د تاریخ پاڼه (۹۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i73698-د_تاریخ_پاڼه_(۹۳)
ډیرو قدرمنو ملګرو! نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۷ ه ل کال د غبرګولی میاشتې ۳۱مه ، د ۱۴۳۹ ه ق کال د کوچنی اختر میاشتې ۷مه او د ۲۰۱۸ م کال د جون ۲۱مه نیټه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2018 06:43 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه (۹۳)

ډیرو قدرمنو ملګرو! نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۷ ه ل کال د غبرګولی میاشتې ۳۱مه ، د ۱۴۳۹ ه ق کال د کوچنی اختر میاشتې ۷مه او د ۲۰۱۸ م کال د جون ۲۱مه نیټه ده .

۱۴۳۶ کاله پخوا د دریم ه ق کال د شوال میاشتی په ۷مه نیټه،د مسلمانانو او مشرکانو ترمینځ د مدینې په شمال کښې د احد غره په لمنه کښې د احد غزا وشوه.د مکې قریش مشرکانو په بدر غزا کښې په درنې ماتی پسې یوځل بیا جنګ ته مخه کړه او درې زره کسیز سنبال لښکر د مدینې په لور وخوځیده  او په احد کښې له مسلمانانو سره ونښتل.په دغه جنګ کښې د مسلمانانو شمیر تر ۷۰۰ زیات نه ؤ.پیغمبر اکرم د تل په شان له جنګه مخکښې له خپلو اصحابو سره مشوره وکړه او د هغو کسانو له نظر سره یې موافقه وکړه چې له مدینې بهر یې له قریشو سره د مبارزې سلا ورکوله.د احد غره په لمنه کښې د دواړو لورو تر مینځ نښته وشوه او په لومړیو کښې مسلمانان پرې بریالی وو،خو د ځینو هغو کسانو د غفلت په وجه چې په احد غره کښې د  یوه حساس تنګی د ساتنې دنده ورکړل شوی وه ، د قریشو مشرکانو له هماغه ځایه پر مسلمانانو حمله وکړه او په ستونزمن حالت کښې یې راوستل،تر دې حده چې د رسول الله مبارک ژوند هم په خط کښې ولویده او په دغه نښته کښې د پیغمبر اکرم د میړنی آکا حمزه په شمول ۷۰ مسلمانان شهیدان شول .د مکې مشرکانو  بیا هم  غوڅ بریالبیتوب ترلاسه ه کړای شو او مکې ته ستانه شول.

۱۱۳۳ کاله پخوا د ۳۰۶ ه ق کال د شوال په ۷مه نیټه د سامانیانو د پړاو ستر ایرانی پوه،احمد بن جیهانی وفات شو. د ایران مشهور جغرافیه پوه،سیاستوال او پوه ابو عبدالله احمد بن جیهانی  د خپلو ارزښتمنو څیړنو په خاطر په اسلامی نړۍ کښې مشهور شو او خورا مهم اثر یې په جغرافیه کښې المسالک و الممالک کتاب دی چې ورپسې جغرافیه پوهانو ترې ډیره ګټه پورته کړی ده.

۳۵۷ کاله وړاندی د ۱۰۸۲ ه ق کال د شوال په ۷مه،د یولسمې ه ق پیړۍ یو مشهور مسلمان عالم په میرزا رفیعا نایینی مشهور میرزا رفیع الدین محمد بن حیدر طباطبایی وفات شو.هغه یو اصولی فقیه او متکلم ،د علامه مجلسی دوهم او شیخ حر عاملی استاد او د شیخ بهایی یو شاګرد ؤ چې د شجره الهیه،شرح حدیث حدوث الاسما په شمول ګڼ شمیر اثار یې په یادګار پریښودلی.میرزا رفیعا په پینځه اتیا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په تخت فولاد کښې خاورو ته وسپارل شو.

۱۱۳ کاله مخکښې د ۱۹۰۵ م کال د جون په ۲۱ مه نیټه مشهور فرانسوی لیکوال او فیلسوف، ژان پل سارټر په پاریس کښې وزیږیده او په فلسفه څانګه کښې یې تحصیل وکړ.هغه د اګزیستانسیالیزم  د مکتب یو مشر دی چې د وجود پر اصالت او د ژوند په پناه  ولاړ مکتب دی او په ټولنیزو دودونو پورې د انسان پېلتیا ردوی.سارټر په ۱۹۶۴ م کال کښې په ادبیاتو کښې د نوبل جایزې له اخیستلو ډډه وکړه.د هغه په اثارو کښې  په کیوبا کښې د شکرې جنګ،هستۍ او نیستی  او مچانو ته اشاره کولای شو.هغه د ۱۹۸۰ کال په آپریل کښې مړ شو.

۳۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۰ ه ل کال د غبرګولی په ۳۱ مه،د اسلام میړنی سردار  ډاکټر مصطفی چمران له عراقی یرغلګرو سره په مبارزې کښې شهید شو.هغه په ۱۳۱۱ ل کال کښې په تهران کښې وزیږیده او په الکترونیک څانګه کښې یې تحصیل وکړ او بیا یې په همدې څانګه کښې له آمریکا ډوکترا واخیستله.شهید چمران د محصلی په پړاو کښې د باچا رژیم پر ضد په مبارزو کښې برخه درلوده او په آمریکا کښې یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړ او څه موده وروسته  لبنان ته لاړ او هلته یې د امام موسی صدر په مرسته  له صهیونیسټ رژیم سره د مبارزې،له  محرومو لبنانیانو او فلسطینی کډوالو د  د فاع په موخه یې   د محرومینو غورځنګ جوړ کړ .شهید چمران په ۱۳۵۷ ل کال کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب سره هممهاله ایران ته راغی او دفاع وزارت څوکۍ یې په غاړه واخیستله او څه موده وروسته د اسلامی شورا په لومړنی پړاو کښې د تهران د خلکو استازی غوره شو.پر ایران د عراق د بعث رژیم  د تیری په پیلیدا سره د جنګ جبهې ته لاړ او د نامنظمو جګړو کمیتۍ یې جوړه کړه او په خپله یې قومندان شو.دغې ډلې د تپلی جنګ په پړاو کښې د عراقی پوځیانو په شاتمبولو کښې ډیر فعالیت وکړ او په څو جبهو کښې یې ورته ماته ورکړه.له میړنتوب سره سره چمران ډیره عارفانه او مهربانه اروا درلوده او زیاتې لیکنې ترې په یادګار پاته دی.د ډاکټر مصطفی چمران له شهادته وروسته حضرت امام خمینی(رح)د هغه د شخصیت په اړه په یوه پیغام کښې وفرمایل:ګران چمران په پاکې او مخلصې عقیدې  او له سیاسی ډلو سره په ناپېلتیا  او پر  سترې الهی  موخې په عقیدې سره د خدای په لاره کښې جهاد ته مخه کړه او سر لوړی ژوند یې وکړ او سر هسکی شهید شو.

۲۸ کاله مخکښې د ۱۳۶۹ ل کال د غبرګولی په ۳۱ مه،شپې مهال اوه اعشاریه درې ریشټره زورورې زلزلې د ایران  په شمال او شمال لویدیځ کښې د ګیلان او زنجان ولایتونه ولړزول او ډیر ځانی او مالی تاونونه یې ورسول.د دغې زلزلې مرکز  رودبار ؤ چې پکښې کابو ۵۰ زره کسان مړه ،۶۰ زره ژوبل او نیم میلیون بې کوره شول.د رودبار زلزلې همدغه راز سخت اقتصادی تاوان هم ورساوه.په دغې زلزلې پسې د ایران دولت او ملت له زلزله ځپلو هیوادوالو سره د مرستې لپاره ودانګل او تر یوه حده یې رسیدلی تاوانونه جبیره کړل.