اسلام وپيژنئ
(last modified Mon, 25 Jun 2018 11:30:11 GMT )
Jun 25, 2018 16:00 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبوکې اسلام وپيژنئ نومې د لړۍ له ننني یو سل شپږڅلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.په نننۍبرخې کې هم دامامت دبحثونوپه دوام کې دحضرت امام حسن مجبتی علیه السلام دامامت دپړاؤپه باب سره غږیږو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

    دوستانو   حضرت امام حسن علیه السلام  داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) لومړنی لمسی دی . هغه  بزرګوار دا فرصت درلود چې   پر مځکه د دروو خورا برلاسه او کاملو انسانانو یعني د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)،حضرت امام علی علیه السلام او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د پاک وجود  له  ګوهره  استفاده وکړي  او  د دغو لویانو  په مکتب کې  په تربیّت سره  په راتلونکي کې  داسلامی  امت  درهبرۍ لپاره تیار شي .

                     بې شکه  دهستۍ په پنځون کې،له ترټولو وروستي پیغمبر  حضرت محمد(ص)څخه خورا لوړ کمال ته رسیدونکی انسان نشته ،  او  حسن ابن علی  علیه السلام  د دغه لوي بزرګوار  یو محبوب لمسی دی . پيغمبر اکرم ،  دغه مینه او لیوالتیا  په څرګنده او دعامو خلکو  په ټول کې  څرګندوله . بخاري  له حضرت ابوبکر څخه نقلوي،چې وائي،ومولیدل ، رسول ا...بزرګوار چې پر منبر ناست ؤ ، او حسن بن علی  هم ورسره ؤ . هغه کله  خلکو ته مخ اړاوۀ او کله ئې  هم حسن ته ، او فرمائيل ئې ،؛ هرڅوک چې  له حسن اوحسین سره مینه لري ، نو ماسره مینه لري، او  هرڅوک چې  له دوي سره دښمني کوي ،نو لکه چې ماسره ئې دښمني کړي وي . ::::: 

 له پیغمبر اکرم څخه نقل شوي دي  چې فرمائيلي ئې دي ؛ حسن او حسین  د جنتی ځوانانو سرداران دي : ::  همداراز  هغه بزرګوار  بیا فرمائيلي دی ؛ حسن   د هغې خوشبوئۍ  ګل دی ، چې  ما له دنیا اخستې ده  :::

 د رسول ا... بزرګوار یو صحابی  وائي ، پیغمبر اکرم مو ولید،  چې  حسن ئې  پر اوږو  دی او فرمائي ؛ ائ خدایا! زه له حسن سره مینه کوم، ته  هم  ورسره مینه وکړه .:::::

  بې شکه ،   د مینې ا ولیوالتیا دغې څرګندونې ،   هغه هم په ښکاره او څرګند  ډول  ،  یوازې  عاطفي بڼه  نه درلوده ،بلګه پيغمبر اکرم  په دغه کار سره  نوره موخې هم تعقیبولې .  هم ئې غوښتل   دخداوندمتعال په نزد دحسن او حسین علیهم االسلام  مقام وښئ  او  هم په راتلونکي کې د هغوي  د لارې او رودې سموالی تائيد کړي . 

              حضرت امام حسن علیه السلام  له ډيرو غوره او لوړو اخلاقی  فضایلو برخمن ؤ .   هغه امام بزرګوار ،  په علم ، فضیلت ، تقوا او عبادت کې  دخپل وخت سرخیل ؤ .  درستو خلکو هغه بزرګوار په سخاوت  او  د  کمزورو  د مرستې  لپاره  په هڅې پيژانۀ. دهغه بزرګوار  له برکته ډک  وجود د کړیدلو او دردیدلو زړونو ته آرامښت بخښونکی، د غریبانانو  لپاره پناه ځاي  او  دبې څوکه  کسانو لپاره  هیله او  امید ؤ . سیوّطي  لیکي ، حسن علیه السلام درې ځله   خپله ټوله شتمني او مال  دخداي په لاره کې  انفاق کړ :::   هیڅکله  هم داسې نه دی شوي ، چې فقیر یا بې وزله کس  هغه بزرګوار ته مراجعه کړي وي او  خالی لاس ترې ستون شوی وي . حضرت امام حسن علیه السلام  دپيغمبر  اکرم (ص) په شان خوي او خصلت  درلود، نقل شوي دي ، چې   د امویانو د ناسمو پروپیګنډو تر  اغیز لاندې دشام  اوسیدونکی یو بوډا کس  امام حسن علیه السلام ته بد رد ووئيل . امام بزرګوار  دهغه د خبرو او بدو ردو له  ختمیدا وروسته  هغه  ته په موسکا سره وفرمائيل ؛ ائ  دخداي بنده ! زه  فکر کوم  چې  مسافر ئې او ممکنه ده  چې تیروتی ئې . که  څه اړتیا لرې ، نو درته ئې پوره کړم. که  لارښونه غواړې چې  لاره دروښایم  او که وږی وې نو  په خیټه  دې موړ کړم ، که   لوڅ وې ، نو قالی  درته برابر کړم ، او که  اړمند وې ، نو بې نیازه دې  کړم، که  ځاي او کور نه لرې ، نو ځاي او مکان درته درکړم   او ......    ::::::

د دغه لوي او غوره چلند په لیدو سره ،   د شام اوسیدونکي هغه کس  ټوله  وارمخکې قضاؤتونه   په  اوبو لاهو شول . پخپلو خبرو سخت پښمانه شو  او وې وئيل ، ګواهي ورکوم  کې  ته  پر مځکه د خداي جانشین ئې،  خداي ښه پوهیږي  چې  خپل رسالت   چاته وسپاري .::: بیا ئې ووئيل ؛ له دې مخکې ،  زما په نظر کې خورا ستر دښمنان   ته او دستاسو پلار ؤ ، خو اوس  تاسو زما په نزد خورا محبوب کسان یاست :::::

             دوستانوحضرت امام  حسن علیه السلام  دهغه وخت  په ډيرو پیچلو  حالاتو اوجنګونو کې دخپل پلار بزرګوارحضرت امام علی علیه السلام ملګري اومرستندوي ؤ.هغه بزرګوار ډيرزیات صبراوزغم درلود،په دې توګه،چې هیڅکله سختو اوپیچلو پيښو اوترینګلتیاؤ هغه نه شو لړزانه کولی .امام حسن علیه السلام د دغه صبر  ترڅنګ  له  مثال ورکونکي شجاعت او میړنتوبه هم برخمن ؤ.هغه بزرګوار په جنګونوکې دپلارترڅنګ،په لومړنۍ جبهې کې جنګید. هغه  دجنګ په ډګر کې،د امام علی پر میړنیو او شجاع  ملګرو هم برلاسه ؤ  او  د دښمن دلښکر په زړه به ئې ګوزار کاوۀ. دحق په لاره کې د  سرښیندنې لپاره د هغه تیارسی تر دې حده ؤ چې  امام علی ، د صفین په جنګ کې  له خپلو ملګرووغوښتل  چې  هغه او د هغه وروو حسین  علیهم السلام دې  د دښمن  دلښکر په مینځ کې له  پرمخ تلو  وغړوي، ځکه    ویره ئې درلوده  چې   په دغو حملو کې  به ووژل شي او  دپیغمبر  نسل به له مینځه لاړ شي .

          دحضرت امام حسن علیه السلام  دامامت او خلافت  دوران  په څلویښتم  هجري  قمری کال کې  د حضرت امام علی علیه السلام له شهادته وروسته    پیل شو . د کوفې  او دشاوخوا سیمو خلکو  له امام حسن علیه السلام سره بیعت وکړ.  دشام  حاکم  او د ابوسفیان زوي معاویه  له امام حسن سره  د خلکو په بیعت  ډيره اندیښنه احساس کوله . معاویه چې  د  امام علی دحکومت په وخت کې ئې له هغه بزرګوار سره  ئې دښمنۍ ته مخه کړې وه،د امام حسن علیه السلام  سره  د  مخالفت او مقابلې په لټه کې  هم شو.هغه  په کوفې او بصرې کې  د بلوا اوبغاؤت  لپاره  دغو ښارونو ته  جاسوسان ولیږل  او  په پروپیګنډو  اوتبلیغاتو سره ئې  د امام حسن  په ضد پراخ  نفسیاتي جنګ  پیل کړ .   هغه وخت  په شپیته زره کسیز لښکر سره  د  عراق په لور روان شو . له بل پلوه ،  له خپلو جاسوسانوڅخه په استفادې  او  د پیسو او مقام  د ژمنې په څير  پخپلو دوکه بازو ژمنو  سره ئې  یو شمیر کسان له ځان سره ملګري کړل .  امام بزرګوار  له هغو سستیو او بدعهدیو سره سره ، چې   دخپل شاوخوا کسانو په مینځ کې ئې لیدلې ،  له معاویه سره جنګ ته تیار شو ، امام بزرګوار څو ځله مجهز لښکر برابر کړ  ، خو هر ځل  د لښکر  قوماندانان  د دښمن په ژمنو وغولیدل  او  د معاویه  کیمپ ته وتښتیدل . یو شمیر هم  په  پټه معاویه ته لیکونه ولیږل  او  هغه ئې کوفې ته  ورتلو ته وهڅاوۀ. معاویه له دغو دسیسو سره  په یووخت ، امام حسن ته په یوه لیک کې د سولې وړاندیز وکړ . امام حسن  علیه السلام  دخپلو لښکریانو    د کمزورتیاؤ اوسستیو په لیدو سره  دې نتیجې ته ورسید، چې  له معاویه سره د مقابلې لپاره  کافی ملګري  نه لري.  امام بزرګوار  همداراز  د مسلمانانو  د مال او ژوند  د ساتلو او دغه راز د وینې د بهیدا  دمخنیوي لپاره مجبورا  سوله ومنله .حضرت امام حسن علیه السلام  پخپله د دغې سولې په باب فرمائي ؛؛له معاویه سره  په سولې سره مو غوښتل   دتاسو د وژلو مخه ونیسم ،  کله مو چې   له جنګ او ښکیلیدا  د خپلو ملګرو اواصحابو  سستي اوکمزوري ولیدله نو دغه کار ته مجبوره شوم ::: 

              دوستانو  په هغو سختو شرائطو کې  دحضرت امام حسن علیه السلام سوله ، داسلامي امت  او داسلام د ګټو او د دوراندیشۍ په اساس وه او  د هغو سترو خطرو دمخنیوي  لپاره وه چې داسلامی نړۍ او امت  یو والی او وحدت ئې  له هرې خوا ګواښۀ. د دغې سولې  په مادوکې وه چې  معاویه  به  د خداي او دپیغمبر اکرم دسنت په اساس عمل کوي،بل داچې له معاویه وروسته به ،خلافت  دحسن بن علی  وي او  معاویه حق نه لري  بل څوک خپل جانشین  وټاکي .پر دې سربیره ، معاویه ژمن شوی ؤ چې  مسلمانان او شیعیان هرچرته چې وي ،له حجازه رانیولې  تر  یمن او عراق پورې،په امن  او  ثبات کې به وي .د دغه تړون یوه بله ماده وه چې  دامام  علی  دملګرو سپکاوي ،کړول او  تعقیبول به هم نه وي . 

 خو  دسولې له معاهدې وروسته معاویه په ښکاره  د دغې سولې د مادو خلاف ورزي وکړه او دممبر دپاسه ئې خطبه ولوستله او په پيغور اوسپکې لهجې سره ئې ووئيل؛زه  ددې لپاره له تاسو سره ونه جنګیدم  چې لمونځ  ادا کړئ،حج  ته لاړ شئ او زکواة ورکړئ .  زه د دې لپاره له تاسو سره وجنګیدم چې پر تاسو حکومت  وکړم . هغه ووئيل،هر هغه شرط او تړون چې  له حسن بن علی سره موکړی،ټول تر پښولاندې کوم اوهیڅ یوه ته به  پابند نه وم :په دې توګه ئې،په ښکاره  خپل تړون  مات کړ او  دخلکو په نزد د هغه څیره  لازیاته ښکاره شوه . حضرت امام حسن علیه السلام هم  په مقابل کې  منبر ته وخوت  او پخپلې انګیزې  سره ئې سولې   او دپیغمبر اکرم دکورنۍ  ځينو امتیازونو ته اشاره وکړه . هغه وخت  د معاویه او د بني امیه دکړنو اومخینو او کمزورو ټکو  په باب  ئې ایشواکونې  وکړې .

حضرت اما م حسن  علیه السلام   دسولې له تړون کولو وروسته  سره دخپلو نزدې ملګرو  مدینې ته لاړ .

 معاویه د خپل حکومت  په پړاؤ کې د تړون ټولې مادې تر پښو لاندې کړې . هغه  پر اسلامی نړۍ  په سلطې سره  له اسلامی  سنتونو لیرې  او د  جاهلّیت د دور  د دود اودستوراتو په اساس  یو پاچائي حکومت  جوړ کړ . هغه دسولې د تړون په خلاف ، په ډير ظلم او کړاؤ سره  شیعیان ځپل او  په بوږنونکي ډول به ئې  شکنجه   کول او وژل به ئې . هغه ډير زیا ت خلک  له  امام علی څخه  دپلویتوب یا هغه ته د بد رد نه وئيلو  په جرم   تر مرګ  حده ګواښل   او رټل ئې . هغه  دخپلو سپيرو  نقشو  داجرا لپاره  له امام حسن علیه السلام سره د شوي تړون په اپوټه   خپل زوي یزید ته  دحکومت  دمنتقلولو لپاره  یو لړ اقدامات پیل کړل .

            حضرت اما م حسن علیه السلام  په مدینې کې  له شتون وروسته ،  د  اصلي اسلامی کلتور  د دودولو او ورپيژندلو  او د لیدتوګو او افکارو د لوړاوي  لپاره  ډ يرې پراخې هلې ځلې  پیل کړې  .   محدثان  اومتفکران  دهغه بزرګوار ګیرچاپيره  غونډ شول .   په هغو کسانو کې د اسلام دګران پيغمبر او  امام علی  ملګري اواصحاب  هم  وو .  په هغو کې د  جابر بن  عبدا... انصاري ، خُجربن عدی،کمیل  بن زیاد او مسلم بن عقیل  په څير څيرې هم لیدل کیدلې . دوي   غوره او روزل شوي کسان وو  او د بنی امیه ؤ دعامې وژلې په مقابل کې  د پياړي بند په څير ئې مقاومت کاوۀ.

 ابن صباغ مالکي  په مدینې منورې کې  دامام حسن علیه السلام دعلمي فعالیتونو  په تشریح کولو کې   لیکلي دي ،  خلک دهغه ګیرچاپیره  غونډيدل او  هغه بزرګوار هم  هغوي  ته الهي احکام او معارف  بیانول . دوي غوښتل چې  خبرې ئې واوري،ځکه چې د آوریدونکو زړونو ته ئې شفا بخښلې  او  دمعارفو تږي  ئې سیراب کول .

      حضرت امام حسن علیه السلام  د امویانو  دساډوبۍ اوځپنې  په وړاندې  د اهل بیت علیهم   ا لسلام  د مینه والو پناه ځاي  ؤ او  په ټول شهامت  سره ئې  د هغوي د وحشي توب اوظلم اوستم په مقابل کې مقاومت کاوۀ .  امام بزرګوار  په دوامدار ډول د امویانو دحکومت رواوالی  تر پوښتنې لاندې وروست  او  معاویه ته ئې  د هغه د ظالمانه او  ورانونکو اقداماتو په باب خبرداری ورکاوۀ.

 بې شکه د حضرت امام حسن پاک وجود او له ظلم اوکړاؤ سره دهغه   مخامخیدا او  حق غوښتنه د اموي واکوالانو لپاره  ناخوښه وه .  له یوې خوا معاویه  د خپلو سپيرو دسیسو  د اجرا  او  د یزید د ولی عهدۍ  په باب د زمینه جوړونې  لپاره  په وړاندې یو ستر خنډ  لیدۀ او  هغه خنډ هم امام حسن ؤ .په همدې دلیل په لټه کې شو څو امام بزرګوار له خپلې لارې وغړوي . هغه بلاخره  خپله نقشه عملی کړه او  امام بزرګوار،  په پنځوسم هجری قمری کال  کې  د ابوسفیان د زوی  معاویه  دعواملو په لاس  مسموم اوشهید شو.

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه