اسلام وپيژنئ
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې نیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانو اسلام وپيژنۍ نومې د لړۍ له یو سل پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه ننني مطلب کې کوفې او بیا کربلا ته د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون د حرکت د واقعې د دوام په باب درسره غږیږو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دوستانو دحضرت امام حسین علیه لسلام حماسي او تل پاتې غورځونګ، ټاکلي موخې او کړنې درلودې او امام بزرګوار دخپل غورځنګ د بریالیتوب لپاره له خاصو تدبیرونو او رودو استفاده کوله . امام حسین علیه السلام په یوه داسې پړاؤ کې ژوند کاوۀ، چې دتیرو وختونو جاهلیّت بیا سرراپورته کړی ؤ او دهغه وخت د خلکو د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې ئې نفوذ کړی ؤ . خلکو عبادتونه او او مذهبی دستورې ترسره کولې،او د دین ظواهر ئې رعایت کول،خو له دیني بصیرت او پوهې برخمن نه وو.دوي د ددین تعلیماتو له روح او حقیقت سره څه خاص بلدتیا نه درلوده . بې شکه ،د دغه شان ټولنې لپاره چې داسلام روح ورځيني وتلی وي او یوازې دیني پوستکی ئې پاتې وي ، باید فوری حل لاره ورته کتل شوي وائ .
حضرت امام حسین علیه السلام د دغه شان وضعیَت په وړاندې چُپتیا ،د اسلام او مسلمانانو لپاره ښه نه بلله . هغه بزرګوار له کږلاریو او ګډوډیو څخه د ټولنې د ژغورنې لپاره دځینو کلتوري اقداماتو ترڅنګ، یو تاریخي او ستر غورځنګ پیل کړ او د ظلم او کړاؤ له حکومت سره ئې د نیغ په نیغه مبارزې لاره خپله کړه . بې شکه ، له امویانو سره مستقیمې مبارزې ته د امام او دهغه د ملګرو او اصحابو په مخه کیدا سره ، دوې نتیجې د هغو په انتظار کې وې ، یابه پر امویانو بریالي کیدل او یا به هم امام بزرګوار او دهغه ملګرو د حق په لاره کې خپل ژوندله لاسه ورکاوۀ.دغو دواړونتیجو امام بزرګوارخپلو هغو موخو ته لازیات نزدې کاوۀ چې د اموي ورانکار اوفسادګر حکومت د ماهیّت ایشوا کول ، او د خلکو د ویدۀ شوو وجدانونو ویښول وو.
د مسلمانانو دپیشوا او امام په توګه حضرت امام حسین علیه السلام ،په دې چارې فکر کاوۀ ، چې دتاریخ په دغه برخلیک ټاکونکی وخت کې خپل رول څرنګه ولوبوي او مسلمانان د هغو ستمګرو واکوالانو له سپیرو منګولو چې په زور او چلول سره پرې مسلط شوي وو،وژغوري .دهغه بزرګوار لپاره، له ا نحرافاتو اوکږلاریوڅخه د اسلام چاڼ کول او پاک کول او دخلکو پوهول، پر بل هر یوۀ کار مقدم ،برلاسه او مهم وو .
دوستانو دحضرت اما م حسین علیه السلام په حماسی غورځنګ کې د غور وړ یوه موضوع ،په دغه پاڅون کې له هغه بزرګوار سره د ماشومانو ، ښځو او خپلو خپلوانو یو ځاي او ملګري کیدا وه . دغه ملګرتیا،کومه اتفاقي او ناڅاپي موضوع نه وه ، امام حسین علیه السلام په دغه اقدام سره وښودله چې که داسلام اساس اوبنیاد په خطرې کې وي ، نو باید دهغه دساتنې لپاره، په ټول وجود سره قرباني ورکړل شي . لکه څنګه چې ا مام حسین علیه السلام هم خپل خپلوان ،میرمنې اوبچیان میدان ته له ځان سره وارد او خپل ټول شتۀ ئې دحق په لاره کې قربان کړل .
هماغه ډول چې په مخکیني پروګرام کې مو وئيلي دي ، دحضرت امام حسین علیه السلام کاروان کوفې ته نه ؤ رسیدلی ، چې د حُر په قوماندانۍ کې دکوفې لښکریانو پر امام او دهغه بزرګوار پر ملګرو لاره بنده کړه او امام بزرګوار ئې کوفې ته دسفر له دوامه منع کړ .امام بزرګوار د حُر د زرو لښکریانو په کلابندۍ کې او له خطرې سره په څو قدمو کې ، مناسب فرصت پیدا کړ،څو خپل دریځ روښانه کړي او دخپل پاڅون موخې بیان کړي .د امام حسین علیه السلام روښانه او جوتې خبرې داسې چاره وه،څو حقیقت نندارې ته وړاندې کړي او شکونه ختم کړي .دحضرت امام حسین علیه السلام خبرې د خپل نیکۀ بزرګوار حضرت محمد مصطفی(ص) له حدیثو په استناد سره پيل شوې . او وې فرمائيل؛؛ ائ خلکو! داسلام ګران پیغمبر فرمائيلی دی ؛ هرڅوک،داسې ستمګر او ظالم باچا وویني،چې دخداي حرام حلال او دخداي حلال حرام کوي ، د الهي ژمنو خلاف ورزي کوي ، دپیغمبر له سنت اوقانون سره مخالفت او ظلم ته مخه کوي او دخداي پاک له بندګانو سره په ګناه او ظلم سره چلند کوي ،(خو) البته له هغه سره په عمل کې او یا پخپلو خبرو سره ورسره مقابله ونه کړي،نو پر خداي پاک ده چې،دغه شان کس دهغه ستمګر او ورانکار کس په ځایګي کې واردکوي او(جهنم ته ئې لیږدوي ::::
= بیا امام بزرګوار د بنی امیه ؤ فساد او دکوفیانو ژمنو ته ا شاره وکړه او وې فرمائيل ؛؛نو که پخپلو ژمنو ولاړ وائ ، نو خپلو ګټو او بریالیتوب ته رسیدلئ ،که خپلې ژمنې مو ماتې کړې ،او له ما سره مو بیعّت مات کړ، نو د تاسو دغه کار کوم بې مخینې کار نه دی ، ځکه له دې مخکې مو هم د ما له مور پلار او د آکا له زوي مسلم سره مو هم دغه شان کړي دي ..... تاسو هغه کسان یاست ، چې پخپل تاوان مو عمل کړی دی .:::::
امام بزرګوار په دغې خطبې کې حقائق روښانه کړل او دهغوی لپاره ئې د نور او رڼا وړانګې وځلولې څو لاره ومومي او له خطاکارۍ او ګناه لاس په سر شي.
بلاخره د حُر دلښکر د دباؤ او تورتموکړنو په خاطر ، دامام حسین علیه السلام کاروان مجبوره شو،خپله لاره بدله کړي او دکوفې په ځاي د کربلا په لور روان شي . ا مام او دهغه بزرګوار ملګري ، د محرم دمیاشتې په دوهمه نیټه دکربلا ټاټوبی ته ورسیدل . په دغه ټاټوبی کې،امام بزرګوار،دهغه کورنۍ او ملګري، په ډيرو سختو شرائطو کې د عمر ابن سعد په قوماندانۍ د یزید د دیرش زره کسیز لښکر په کلابندۍ کې ورغلل او پر امام بزرګوار او ملګرو او حتی پر واړو ماشومانو ئې هم ورته اوبۀ بندې کړې ،څو دهغوي د استقامت او تل پاتې روحیه کمزوري کړي . داپه داسې حال کې وو چې امام او دهغه بزرګوار ملګري کله چې ګَرمې او سوَزوُنکي هوا کې د حُر له لښکر سره مخامخ شول ، نو هغوي او د هغوي آسونو ته ئې اوبه هم ورکړې . داپه دې خاطر وو چې حضرت اما م حسین علیه السلام په هر حالت کې اخلاقي اصولو او ارزښتونو ته پابند ؤ .
= دوستانو همدغو ارزښتونو ته دپابندۍ په دلیل وه چې امام حسین علیه السلام له خپلو دښمنانو سره په مخامخیدا کې د سرښیندنې او وفادارۍ خورا ښکلي او بې بدیله صحنې راوپنځولې .دیوشپیتم هجري قمري کال د محرم په لسمه یعني د عاشورا په ورځ، د دغو ښکلاؤ د ځلا ا وج ؤ . امام بزرګوار ښه پوهیدۀ، په نابرابر میدان کې شتون او د تُورو ،غشو او نیزو د دردناکو ګوزارونو زغمل ، دهرچا کار نه دی .. د دغه کار لپاره ئې ، د سترو روحیّو لرونکو او میړنیو او شجاعو انسانانو ته اړتیا درلوده .نو ځکه ئې د هغه ځواک کیفّیت ته چې د هغه په غورځنګ کې ئې شتون درلود،زیاتوالي او کمیّت ته پام درلود. دامام حسین علیه السلام د غورځنګ پاڅون په دې ډول ؤ چې دغوره،پوهو او له ځانه د تیریدونکو کسانوملګرتیا ورته ضرورت ؤ . په همدې دلیل هغه بزرګوار ،د پاڅون او عاشوراپه شپه خپل ملګري راټول کړل او دخداوندمتعال له حمد او ثناء وروسته ئې وفرمائيل ؛؛ ما له خپلو ملګرو لا ښه ملګري او اصحاب نه دي لیدلي او دخپلو اهل بیتوڅخه لاوفادار او ریښتوني کورنۍمو هم نه ده لیدلې،خداي پاک دې تاسو ټولوته اجر درکړي . سبا به دښمن له مونږ سره جنګ پیل کړي او اوس تاسو آزاد یاست او زه له تاسو ټولو خپل بیعّت بیرته اخلم ، تاسو ټولو ته اجازت درکوم چې لاړ شئ او دشپې له دغه تورتمه استفاده وکړئ او دخپلو کورنیو او ښارونو په لور لاړشئ او خپل ځانونه له مرګه وژغورئ،ځکه دغه لښکریان له ماسره دښمني لري او زما ژوند اخلي .::::
د حضرت امام حسین علیه السلام دغه تدبیر لامل شو،داسې کسان،چې زړۀ نازړۀ وو،دامام بزرګوار له ملګرتیالاس په سر شي او یوازې غښتلي ،پاک او وړ کسان د عاشورا په سترې حماسې کې د امام بزرګوار په پلۀ پل کیږدي او برخلیک ټاکونکی رول ولوبوي .
دوستانو حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام لیدل چې دښمن په بشپړ سنبالتیا سره جنګ ته تیار دی او هره شیبه ممکنه ده،خپلې څاروي ډوله یرغلونه پیل کړي،په عین حال کې ،هغه بزرګوار غوښتل څو ترممکنه حده،د دښمن لښکر ته وعظ اونصیحت وکړی څو له باطله دحق لاره بیّله او معلومه کړي .داسې نه چې،په هغو کې له پوهیدا اوخبریداپرته کوم کس پاتې شي. په همدې دلیل،کله چې دمحرّم په لسمې ورځې،ددښمن دلښکرپوځي خوځښتونه زیات شول ، نو هغه بزرګوار دخپلو مبارزانو د لیکو له برابرولو وروسته، د دښمن دلښکریانو په وړاندې پر آس سور شو او په لوړ او کلک غږسره ئې هغوی ته په خطاب کې وفرمائيل؛ ائ خلکو !زما خبرې واورئ، او له ما سره په جنګ کې بیړه مه کوئ ،څو زه خپله دنده ، چې هماغه تاسو ته نصیحت او وعظ کول دي ، ترسره کړم .... که دما دلیل مو ومانۀ، او له ما سره د انصاف په لاره راسم شوئ ، نو نیکمرغۍ ته به ورسیږئ او له ماسره د جنګ لپاره هیڅ دلیل نه لرئ .، خو که د ما د لیل مو ونه مانۀ او د انصاف لاره موخپله نه کړه.نو تاسو او دتاسوخپل خپلوان سره لاسونه ورکړئ او او هر هغه فیصله چې د ما په باب موکړې اجراکړئ او ماته کوم مهلت هم مه راکوئ ::::
امام بزرګوار دخپلو خبرو په دوام کې دې ته په اشارې سره چې هغه د خدای د ګران پیغمبر لمسی دی،هڅه وکړه،چې دوي له امام سره د خپل چلند په باب فکر ته اړباسي . وروسته ئې هغوي ته وفرمائيل ؛آیا دما وژل او د ما بې احترامي کول ، د تاسو لپاره حلال دي ؟. ...مګر تاسو ته دا خبره چا نه ده کړې ،چې دخدای رسول د ما او دما د ورور په باب فرمائيلي دي ؛ دغه دواړه وروڼه د جنت د اوسیدونکو ځوانانو سرداران دي ؟...آیا دغه خبرې،تاسو د ما د وینې له بهولو منع نه کوي ؟....... وا... که د جهان ختیځ او لویدیځ ته لاړ شئ،نو د پيغمبر اکرم لپاره به له ما پرته بل لمسی پیدا نه کړئ،یوازې زه ، د تاسو د پیغمبر د لور زوی یم :::::
بیا ئې وفرمائيل ؛ ائ خلکو ! که زه مو خوښ نه وم ،نو ما پریږدئ څو د مځکې پر مخ یوه بل امن ځاي ته لاړشم :::::
دعاشورا په ورځې سره له دې چې شرائط ډير غمجن ، بوږنونکي او سخت وو،خو امام بزرګوار هڅه کوله،د یزید د لښکریانوپه مقابل کې پخپلو روښانه او جوَتَونکو خبرو سره،پر هغوی اغیزې وشیندي . په عین حال کې ئې یادونه کوله ،چې د امام په دغو خبرو سره دې ،دوي دا فکر نه کوي ،چې ګواکې امام له ستمګرانو سره د سازباز او دهغوي په وړاندې د تسلیمیدا نیّت لري . امام حسین علیه السلام په دې اعتقاد درلود، چې دحق کلام نافذ دی او پر تیّارو روحونو اغیزې امت د حقیقي رهبر او امام په توګه دهغه مسئولیّت دا دی چې د حق پیغام د دنیاپرستو او غافلو انسانانو غوږونو ته ورسوي او پر هغوي اتمام حجت وکړي .
پر دې اساس،دژوند تر وروستیوشیبو پورې ئې هیڅکله هم له حکیمانه نصیحتونو او موعظې لاس وانخست .
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو،البته دغه روده،اغیزمنه هم وه، لکه څنګه چې د حضرت امام حسین علیه السلام دغورځنګ په ترټولو حساسو شیبو کې د حُر په نامه د یزید د لښکر یوه غوره قوماندان ،دخپل دریځ په ناڅاپي او فوري بدلولو سره،دامام حسین علیه السلام دملګرو په صف کې شامل شو او ابدي دنیائې وګټله .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************