د تاریخ پاڼه (۹۵)
محترمو ملګرو! نن د خالی ورځ یا شنبه د ۱۳۹۷ ه ل کال د چنګاښ یا سرطان میاشتې دوهمه،د ۱۴۳۹ ه ق کال د شوال یا کوچنی اختر د میاشتې نهمه او د ۲۰۱۸م کال د جون ۲۳مه نیته ده.
۱۳۲۹ کاله پخوا د ۱۱۰م ه ق کال د شوال میاشتې په نهمه نیټه،د دوهمې ه ق پیړۍ یو مشهور فقیه او محدث ابن سیرین وفات شو.هغه د عراق په بصرې ښار کښْې وزیږیده او په زلمیتوب کښې یې علم زره کولو،زهد او پرهیزګارۍ ته مخه کړه. ابن سیرین د اسلام د ګران پیغمبر حدیثونو ته زیات اهمیت ورکاوه او په نقلولو کښې یې ډیر احتیاط کاوه او همدغه چاره د دې لامل شوی چې وتلی لیکونکی د هغه له خوا په نقل شویو حدیثونو استناد وکړی.ابن سیرین په خپل ژوند کښې د رسول الله مبارک دیرش صحابیان درک کړی او ځنې په بیلا بیلو ژبو ارزښتمنې خطی نسخې په یادګار پاته دی.
۱۰۹۸ کاله وړاندې د ۹۲۰م کال د جون په ۲۳مه نیټه،د نړۍ لومړی پارلمان په ایس لینډ کښې جوړ شو.دغه پارلمان چې استازی یې د خلکو د رایو له مخې غوره شوی وو، دا دنده درلوده چې له حکومت سره فکری مرسته وکړی.په حقیقت کښې وییل کیدای شی ، دنړۍ لومړنی پارلمان یوازې له دولت سره مشورتی بڼه درلودله او خپل څه دومره اختیارت نه درلودل.د ایس لینډ په پارلمان پسې،په اوسنۍ بڼه کښې د نړۍ تر ټولو پخوانی پارلمان چې خاص اختیارات یې درلودلی،د انګلستان پارلمان دی چې د دیارلسمې میلادی پیړۍ په مینځینیو کښې یې خپل کار پیل کړ.
دوه سوه یو شپیته کاله پخوا، د اوولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال د جون په درویشتمه نیټه، د هند د شمال ختیځ په بنګال کښې د انګریز او هندی پوځونو تر مینځ لومړنی جنګ وشو. په دغه جنګ کښې چې پلاسی نومیږی، انګریزان بریالی شول او پر بنګال چې په هغه وخت کښې د هند یوه برخه ؤ، مسلط شول. انګلستان د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کښې د ختیځ هندی شرکت (ایسټ اینډیا کمپنی ) له لارې په هندوستان کې نفود پیل کړئ ؤ او په ورپسې جنګونو کښې د هند پوځ ته پر ماتی ورکولو سربیره یې خپله اروپایی سیاله، فرانسه یی هم له هنده وشړله او بالاخره په اوولس سوه پینځه شپیتم میلادی کال کښې یې پر هندوستان د ا.. . آباد استعماری تړون وتاپه. له دې وخت ر اهیسې کابو دوه پیړۍ هند د انګلستان مستعمره ؤ.بریتانیا د هند د ښکیلاک په پړاو کښې د دغه ټاټوبی پریمانه سرچینې چور تالان کړی.
یو سلو لس کاله مخکښې، د دولس سوه اووه اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دوهمه نیټه، د مشروطیت د پړاؤ لومړنی ملی شورا په داسې حال کښې چې د جوړیدا یې لنډه موده تیریدله ، د محمد علی شاه قاجار په حکم سره پرې د توپونو برید وشو او وتړل شوه. له ملی شورا سره د محمد علی شاه د مخالفت له اعلانیدا وروسته، د روسیې د کرنل لیاخوف په قومندانۍ قزاقی پوځیانو د ملی شورا ودانۍ کلا بنده کړ ه او له مشروطه غواړو سره یې جنګ وشو. په پیل کښې مشروطه غواړی بریالی شول، خو د ډګروال لیاخوف په حکم پارلیمان په توپونو وویشتل شو ، وران او بیا هم چور تالان کړائ شو. په دغې پیښې کښې یو شمیر مجاهدین شهیدان شول او یو شمیر نور د محمد علی شاه مامورانو وینول او بیا یې جلاوطن کړل. همداراز د ملک المتکلمین او میرزا جهانګیر خان شیرازی په شان آزادی غواړی په دار وځړول شول. په دې توګه د مشروطیت د پړاؤ لومړنی پارلیمان ړنګ او په ایران کښې د کوچنی استبداد پړاؤ پیل شو .
نهه اویا کاله مخکښې،د ۱۹۳۹ م کال د جون په درې ویشتمه نیټه،فرانسویانو د مدیترانه سمندر تر څنګ د سوریې مهم اسکندرون بندر ترکیې ته وسپاره چې پرې ډیره موده وړاندې یې ادعا کوله خو په لومړی نړیوال جنګ پسې د فرانسې او انګلستان تر مینځ د موافقې له مخې دغه بندر د سوریې وبلل شو.څو کاله وروسته د عثمانی حکومت په نسکوریدا او قدرت ته د لویدیځ پال مصطفی کمال اتاترک په رسیدا پسې ،فرانسې چې د ترکیې سرپرستی یې په غاړه وه،اسکندرون بندر ترکیې ته ورکړ.دغه اقدام په سوریې کښې د فرانسوی ضد احساساتو د پاریدا او پر ضد یې د مبارزې د سختیدا لامل شو.
اوه کاله مخکښې،د ۲۰۱۱ م کال د جون په ۲۳مه نیټه،مشهور مصری قاری،ابوالعنین شُعیشع وفات شو.هغه په ۱۹۲۲ م کال کښې د مصر د کَفر شیخ په بیلا ښار کښې وزیږیده او په ماشومتوب کښې د کل قران حافظ شو. هغه،هغه لومړنی قاری دی چې په مسجد الاقصی کښې یې د قران قراُت وکړ او په همدې لړ کښې یې د عراق او ایران په شمول په ډیرو هیوادونو کښې د قرآن مجید د قرات په غونډو کښې تلاوت وکړ خو د شپیتمې میلادی لسیزې په پیل کښې د ناروغۍ له امله قرات ته دوام ورنه کړل شو.شعیشع په اویایمې لسیزې کښې په مصر کښې د قاریانو ټولنې د جوړولو هڅه وکړه او په دغه کار کښې ورسره د شیخ عبدالباسط عبدالصمد او شیخ محمود علی البنا په څیر مشهورو قاریانو ملګرتیا وکړه او په ۱۹۸۸م کال کښې د دغې ټولنې مشر وټاکل شو.هغه په مصر کښې د دندو پر ترسره کولو سربیره د قران کریم د حفظ د نړیوالې موسسې مشری هم پر غاړه درلوده او په نړیواله کچه د قرات په سیالیو کښې زیات مډالونه ګټلی دی.هغه چې د اهلبیتو لیواله ؤ د اسلامی انقلاب په تیره بیا د مشرتابه د ستر مقام یو مینه وال هم ګڼل کیده او د اسلامی انقلاب معظم لارښود هغه د قران کریم پیر او داسې کس چې ژوند یې په قران سره تیر کړی،نومولی دی.