جومات د مینې کور(۵۰)
خوږو ملګرو!د ښو پیرزوینو په وړاندې کولو سره جومات د مینې کور له یوه بل پروګرام سره مو خدمت ته حاضر شوی چې په دې برخه کښې په جومات کښې د میرمنو د برخه اخیستلو موضوع څیړو او بیا هم د چین څو جوماتونه درپیژنو نو راسره مله اوسئ.
محترمو دوستانو!لکه څنګه چې مو په تیر پروګرام کښې اشاره وکړه،د اسلام په سرکینیو وختونو کښې ښځو په ډول ډول علمی،اجتماعی او اقتصادی برخو کښې فعاله ګډون درلوده او په جومات کښې یې شتون یوه غوره چاره وه چې یوه روښانه بیلګه یې په مسجدالحرام کښې د پیغمبراکرم(ص) د ماندینې حضرت بی بی خدیجه(س) شتون دی. هغې بی بی به کله چې پیغمبراکرم(ص) مخکښې دریده او حضرت علی (ع) به یې ښی اړخ ته ودریده نو ورپسې به دریدله او جمعې لمونځ به یې ادا کاوه،تر دې لا پراخ ،د قبلې د بدلیدا په مهال په جَمعې لمانځه کښې د یو شمیر ښځو شتون دی.کله چې خدای له بیت المقدسه کعبې و لور ته د قبلې د بلولو حکم ورکړ،ښځې چې د سړیو شا ته ولاړې وې ،له سړیو مخته وګرځیدې نو په بیړه یې ځای بدل کړ او په لږ واټن سره د سړیو شا ته وګرځیدلې.بل هغه سند چې په جوماتونو کښې د میرمنو شتون ته د رسول الله مبارک د پاملرنې ښودنه کوی،د ښځو لپاره د ځانګړی دروازې جوړول دی . په روایت کښې راغلی دی چې یوه ورځ پیغمبراکرم(ص د جومات یوه وره ته اشاره وکړه او ویې فرمایل:ښه خبره ده چې دغه ور د میرمنو لپاره بیل شی.دغه دروازه چې اوس هم د باب النسا په نوم شته،د هغه مبارک په وخت کښې په جومات کښې د میرمنو د فعال شتون ښودنه کوی .
اوس هم په اکثرو جوماتونو کښې په بیلابیلو مراسمو کښې د ښخو د ګډون لپاره اړینې سریزې او فضا په نظر کښې نیول کیږی .البته په جوماتونو کښې د میرمنو د برخې اخیستلو په زمینه کښې د مختلفو ملیتونو په کړچار کښې توپیر له ورایه ښکاری .په هغو سیمو کښې چې په ټولنه کښې د ښځو شتون ته دومره پام نه کیږی او یا په یو ډول یې مخه نیول کیږی،دا طبیعی ښکاری چې په جوماتونو کښې یې هم شتون ته پام ونکړل شی او د جومات یوه برخه ورته بیله نکړای شی.د جومات په چارو کښې ښځو ته د بې پامی یوه بیلګه په هند کښې لیدل کیدای شی.په هند کښې جومات ته د ښځو له ورتګ سره سخت مخالفت کیږی،دغه بندیز د دغه هیواد د جنوب په پرتله په شمال لویدیځ کښې زیات دی .دغه وضعیت ،کلتوری حالاتو ته په پام سره په بیلابیلو هیوادونو کښې سره توپیر لری .په عربی هیوادونو کښې د کلتوری تعصب په خاطر په ټولنیزو فعالیتونو او جوماتونو کښې د ښځو شتون تر یوه حده پیکه دی،خو د مالزیا او اندونیزیا په شان هیوادونو کښې په بیلابیلو بڼو کښې د میرمنو شتون یوه منل شوی چاره جوړه شوی ده.د دغو هیوادونو ښځې په جوماتونو کښې شتون ته ډیر اهمیت ورکوی او د روژې په مبارکه میاشت خپل زیات وخت په جوماتونو کښې تیروی او د قران پاک تلاوت کوی .زیاتره میرمنې له خپلو کورنیو سره یوځای جوماتونو ته ځی.
د وییلو ده چې د چین په څیر هیواد کښې د ښځو خپل ځانګړی جوماتونه هم شته، چې د ځینو جوماتونو ملا امامې هم ښځې دی .د مثال په توګه د چین د ګانسو ولایت په مرکز لانژو ښار کښې لولان هغه جومات دی چې یوازې ښځو ته بیل شوی دی .د لولان جومات د ملا امام تائو جینلینګ له خوا د وړاندې کړی شوی احصایې له مخې ،د هغو ښځو شمیر چې هره ورځ دغه جومات ته راځی کابو دیرش دی چې دغه شمیر په جمعې ورځو یونیم سلو ته هم رسیږی . د هغې څیړنې پر اساس چې د هنان ولایت د ټولنیزو علومو په اکاډمی کښې ترسره شوی،د چین په مسلمانانو کښې د ښځو د ملاامامانو شمیر مخ پر زیاتیدا دی .د چین د جوماتونو زیاتره فعالان باوری دی چې د میرمنو د دغو جوماتونو رول ،د هغو ښځو لپآره چې د اسلامی تعلیماتو له نظره،د کورنۍ او ټولنې بنسټ جوړوی،ډیر د پام وړ دی .
محترمو ملګرو! اوس هم په چین ځینې جوماتونه درپیژنو؛شیان چین جامع جومات د چین هیواد یو ډیر پخوانی جومات دی چې د شاآن شی ولایت په شی آن ښار کښې جوړ شوی دی .دغه جومات اول د تانګ لړۍ په پړاو کښې جوړ او په څوارلسمې میلادی پیړۍ کښې د مینګ لړۍ په مهال کله چې چینی معماری د دغه جومات له معماری سره اخښل شوی،بیارغول شوی دی،له څوارلسمې پیړۍ تراوسه پورې دغه جومات څو ځله رغاول شوی دی. د جومات د اوسنۍ ودانۍ زیاتره برخه له اولسمې او اتلسمې پیړۍ د مینګ او کوئینګ لړۍ د پېر راهیسې باقی پاته ده .دغه جومات د دودیزو اسلامی جوماتونو په اپوټه د پینځلسمې پیړۍ بودایانو عبادت ځای ته ورته دی .البته د بودایانو د عبادت ځایونو په اپوټه د شیان جامع جومات له ختیځه د لویدیځ په لور د مکې و خواته جوړ شوی دی . په خپلو کښې نښتلی پینځه انګړونه هر یو داسې ودانۍ لری ،چې لمونځکونکی اصلی هال ته هدایتوی.
د شیان جامع جومات لومړی انګړ یوه داسې نهه میټره ایزه لرګینه کوټه لری چې د اولسمې پیړۍ په ښایسته کاشیکاریو پوښل شوی ده .د دوهم انګړ په مینځ کښې په دوو ستنو سره یوه ډبرینه تاخچه شته .پر یوې ستنی د دانګ لړۍ د یوه مشهور خطاط خوشنویسی او په بله ستنه د مینګ لړۍ خطاطی په ډیره هنرمنانه توګه تر سترګو کیږی . دغه خطاطۍ د زیاتو ځانګړنو په وجه د چین د خوشنویسی هنر یوه ستره خزانه ګڼل کیږی .په ننوتونکی ځای او دریم انګړ کښې یو داسې سالون شته چې د لرغونی وخت ډیرې ستنې لری .په څلورم انګړ کښې د جومات اصلی شبستان جوړ شوی چې یو زر لمونځکونکی پکښې ځاییږی .
په جیانګ سو ولایت کښې یانګ جو یا شینخ جومات په چین کښې څلورم مشهور جومات دی چې په ۱۲۷۵ م کال کښې جوړ شوی او بیا څو څو ځله رغاول شوی دی . د چینګ لړۍ په مهال یانګ جو ښار شپږ جوماتونه درلودل چې درې یې د ښار دننه او درې له ښاره بهر وو.شینخ جومات ډیر لوی او پخوانی دی .په شنیخ د یانګ جو جومات د نومولو دوه لاملونه بیان شوی دی:لومړی دا چې د جومات بیلابیلې برخې د یوه ښکلی مارغه په شان دی .دوهم ده چې له لرې جومات د یوه سرې درنا مارغه په شان ښکاری .البته په چین کښې نور داسې جوماتونه او ودانۍ شته چې ځناورو یا ښایسته مارغانو ته د ورته والی په وجه پرې ځانګړی نومونه ایښودل شوی دی لکه په ګوانګ جو کښې خوای شنګ جومات چې شیر ته ورته دی او ورته شیزه هم وائی . په دغه جومات کښې یوه مدرسه ده او د جومات په انګړ کښې د درس درې لوی کوتې دی او د انګړ په مینځ کښې د کینګ ګو ونه ده چې تر اوه سوه کاله زیات عمر لری او پینځلس میټره لوړه ده .
عیدګاه جومات په خپلې پرتمینې اسلامی معمارۍ سره په ۱۴۴۲ کال کښې جوړ شوی او څو ځله بیارغاول شوی دی .عیدګاه په اختر کښې د لمونځ ادا کولو ځای په معنا دی نو ځکه دا جومات هم د دینی فعالیتونو د ترسره کولو او په کوچنی او لوی اخترونو کښې د خلکو د جشن لمانځنې ځای هم دی . دغه جومات په کاشغر مشهور ښار کښې پروت دی .د چین عیدګاه جومات په کابو ۱۶زره ۸۰۰ مربع میټره پراخوالی سره د نړۍ یو ستر جومات دی .د کاپوهانو له نظره دغه جومات پینځه سوه کاله پخوا د کاشغر هغه جومات پاته شوی چې په ۱۵۲۴ م کال کښې میرزا ابوبکر نومی یوه سړی له لوری لوی کړی شوی دی او بیا وروسته رغاول شوی او لوی کړی شوی دی .په ۱۸۷۴ کال کښې په اساسی توګه مرمت شوی او په ننۍ بڼه کښې ګرځیدلی دی .په ۲۰۰۰ م کال کښې د چین حکومت له خوا ډ وروستۍ ځل لپاره رغاول شوی دی.
عیدګاه جومات ۱۶زره ۸۰۰ مربع میټره پرخه فضا لری چې پکښې انګړ،شبستان او نورې ودانۍ شاملې دی .لوی انګړ مسلمانانو ته دا امکان برابروی چې پکښې په کراره لمونځ ادا کړی .د انګړ کیڼې خوا ته دوه تالاونه شته چې یو ورکوټې او بل لوی دی . د جومات دننه نورې ډیرې پخوانۍ ونې هم شته چې د ښکلا لامل یې دی . په شبستان کښې پوړۍ هم شته چې شبستان له انګړه جلا کوی او که خلک زیات وی نو د انګړ دواړه لوری کارول کیږی د جومات دننه اته دیرش تاخچې په شان برانډې نه یوازې په چین کښې بې ساری دی بلکې په نړۍ کښې هم استثنایی او ښایسته دی.د جومات شبستان لږ په لوړ ځای جوړ دی او پکښې داسې ستنې لګول شوی چې د مستطیل بڼه ورکوی او دننه پرې ښایسته انځورونه جوړ شوی چې جومات ته یې ډیره ښکلا وربخښلی ده البته ستنې یې ساده جوړې کړې شوی خو لاندینی برخه یې لویه اوپرې انځورونه ترسترګو کیږی . د جومات دوو اړخونو ته شل کوټې شته چې پکښې معلمان،طالب علمان او نور هغه کسان ژوند کوی چې د جومات خدمت کوی . دغه کوټې په دې ډول جوړې کړی شوی چې لمر پرې لګیږی او په ژمی کښې تودې او په دوبی کښې یخې وی .