تاریخ پاڼه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i74810-تاریخ_پاڼه
نن د زیارت یا پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۲۸ د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذی القعدی له ۵ او د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای له ۱۹ نیټې سره سمون خورئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2018 07:38 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت یا پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۲۸ د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذی القعدی له ۵ او د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای له ۱۹ نیټې سره سمون خورئ

 

۱:

۷۷۵ کاله پخوا  د ۶۶۴ هجری قمری کال د ذیعقعدی په ۵ نیټه یو مسلمان ادیب ، مورخ ، محدث او فقیه په سید ابن طاووس مشهور رضی الدین علی بن موسی وفات شو .

رضی الدین په ۵۸۹ قمری کال کی د عراق په حله ښار کی وزیږیده . هغه په لومړیو کی له خپل پوه پلار سعد الدین ابوابراهیم او خپل نیکه ورام این ابی فراس علم ترلاسه کړ او وروسته یې د حله له نورو لویانو ډیره ګټه پورته کړه . سیا ابن طاووس په تقوا او زهد کی ډیر مشهور وو  او په همدې دلیل د عباسی واکمنانو په دربار کی یې له هرې څوکۍ قبلولو ډډه وکړه . ابن طاووس د خپل وخت په پوهانو او عالمانو کی  ډیر اعتبار او لوړ ځای درلود  او د هغه زیاتره  مشهورتیا د اخلاقی او کلامی روایتونو او همداراز د تقوا پامته داره ده . هغه یو ډیر  زیارکښ مسلمان پوه بلل کیږی او له هغه په علم کلام ، اخلاق ، فقیه او حدیث کی  راز راز اثار پاتی دی  او د هغه ډیر اثار بیا بیا ترجمه او چاپ شوی دی . د ابن طاووس یو مهم تالیف  د عاشورا د پیښو په اړه ،اللهوف  ، نومیږی  چی د اسلام د تاریخ یو مهم کتاب بلل کیږی . د هغه بل مهم کتاب  ، الملاحم والفتن ، نومیږی چی د حضرت امام مهدی عج له ظهور مخکې او ظهور په وخت پیښو په اړه دی . سید ابن طاووس ډیر عالم او فاضل شاګردان وروزل چی د علامه حلی پلار او علامه حلی ته پکې اشاره کولی شو . د سید ابن طاووس د ژوند په وروستیو او په بغداد کی د هغه د شتون په وخت دغه ښار  د مغولو وحشی لشکریانو لخوا کلابند شو . هلاکو خان مغول ، سید ابن طاووس راوغوښته  او هغه او د هغه ملګرو لپاره یې امان نامه صادره کړه ، ابن طاووس چی له بغداده یې د مومنانو د بهر ویستلو هڅه کوله  ، زر کسان یې راغونډ کړل  او د هلاکو خان د عسکرو په ملاتړ یې هغو حله ښار ته ورسول .

بالاخره د ۶۶۴ قمری کال د ذی القعدې په ۵ نیټه  سید ابن طاووس وفات شو .

 

۲:

۶۴ کاله پخوا د ۱۳۳۳ هجری لمریز کال د چنګاښ په ۲۸ نیټه ، ایت ا... محمد حسین کاشف الغطا وفات شو .

هغه د عراق په نجف اشرف کی په یوې علم درلودونکی او بافضیلته کورنۍ کی زیږیدلی وو او په ځلمی توب کی یې لومړنۍ دینی  زده کړې  وکړې ، بیا د اخوند خراسانی په شان له سترو استادانو یې په لنډ وخت کی علمی درجې ترلاسه کړې . ایت ا... کاشف  الغطا په خپل برکتناک ژوند کی د دینی علومو د طلباوو د روزلو په هدف  د ټو لګیو جوړولو ته مخه کړه . هغه همداراز د اسلامی معارفو د خپرولو په هدف ډیرو اسلامی هیوادونو ته سفرونه وکړل  او د مصر ، ایران او فلسطین په علمی مرکزونو او پوهنتونونو کی ویناوې وکړې . دغه لوی  عالم  په سیاسی چارو او له حکومت سره اړونده چارو کی شتون  له واجباتو بلل . له دې امله د عراق په ملی غورځنګ کی یې ډیر مهم رول درلود . هغه د لومړی نړیوال جنګ په پیلیدا سره  د برتانیه د نیواکګرو ځواکونو پرضد د عراق د خلکو په ازادی غواړی جهاد کی ډیر فعال شرکت وکړ . ایت ا... کاشف الغطا له ډیرو مسولیتونو او پراخو اجتماعی او سیاسی فعالیبتونو سره سره دیر علمی او ادبی اثار په یادګار پریښودلی دی چی پکی ، حواشی عین الحیبات ، السیاست الحسینیه او د هغه د شعری دیوان ته اشاره کولې شو .

۳:

او له ننه ۵۷  کاله پخوا د ۱۹۶۱ میلادی کال د جولای په ۱۹ نیټه کویت د انګلستان له استعمار خپلواکی ترلاسه کړه . کویت د هخامنشیانو له وخت راهیسې د ایران د واکوالۍ یوه برخه وه . په ۱۶ میلادی پیړۍ کې پرتګالیانو او په اتلسمې او نولسمې پیړیو کی عثمانی دولت په دغې سیمې سلطه پیدا کړه . په ۱۸۹۹ میلادی کال کی  کویت له انګلستان سره یو تړون لاسلیک کړچی په دغه شیخ میشته سیمې د انګلستان حاکمیت سبب شو . دغه وضعیت له دوهم نړیوال جنګ رووسته پورې دوام وکړ.په کویت کی د تیلو د کوهیو شتون په دغه سیمه کی د امریکایی او برتانوی شرکتونو د پراخ شتون سبب شو . په عین حال کی په ۱۹۶۱ میلادی کال کی د خپلواکۍ په اړه خبرو اترو نتیجه ورکړه  او د همدې کال د جولای په ۱۹ نیټه د کویت خپواکی اعلان شوه . کویت په لویدیځې اسیا او فارس خلیج په څنډه کی پروت دی . د کویت مساحت له ۱۷ زره  مربع کلومیټرو لږ زیات دی  او د هغه ۸۵ فیصده  خلک مسلمانان دی .