او وحشي قوم څخهخ یو متمدنه ټولنه او روزل شوي انسانان جوړ کړل. خدای پاک جل جلاله د قرآن په نازولو سره چې کامل او جامع دی، پر انسانانو حجت تمام کړ او ویې ویل چې هیڅ کتاب به، د قرآن په شان د انسان اړتیاوې نه کړی شي. د قرآن کریم د آیتونو غوره ډول او قالب او همداشان یې محتوا ښودنه کوي چې دا اثر د انسان په لاس نه دی جوړ شوی بلکې یوه داسې ژوندۍ معجزه ده چې له انسانه لوړه سرچینه لري.
په نړۍ کښې د اسلام د ژوندي او اغیزشیندونکي شتونه د څه باندې څوارلسو پيړیو تیریدل د دې حقیقت بیانونکي دي چې قرآن کریم په علمي او مستدل منطق، رغنده او ژورو مفاهیمو او همداشان په اخلاقي او علمي حکمونو سره د انسان د ژوند لپاره ترټولو غوره کتاب دی. د همدې الهي کتاب د لارښوونو په رڼا کښې تل د حق څیره روښانه او ځلیدونکې پاتې شوې او حق لټونکي یې له خپلو پراخو رڼاګانو برخمن کړي دي. خدای تعالی خپله د فُصِلت سورې په ۴۱ او ۴۲ آیتونو کښې د قرآن کریم په پیژندګلوۍ کښې فرمایلي دي: (او دا کتاب ماتې نه منونکی دی، چې هیڅ ډول باطل پرې نه له مخې ورتلی شي او نه له شا غاړې، ځکه چې د حکیم او د ستاینې وړ خدای لخوا نازل شوی دی).
د قرآن کریم پیغام د ټولو انسانانو لپاره یو روڼ او روښانه پیغام دی. خوبۍ، دوستۍ او پاکۍ ته مخه کول او له بدو، زیاته غوښتنې او زورواکۍ ډډه کول، دا شان قرآن پاک د فردي، ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي په شمول د انسان د ژوند په ټولو ډګرونو کښې د انسان ترټولو غوره پناه ځاې ګرځیدلی شي. پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفي (ص) فرمايي: (هر کله چې فتنې او ستونزې لکه د تورو وریځو او د شپې د تیَرې په شان ستاسو ټول وجود او ژوند ګیر کړي نو قرآن ته پناه یوسئ، او پکار دي چې له قرآنه مرسته واخلئ.
د روژې په مبارکه میاشت کښې د خدای د کلام تلاوت کول یولړ امتیازات لري چې نورې میاشتې یې نه لري. د رمضان مبارکې میاشې د انسان لپاره د سالمې سا اخیستنې په موخه یوه فضا او همداشان د خدای له تقربه د انسانیت د لازیاتې ګټه پورته کونې لپاره یوه زمینه برابره کړې ده. دې هدف ته د رسیدو لپاره ترټولو غوره اوزار قرآن کریم دی. په همدې لړ کښې رسول ا...مبارک د شعبان د میاشتې په وروستۍ خطبه کښې فرمايي چې د رمضان په میاشت کښې د قرآن کریم د یو آیت لوستل د ټول قرآن د ختم هومره ثواب لري.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم تل د رمضان په مبارکه میاشت کښې له قرآن کریم څخه د ګټه پورته کونې سپارښتنې کړې دي او وايي: د روژې نفس د رمضان میاشت ده چې د روژتي کس لپاره د روحانیت او نورانیت یوه زمینه ده او هغه د الهي فیضونو ترلاسه کولو ته چمتو کوي. دا په لمونځ او په همیشنیو ټاکلو دندو او روژې او دعاګانو سره د رمضان د میاشتې ټولګه ده چې که تاسو دې ته پاملرنه وکړئ او د قرآن کریم تلاوت هم پرې ورزیات کړئ –لکه چې ویل شوي دي د روژې میاشت د قرآن پسرلی دی- نو له فسادونو او خرابیو او داسې نورو شیانو څخه د ځان د ژغورنې، بیاموندنې او بیارغاونې یو پړاؤ به وي چې ډیر غنیمت پړاؤ دی. اصل خبره دا ده چې مونږ د رمضان په میاشت کښې د خدای تعالی په لور دا تګ وکړو او د کیدو وړ دی.
د روژې میاشت د قرآن پاک د نازلیدو میاشت ده، د بقرې د مبارکې سورې په ۱۸۵ آیت کښې راغلي دي: (رمضان هغه میاشت ده چې د خلکو د لارښوونې او د هدایت د نښو او د حق او باطل تر مینځ د فرق کولو لپاره پکښې قرآن نازل شوی دی).
د روژې په مبارکه میاشت کښې د قرآن نازلیدل د هغه ځانګړي قابلیت ښودونکي دي چې دا میاشت یې لري څو د قرآن په شان مهم اسماني کتاب پکښې نازل شي. لکه څنګه چې نور اسماني کتابونه هم د رمضان په میاشت کښې نازل شوي دي. له امام جعفر صادق علیه السلام څخه په یو روایت کښې لولو: (تورات د رمضان په شپږو تیرو شویو شپو کښې نازل شو او انجیل د رمضان د میاشتې په دولسو تیرو شویو شپو کښې نازل شو او زبور د رمضان په اتلسمه شپه نازل شو او قرآن کریم د قدر په شپه نازل شوی دی).
همداشان د نهج البلاغه په ۱۱۰ خطبه کښې سپارښتنه شوې ده: (او قرآن زده کړئ ځکه چې ترټولو غوره وینا ده او پکښې غور وکړئ چې د زړونو بهار دی).
د رمضان د میاشتې د برکتونو ستره برخه د قرآن له پرتم او سترتوب سره تړاؤ لري. روژتیان په دې میاشت کښې په خپلو زړونو کښې د قرآن د نوراني تعلمیاتو تخم کري څو د هغه د آیتونو په رڼا کښې خپل زړه او روح وروزي. په جوماتونو، کورونو او لارو کوڅو کښې د قرآن پاک د تلاوت غږ د روژې میاشتې معطره کوي او معنويت او روحانیت یې دوه چنده کوي. دا ګټه ورتیا له قرآن کریم سره د حقیقي مینې او پکښې د تدبر په سیوري کښې ترلاسه کیږي.
پروردګاره! پر محمد او آل محمد درود واستوې او مونږ په هغو کسانو کښې راولې چې د قرآن په رسۍ منګولې ښخوي او د هغه په سیوري کښې کراریږي او د ارزښتناک نور له وړانګو یې هدایت مومي.
********///////////********